Pashtun Community | Pashtuns | Pashto |
World's Largest Online Pashtun Community

Go Back   Pashtun Community | Pashtuns | Pashto | > Society & Heritage > Pashto Language - پښتو ژبه > Pashto Classes - پښتو درسونه
Reload this Page Learn Pashto through Pashto TV and Pashto Radio
User Tag List

Reply
 
Thread Tools Display Modes
(#21)
Old
pashtotv
Guest
 
Posts: n/a
Mentioned: Post(s)
Tagged: Thread(s)
Default 12-03-2011, 02:20 PM

Pashto Satellite Address:
Satellite Express AM22 53 Degrees East (SESAT II)
System Encryption: DVB Free (FTA)
KU Frequency: 11474
Polarization: Horizontal (H)
Symbol rate: 9141
FEC: 3/4
Beam: SESAT II Steerable Beam 1
Reply With Quote
(#22)
Old
pashtotv
Guest
 
Posts: n/a
Mentioned: Post(s)
Tagged: Thread(s)
Default 12-03-2011, 02:22 PM

مطبوعاتي خبرپاڼه
کابل،افغانستان (دسمبر٣، ٢٠١١ ميلادي کال )
دپښتو تلوېزيونڅخه خپرېدونکىدلېوال دليرېښوونځي دجنوبي اسياپه کچه د الکترونيکي- ښوونيزه تخليق غوره جايزه وګټله
پښتو ټلويزيون او د لېوال د لېرې ښوونځيخپل ښوونيز مواد د اسيا په کچه يو نندارتون، چې د هندوستان په ډيلي ښار کې و، نندارې ته وړاندې کړل، دغه نندارتوند ډسمبر د ١ څخه تر ٢ پورې و.د لېوال ښوونځينندارځي ته په زرګونو نندارچيان راتلل او د پښتو ټلويزيون څخه خپريدونکى ښوونځيستاينه يې کوله او ډېرو وغوښتل چې د همدې په څېر ښوونځى دې دوىته په هندياو اردو کې هم جوړ شي.





همدارنګه د نندارتون ترڅنګ ښاغلين.ر. لېوال د الکټرونيکي- ښوونيزو لارو چارو سيمنار ته عالمانه وينا وکړه، چې د ګډونوالو د تود هرکلي وړ شوله، نوموړيوويل چې ل نن څخه ١٥ کاله مخکې ده د پښتو او دري سره سره اردو او هنديژبو لپاره هم د کمپيوټر پروګرامونه جوړ کړي وه چې تر ننه په هندوستان او پاکستان کې کارېږي.

د هندوستان رسنۍهم د پښتو ټلويزيون او لېوال د لېرې ښوونځي څخه اغېزمناو په خپل وار يې له ښاغلي لېوال سره مرکې وکړې.
دسيمنار او نندارتون په پاى کې دپښتو تلوېزيونڅخه خپرېدونکيدلېوال دليرېښوونځي دجنوبي اسياپه کچه د الکترونيکي- ښوونيزه تخليق غوره جايزه وګټله. دلېوال دلېرې ښوونځى چېد ښاغلي ن. ر. لېوال نوښت اوجوړښت دى او مو خه يېدا ده چې ټول د ښوونځيزده*کړه د راډيو، ټلويزيون، ويډيي وسايلو او غږيزو وسايلو له لارې اسانه په خپل کور کې وکړائشي. د خوشالۍ ځاى دادىچې همدا اوس دغه ښوونځىدپښتو تلويزيون له لاري خپرېږي. پښتو تلويزيون چې يو کورنيز چينل دى، ډېرېپه زړه پورې ځانګړېاودخلکو داړتياوو سره سمې خپرونې برابروي، يوه کورنۍکولاىشي چېپه ګډه يې سره وګوري، پښتوراډيو تلويزيون خپلو ليدونکو او اوريدونکو ته ډيرېله محتوا ډکې، سياسي، خبري، ښوونيزېاو تفريحي خپرونېچمتو کوي چې ډېر څه ورڅخه زده کېداى شي.
"لېوال وويل: داکار يو غوره مثال دىچېموږ څنګه کولاى شو د ښوونکياو ښوونځيکار له تخنيکي وسايلو څخه واخلو او له دې لارې زده*کړېته د ټولو ترلاسىاسانه شي،موږ ددې کار لپاره له څو لسيزو راهيسي هلې ځلې کوو اواوس مو ډېره تجربه ترلاسه کړي، موږ د ډېرو کالونوڅخه دمعلوماتي اومخابراتې ټکنالوجي دکارونېژوره تجربه لرو همدا وجه ده چې اوس دپښتو تلويزيون څخه موږ ښوونيزې خپرونې پيل کړي، له نيکمرغه داچينل د سيمې په کچه له هندوستان څخه تر عربستان پورې نژدي سل ميلونه څخه زياتو پښتنوته خپرونېکوي.
دلېوال دليري ښوونځي خپرونې چېدافعانستان اودنړيوالو تعليمي نصابونو د معيارونو په نظر کېنيولو سره جوړې شوي، له لومړي ټولګي تر دريم ټولګي په برکېنيسيچې د دريم ټولګي په بشپړلو سره زده کوونکي ددېجوګه کېږي،چېاساسي ليک لوست او حساب زده کړي، ددېلپاره چې زده کوونکي لهټلويزيون، راډيو، کمپيوټر، ځانګړو کتابونو اونوروداورېدلو الاتو له لارې ښېاو موثرېزده کړې وکړي.ځانګړي کتابونه او ويډيوګانې جوړېشوي،چېپه کارونېسره يېزده کوونکي کولاىشي دکتابونوپه واسطه او يا د تلويزيون ، راډيواونورو اورېدلو الاتو څخه په ګټه اخيستنې سره پرته له ښوونکي زده کړېوکړي. دپښتو ټلويزيون له لارېهر سبق هرهورځ څوځليپهمختلفو وختونوکې خپرېږيلکه سهار١٠:٩غرمې ١ بجه اودشپي ١١(ناوخته دهغو ليدونکو لپاره خپرېږي چېدافغانستان څخه دباندېژوند کوي). موږهڅه کوو چې ډېر ژر د انټرنټله لارېهم خپرونېپيل کړو چې دنړۍپه هر ګوټ کېاوسېدونکي ورڅخهزده کړېوکړي. په پام کېده چې پښتو ټلويزيون به دلېوال دلېرې ښوونځي دبرياليو زده کوونکو دزده کړو د برياليتوب دبهير کيسېخپروي چي نور زده کوونکي وهڅېږي څوزده کړېوکړي.
همدرانګه ښاغلي لېوال وويل:چې"اړتيا داختراع مورده" ددېکارمفکوره ددېدريوعلتونو له امله رامنځته شوې:
1. ښوونځي ته ترلاسىد ډېرو لپاره دسياسي، ټولنيزو اواخلاقيعلتونو د خنډونوپه ځانګړي ډول ښځو ته امکان نه لري لېوال دلېرې ښوونځى، به هر چاته زدهکړه ددوي کورنو ته ورسوي که چېرې ښځي زده کړېوکړي نو ويلىشو چېپوره کورنۍزده کړه اودتورېتيارې څخه به د رڼا په لور پرمختګ وکړي.

