Pashtun Community | Pashtuns | Pashto |
World's Largest Online Pashtun Community

Go Back   Pashtun Community | Pashtuns | Pashto | > Society & Heritage > فقط په پښتو کښی
Reload this Page راځی چی پښتو ولیکو
User Tag List

Reply
 
Thread Tools Display Modes
(#31)
Old
Yousafzai Pakhtun's Avatar
Yousafzai Pakhtun Yousafzai Pakhtun is offline
PF contributor
Yousafzai Pakhtun is on a distinguished road
 
Posts: 1,841
Thanks: 1,175
Thanked 1,033 Times in 614 Posts
Mentioned: 9 Post(s)
Tagged: 0 Thread(s)
Join Date: Apr 2010
Location: پښتونخوا
Default 12-23-2011, 01:31 AM

ګرانه زۀ په پېښور كښې اوسم پښتو وئيلې هم شم او ليكلې او لوستلې هم.........پښتو ليكل او لوستل هغه چا له نۀ ورځي څوك چې يې دَ زده كولو هڅه نۀ كوي او وئيل خو يې مجبوري ده نو ځكه صرف وئيلو پورې محدوده دي


Na soz sho na saaz sho,
Bas hasy jwand tamam sho
Reply With Quote
The Following 2 Users Say Thank You to Yousafzai Pakhtun For This Useful Post:
طالب (12-23-2011), Dervaish (12-23-2011)
(#32)
Old
Dervaish's Avatar
Dervaish Dervaish is offline
PF Frequent visitor
Dervaish is on a distinguished road
 
Posts: 278
Thanks: 136
Thanked 164 Times in 95 Posts
My Mood: Amused
Mentioned: 0 Post(s)
Tagged: 0 Thread(s)
Join Date: Nov 2010
Location: Toronto, Canada
Default 12-23-2011, 02:44 PM

زما پنځوس کالو نه زيات عمر د پښتو د وطن نه په زرګاؤ ميله لرے تير شو تر دوئم جومات پورے مې په وطن کې سبق وئيلې دے ـ خو پښتو کې ليکم دا زما ليکلې يو تکل اوګورئ ـ او خپله رائې څرګنده کړئ چې تاسو ولې پښتو نه شئ ليکلې

راځئ چې دروغ وائيو
په کور که په بهر، دَ قلارے او امن ژوند غواړئ نو دروغ وينا نه سيوا بله سمه لار نشته ـ او که زان له غويمې ګورئ او خپلو پردو ته زان سپکوئ نو وائيې رښتيا ـ نتيجه به ئې پخپله او وينئ ـ يو اشنا راته صلاح له راغې وئيل ئې، دَ کور ژوند مې ډير په عذاب کې دے ـ دَ ښځې ژبه مې ګز اوګږده ده ـ هيله کورته مې قدم ايښې نه وی چې دَ دے ژبه لکه دَ قينچئ زما په مازغو پريکولو شی ـ ډيره مې او وهله، ډيره مې او زورله خو دا کلکه ګټه ده هيڅ اثر پرے نه کيږي ـ نو ما ورته اوے، ګټې په ټکولو ماتيږي وِلي کيږي نه ـ ته رښتينې سړے ئې ـ ريښتيا وئيل پريږده دروغ وايه نو بيا ګوره ستا دا ګټه ښځه څه رنګ وِلي کيږي ـ اول هغه ما ته بد بد اوکتل لکه زۀ ورته دروغ وائيم ـ بيا ئي تپوس اوکړو چې څه دروغ ورته اوائيم ؟
" ښځه دِ ښائيسته ده؟ "
" توبه اوباسه "
بيا خو ډيره اسانه ده "
" څنګه ؟
هر وختې ئي دَ ښائيست صفت کوه "
" دا خو دروغ دي
نو زما نه صلاح ولې غواړے ؟ سمه اسانه لار درته ښائيم ـ ته ئي نه منې ـ لګيا اوسه په ګټه سر ټکوه
سړي سر وَڅنډؤ لاړ ـ ما وے رښتيا خبره دَ چا زړه ته نه پريؤزي ـ يو لس اته ورځې پس مې په بازار کي دَ يو ټيلې سره ولاړ اوليدلوـ تپوس مې ترے اوکړو چې څه اخلې ـ ځواب ئي راکړو چې ښځې له لپ سټک اخلم ـ ما ورته امبارکي ورکړه ـ

