World's Largest Online Pashtun Community

Go Back   "Pull out your swords and slay anyone that says Pashtun and Afghan are not one! Arabs know this and so do Romans: Afghans are Pashtuns, Pashtuns are Afghans!" -Khushal Khattak > >
Reload this Page ته لسم دوږخي یې!
User Tag List

Reply
 
Thread Tools Display Modes
(#1)
Old
Afgun Afgun is offline
PF senior
Afgun is on a distinguished road
 
Posts: 4,329
Thanks: 10
Thanked 183 Times in 135 Posts
My Mood: Amused
Mentioned: 4 Post(s)
Tagged: 0 Thread(s)
Join Date: Sep 2011
Default ته لسم دوږخي یې! - 03-20-2017, 03:01 PM

حضرت ابی بن کعب رضي الله عنه روایت کوي چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مبارک عصر کی دوو کسانو خپله خپله نسب نامه ( شجره ) بیان کړه . لومړني دوهم ته داسی وویل : زه فلانی بن فلانی یم ، ته څوک یې ؟


رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل :د موسی علیه السلام په زمانه کي دوو کسانو خپله خپله نسب نامه بیان کړه . یو کس ( په افتخار سره ) وویل چي زه فلانی ابن فلانی یم..... هغه تر نهو نیکونو پوري وشمیرل . وروسته یې هغه بل ته وویل چي ستا مور دي ومري ، ته څوک یې ؟ دا بل ځواب ورکړ چي زه فلانی ابن فلانی ابن اسلام یم . وروسته الله تعالی موسی علیه السلام ته وحي راولیږله چي دغه دواړه داسي مخاطب کړه : لومړني ته ووایه چي اې هغه شخصه چي خپل نهه نیکه ګان دي ( د فخر په توګه ) یاد کړل ، هغوی نهه واړه په دوږخ کي دي او ته دوږخ ته د هغوی سره لسم نفر یې چي ځې به . او دوهم شخص ته ووایه چي اې تر دوو پښتونو پوري حسابونکې ! هغوی دواړه په جنت کي دي او ته د هغوی سره جنت ته درېیم داخلېدونکی انسان یې. ( شعب الایمان للبیهقی : ۴۷۶۵ نمبر حدیث ) .


هو ، موږ خو ځانو ته ښه مسلمانان وایو ، خو که د دغه نبوي حدیث له مخي قوم پالنه ،

ملیت پالنه ، ځانپالنه او نسب پالنه وکړو ، نو آیا پوره او صحیح مسلمانان به یو ؟ راسئ چي په خپل ګرېوان کي وګورو او وجداناً و ارزوو چي دغه قوم پالني او نسب پالني عملأګټه را رسولې ده که زیان ؟! آیا قوم پالني او نیکه پالنی عملأ د اسلام آن تمدن څخه لیري کړي نه یو ؟ د بې اتفاقۍ او تربورګلوۍ په اور یې نه یو سوځولي ؟ کلونه کلونه حتی پیړۍ پیړۍ یې تر هر چا وروسته پاته کړي نه یو ؟!



دا لا څه ، رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زموږ څخه نه دئ هغه څوک چي خلګ قوم پالني ته راوبولي . او زموږ څخه نه دئ هغه څوک چي پر قوم پالني باندي جنګ وکړي او زموږ څخه نه دئ هغه څوک چي پر قوم پالنی باندي مړ سي ( سنن ابی داود ، باب فی العصبیة ، حدیث نمبر ۵۱۲۳)


