Pashtun Community | Pashtuns | Pashto |
World's Largest Online Pashtun Community

Go Back   Pashtun Community | Pashtuns | Pashto | > Society & Heritage > Literature - ليكنې
Reload this Page Pashto, Dari & Urdu Poetry پښتو، دری او اردو شاعری
User Tag List

Reply
 
Thread Tools Display Modes
(#211)
Old
Toramana's Avatar
Toramana Toramana is offline
PF senior
Toramana is on a distinguished road
 
Posts: 8,441
Thanks: 559
Thanked 3,358 Times in 2,327 Posts
Mentioned: 77 Post(s)
Tagged: 0 Thread(s)
Join Date: May 2010
Default 08-03-2012, 06:43 PM

great pashto poetry best pashto 2012 - YouTube
Reply With Quote
(#212)
Old
Breshna's Avatar
Breshna Breshna is offline
PF contributor
Breshna is on a distinguished road
 
Posts: 1,812
Thanks: 385
Thanked 558 Times in 407 Posts
Mentioned: 1 Post(s)
Tagged: 0 Thread(s)
Join Date: Nov 2011
Default 08-22-2012, 11:24 PM

Reply With Quote
The Following User Says Thank You to Breshna For This Useful Post:
Arooj Khan (10-02-2012)
(#213)
Old
Breshna's Avatar
Breshna Breshna is offline
PF contributor
Breshna is on a distinguished road
 
Posts: 1,812
Thanks: 385
Thanked 558 Times in 407 Posts
Mentioned: 1 Post(s)
Tagged: 0 Thread(s)
Join Date: Nov 2011
Default 08-24-2012, 10:54 PM

ښکلی غزل



چی راځې زما تر محفله غوړېدلې به تیاره وي
د پتنگ وزر سوځلي د پانوس لمبه به مړه وي
پر نسکورو څو پیالو به خړي دوړي وی لوېدلي
د ازل ساقی له لاسه به لوېدلې پیمانه وی
نه به ساز نه به آواز وي نه به سور نه به شهباز وي
پر دۍ سوې به له شونډو هم غزل هم ترانه وی
نه به شور وي د بلبلو نه به شرنگ وي د پایلو
نه به ډکه زما له ملو د نصیب ساقي پیاله وی
نه به گرځي کوچۍ ښکلې زما د نظم پر لمنو
نه به مسته په شپېلۍ کی له شپونکي سره نغمه وی
له ځالیو به الوتي مرغکۍ وي په سېلونو
کوچ به کړی وي بلبلو زاغ به کړې اشیانه وي
ته به راسې زما تر کلي شرنگوې به زما غزلي
زما به شناختي نړېدلي زما به هېره هدیره وي
د پرهار په شواخون کی لکه درد یم اوسېدلی
کله ورځ را باندی توره کله سپینه کرۍ شپه وي
یو په یو به ریشتیا کېږی زما وروستي رنځور خوبونه
ستا به هار په غاړه نه وي زما به خیال دانه دانه وی
سپیني تلي به دي سوځی د اهاړ د لمر له تاوه
ته به راسې زما دیدن ته زما به تللې جنازه وی
زما غزل ته به دي ساندي جهاني له ستوني وزي
زما مستي به دریادېږی زما زگېروی به دي پلمه وي.‬


I believe the sun should never set upon an argument.
I believe forgiveness is the key to your unhappiness.

Reply With Quote
(#214)
Old
IamDZJ's Avatar
IamDZJ IamDZJ is offline
PF VIP
IamDZJ is on a distinguished road
 
Posts: 12,413
Thanks: 17
Thanked 2,604 Times in 1,980 Posts
My Mood: Brooding
Mentioned: 0 Post(s)
Tagged: 0 Thread(s)
Join Date: Mar 2010
Location: d ashna pa jaib k
Default 08-25-2012, 12:26 AM








نن مې خيالونه لمسوي دمجلسونو په ياد
زما او ستا ترخو،خبرواوجنګونو په ياد

دشوق ډېوه رڼاکوي نن په تاريكو زړوكې
دپېغلتوب د خوږو ورځو او ساعتونو په ياد

د ژوند شــــــېبوته د باور سپينه رڼا راولي
ستا دماضي گـــرمو خبرو او لوظونو په ياد

د شيطانت دنيا مې بيايي د هـــوس په لوري
كشوي خيال مې د باور دتعـــــريفونو په ياد

بيامې ليكلو ته كړي اړه داســـــپېڅلي زړونه
ځكه مې بولي د چا روح ته د رمزونو په ياد

بلبل د ګل په ژبه پوه کــــړي ما پخپله* ژبه
د مينې راز راته افشـــــاکړي د يادونو په ياد

يوه ارواح راته په ســـــترګه سترګه ودروي
تصوير شي ښــــكلى د تازه تازه گلونو په ياد

