Pashtun Community | Pashtuns | Pashto |
World's Largest Online Pashtun Community

Go Back   Pashtun Community | Pashtuns | Pashto | > Society & Heritage > فقط په پښتو کښی
Reload this Page Khatera..by feroz afridi
User Tag List

Reply
 
Thread Tools Display Modes
(#1)
Old
Feroz Afridi Feroz Afridi is offline
PF contributor
Feroz Afridi is an unknown quantity at this point
 
Posts: 1,472
Thanks: 585
Thanked 874 Times in 533 Posts
Mentioned: 1 Post(s)
Tagged: 0 Thread(s)
Join Date: Apr 2010
Default Khatera..by feroz afridi - 07-19-2012, 06:53 PM

ليکوال :فيروز افريدي

په پاکستان کې نن سبا خلک غيب شي بيا دوه دري ورځي پس ئې تشدد زده مړي /لاش چرته په بورئ کې بند وموندل شي..چې د پيژندګلو نه وي.

دومره خلک غيب شول ،مړه شول ،او په دې پوه نه شو چې دا چا غيب کړي وو ؟څه ئې ترې معلوم کړل؟ او اخير چا او په کومه ګناه ئې اووژل ؟.
پخوا به هم په پاکستان کې خلک پوليسو کله کله غيبول او د کور يا بازار نه به ئې اووچتول او په وهلو ټکولو به ترې معلومات حاصلول، خو هغه به ورکيدل يا مړه کيدل نه بلکه ورک شوي سړې به بيا چرته په جيل کې پيدا شو .
يا به سزا وار وو يا به په مقدمه کې ښکليل شوې وو.
که څوک به په سياسي مقدمه کې بندي هم شو نو څو ورځي يا مياشت نيمه پس به راخلاص شو.

په دغه حواله مونږ د هند د ازادئ نه وړاندې د انګريزانو د زمانې د سياسي رهبرانو د بند قيصئ او ژوند ليکونه لوستلې دې.
يا د پاکستان د جوړيدو نه پس هم حتي چې د ايوبي مارشلا په وخت کې سياسي بنديانو قيصې مو لوستلې دي چې هغوئي به باقاعده د لويو لويو جرنيلانو سره مبارزې کولې.د شورش کشميري،غفار خان بابا ولي خان او اجمل بابا او داسې نورو ډير کسانو سياسي ورکرانو او رهبرانو د جيل خانو قيصئ مو ډيرې لوستلې دي چې هغوئي به باقاعده په جيل کې بهوک هړتالونه هم کول او حکومت به ئې مجبور کړو چې د دوئي مطالبې ومني.
اوس معامله بيخي مختلفه ده.

خلک غيبيږي او دا هم معلومه نه شي چې دا چا او ولې غيب کړو ؟او په څه ګنا دومره زر په وحشيانه تشدد ووژلې*شو؟
کله کله په ډيرو پيسو راخلاص هم شي او کله کله د سپريم کورټ چيف جسټس په شور او غوغا هم نه پيدا کيږي.


هم دغه شان په غيبيدو پورې يوه واقعه راياده شوه.چې ماته هم زما د کالج په زمانه کې پولټيکل ايجنټ صيب درکه راکړې وه او وئيلي وو چې داسې به د غيب کړم چې په کلونو به دې پته ونه لږي.چې په ډيرو کې ئې او که هري پور کې؟
زه کله ډاريدم ما د نسيم حجازي ناولونه ډير په وړوکوالي کې لوستلي وو او د يو مجاهد د ژوند ائيډليسټک شخصيت مې په ذهن کې ورور په جوړيدو وو.

کله چې ما په کالج کې سبق وئيلو نو ملګرو يوه ورځ فرمائيش وکړ و چې ځئ چې د خيبر رائيفل په کيمپ کې يوځينئ سينما کې فلم وګورو.
زه هغه وخت د کالج د يونين صدر نوې نوې جوړ شوې ووم .

د لواړګي په کيمپ کې يوه سنيما وه اوس نه پوهيږم چې شته او کنه او ايا اوس دا سنيما کې عام اولس فيلم کتلې شي او کنه خو دا د ډير وخت خبره ده
مونږ چې کله د سنيما ټکټونه واخيستل نو منيجر ته مو اوئيل چې که ستا اجازت وي نو پاس دغه بالکوني کې به کېښنو .؟

هغه اوئيل او کنه يار تاسو کالجيان ئې چرته لاندې ناست کسان تنګ نه کړئ ښه به دا وي چې پاس کيښنئ

اصل کې مونږ به د دغه کيمپ په دي منځ کي د سرائي بازار نه تر کالج پورې تلو راتلو ، کومه به چې دوه درې کلو ميټره د لارې مزل جوړيدو.

