Pashtun Community | Pashtuns | Pashto |
World's Largest Online Pashtun Community

Go Back   Pashtun Community | Pashtuns | Pashto | > Society & Heritage > فقط په پښتو کښی
Reload this Page د تصوف تعارف
User Tag List

Reply
 
Thread Tools Display Modes
(#1)
Old
Feroz Afridi Feroz Afridi is offline
PF contributor
Feroz Afridi is an unknown quantity at this point
 
Posts: 1,484
Thanks: 593
Thanked 880 Times in 538 Posts
Mentioned: 3 Post(s)
Tagged: 0 Thread(s)
Join Date: Apr 2010
Default د تصوف تعارف - 06-17-2012, 11:19 AM

د تصوف تعارف

اظهار باچا

د تصوف د وجه تسميه باره کښې د ګڼو خلقو ګڼې رائې دي څوک يې نسبت اهل صفه ته کوي او څوک وائي چې د دې ماخذ صفا دے او د ځينو په خيال صف دے، بعضې وائي چې د صوف نه ماخوذ دے چې معنا يې پشمينه يعنې وړۍ ده خو ابو ريحان البيروني وائي چې د لفظ تصوف اصل د سين نه دے او ماده يې سوف ده

سوف په يونانۍ ژبه کښې حکمت ته وئيلې شي کله چې په دوېمه صدۍ هجرۍ کښې د يوناني کتابونو ترجمه وشوه نو دا لفظ عربۍ ته راغے چونکه د زاهدانو، عابدانو انداز د يوناني حکماو غوندې وۀ نو په دې وجه هغوي په سوفي وبللي شو د وخت د تېرېدو سره دا لفظ د سوفي نه صوفي شو هسې خو تصوف د حضور په دور کښې هم يو حقيقت وۀ خو نوم يې نۀ وۀ کله چې صحابيان تابعين او تبع تابعين د دنيا نه رخصت شو نو زاهدان، عابدان خلق په صوفي نوم ياد کړے شو .ابوهاشم صوفي څوک چې په يو سل پنځوسمه هجرۍ ( ١٥٠هـ )کښې وفات شوے وۀ وړومبے سړے وۀ چې په صوفي مشهور وۀ تصوف په سر سر کښې زهد و عبادت ته وئيلي شو د زهد و عبادت د زياتي سره روحاني او صاف يعنې صبر و شکر توکل و رضا او انس و محبت خود بخود پېدا شو کله چې په عبادت کښې توجه الي الله زياته شوه نو خبره مجاهدې ته او بيا د مجاهدې نه کشف و الهام او کرامت ته لاړه امام غزالي وائي چې د شريعت په شان دا هم د دوو څېزونو مرکب دے يعنې علم و عمل خو فرق دا دے چې په شريعت کښې عمل د علم نه پس پېدا کيږي او په تصوف کښې علم د عمل نه پس د دې مثال هغه داسې ورکوي چې انسان ته د اشياو ادراک و استنباط استدلال او تعلم و تعليم نه کيږي خو کله کله داسې هم وشي چې ناڅا په د يو څيز ادراک بنده ته وشي او هيڅ نۀ معلوميږي چې دا لۀ کومې او ولې وشو د تصوف په اصطلاح کښې دې ته الهام وئيلې شي دا قسم ادراک صرف د مجاهدې او تزکيه نفس په وجه کېدے شي د دې طريقه دا ده چې انسان به اول د خپلو ټولو دنياوي تعلقاتو نه کناره کش شي يعنې د اهل و عيال، دوستانو او مال و دولت هر څۀ نه به ځان وژغوري بيا به په يو ګوټ کښې کښېني خپله ټوله توجه به د خدائے په لور کړي چې د بل هيڅ څيز خيال يې مطلقاً زړۀ ته رانۀ شي دې سره سره به په خلۀ باندې الله الله ذکر کوي چې دا مشق جاري وساتي نو داسې وخت به راشي چې په ژبه باندې خو به دا ذکر نۀ راځي ولې په تصور کښې به الله الله کېږي کله چې دا تصور دوام ومومي نو بيا به د الله لفظ په زړۀ داسې اثر وکړي چې يو ساعت دپاره به هم د زړۀ نه نۀ جدا کيږي کله چې دا حالت پېدا شي نو مکاشفه شروع شي د مکاشفې سره د هاغه ټولو اشياو حقيقت په انسان باندې څرګند شي د کومو تصور چې مخکښې مخض د تقليد په وجه وۀ مثلاً نبوت وحي ملا ئيکه، شېطان جنت، دوزخ ، عذاب قبر، پل صراط ،ميزان او حساب وغېره د دې متعلق بيلې بيلې رائې دي څوك د ا څيزونه تمثيلات خيالي ګڼي او څوک يې په ظاهري معنو باندې محمول .خو کله چې مکاشفه وشي نو د دې څيزونو حقيقت چې څۀ دے هغه ګويا د سترګو وړاندې راشي ظاهربين دلته دا اعتراض کولے شي چې ادراک خو صرف د حواس په ذريعه کېږي دا خو ممکنه نۀ ده چې حواس معطل شي او د زړۀ په ذريعه ادارک وشي امام غزالي د دې اعتراض په جواب کښې اول خو داسې وائي چې دا د اسرار قلب عجائبات دي د کومو د ښکاره کولو اجازت چې په علم معامله کښې نشته او بيا د يو مثال په ذريعه د دې اعترض جواب کوي وائي چې يو ځل د روم او چين د نقاشانو مقابله وشوه دواړه د خپل خپل فضيلت دعوېدار وو بادشاه دواړو ته مقابل دېوالونه حواله کړۀ چې د خپل صنعت کارۍ نمونې پرې جوړې کړې او د دوي په منځ کښې يې يو پرده ولګوله چې د يو بل نه نقل ونۀ کړي څو ورځې پس د روم نقاشانو بادشاه ته ووئيل چې مونږ د خپل کار نه فارغ شو، چينيانو هم ووئيل چې مونږ هم خپل کار ختم کړے دے کله چې پرده وچته کړې شوه نو په دواړو نقشونو کښې د وېښتۀ برابر فرق هم نۀ وۀ. چې پته ولګولې شوه نو روميانو د نقاشۍ په ځائے دا کړے وۀ چې دېوال يې صيقل کړے وۀ او ائينه يې ترې جوړه کړې وه چې کله پرده اوچته شوه نو د مخامخ دېوال ټول نقش پکښې راغے امام غزالي وائي چې د صوفيانو د علومو هم دا مثال دے هغوي خپل زړونه دومره صفا او مجلا کړي چې ټول معلومات خود بخود پکښې منقش شي په مجاهده او رياضت کښې په قلب باندې ډېر حالتونه او کېفيتونه راځي چې د هغې په سوونو قسمونه دي لکه دقت مقام، حال فنا و بقا قبض وبسط، انس فرق جمع الجمع، صحو وسکر، ذوق و شرب، محاصره و مکاشفه، هتوين و تسکين،علم اليقين، حق اليقين وغېره.
تصوف په اصل کښې يو قسم علم دے يعنې د باطن علم لېکن د دې نتيجې عجيب وغريب دي چې مقامات ورته وئيلې شي مثلاً خدائے هر ځائے حاضر ناظر منل د اسلام په عقائدو کښې داخل دي د هر خاص و عام په دې عقيده ده لېکن عام خلقو ته چونکې د دې مسئلې علم د تقليد يا استدلال په وجه دے په دې وجه يې په اعمالو باندې څۀ فرق نۀ پريوځي د دې په خلاف په تصوف کښې د دې مسئلې علم و مشاهدې او کشف په حېثيت سره کيږي يعنې يو صوفي ته په حقيقت کښې هر ځائے خدائے په نظر راځي نو د هغې نتيجه دا شي چې په هغۀ باندې د خضوع خشوع او خوف ادب کيفيت طاري وي کوم چې د علم ظاهري په وجه نۀ پېدا کيږي يا مثلاً دا چې خدائے پاک رزاق دے دا خو ټول مني لېکن په طلب معاش کښې چې د خلقو بيقرارۍ ته وګورئ نو د دې اعتقاد هډو پته نۀ لګي د دې برعکس په صوفياو کښې چې څوک دې مقام ته ورسي نو هغۀ ته په هر حال کښې سکون او اطمينان حاصل وي کۀ يو داسې ويرانۍ ته ورسي چرته چې په ميلونو ميلونو د آب و دانې درک هم نۀ لګي خو بيا به هم هغه سره د خوراک ځښاک څۀ فکر نۀ وي دغه رنګ د صبر وشکر، توکل و رضا، قناعت او تواضع وغېره حقيقي کيفيت په صوفي باندې طاري وي او هغه د سر نه تر پښو پورې حال وي