غواړي چې هېرې کړمه تېرې خاطرې د مينې
د تورو شپوسختو لحظو اوســـــــهارونو په ياد

راته رايادي کړي خوږې خوږې کيسې دمينې
د يو خامـوش زړه د اورونو او تــاوونو په ياد

راته ښـــــكلا دزړونو ښـــــيي د باور دنيا کې
خيال يوانځور راښکاروي د تصويرونو په ياد

باور مې نه شي چی په تا به زه باور وكــړمه
حفيظ خوځكه په احتيـــــاط ځي دقولونو په ياد






Reply With Quote
(#215)
Old
Breshna's Avatar
Breshna Breshna is offline
PF contributor
Breshna is on a distinguished road
 
Posts: 1,812
Thanks: 385
Thanked 558 Times in 407 Posts
Mentioned: 1 Post(s)
Tagged: 0 Thread(s)
Join Date: Nov 2011
Default 08-25-2012, 10:55 PM


ماته بیړۍ



د ساحل پر پستو ریګو
له څپو او له موجونو څخه لیري
زه تصویر د یوې ماتي او متروکي بیړۍ ګورم
جګي ستني پرې ولاړي
تناوونه پرې ځړیږي
بیرغ نه باندي رپیږي
بادوانونه یې لویدلې
بیرغونه یې شکیدلي
نه اثر سته په بیړۍ کي د رنګونو
نه نښان سته د توپکو د توپونو
پکښي سوړي د میږیانو موږکانو
پکښي ځای دی د ګیدړو چغالانو
پکښي ځالي د باښو او د کارګانو
هسي هیره ده د ښار له انسانانو
لکه ګور د مساپرو د خوارانو
زما استاد راته ویله
دا بیړۍ په ګونګه ژبه یو داستان دی
دا بیړۍ نه وه زمرۍ وه د موجونو
پرې راغلي حادثې وې د قرنونو
آزمییلې وه اورونو د جنګونو
سرو مرمیو د توپونو
توپانونه د دریاب ترې ډاریدله
غلیمان یې له هیبته تښتیدله پټیدله
د زمري په څير په جنګ کي غړومبیدله
هر عسکر یې لکه زغره
هر افسر یې لکه غشی لکه توره د پولادو
لګیدی به پر لښکر د رقیبانو
عزراییل وو په جامه د انسانانو
وایی کوډي وې په کړي غلیمانو
په بوتکیو په طلاوو تیرایستلي دښمنانو
ورځي نه وې، هفتې نه وې، یو څو میاشتي
یو له بل سره په جنګ سول
یو د بل په وینو رنګ سول
سره غوڅ یې کړل سرونه
سره مات یې کړل هډونه
بیړۍ سورۍ سوه په ګولیو په مرمیو
توان ورپاته ورته نه سو
د څپو او د سیلیو
چایې یوړې خزانې چا یې توپونه
اوس بیړۍ پر ساحل پاته
پرې تیر سوي ډیر کلونه
راته یاد مي خپل هیواد سو خپل قامونه
یو له بل سره په جنګ وه اولسونه
سره وژني به تر کله دا غلیم غلیم تربرونه
یوه ورځ به داسي راسي چي به هیر وي د وګړو
یو ښوونکی به پر توره تخته لیکي
یو وخت دلته هم وګړي او سیدله
یو د بل په ژبه هیڅ نه پوهیدله
چا پښتو چا به پختو پکښی ویله
اوریدلي مي له پلاره
چي یې یو له بله ژبي غوڅولې
توریالي وه
کرۍ ورځ به پکښی توري چلیدلې
اوس یې پاته څو بې تنه ککرۍ دي یو څو زغري
چي مي څنګه چیغه ووته له ستوني
پښتنو بیړۍ ډوبیږي ږغ مي اوری!!
ږغ مي اوری پښتنو بیړۍ دوبیږي!!


I believe the sun should never set upon an argument.
I believe forgiveness is the key to your unhappiness.

Reply With Quote
(#216)
Old
IamDZJ's Avatar
IamDZJ IamDZJ is offline
PF VIP
IamDZJ is on a distinguished road
 
Posts: 12,413
Thanks: 17
Thanked 2,604 Times in 1,980 Posts
My Mood: Brooding
Mentioned: 0 Post(s)
Tagged: 0 Thread(s)
Join Date: Mar 2010
Location: d ashna pa jaib k
Default 08-25-2012, 11:41 PM