ځمونږ ډيزل ملا، خداے دې ئې ټول عمرلکه د سوچه غوړو، په ډيزلو کې لړ ساتی ـ يوه ورځ ئي په ګاډی کې ډيزل خلاص شول ـ کورته نزدے وه - پياده روان شو ـ دَ کومې ورځې سياست کې اخته شوے دے نو په اول ځل ئې په زمکه پښه کښيوده او هلکان ئې په لوبو او ليدل ـ تپوس ئې ترے اوکړو چې څه کوئ ـ هغوئ ورله ځواب ورکړو چې يو ه انعامې ټرافي مو تياره کړے ده اوس دَ هغې سړي په لټون يو چې ډير لوړ دروغژن وي چې دا ټرافی ورته پيش کړو ـ ډيزل ملا يو سوړ سويلې وکړو ـ وئيل ئې ـ دا ټرافی زما قسمت کې نه ده ـ نو ټولو هلکانو په خوشحالئ په يو آواز چغه کړه چې شکر دے ملا صيب ته راغلې، ځمونږ ګرانه دې مونږ ته آسانه کړه ـ تاسو دَ دے ټرافۍ اصلي حقدار ئې ـ
د صَدرانو صدر، شهنشا ے اعظم جارج بش دنيا ته په مسکا سترګو وئيل چي عراق د ايټم بمونو نه ډک دے ـ مونږ به تباه کړی ـ بيا ئې اعلان اوکړوچې يو ليوني دَ افغانستان طالبان، امريکا او يورپ باندے حملې ته تيار کړی دي نن ده که صبا، امريکې نه به طالبستان جوړ کړی ـ راځۍ چه په جمع دغې وطن ته پسې ورشو او ځان ترې خلاص کړوـ څنګه نو دنيا ورسره شوه که نا! چا د هغه دروغو ته دروغ اوئيل ؟ چې يو شهنشاه اعظم په دروغو نه شرميږی نو زه او ته څه يو! ـ مونږ له په دروغ وئيلو فخر پکار دے ـ

د هالي ؤډ يو فلم کې ښځه کور ته راشي نو خپل خاوند د پردۍ ښځې سره اونيسي ـ په ډيره غصه کي د خاوند نه تپوس کوي ـ" دا ښځه څوک ده ؟

خاوند : " کومه ښځۀ ؟
ټبر : " دا ستا خوا کې چې بربنډه ولاړه ده جامې اغوندي
خاوند : زۀ خو څوک نه وينم
ټبر : ته ړوند ئۍـ جامې ئي واچولې او دا ده ور پله روانه شوه
خاوند : " څوک ور پله روانه شوه ؟
ټبر : " هغه ده لاړه او وته
خاوند هغه د لاسه اونيسي ، په هغې کټ ئي کښينوي په کوم چې لږ ساعت مخکې هغه بله ښځه ملاسته وه ـ او د اوبو ګلاس ورته ورکړي ـ
خاوند : " په دے کټ کښينه ـ طبيعت د سم نه ښکاري ـ رنګ دې هم زيړ زيړ دے، ښکا ري ملک درباندے ګرځي ـ لږے اوبه اوڅکه، چي ساه دې برابر شي
ټبر : " ته رښتيا وائي سر راباندے چورلي، دلته خو څوک نشته او ماته هسې پردئ ښځې ښکاري ـ او په تا مې شک راځي، معافي درنه غواړم ـ بښانه راته اوکه
تاسو پخپله انصاف اوکړۍ ـ چې په دے موقع رښتيا ښه ؤو که دروغ ؟
دروغ خو غريب هم بلا وائۍ، ولې د هغه دروغو کي څه وزن نه وي ـ د يو صدر يا د يو خان په دروغو کې او د خيراتي په دروغو کې د زمکې او آسمان فرق وي ـ د غريب رښتيا دروغ ؤي او د خان دروغ رښتيا وي ـ ټول خلق وائي چي په دنيا د خداے بادشاهي ده او که زما د خلې چرته په دروغه اوختل چې د خداے بادشاهي په آسمانونو ده، په دے زمکه د ابليس بادشاهي ده، نو ملان به راباندے سمدستي داسې غټې غټې فتوے اولږوي چې زما د پاره به د مخ پټولو ځاے پاتي نه شي



