World's Largest Online Pashtun Community

Go Back   "Pull out your swords and slay anyone that says Pashtun and Afghan are not one! Arabs know this and so do Romans: Afghans are Pashtuns, Pashtuns are Afghans!" -Khushal Khattak > >
Reload this Page موسیقي په اسلام کي
User Tag List

Reply
 
Thread Tools Display Modes
(#1)
Old
Afgun Afgun is online now
PF senior
Afgun is on a distinguished road
 
Posts: 4,402
Thanks: 10
Thanked 186 Times in 137 Posts
My Mood: Amused
Mentioned: 4 Post(s)
Tagged: 0 Thread(s)
Join Date: Sep 2011
Default موسیقي په اسلام کي - 09-23-2017, 06:41 PM

د موسیقي په اړه په کتاب کي مخکي یادونه وسوه ځينی ځايونه ، ځينو قراني لارښوونو ته اشاره پکښي وسوه، چي موسيقي حرامه ثابتوي خو د لا روښانتيا په موخه څو اياتونو ليکو:


الله جل جلاله فرمايي:


وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَّشْتَرِيْ لَهْوَ الْحَدِيْثِ لِيُضِلَّ عَنْ سَبِيْلِ اللّٰهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ ڰ وَّيَتَّخِذَهَا هُزُوًا ۭ اُولٰۗىِٕكَ لَهُمْ عَذَابٌ مُّهِيْنٌ ( لقما ن، الایة: ۶)


ژباړه : ځيني خلک لهو الحدیث (یعني دموسیقې آلې رانیسي) ددې لپاره ،چي (په استعمالولو یې خلک) دالله جل جلاله دلاري څخه په ناپوهي واړوي (په نېکه لار) باندي پسخند وهي ددغو خلکو لپاره سپکونکی عذاب دئ.


په پورتنی ايات کي الله جل جلاله وفرمايل هغه څوک ،چي لهوالحديث رانيسي اوخلک په بې لاري کوي زه سپکونکی عذاب ورکوم . اوس پوښتنه داده چي لهو الحديث کوم شی دئ چي الله جل جلاله حرام ګرځولی دئ اوپه قران کي يې بد يادکړی دئ ددې پوښتنی جواب به دمفسرينو څخه زده کړو يو ستر مفسر عبدالله بن مسعود رضي الله عنه فرمايي: په الله جل جلاله قسم يادوم ،چي لهو الحديث موسیقي ده.


الله جل جلاله د موسيقي څخه د استفاده کونکي لپاره سپکونکی عذاب اعلان کړ.

دعبدالله بن مسعود رضي الله عنه پورتنی روايت قاضی شوکاني رحمه الله رانقل کړی دئ اوبيا ليکي: نوموړی روايت ابن ابي شيبه ، ابن حکيم اوبهيقي په صحيح سند سره روايت کړی دئ. (۱)


امام بهيقيى رحمه الله ليكي: عبدالله بن عباس رضي الله عنهما ويلي دي : په پورتنى ايات كي چي الله جل جلاله كوم شى حرام كړى دى : سندري او هغه شيان دي ،چي د سندرو په څير وي امام بهيقي زياتوي: دغه خبره موږ دمجاهد ، عكرمه اوابراهيم نخعي څخه هم روايت كړى ده.(۲)


تفسيرابن كثير لیکي: پورتنى ايات د موسیقي د حراموالي په اړه نازل سوى دئ.(۳)


دنوموړي موضوع لپاره علامه مفتي محمد شفيع رحمة الله علیه عجیبه ښکلې څېړنه كړې ده زه به د مفتى صاحب دليكني څوخبري رانقل كړم:


الله جل جلاله فرمايي:
أَفَمِنْ هَذَا الْحَدِيثِ تَعْجَبُونَ (۵۹) وَتَضْحَكُونَ وَلَا تَبْكُونَ (۶۰) وَأَنْتُمْ سَامِدُونَ. ( النجم، آیات: ۵۹ ، ۶۰ ،۶۱)


ژباړه : ايا تاسو ددې خبرى څخه تعجب كوئ ، خاندئ اونه ژاړئ حال داچي تاسو لوبي كوئ اومستۍ كوئ.


په پورتني ايات كريمه كي الله جل جلاله د سامدون لفظ ويلى دئ يعني تاسو سمود كونكي ياست اوس خبره داده ،چي سمود څه ته وايي؟ د سمود په اړه امام ابوعبيده رحمه الله فرمايي: په حمير ژبه كي سمود موسیقۍ ته وايي. عكرمه هم دغسي روايت كړى دئ اوبخاري هم دعكرمه قول رانقل كړى دئ. (۴)


علامه ابن منظور ليكي: روي انه قال السمود الغناٰء لغة الحمير .

ژباړه : دعبدالله بن عباس رضي الله عنهما څخه روايت سوى دئ ، چي فرمايي: سمود په حمير ژبه كي سندرو ته وايي. (۵)


عبدالله بن عباس رضي الله عنهما د سمود په تفسيركي داسي فرمايلي دي:


هو الغناء باليمانية وكانو اذاسمعوا القران غنوا تشاغلا عنه .