چيری چيری ځی جانانه ما هم يوسه
دخوږ ی مينې* درمانه* ما هم* يوسه

محبت کې بی غوري مينتوب نه وي
زه بی تانه شوم بی ځانه ما هم* يوسه

طبعيت مې د رازونو نقاشي کړي
دڅپيره قسمت طوفانه ما هم يوسه

دبيلتون دغم شيبو کې سودايي شوم
بيله لتانه ژوندون ګرانه ماهم يوسه

داپرديس پرديس وختونوليونې کړم
ای د وصل خوږ ه ارمانه ما هم* يوسه



Reply With Quote
The Following User Says Thank You to IamDZJ For This Useful Post:
Arooj Khan (10-02-2012)
(#217)
Old
Breshna's Avatar
Breshna Breshna is offline
PF contributor
Breshna is on a distinguished road
 
Posts: 1,812
Thanks: 385
Thanked 558 Times in 407 Posts
Mentioned: 1 Post(s)
Tagged: 0 Thread(s)
Join Date: Nov 2011
Default 08-30-2012, 10:06 PM


مابه په خوب کی لیدې


ما به په خوب کی لیدې
چی به په څیر د یوې سپیني ښایستې کوترې
زما له منګولو زما له غیږي څخه والوتلې
ستا د نازکو ښایستو پاپیو
د پایزیبونو شرنګا
به مي په غوږ کی ازانګې کولې
مخ به دي لمر ته ونیو
کرار کرار دي وزرونه وهل
په سپینو وړانګو کی به ورکه سولې
وړانګه به سوې
او ما به ستا د بیا راتلو په هیله
تږي شیبې لکه تسپې شمیرلې
تا هر سبا راته وعده راکول
چی یوه ورځ به مي د لمر په سفر
تر اسمانونو بوزې
هلته به ګورو چی ادریس به زما او ستا لپاره
لکه د نورو جنتیانو په څیر
سپیني جامې، هغه وریښمیني او زریني جامې
راته ګنډلي وي
او موږ به لکه سپیني پنبې
د لمر د وړانګو پر وزرله شرنګاشرنګه سره
له یوه بڼه تر بل بڼ پوري ځو
زه د هغې ورځي په تمه دلته شپې سپینوم
کلونه کیږي چی شیبې شمیرمه
زما د خوبونو له نړۍ څخه دي کوچ کړی دی
اوس مي د خیال د فرشتو په رسم
خوبونه نه زنګوې
اوس دي د وړانګو په کهاله کی اثر نه وینمه
اوس مي لیمه د لمر تر کلي پوري نه در وزي
هسي نه تا له فرشتو سره وي کور جوړ کړی
هسي نه ، خدای مه کړه هیر سوی دي یم.



I believe the sun should never set upon an argument.
I believe forgiveness is the key to your unhappiness.

Reply With Quote
(#218)
Old
Breshna's Avatar
Breshna Breshna is offline
PF contributor
Breshna is on a distinguished road
 
Posts: 1,812
Thanks: 385
Thanked 558 Times in 407 Posts
Mentioned: 1 Post(s)
Tagged: 0 Thread(s)
Join Date: Nov 2011
Default 09-04-2012, 09:06 PM


د لیک خبری


یو مېړه وو یوه ښځه سره تنگ وه
شپه او ورځ وه مرور سره په جنگ وه
چی به کورته وو ناوخته رسېدلی
تر گرېوان وو هغه دم ښځی نیولی
چی له چا سره وې تللی راته وایه
بله ښځه هم لرې ښکاري له ورایه
چی سړي به هر څه یاد کړل سوگندونه
ښځي نه منل د خپل مېړه لوزونه
که به ښځی کله کړې څه خطا وه
د مېړه یې تر اسمان پورته غوغاوه
که به لږ کمه یا زیاته مساله سوه
د مېړه به یې د خولې قیزه ایله سوه
په عذاب یې له جنگونو گاونډیان وه
په خوابدي یې نیژدې لیری خپلوان وه
یو له بله مرور به په هفتو وه
پټه خوله به سره ناست په ورځو شپو وه
یوه ورځ یې مېړه خط ورته لیکلی
له خپل کټ سره نیژدې یې ځړولی
چی سبا سهار پر شپږ بجې ویښېږم
ډېر وختي له خپله کوره روانېږم

ماوختي ویښ کړه چی وخت رانه تېرېږی
او که نه وي ډېر مهم کار می پاتېږی
په سبا سهار چی کښېنستی له خوبه
له غضبه رسېدی تر لېونتوبه
نهه بجې وې د لمر وړانگي ځلېدلې
تر زخمی زړگي یې وینی څڅېدلې
چی لا ده به پرانیستله خوله غوغا ته
یو ناڅاپه یې سو پام د بستر خواته
یوه پاڼه پر بستر باندی پرته وه
په روښانه لیک جمله پر نوشته وه
شپږ بجې دي ته تر اوسه لا ویده یې
ژر را کښېنه وخت تېرېږی مړ خو نه یې.‬


I believe the sun should never set upon an argument.
I believe forgiveness is the key to your unhappiness.