دغه وخت به مونږ هر چا ته سلام هم کولو او په کيمپ کې دننه يو هائي سکول د جينکو وو چې اکثر پکې هم د دغه کيمپ سره منسلکه اهلکارانو لوڼو وغيره سبق وائيلو.. د دغه سکول د پاره به د پېښور نه روزانه استاذانې راتللې يوه نيمه به پکې د ايبټ اباد او مردان خوا و شا نه هم استاذه وه چې په کيمپ کې به په کوارټرو کې اوسيدلې.
دغه ورځو کې د فلم ايکټر طارق شاه ښځه هم استاذه وه او د هغې سره يو ماشوم به هم وو چې نن سبا هغه هم د
فلم ايکټر دے او غالبا ببرک شاه نوم ئي دے..طارق شاه به لس پيځلس ورځي پس په سپين پتلون کې راتلو او ښه سمارټ به ښکاريدو..خيبر افريدي هم په لواړګي کې په پرائيمرې کې استاذي کوله او حمزه بابا هم په دغه ورځو کې ما په اول او اخير ځل ليدلې وو،هغه په سرائے کي د يو دوکان مخې ته ولاړ وو شين څادر يه په اوږه اچولې وو چې هغه ته ما يو ناتار کتل نو هغه ماته اشاره وکره چې نزدې ورغم نو لاس ئې جوړ تازه د پاره راکړو او د چائے او اوبو ست ئې هم وکړو .ما وروستو بيا اوئيل چې ګوره حمزه بابا په دې لوئي اژدهام کې په يو څرک کې په ما پوه شو چې زه ګويا هغه ته ګورم او هغه زه خپل ځان له راوغوښتم

خېر زمونږ ځواني وه نو استاذانې څه کړې چې په کيمپ کې د صفائي واله هغه چواړيانې ښځې به مو هم په ډيره مينه کتلې.او د هغوئي د خد و خال تعريفونه به مو په خپل مينځ کې کول.

حالانکه خپل ځاني زه د اول نه يردونکې او داسې شريف نما غوندې شرم ګير غوندې انسان يم!
والله که په دومره قيصو پوهيدم .
نو په دغه لار به مو هر سحر او ماسپخين هر هغه چا ته سلامونه وعليکم سلامونه کول.څوک به چې د روزمره په حساب زمونږ مخې ته راتلل.
ډيرو سره پکې اشنا غوندې هم شوم.. د دغه سنيما کسان به هم اکثر بهر ناست وو چې دا سنيما عامه سنيما خو نه وه او عين د رود په غاړه وه نو هغوئي کې به مو هم څو کسان پيژندل .
او هوائي سلام وعليکم سلام به مو يو بل ته پاس کول.

هغوئي هم داسې ګڼل چې دا د نورو په نسبت ښه هلکان دي دومره ورانئ نه کوي نو اکثر به ئې مونږ په عام ټکټ کې پاس په بالکونئ کې کيناستو ته هم پريخولو.

په دې ورځ هم مونږ پاس کيناستو هغه اجازت راکړې وو چې پريږده چې پاس کښېني چې دا لاندې يو څو عادي کسان کوم چې په اوړي ژمي ږلئ باران کې هم راځي او ورته دائيمي د فلم کتلو چسکه لکه د کرونيک مرض لګيدلي ده ، په ارام ناست وي چې دوئي ئې چرته تنګ نه کړي.

بالکوني څه وه يو وړوکې غوندې ډبه غوندې کمره وه چې د سينما د وروستو نه ورته پوړي راختلې وه.
خير چې فلم شروع شو نو د بهر نه په پوړو د سنيما يو کس راوختو او مونږ ته حکم وکړو چې پاسئ زنانه راغلي دي هغوئي به دلته کيني.
ما ورته اوئيل چې زنانه لاندې کينوه ورک شه مړه مونږ اجازت اخيستې دے.

هغه اوئيل که په حيا کوز شئ نو ښه به وي ګني سپيان درپسې راولم.!!!

دا چونکه په کيمپ کې د ننه سنيما وه او جوړه هم د دغه سپيانو او په کيمپ کې کارکونکيو د پاره وه.

نو مونږ ورته اوئيل چې لاس دې ازاد سپايان څه چې ضيالحق راوستې شې*نو هم چې ايله ونکړې.