ژباړه : ( سمود ) په يماني ژبه كي سندرو ته وايي كله ،چي به مشركينو قرانكريم واورېدئ نو د ځان مشغوله كولو په موخه به يې سندرى ويل پيل كړه. (۶)


د لغتو مشهور عالم علامه ابن دريد په جمهرة الغة كي و پورتنۍ خبرى ته په څرګند ډول ګوته نيولې ده اوبيا يې ليكلي دي: ددې ترڅنګ ، چي سمود موسیقۍ ته وايي ، سمود د هر هغه شي په معنا هم راغلى دئ ، چي غافله كونكى وي او يا د لوبي په ډول پارونکی وي. (۷)


دپورتنى ايات تفسير او شان نزول ته كه سالم فكر په پوره ډول ځير سي په ښكاره ډول معلوميږي ، چي سندري دغفلت ،ناپوهۍ اوتكبر دليل دئ ځكه مشركانو داكار كوئ ، چي الله جل جلاله يې په شان كي پورتنى ايات نازل كړى.


دتصوفو مشهور عالم او ستر زاهد علامه سهروردي رحمه الله د موسيقۍ په حرمت كي درې اياتو نه رانقل كړي دي.


دتفصیل لپاره وګورئ: عوارف المعارف الباب الثالث والعشرون فى القول فى السماع ردا وانكارا: ۱۸۷


همدا ډول الله جل جلاله دسپېڅولوانسانانو دصفاتو په لړكي فرمايي:


لايشهدون الزور ( سورة القمان، آیة: ۷۲ )
ژباړه : هغوى په بې ګټو خبرو كي نه شامليږي.


په پورتني ايات كي چې د (زرو) لفظ راغلى دئ او الله جل جلاله يې دسپېڅلوانسانانو څخه نفي كوي په تفسيركي يې محمد بن حنفية اومجاهد ليكي: زور وموسيقۍ ته وايي. (۸)


علامه سيوطي رحمة الله علیه هم دغسي قول په د درالمنثور په ۵۸ صفحه دحسن او ابو حجاف څخه رانقل كړى دئ.


امام ابوبكر جصاص رحمة الله علیه دپورتني ايات په تفسيركى ليكي:


عن ابي حنيفة رحمة الله علیه الزور الغناء .
ژباړه : دابوحنيفه رحمة الله علیه څخه روايت سوى دئ ، چى "زور" موسیقي ده. (۹)


ماخذ: موسیقي او نوي لیکوالان

رارواني لیکني:
موسيقي رسول الله صلی الله علیه وسلم حرامه ګرځولې ده
موسيقي په څلور واړه مذهبو حرامه ده
موسیقي په اسلام او ساینس کي (راروانه لیکنه)

نوري لیکني:
موسیقي په اسلام کي
موسیقي، سندرغاړي ښځي او شراب (الحدیث)
موسیقي په اړه حدیث
اسلام اور موسیقي
نړیوال په زړه پوري قرائتونه
اسلامي ترانې
----------------------------------------
۱ : اسلام اورموسيقي صفحه: ۱۱۰ ، نيل الاوطار ۸ ۱۰۰ ، سنن الکبری للبهيقي ۱ ۲۲۳ ، مستدرک الحکيم ۲ ۴۱۱ تفسيرابن جرير ۲۱ ۳۶
۲ : الادب المفرد مع فضل الله الصمد ۲۶۶۳ ، السنن الكبرى للبهيقي ۱ ۲۲۱ ۲۲۳
۳ : تفسيرابن كثير ۳ ۴۴۳ ، روح المعانى ۲۱ ۶۷
۴ : روح المعانى: ۲۷ ۷۲ ، صحيح البخارى المجتبائي: ۲ ۲۷
۵ : لسان العرب : ۴ ۲۰۴
۶ : روح المعاني: ۲۷ ۷۲ ، سنن بهيقي: ۱۰ ۲۲۳ ، تفسير ابن جرير: ۴۷۴۳۴۴ . ديادوني وړده ، چي علامه هيثمي رحمة الله علیه دسمود په تفسير كي په سندرو ويلو سره دعبدالله بن عباس څخه رانقل كړى دئ بيا يې ويلي دي : رواه البزار ورجاله صحيح . مجموع الزوائد : ۷ ۱۱۶
۷ : جمهرة الغة: ۲ ۶۶۵
۸ : كف الرعاع ابن حجرالمكى مطبوع بهامش الزواجر : ۱۳۹
۹ : احكام القران: ۳


Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Reply With Quote
Reply

Tags
الله, جلاله, موسیقي, څخه, سمود

Thread Tools
Display Modes

Posting Rules
You may not post new threads
You may not post replies
You may not post attachments
You may not edit your posts

BB code is On
Smilies are On
[IMG] code is On
HTML code is Off




History of Pashtuns| Learn Pashto Online| Afghan Wiki| TheHujra.com| Pukhtoogle| Afghan MP3| Khyber.org| Pukhto.net| Tor_Khan's blog| Abdul Rahman Karim's blog| Voices of the Pashtun land| Pashto TV

Search Engine Optimisation provided by DragonByte SEO (Lite) - vBulletin Mods & Addons Copyright © 2017 DragonByte Technologies Ltd.
User Alert System provided by Advanced User Tagging v3.0.6 (Lite) - vBulletin Mods & Addons Copyright © 2017 DragonByte Technologies Ltd. Runs best on HiVelocity Hosting.
No part of this site may be copied without permission of the administration. The views, posts, opinions and threads expressed by members of the community here are not necessarily those of the staff and management of Pashtun Forums.