The end of Ignorance, is the beginning of Knowledge.
Knowledge has no end. It keeps expanding into the infinity.
Reply With Quote
The Following User Says Thank You to Dervaish For This Useful Post:
(#33)
Old
طالب's Avatar
طالب طالب is offline
PF Frequent visitor
طالب is on a distinguished road
 
Posts: 287
Thanks: 152
Thanked 98 Times in 68 Posts
Mentioned: 0 Post(s)
Tagged: 0 Thread(s)
Join Date: Jul 2010
Post 12-23-2011, 04:06 PM

Quote:
Originally Posted by yousafzai pakhtun View Post
ګرانه زۀ په پېښور كښې اوسم پښتو وئيلې هم شم او ليكلې او لوستلې هم.........پښتو ليكل او لوستل هغه چا له نۀ ورځي څوك چې يې دَ زده كولو هڅه نۀ كوي او وئيل خو يې مجبوري ده نو ځكه صرف وئيلو پورې محدوده دي

ښه وروره . زه صرف داسې وائم ځکه چه په پېښور کښې ځوان پښتانه ملاوېدلی يم، او هغوی وويل ما ته چې پښتو ویلې شي، خو لوستل او ليکل نه شي کولی. هم يو پروفېسر سره وغږېدم او هغهٔ وويل چې دا يو غټ تکليف دئ. یو بل څيز دا دئ چې هغوی غريب خو نه دي، شتمن دي

بس، خدای دې خېر کړه...
Reply With Quote
(#34)
Old
Yousafzai Pakhtun's Avatar
Yousafzai Pakhtun Yousafzai Pakhtun is offline
PF contributor
Yousafzai Pakhtun is on a distinguished road
 
Posts: 1,841
Thanks: 1,175
Thanked 1,033 Times in 614 Posts
Mentioned: 9 Post(s)
Tagged: 0 Thread(s)
Join Date: Apr 2010
Location: پښتونخوا
Default 12-24-2011, 01:06 AM

زما يو ملګرے چې په دوبۍ كښې اوسي هغه ورځ راسره چېټنګ كوؤ . دۀ په انګرېزۍ كښې ليكل كول او ما پښتو كښې. پوښتنه يې رانه وكړه چې يره زۀ به په ستا په شان پښتو كښې ليكل څرنګه زده كړم؟
"چې څنګه دې انګرېزي ليكل زده كړي دي" ، ما جواب وركړو

زمونږ دَ پښتونخوا دَ پښتنو بدقسمتي دا ده چې دلته پښتو ته چرې هم دَ حكومت يا سركار سرپرستي نۀ ده حاصله شوې.......مونږ ټولو په سكولونو كښې پښتو نۀ ده لوستې اكثر كتابونه، اخبارونه، مجلې او سائن بورډونه وغېره په اردو كښې وي.......له دې وجې نه دلته يو پښتون پښتو وئيلې خو شي ځكه چې هغه ورته مور پلار دَ وركوټ والي نه ښولي وي ولې ليكل او لوستل ورته نۀ وي ښولي شوې نو ځكه يې ليكلې او لوستلې نۀ شي.......نن سبا چې سركار دَ پښتو ژبې دَ پرمختګ او په سركاري سكولونو كښې دَ لازمي مضمون ګرځولو دپاره كوم ګامونه پورته كړي دي دَ هغې ډېر ښۀ اثرات پرېوتي دي او نن سبا مونږ ګورو چې پېښور كښې دَ موبي لنك كمپنۍ او نورو ادارو اشتهارونه اردو سره سره ماته ګوډه پښتو كښې هم وركولې شي چې يوه ښه خبره ده او كۀ دا كار هم دغه رنګه جاري وساتلې شي نو كۀ خېر وي ډېر زر به پښتانۀ خپله ژبه لوستلې او ليكلې شي.



