World's Largest Online Pashtun Community

Go Back   "Pull out your swords and slay anyone that says Pashtun and Afghan are not one! Arabs know this and so do Romans: Afghans are Pashtuns, Pashtuns are Afghans!" -Khushal Khattak > >
Reload this Page د نفس سره یو څو خبري
User Tag List

Reply
 
Thread Tools Display Modes
(#1)
Old
Afgun Afgun is offline
PF senior
Afgun is on a distinguished road
 
Posts: 4,329
Thanks: 10
Thanked 183 Times in 135 Posts
My Mood: Amused
Mentioned: 4 Post(s)
Tagged: 0 Thread(s)
Join Date: Sep 2011
Default د نفس سره یو څو خبري - 01-11-2017, 09:39 AM

امام ابن جوزی رحمه الله فرمایلی : کله چي انسان د سهارله لمانځه څخه فارغ شي باید خپل زړه آرم او خپل نفس ته ووائي : اې نفسه زما ټوله سرمایه یوازي دا ژوند دی. که دا سرمایه فنا سي نو د ټول تجارت او ګټي څخه به محروم سم او دا یوه نوې ورځ ده چي پکښي الله پاک مهلت راکړی دی او د مرګ په ځنډولو يې پر ما احسان کړې دی.


که ئی د ژوند نعمت را څخه اخستی وای نو ما به د مهلت ارمان کولای چي نیک عمل مي پکښي کړی وای نو ای نفسه هم دغه فکر وکړه چي ته مړ وې او مهلت یې درکړی دا ورځ مه ضایع کوه.


فکر وکړه چي په ورځ او شپه کي یوه المارۍ در کوي چي ۲۴ خانې لري چي د قیامت په ورځ به خلاصیږي او الله پاک به د هر ساعت ګټلی نیکي ویني نو که د چا د المارۍ خانې د نیکۍ نه ډکي وي خوشبخت او که نه وې بدقسمته به وي.


یعنی که د نیکۍ پر ځای د ګناه څخه ډکي وي نو د نور پر ځای به تیاره او بدبوی وي او هغه ساعت چي انسان پکښي د الله پاک نافرماني کړې وي د هغه عذاب ، ذلت او رسوائی سبب به سي. داسي خانې به هم پدې المارې کي وي چي تشه به وي هیڅ به هم پکښي نه وي . هغه خانې د هغو ساعتونو خانې دي چي په هغه کي ئې خوب کړی وي. ددې خانې په را خلاصدلو به هر کس افسوس کوي غمګینه به وي چي قادر وو چي د موقع څخه ګټه واخلي خو ضایع کړي ئې ده .


هر انسان باید نفس ته ووائي چي نفسه! کوښښ وکړه چي د نن المارۍ د نیکو اعمالو څخه ډکه کړې یوه خانه هم خالې پرې نږدي . داسي نه چي د علیین درجات ضایع سي او نور یې هغه درجې واخلې.


شداد بن اوس رضي الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي ؛ چي عقلمند هغه کس دی چي خپل نفس د ځان تابع کړي او داسی اعمال وکړي چي د مرګ وروسته یې په درد وخوري .عاجز هغه دی چي د خپل نفس په غوښتنو پسي وګرځي او الله پاک څخه د ښه امید هم ولري.


حضرت عمر رضي الله عنه فرمایلي دي: د قیامت د حساب مخکي د خپل نفس سره حساب وکړئ او د عمل د تول څخه مخکی تول کړه او د الله پاک مخ ته د حاضرېدوو تیاری ونیسه.
په سورت الحاقه کي الله تعالی فرمايي:


يَوْمَئِذٍ تُعْرَضُونَ لَا تَخْفَى مِنْكُمْ خَافِيَةٌ. (الحاقة: ۱۸)
په دغه ورځ كې به تاسې حاضروړاندې كړل شئ ( الله ته سره د حساب ) پټه به نه پاتې كيږي له ( اعمالو د) تاسې هيڅ يوه پټه خبره.


م



Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Reply With Quote
Reply

Tags
الله, څخه, هغه, خانې, نفس

Thread Tools
Display Modes

Posting Rules
You may not post new threads
You may not post replies
You may not post attachments
You may not edit your posts

BB code is On
Smilies are On
[IMG] code is On
HTML code is Off




History of Pashtuns| Learn Pashto Online| Afghan Wiki| TheHujra.com| Pukhtoogle| Afghan MP3| Khyber.org| Pukhto.net| Tor_Khan's blog| Abdul Rahman Karim's blog| Voices of the Pashtun land| Pashto TV

Search Engine Optimisation provided by DragonByte SEO v2.0.31 (Lite) - vBulletin Mods & Addons Copyright © 2017 DragonByte Technologies Ltd.
User Alert System provided by Advanced User Tagging v3.0.6 (Lite) - vBulletin Mods & Addons Copyright © 2017 DragonByte Technologies Ltd. Runs best on HiVelocity Hosting.
No part of this site may be copied without permission of the administration. The views, posts, opinions and threads expressed by members of the community here are not necessarily those of the staff and management of Pashtun Forums.