خير يو درې څلور مينټه پس هغه راپسې په رښتيا يو څو سپايان راوستل او د ګوتو په ټسه ئې حکم وکړو شابئ کوزيږئ .مونږ ورته اوئيل چې نه کوزيږو څه به وکړې؟
هغه اوئيل چې ستا هغه پلار به هم کوزيږي.ته خو ئې ځوئي ئې!!
يو خو زه د دوئي ما سره راغلي د کالج د ملګرو نوې نوې صدر جوړ شوې*ووم بل دا چې د هغه دا خبره په ما ډيره بده ولګيده ، د کالج هلکان هسې هم باغيان غوندي وي..دوه دري ځله مخکې هم څو هلکانو پېغور راکړې وو چې ځه مړه دا ته څنګه صدر ئې چې تر اوسه دې د کالج د کمرو يوه شيشه هم ماته نکړه. او دا يو موټې پرينسپل هم نه شې سمولې حالانکه هغه پرنسپل دومره خوږ انسان وو . چې د هغه په نوراني څهره کې ما ته سمه د خپل پلار شبهه ښکاريده او زه چونکه پيدائيشي شرخوښې نه يم نو چې هر څه سم دم روان وو نو ولې مې د کالج د کمرو شيشې ماتولې يا دا مسکين نما غوندې پرنسپل تنګولو ؟
..عجيبه خلک دي ..په هر شي کې ورانې خوښوي.
خېر دلته راته ځان لږ باتور غوندې ښکاره کول هم وو اخير دغه هلکانو باندې رعب اچول هم ضروري وو.

نو سپايان چې په دې پوه شول چې نه کوزيږي نو يو دوه منخني غوندې د کالج ملګري ئې لکه د پيشونګړو د بچو په شان د مرئ نه ونيول او شاته ئې په دروزه بهر ارتاو کړل.
چې ما ته ئې لاس راچولو نو د دوئي نه مخکې مې يو سپاهي د سينما د هال په لوري دننه ارتاؤ( لړه( کړې وو.

لاندې ئې يو مظبوط درز وشو..ما وئيل بچيانو نيا ابئ راباندې په وړوکوالي کې دوه غواګانې وچې کړې وي دومره پئي مي څښلي دي چې والله که د اکهاړے د پهلوانانو نه مې هم سترګه سوځيدله.
داسې په اسانه مې والله که د ځايه وخوځوئي!!

خير دورې کسان راجمع شو خو زه ئې د ځايه نه شوم خوځولې.
اخير چې*په ديکو کار ونه شو نو د کوزه مخه صوبيدار صيب سره د دوه درې کسانو تازه دم دستې را وختو او يوه سخا کنځله ئې وکړه زما په خيال دا څوک د کرک خټک وو چې سم ئې په پشتو هم پوه نه شوم.

هغه اوئيل ئې چې کوزيژې که ودې غرابووم خير ملګرو ورته اوئيل چې دۀ خو زمونږ يو سپاهي کوز غورځولې دے..بس دا اوريدل وو نو يوه ډنډه ئې زما سر ته راخلاصه کړه..دا سر مې دروند شو او بلکل په سترګو کې مې تياره راغله او تودې تودې وينې هم راباندې راماتې شوې .
زر کيناستم.

دوئي په ناسته راښکلم او په دروازه کې د نمر په رڼا کې چې په ما راماتې وينې ئې وليدلې نو بيا ئې لاس ونيو خو زه ئې ډير په مشکله د سنيما نه بهر کوز کړم.

ما صوبيدار ته چيغه کړه چې د لسو مقابله نه شوم کولے خو يو يو رامخکې شئ.

صوبيدار نه مخکې يو کس نيم رامخکې شو خو صوبيدار په اشاره وروستو کړو..صوبيدار ما ته اوئيل چې ګوره ښه به دا وي چې د دې ځايه لاړ شې،هسې به ځان راباندې خراب کړې.

ما وئيل دومره په اسانه چرته ځم.خير سوچ مې وکړو چې لوئي افسر ته ئې شکايت وکړم د ملګرو سره د هغه ځايه روان شوم .

سيدها د دوئي د دفترونو طرف ته سره د ملګرو لاړم.په ګيټ سنتري ته مې اوئيل چې سپاهيانو مونږ د کالج هلکان ټول وهلي يو او زه د کمانډنټ صيب سره ليدل غواړم.