Reply With Quote
(#219)
Old
Arooj Khan's Avatar
Arooj Khan Arooj Khan is offline
PF Frequent visitor
Arooj Khan is on a distinguished road
 
Posts: 354
Thanks: 338
Thanked 161 Times in 113 Posts
My Mood: Innocent
Mentioned: 8 Post(s)
Tagged: 0 Thread(s)
Join Date: Sep 2011
Default 10-02-2012, 07:36 PM


عجب د جانان خيال رانه خيالونه تښتوي
په نيمه شپه څه دا رانه خوبونه تښتوي

دا ماشومه مينه مې شوه لويه شرارت کړي
په منډه مې له لاسو نه ګلونه تښتوي

کانې به يې ملګرو زياتې څه درته بيان کړم
په يو نظر دا ښکلي وايم زړونه تښتوي

ستا د تورو سترګو نه ښکلا د جهان ځار شه
غوټۍ دې دواړه شونډې دي لعلونه تښتوي

مرهم دى زخمي زړه لره که نه دى دا غزل
په زړه دې که هغسې زخمونه تښتوي

ښکلا د ښکلي مخ يې تجمع د جبين خال دى
هر تورى د غزل مې اوس خالونه تښتوي

الوزي په طرف درنه خاکساره! جوړ اسمان ته
پرواز د تخيل دې نن بازونه تښتوي

محمد خاکسار



If you want to kill somebody conquer his heart, then leave slowly and leave them between " Death and Madness"... !

Reply With Quote
(#220)
Old
Breshna's Avatar
Breshna Breshna is offline
PF contributor
Breshna is on a distinguished road
 
Posts: 1,812
Thanks: 385
Thanked 558 Times in 407 Posts
Mentioned: 1 Post(s)
Tagged: 0 Thread(s)
Join Date: Nov 2011
Default 10-02-2012, 09:19 PM


د ښاغلي عبدالباري جهاني ښکلی غزل


زه لـــکـــه پـــرخــه په لویدلو کې چا نه ولیدم

لـــکــــه نـــســیـم په تیریدلو کې چا نه ولیدم

دګل په غـیږ کې مې یوه شپه په قسمت لیکلې

لـــکـــه شــبــنـــم پــــه الـــو تلو کې چا نه ولیدم

پټ له پانوسه مې رنګین کړل دسا قې لاسونه

کـــرار کـــــرار پـــــه سـوځیدلو کې چا نه ولیدم

نـــــه دشــــاعـــــر نـــه دبورا سترګو ته ونڅیدم

دغـــرونــــو ګــل وم غوړیدلو کې چا نه ولیدم

نــــه تـــــر وربــل نه تر ګریوانه نه ترشونډو لاړم

پــــر اشـــیـــانــــه پــــه رژیــدلو کې چا نه ولیدم

خـــواږه خــوبــــونه دځوانۍ لکه څیلۍ تیریدل

دخـــیــــال مـــاڼـــــی وم نړیدلو کې چا نه ولیدم

لـــکــــه نـــفــــس چــه دعمرونو له محبسه وزې

دزولـــنـــــوپـــــه مــــا تــــولـــو کې چا نه ولیدم

لـــکـــه بیړی ګوګل مې ډک له فر يا دونو وړمه

شـــپــــه دتــــوپان وه ډوبیدلو کې چا نه ولیدم

دحــــق نــــاری مـــــې لـــــه زندانه تر یزدانه تللې

دافـــســانـــــو پــــه جــــوړولــو کې چا نه ولیدم

دجهانې په شان مې شپې کړې دیارانو سپینې



I believe the sun should never set upon an argument.
I believe forgiveness is the key to your unhappiness.

Reply With Quote
The Following 2 Users Say Thank You to Breshna For This Useful Post:
Arooj Khan (10-04-2012), Feroz Afridi (10-02-2012)
Reply

Tags
اردو, او, دری, dari, pashto, poetry, urdu

Thread Tools
Display Modes

Posting Rules
You may not post new threads
You may not post replies
You may not post attachments
You may not edit your posts

BB code is On
Smilies are On
[IMG] code is On
HTML code is Off




History of Pashtuns| Learn Pashto Online| Afghan Wiki| TheHujra.com| Pukhtoogle| Afghanvoice.com| Khyber.org| Pukhto.net| Tor_Khan's blog| Abdul Rahman Karim's blog| Voices of the Pashtun land| Pashto TV

User Alert System provided by Advanced User Tagging v3.0.6 (Lite) - vBulletin Mods & Addons Copyright © 2014 DragonByte Technologies Ltd. Runs best on HiVelocity Hosting.
No part of this site may be copied without permission of the administration. The views, posts, opinions and threads expressed by members of the community here are not necessarily those of the staff and management of Pashtun Forums.