Pashtun Community | Pashtuns | Pashto |
World's Largest Online Pashtun Community

Go Back   Pashtun Community | Pashtuns | Pashto | > Society & Heritage > فقط په پښتو کښی
Reload this Page ( Rose canina) دګلاب مېوه
User Tag List

Reply
 
Thread Tools Display Modes
(#1)
Old
din din is offline
PF senior
din is on a distinguished road
 
Posts: 6,466
Thanks: 1,136
Thanked 941 Times in 702 Posts
My Mood: Happy
Mentioned: 2 Post(s)
Tagged: 0 Thread(s)
Join Date: Apr 2010
Default ( Rose canina) دګلاب مېوه - 09-15-2012, 05:21 AM


ځنګلي ګلاب ( Rose canina) دګلاب مېوه

عبدالخالق ساپی
Larawbar.com 2012-09-15


دا یو ښکلی اغزي لرونکی له ویټامینو سر شار بوټی دی چې د مې ــ جون پورې ګلان کوي او سپتمبر ــ اکتوبر پورې ګل مېوه (کاسبرګ sepal) پخېږي . د ځنګلي ګلاب مېوه ــ یو ستر لابراتوار او د روغتیا اکومولاتور ګڼل کېږي .
په دې کاسبرګونو کې د ویتامین C اندازه د لیمو او currants پر تله ډېره ده . نوموړې کاسبرګونو په ترکیب کې پوره اندازه د В, К, Р ویټامینونه ، کروتین ، شکره ، tannin ، عضوي تېزابونه ، پېکتینونه او نور میکرو عناصر شتون لري . د ګل دانو په زړو (تخمو) کې د E ویټامین شتون لري . د ځنګلي ګلاب د ګل دانو څخه د طبیعي پولي ویټامینو په شکل د اسکوریوت (د سي ویټامن کمبود) او د نورو ويټامینو د کمبود ، کم خوني ،کلوروز ، د شریانو د تصلب ، د وینې د لوړ فشار ، د وینې توېدو (خونرېزي) او نورو ناروغیو په وقایعوي درملنه کې کار اخستل کېږي .



د ګل د کاسبرګونو د را ټولو وخت باید د کنګل کېدو د فصل څخه مخکې وټاکل شي او غېر لدې په سوړ موسم کې کاسبرګونه خپل درملیزه ځانګړتیا له لاسه ورکوي . په کورني چاپېریال کې کاسبرګونه په داشونو یا د اور په کورو کې د تودوخې په 90ــ100 درجو داسې وچوي چې و نه سوزې . وچ شوی مواد ځان ته قهویی سور او یا ژېړ رنګ غوره کوي او وروسته يي په سر تړلو لوښو او یا کڅوړو کې تر دوو کلونو ساتي .
ځنې وختونه د دی ګلاب ګل پاڼې په معمولي ډول وچوي او د هغه څخه د پوستکي د ښکلا او تازه توب لپاره درملیز چای یا infusion جوړوي .
منی د کلاب جرړې (ریښې) را وباسې او په سړو اوبو يي وینځي او وروسته يي ټوټه ټوټه په سیوري کې وچوي . په جرړو کې په ډېره پېمانه د tannin مواد شتون لري د همدې ځانګړتیا له وجې دهغو څخه د تړونکې (وینه درونکې) وسیلې په شان کار اخلي . ددې ګل د تخمونو څخه یو ډول غوړي چې د شحمې تېزابو او ویټامینو لرونکي دي تر لاسه کوي چې التهاب ضد او زخم جوړونکې ځانګړتیا لري .