Na soz sho na saaz sho,
Bas hasy jwand tamam sho
Reply With Quote
The Following 3 Users Say Thank You to Yousafzai Pakhtun For This Useful Post:
طالب (12-24-2011), tor_khan (12-24-2011)
(#35)
Old
din din is online now
PF senior
din is on a distinguished road
 
Posts: 6,527
Thanks: 1,136
Thanked 943 Times in 704 Posts
My Mood: Aggressive
Mentioned: 2 Post(s)
Tagged: 0 Thread(s)
Join Date: Apr 2010
Default 02-03-2012, 05:11 AM

سالام۰ ډ يره مڼه ستا سو له چو پړ څخه ۰ د ين
Reply With Quote
(#36)
Old
ډګروال's Avatar
ډګروال ډګروال is offline
PF senior
ډګروال is on a distinguished road
 
Posts: 2,655
Thanks: 597
Thanked 619 Times in 494 Posts
Mentioned: 0 Post(s)
Tagged: 0 Thread(s)
Join Date: Aug 2012
Default 07-13-2013, 10:43 AM

Quote:
Originally Posted by din View Post
سالام۰ ډ يره مڼه ستا سو له چو پړ څخه ۰ د ين

سلام دین لالا
څه حال دی؟
راشی چه بیا په خپلی خوږی پښتو کښی ولیکو.
زه پوهیږم چه ډیر خلک دلته په پښتو لیکل او لوستل نه شی.
بیا هم یو کوښښ به وکړو.
که تاسو ته زما په لیکلو کښی غلطی اښکاری او یا تاسو ته داسی اښکاری چه ما پښتو ټکی
نه دی لیکلی نور محربانی وکړی او ما ته یی را وښایی.
پښتو لیکلو لپاره د دی اینټرنټ پاڼی نه کار واخلی.

Virtual Pashto Keyboard (

او یا

Pashto Keyboard Online (Afghan) LEXILOGOS >>

مننه
Reply With Quote
(#37)
Old
ډګروال's Avatar
ډګروال ډګروال is offline
PF senior
ډګروال is on a distinguished road
 
Posts: 2,655
Thanks: 597
Thanked 619 Times in 494 Posts
Mentioned: 0 Post(s)
Tagged: 0 Thread(s)
Join Date: Aug 2012
Default 07-13-2013, 01:46 PM

@Manzareh @torkham @din @tor_khan @dezahrojam @Shamlawar Khurasani @yousofzai pakhtun @طالب


راشی چه پښتو ولیکو

Reply With Quote
(#38)
Old
Feroz Afridi Feroz Afridi is offline
PF contributor
Feroz Afridi is an unknown quantity at this point
 
Posts: 1,484
Thanks: 591
Thanked 880 Times in 538 Posts
Mentioned: 1 Post(s)
Tagged: 0 Thread(s)
Join Date: Apr 2010
Default 07-13-2013, 04:43 PM

Quote:
Originally Posted by dazahrojaam.. View Post

"د دی میو پيالی ډیرو دي اخیستی....ولی ما غوندی به نه وي لایق بل څوک.....ولی ما غوندی به نه وي لایق بل څوک"

د دې مئيو پيالئ ډيرو دې اخيستي
ولې ماغوندې به نه وي لا أكل څوک

په عربي کې اکل خوړولو ته وائي


Reply With Quote
Reply

Tags
راځی, پښتو, چی

Thread Tools
Display Modes

Posting Rules
You may not post new threads
You may not post replies
You may not post attachments
You may not edit your posts

BB code is On
Smilies are On
[IMG] code is On
HTML code is Off




History of Pashtuns| Learn Pashto Online| Afghan Wiki| TheHujra.com| Pukhtoogle| Afghanvoice.com| Khyber.org| Pukhto.net| Tor_Khan's blog| Abdul Rahman Karim's blog| Voices of the Pashtun land| Pashto TV

User Alert System provided by Advanced User Tagging v3.0.6 (Lite) - vBulletin Mods & Addons Copyright © 2014 DragonByte Technologies Ltd. Runs best on HiVelocity Hosting.
No part of this site may be copied without permission of the administration. The views, posts, opinions and threads expressed by members of the community here are not necessarily those of the staff and management of Pashtun Forums.