2. دتېرو دېرشو کلونو ناخوالو اوجګړو په ترڅ کېما ډېر داسې ځوانان، نارينه اوښځينه ليدلي چېدوى زده*کړوته لکه څرنګه چېلازمه وهد ترلاسيلاره نه درلوده، او له امله يې د دې جوګه نشووچې دليکلو اولوستلو له ستر نعمت څخه برخمن شي.اودوىبه داسېويل (اخ اى) که چېرېما ليک اولوست کولاىشواىنو زه به کېداى شي چېسل يا زرواره زيات بريالىوم. که څه هم دوى دښوونځي دزده*کړو په ارزښت پوهېږي،خو دوىونشوکولاىله دېامله چېعمريېزيات دىدټولنيزو خنډونوله امله ښوونځي ته لاړ شي نو د دېلپاره ما تل دا فکر کاوه اودامېهيله وه چېدوىته داسې لاره برابره شي، چې ليک او لوست زدهکړي ، له نيکمرغه دادىهمداسېوشول او اوس دوىکولاىشي دلېرې ښوونځي لهلارېزده کړېوکړي.
3. داسې ډېرې سيمېشته چېښوونځي يېدجنګجګړو،بمباريو له امله بند دي يا سوځول شوي، ښوونکي يې ځورول شوي تردې چېوژل شوي هم دي، خو دلېوال دلېرېښوونځىد زده کوونکو کورونو ته ورځي.
د لېوال د لېرې ښوونځىسره له دې چې هغو کسانو سره مرسته کوي چې يا خو ښوونځيته نشي تللاى او يا ښوونکى او ښوونځى نشته، خوهغو سره هم ډېره مرسته کولاى شي چې نورو ښوونځيو کې زده کړې کوي، دوى سره به په ليکلوست زده کړېکې ډېره مرسته کوي.

د دې لړۍ مالي لګښت ته په افغانستان کې لېوال مخکښې کمپنۍ IT (مالوماتي ټکنالوجۍ) ICT (مخابراتي ټکنالوجۍ) اوږه ورکړې چې د دوو لسيزو را په دېخوا يې په دې ډګر کې بې سارې په زړه پورې ښوونيزې او نوښتګرې اسانتياوې برابرې کړي.
ښاغلى لېوال اوس هم په هندوستان کې دىکه څوک ورسره مرکه کول غواړي، موږ سره دې په لاندې پته اړيکه ونيسي.
مطبوعاتي اړيکو لپاره:
ټيلفون: ٠٠٩٣٧٧٧٧٢٧٤٨٦
ويبپاڼه:http://www.pashtotv.tv
Reply With Quote
(#23)
Old
graveyardofempires
Guest
 
Posts: n/a
Mentioned: Post(s)
Tagged: Thread(s)
Default 12-03-2011, 02:22 PM

manena
Reply With Quote
The Following User Says Thank You to For This Useful Post:
Reply

Tags
learn, pashto, radio

Thread Tools
Display Modes

Posting Rules
You may not post new threads
You may not post replies
You may not post attachments
You may not edit your posts

BB code is On
Smilies are On
[IMG] code is On
HTML code is Off




History of Pashtuns| Learn Pashto Online| Afghan Wiki| TheHujra.com| Pukhtoogle| Afghanvoice.com| Khyber.org| Pukhto.net| Tor_Khan's blog| Abdul Rahman Karim's blog| Voices of the Pashtun land| Pashto TV

User Alert System provided by Advanced User Tagging v3.0.6 (Lite) - vBulletin Mods & Addons Copyright © 2014 DragonByte Technologies Ltd. Runs best on HiVelocity Hosting.
No part of this site may be copied without permission of the administration. The views, posts, opinions and threads expressed by members of the community here are not necessarily those of the staff and management of Pashtun Forums.