د چای د جوړولو لپاره یوه قاشوکه کاسبرګونه په یو ګیلاس ايشېدلو اوبو کې د 10 دقیقو لپاره په سر پټي لاکي لوښي کې اېشوي او 24 ساعته وروسته د سړېدو څخه 1ـ2 ګیلاسه د ورځې څښل کېږي.نوموړی چای د بدن د مواد تبادله نورمالوي، د عصابو پر مرکزي سیستم ، شریانو او داخلي ارګانو باندې په زړه پورې ګټوره اغېزه کوي .
ددې ګل د پاڼو زوښا د معدې هاضمي سیستم ښه کوي ، او د جرړو د جوشاندې څخه يي د کلمو او معدې ،د پښتورګو او مسانې د ناروغیو په درملنه کې د تړونکې (د وینې درونکې) او قوت بښونکې وسیلې په شان کار اخستل اخلي . د تخمونو د غوړ څخه د ادار راوړونکې ، التهاب ضد او صفرا ورکونکې وسیلې په شان کار اخستل کېږي .
د چاپېریال او د روغتیا د اېپیدمیکو نامطلوبو اغېزو په وړاندې د بدن د مقاومت د لوړولو لپاره د сinnаmomca R. د یو ډول ګلاب د چای څخه کار اخستل کېږي . د جوړولو طریقه: یوه قاشوقه وچ مېده شوي کاسبرګونه (دګل پاڼو کاسه) په دوه ګیلاس اوبو کې د 10 دقیقو لپاره اېشول کېږي او د 2ـ3 ساعته وروسته له سړېدو څخه چاڼېږي او 3 ځله د ورځې نیم ګیلاس څښل کېږي .
сinnаmomca . R له جوشاندې څخه د مغز د شریانونو د وینې د دوران په ښه کولو کې کار اخستل کېږي . 20ګرامه مېده شوي کاسبرګونه په یو ګیلاس اېشېدلو اوبو کې اېشول کېږي او 12 ساعته په ترموز کې وروسته له ساتلو څخه نیم ګیلاس د ورځې 3 ځله څښل کېږي .
د زړه د کمزورۍ او میکروکاردیودیستروپي لپاره دR.cinnamomca له جوشاندې څخه کار اخستل کېږي . د جوړولو طریقه: د 10 دقیقو لپاره په یوګیلاس اېشېدلو اوبو کې یوه قاشوقه وچ مېده شوي کاسبرګونه اېشول کېږي وروسته له سړېدو څخه د یوې قاشوقې په اندازه عسل پرې علاوه کېږي او د ورځې 3ځله نیم ګیلاس څښل کېږي .
ددې ګل ګلپاڼې د مربا او یاهم د ژولو په شکل د زړه د اریتمي Arrhythmie په صورت کې د زړه عضلات تقویه کوي .
ددې ګل تازه کاسبرګونه په خوړو کې د hemorrhagic diathesis لپاره ډېر ګټور تمامېږي .
د وینې د کمښت ، کسالت او عملیاتو څخه وړاندې او ورسته ددې ګل د تازه کاسبرګونو (د ګلپاڼو د رژېدو څخه وروسته پاته شوې دانې ته وېل کېږي ) د ګټه اخستنې لپاره توصیه کېږي .
د ارګمیو ، زړه بدي او استفراق په صورت کې د Rosa majalis د ګلپاڼو ژوول توصیه کېږي او همدا شان د هغو څخه د جوړ شوي چای څښل د معدې د درد لپاره ګټور تمامېږي .
د ګلاب د غوړ(درملتون له درملو) د ورځې یو ځل د Colitis ulcerosa په صورت کې 15 ملي لیتره د microclysters په شان استعمالېږي .
د مزمن هیپاتیت او د جګر د التهاب په صورت کې د ګلاب сinnаmomca R. جوشانده ډېره ګټه رسوي . 20ګرامه وچ د ګلاب مېده شوي مواد په یو ګیلاس اوبو کې اېشول کېږي او د 12 ساعتوپه ترموز کې د ساتلو وروسته نیم ګیلاس 3 ځله د ورځې څښل کېږي .
د صفرا په صورت کې د .cinnamomca R د ګل څخه چای جوړوي او د ورځې 4 ځله نیم ګیلاس څښل کېږي .