یعني څوک چي په اسلام کي قوم پالنه ترویجوي ، په خلکو کي د قومیت او نسب پر بنیاد تقسیم او بیلتون راولي ، قومیت ته پر شریعت ترجیح ورکوي ، د خپل قوم پر سر د خلکو سره شخړه او جنګ کوي ، قومي معیار د شرافت او اصالت معیار ګڼي ، ځان د قوم په خاطر تر نورو خلکو اصیل او بهتر بولي ، او په داسي حال کی مړ سي چي د قومیت پورتنۍ مفکوره ورسره وي نو دغه انسان ته رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي چي زموږ څخه نه دی ! د قومي مراعات کول، او پرقومي باندي جنګ کول، د قومي په خاطر یو سړئ پر بل سړي اصیل ګڼل، په ټولو شیانو کي قومي ته اعتبار ورکول، او همداسي نور چي د قومیت په خاطر کیږي ، ټول د پورتني حدیث له مخي غیر اسلامي او ناروا دي .


یو چا یوه ورځ په ډیر فخر سره وویل : زه د دوه نیم سوو کالو راهیسی افغان یم ، د ۱۴۰۰ کالو راهیسی مسلمان یم ، خو د پنځو زرو کالو راهیسی پښتون یم !! دلته پښتون توب د ویني د تړاو له مخي د انتقاد وړ نه دی بلکی د اسلام څخه پښتون توب ته لومړیتوب او ترجیح ورکول اصلي باریکي ده. پورتني حدیثونه د همداسي ترجیح پر خلاف دي نه د ویني او نسل د تړاو پر خلاف . د پښتون بلني او پښتون پالني خبره اصولأ غلطه نه ده او تر هغه حده صحیح ده چي د اسلام له چوکاټه و نه وځي ، خو که پښتون ګلوي تر اسلام واوړي نو دا اصلأ اسلام په باک نه راوړل او شا ور ګرځول دي.


سیکولران ، منافقان ، کمونیسټان او نا مسلمانه افغانان په ښکاره یا پټه همدا لاره مخته
وړي او نور ساده ، بې خبره او صادق پښتانه د خپلو شومو هدفونو ښکار ګرځوي . خو الله تعالی صریحأ فرمایي چي ما قوم ، ملت او قبایل د دې لپاره نه دي پیدا کړي چی پرې وویاړﺉ بلکي د دې لپاره دي چی یو بل سره وپیژنئ او په تاسو کي تر ټولو ښه مسلمان او پر ما ګران هغه څوک دی چي قوم پرسته نه بلکي متقي او پرهیزګاره وي ( الحجرات : ۱۳ ).



نو آیا ښه به نه وي چي په قرآن او حدیث پوره عمل وکړو ، نه په قوم پالنه او نسب پالنه ؟ قوم پالني تر ننه څه ګټه رارسولې ده ؟ نور نو باید پوه او متوجه سو چي قرآن او حدیث به هر څه راکړي خو قوم پالني او نسب پالني هیڅ هم نه دي راکړي او نه به یې راکړي .

منبع : د لیکوال اثر ( اخلاقی کنایې ، درېیم جلد ، ناچاپه )





Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Reply With Quote
Reply

Tags
قوم, الله, پالني, هغه, اسلام

Thread Tools
Display Modes

Posting Rules
You may not post new threads
You may not post replies
You may not post attachments
You may not edit your posts

BB code is On
Smilies are On
[IMG] code is On
HTML code is Off




History of Pashtuns| Learn Pashto Online| Afghan Wiki| TheHujra.com| Pukhtoogle| Afghan MP3| Khyber.org| Pukhto.net| Tor_Khan's blog| Abdul Rahman Karim's blog| Voices of the Pashtun land| Pashto TV

Search Engine Optimisation provided by DragonByte SEO (Lite) - vBulletin Mods & Addons Copyright © 2017 DragonByte Technologies Ltd.
User Alert System provided by Advanced User Tagging v3.0.6 (Lite) - vBulletin Mods & Addons Copyright © 2017 DragonByte Technologies Ltd. Runs best on HiVelocity Hosting.
No part of this site may be copied without permission of the administration. The views, posts, opinions and threads expressed by members of the community here are not necessarily those of the staff and management of Pashtun Forums.