Pashtun Community | Pashtuns | Pashto |
World's Largest Online Pashtun Community

Go Back   Pashtun Community | Pashtuns | Pashto | > Society & Heritage > فقط په پښتو کښی
Reload this Page د ۲۰۰۰ پوځیانو وژنه غلط دلیل دی
User Tag List

Reply
 
Thread Tools Display Modes
(#1)
Old
din din is offline
PF senior
din is on a distinguished road
 
Posts: 6,558
Thanks: 1,136
Thanked 943 Times in 704 Posts
My Mood: Aggressive
Mentioned: 2 Post(s)
Tagged: 0 Thread(s)
Join Date: Apr 2010
Default د ۲۰۰۰ پوځیانو وژنه غلط دلیل دی - 08-25-2012, 04:44 AM


د ۲۰۰۰ پوځیانو وژنه غلط دلیل دی

ژباړن:نثاراحمد صمد
Larawbar.com 2012-08-24

لیکوال : متیو روتشیلډ ( د پروګرَسیو مجلې مسؤل مدیر )
منبع : پروګرسیو مجله ( امریکا )
نېټه : ۲۰۱۲/۸/۲۲
ژباړن : نثار احمد صمد

همدا اوونۍ په افغانستان کی یوه لړزونکې پیښه رامنځته سوه . هغه دا چی هلته دوه زرم امریکایی پوځي ووژل سو . دغو وژنو هله زور واخیست چی د اوباما لخوا هلته شدید پوځی ډېرښت د امریکایی پوځیانو همداسی شدید تلفات هم رامنځته کړل . لکه نیویارک ټایمز چی لیکی ، هلته لومړني ۱۰۰۰ امریکایی عسکر او مرین پوځیان په تقریبأ نهو کالو کی وژل سوي دي ، خو متباقی ۱۰۰۰ پوځیان بیا صرف په تقریبأ دوو کالو کی ووژل سول .

فقط همدا تیره هفته نهه امریکایی پوځیان د هغو افغاني امنیتی ځواکونو لخوا ووژل سول چی په ظاهره زموږ ملګری دي .

ولسمشر اوباما باید له ځانه وپوښتی چی زه ډاډه یم چی زموږ ګڼ شمیر پوځیان او د هغوی کورنۍ به د ځانو څخه پوښتی چی موږ ولی هلته اوسیږو ، چی آن خپل ملګري مو لا هم وژنی ؟

همدا نن په افغانستان کی د هغی ورځی څخه تر دوه چنده لا هم زیات امریکایی پوځیان مستقر دي چی جورج بوش خپله دوره پوره کړه . هلته د دغو پوځیانو د شتون ظاهري دلایل نور نو ورځ په ورځ تیاره او مبهم کیږی . ځکه ، اسامه بن لاند نور مړ دی ، او هغه په افغانستان کی نه بلکی په پاکستان کی ووژل سو .

د دې جنګ ملاتړي وایی چی موږ باید ځکه هلته و اوسیږو چی طالبان بیرته واکمن نسی . خو کرزي پخپله هغه مقرره لاسلیک کړه چی د هیواد د اسلامی شورا لخوا تهیه سوې وه چی له مخی یې یو میړه خپله میرمن د اسلامی شریعت سره سم وهلای سی .

امریکا د افغانستان سره د انسان دوستۍ پر اساس نه جنګیږی . بلکی ځکه هلته شتون لری چی افغانستان په لویدیځ کی د ایران سره او په ختیځ کی د چین سره پولی لری : یعنی هغه دوه هیوادونه چی پنتاګون هدف نیولی دي . او دا هیودا ځکه هلته شتون لری چی افغانستان د پخواني شوروی اتحاد د ستان ـ ستان څخه د عربي سمنردرګي پر خوا د تیلو یو انتقالی لورﺉ هم دی .

همدا اصلی هغه دلیل دی چی امریکا د افغانستان سره جنګیږی . خو دا ښه او معقول دلایل نه دي چی لپاره یې باید دوه زره امریکایی پوځیان تباه او ووژل سی . پای
Reply With Quote
Reply

Tags
د, دلیل, دی, غلط, وژنه, ۲۰۰۰

Thread Tools
Display Modes

Posting Rules
You may not post new threads
You may not post replies
You may not post attachments
You may not edit your posts

BB code is On
Smilies are On
[IMG] code is On
HTML code is Off




History of Pashtuns| Learn Pashto Online| Afghan Wiki| TheHujra.com| Pukhtoogle| Afghanvoice.com| Khyber.org| Pukhto.net| Tor_Khan's blog| Abdul Rahman Karim's blog| Voices of the Pashtun land| Pashto TV

User Alert System provided by Advanced User Tagging v3.0.6 (Lite) - vBulletin Mods & Addons Copyright © 2014 DragonByte Technologies Ltd. Runs best on HiVelocity Hosting.
No part of this site may be copied without permission of the administration. The views, posts, opinions and threads expressed by members of the community here are not necessarily those of the staff and management of Pashtun Forums.