د صوفياو په درجو کښې فرق وي يعنې هر څوک د خپل ذوق مطابق څۀ خاص مقام حاصل کړي او بيا په هغې کښې ترقي کوي مثلاً چا باندې د توکل کيفيت طاري وي څوک په جُهد کښې وي ، څوک د محو د عالم کښې وي او په چا د اثبات غلبه وي وغېره وغېره لکه څنګه چې ظاهري علوم د استاذ نه بغېر نۀ شي حاصلېدے دغه رنګ د تصوف په لاره تګ هم د يو رهنما او پير کامل د رهنمائي نه بغېر نۀ شي کېدے لکه مولانا روم فرمائي پير باشد نرد بانِ آسمان تير پران از که ګرد و از کمان
پير اسمان ته د ختو دپاره زينه ده څۀ رنګ چې کمان د غشي د الوتو دپاره ذريعه ده

(ماخذ الغزالي از شبلي نعماني )

Pasoon July August 2011


Reply With Quote
The Following User Says Thank You to Feroz Afridi For This Useful Post:
din (06-18-2012)
Reply

Tags
تصوف, د

Thread Tools
Display Modes

Posting Rules
You may not post new threads
You may not post replies
You may not post attachments
You may not edit your posts

BB code is On
Smilies are On
[IMG] code is On
HTML code is Off




History of Pashtuns| Learn Pashto Online| Afghan Wiki| TheHujra.com| Pukhtoogle| Afghanvoice.com| Khyber.org| Pukhto.net| Tor_Khan's blog| Abdul Rahman Karim's blog| Voices of the Pashtun land| Pashto TV

User Alert System provided by Advanced User Tagging v3.0.6 (Lite) - vBulletin Mods & Addons Copyright © 2014 DragonByte Technologies Ltd. Runs best on HiVelocity Hosting.
No part of this site may be copied without permission of the administration. The views, posts, opinions and threads expressed by members of the community here are not necessarily those of the staff and management of Pashtun Forums.