يو سپاهي په منډا بل سپاهي وليږلو او يو دوه منټه پس کمانډنټ صېب خپل دفتر ته دننه کړو چې زمونږ*حالت ئې وليدو نو فورا ئې ټيلفون اوچت کړو اول ئې شربت راوغوښتو او بيا ئې د خپل اسسټنټ نه د پورا احوال رپورټ طلب کړو.ډير په خؤږۀ ژبه ئې اوئيل چې تاسو خو زما وروڼه ئې زه د اسلاميه کالج سټوډنټ پاتې شوي يم..تاسو د دې ان پړهو سپاهيانو سره ولې جنګ کولو؟
اخير تاسو او په دوئي کې فرق څه پاتې شو؟
صبر وکړئ چې زه ځان په احوال خبر کړم والله چې دوئي ټولو ته سزا ورکوم.خير ډير په تسلئ ئې مونږ رخصت کړو.

د هغه ځايه چې اووتلو نو يو پکې اوئيل چې دا خو فوځي کرنيل وو راځي چې پوليټيکل افس ته لاړ شو هغه سول دے او زمونږ د پاره به ايکشن واخلي.
اسسټنټ پولټيکل ايجنټ په خپل دفتر کې ناست وو ،چې زمونږ خبر ورته وشو نو مونږ ئې فورا وغوښتو خو ما د تلو سره ډيرې بدې بدې خبرې وکړې چې مونږ به داسې وکړو وغيره وغيره.

هغه خفه شو وئيل ئې چې ګورئ زه د فوځيانو سره څه کولې شم صرف ستاسو رپورټ وړاندې کولې شم.
*بله دا چې ستاسو کوم نقصان شوې دے لکه جامې مو شليدلي دي نو پيسې درته ليکم او فورا ئې يو ملګري ته سپږ شله روپئ وليکلې چې بهر ناست کس د رقعه په بدل 120 روپئ زمونږ ملګري ته سمدستي ورکړې.

زما سترګې سرې وې نو هغه اسسټنټ پولټيکل ته ما د خپلو ملګرو په مخکې سختي سختي اوئيلې هغه اوئيل چې ته خو هډو په سړيتوب نه پوهېږې.
زه درسره نرمه وړم او تاسو رعبونه اچوئ..ما ته ئې اوئيل چې داسې ځائي له به دي غيب کړم چې په مياشتو کلونو به دې درک ونه لګي. ما وئيل چې لاس دې ازاد..خير د هغه سټينو چې پوه شو چې هلک ګرم دے او نور د صيب بي عزتي کوي نو زه ئې د مټې نه په خوږه کې ونيوم او بهر ئې خپلې کمرې ته بوتلم وئيل ئې چې د صيب سره ولې انخلې؟
صيب خو نه ئې وهلې سړيه!!!
او مونږ سويلين څه کولې شو؟بيا ئې زمونږ پرنسپل صيب ته فون وکړو او د هغه سره ئې څو خبرې وکړې .پرنسپل صيب ورته اوئيل چې دا خو ډير ښه هلک دے جنګونه نه کوي ته ورکه دا فون.

چې سټينو صيب ما له فون راکړو نو نو د رسيور د مائيک والا د خلې نه چې کوم تار زوړند وي هغه ما پاس غوږ ته ونيو او سپيکر مې خلې ته ونيو. سټينو رانه رسيور واخېست وئيل خانه په ټيلفون هم نه پوهيږي مړه!!! لکه وړومبې ځل دې فون ليدلې وي.

خير زما د پرنسپل صيب سره خبرې ونه شوي ځکه چې فون بند شوې وو خو دا حقيقت وو چې ما په وړومبي ځل د ټيلفون رسيور په لاس کې نيولې وو او د هيلو او خبرو ارمان مې هم هسې نيم ګړې پاتې شو!!



Reply With Quote
The Following User Says Thank You to Feroz Afridi For This Useful Post:
din (07-20-2012)
Reply

Tags
afridi, feroz, khateraby

Thread Tools
Display Modes

Posting Rules
You may not post new threads
You may not post replies
You may not post attachments
You may not edit your posts

BB code is On
Smilies are On
[IMG] code is On
HTML code is Off




Learn Pashto Online| Afghan Wiki| TheHujra.com| Pukhtoogle| Afghanvoice.com| Khyber.org| Pukhto.net| Tor_Khan's blog| Abdul Rahman Karim's blog| Voices of the Pashtun land| Pashto TV

User Alert System provided by Advanced User Tagging v3.0.6 (Lite) - vBulletin Mods & Addons Copyright © 2014 DragonByte Technologies Ltd. Runs best on HiVelocity Hosting.
No part of this site may be copied without permission of the administration. The views, posts, opinions and threads expressed by members of the community here are not necessarily those of the staff and management of Pashtun Forums.