قهويي ګلاب (Rosa cinnamomea)


ددې ډول ګلاب مېوه له ویټامینو په ځانګړي ډول له ویټامین C او منرالي مالګو څخه سر شاره ده . له هغو څخه په په طبابت کې په پراخه اندازه ګټه اخستل کېږي .
د قهويي ګلاب له ریښو څخه د صفرا په کڅوړه کې د تيزو او د مزمن پانکراتیت په درملنه کې کار اخستل کېږي . دوه قاشوقې وچ مېده شوي د ګلاب ریښې په یو ګیلاس اوبو کې د 15 دقیقو لپاره اېشول کېږي وروسته له سړېدو او فلتر څخه یو ګیلاس د ورځې 3 ځله څښل کېږي .
د دې ګلاب مېوه د ګریپ ، توبرکلوز او د ریوي خونرېزۍ لپاره په زړه پورې درمل حسابېږي . جوشانده يي په دا ډول جوړېږي : 20 ګرامه وچ مېده شوي خام مواد په یو ګیلاس اوبو کې اېشول کېږي او له 12 ساعته سړېدو او چاڼ څخه وروسته نیم ګیلاس 3 ځله د ورځې څښل کېږي .
د خونې بني د ناروغۍ د درملنې لپاره د نوموړي ګل له مېوې څخه جوشانده جوړوي او د ورځې 3 ځله نیم ګیلاس څښل کېږي . 20ګرامه وچ مېده شوې د ګلاب مېوه په یو ګیلاس تندو اوبو کې اېشول کېږي او تمامه شپه په ترموز کې له ساتل کېدو وروسته چاڼېږي .
قهويي ګلاب مېوه د پښتورګو د التهاب ،نفریت (د پښتورګو راز راز ناروغۍ) او د پښتورګو د خونرېزي لپاره ډېره موثره دارو حسابېږي . یوه قاشوقه وچ مېده شوي مواد د 4 ساعتو لپاره په یو ګیلاس تندې جوشاندې بدلوي او وروسته له چاڼ څخه د ورځې نیم ګیلاس 3 ځله څښل کېږي .


ماخذ : له روسي ازادو سرچینو څخه
Travnik. Practical advice '- By O. Lyabik
"Family doctor", compiled - E.N.Semashko



Reply With Quote
The Following User Says Thank You to din For This Useful Post:
Breshna (09-15-2012)
(#2)
Old
Breshna's Avatar
Breshna Breshna is offline
PF contributor
Breshna is on a distinguished road
 
Posts: 1,812
Thanks: 385
Thanked 558 Times in 407 Posts
Mentioned: 1 Post(s)
Tagged: 0 Thread(s)
Join Date: Nov 2011
Default 09-15-2012, 09:33 PM

Its a full of herbal...uses.

I never knew..that.


I believe the sun should never set upon an argument.
I believe forgiveness is the key to your unhappiness.


Last edited by Breshna; 09-15-2012 at 09:49 PM.
Reply With Quote
Reply

Tags
مېوه, canina, rose

Thread Tools
Display Modes

Posting Rules
You may not post new threads
You may not post replies
You may not post attachments
You may not edit your posts

BB code is On
Smilies are On
[IMG] code is On
HTML code is Off




History of Pashtuns| Learn Pashto Online| Afghan Wiki| TheHujra.com| Pukhtoogle| Afghanvoice.com| Khyber.org| Pukhto.net| Tor_Khan's blog| Abdul Rahman Karim's blog| Voices of the Pashtun land| Pashto TV

User Alert System provided by Advanced User Tagging v3.0.6 (Lite) - vBulletin Mods & Addons Copyright © 2014 DragonByte Technologies Ltd. Runs best on HiVelocity Hosting.
No part of this site may be copied without permission of the administration. The views, posts, opinions and threads expressed by members of the community here are not necessarily those of the staff and management of Pashtun Forums.