| | ||||||||
| |||||||||
| ||||||
![]() |
| | Thread Tools | Display Modes |
|
(#1)
|
| ||||
| ښايي د پکتيا ولايت په ميرزکې ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد ولسي پاڅون د هغه پاڅون د لړۍ يو بل لړ وي چې شاوخوا يوه مياشت وړاندې د غزني ولايت په اندړو ولسوالۍ کې پيل شوى و خو يوازينى توپير يې دا دى چې هلته ولسي خلک د تړلو ښوونځيو زوغتيايي مرکزونو او نورو رغنيزو چارو د پيل کولو په تړاو و. خو د ميرزکې خلکو په خپل وروستي پاڅون کې د ولسوالۍ پر ودانۍ بريد په شا وتمباوه او له طالبانو سره يې لاس په لاس جگړه وکړه. د پکتيا د والي مرستيال عبدالرحمن منگل وايي چې د طالبانو وسله وال او پراخه بريد د ميرزکې ولسي خلکو په شا وتمباوه. د طالبانو پر ضد پاڅونونه لومړى د غزني ولايت د اندړو د ولسوالۍ نه پيل شو، په دغې ولسوالۍ کې د پوهنتونونو او ښوونځيو زده کوونکو د ښوونځيو د تړلو پر ضد پاڅون وکړ او شاوخوا پنځه سوه کليوال ځوانان سره راټول شوه او وسلې يې واخيستې او د طالبانو پر ضد يې پاڅون وکړ. خود جوشه حرکت که څه هم په لومړي سر کې ځينو خلکو داسې ويل چې گواکې د دغه پاڅون تر شا افغان حکومت ولاړ دى، خو پاڅون کوونکو دغه څه ردول او ويل يې چې د دوى دغه حرکت خود جوشه حرکت دى او د بېلابېلو قامونو خلک ورسره په دغه پاڅون کې يوه خوله و. "که چېرې دغه پاڅونونه همدغه شان روان پاتې کېږي، نو ښايي په ډېرو هغو سيمو کې حلک چې د طالبانو له واکمنۍ نه تر پوزې رسېدلي وسله راپورته کړي او دغه پاڅونونه نورو سيمو ته هم وغځېږي." تر هغې وروسته د نورستان په ولايت کې هم تېره ورځ د ښوونځيو گڼو زده کوونکو د طالبانو پر ضد پاڅون وکړ او د ټوپکو پر ځاى يې د ډبرو او کوتکو په زور دغه کسان له خپلو سيمو وشړل. د افغانستان په ولسي جرگه کې د نورستان د خلکو استازى احمد الله معهد وايي که چېرې افغان دولت د دغو پاڅون کوونکو ملا وتړي، نو د ده په وينا ښايي په نورستان کې بيا د دولت مخالفين دغه واک او ځواک و نه مومي چې د ښوونځيو د دروازو د تړلو تکل وکړي. خو د دغه شان پاڅونونو په وړاندې افغانان سره پخپلو کې وېشل شوي دي، که ځينې دغه شان پاڅوننو نه په افغانستان کې د دولت د مخالفينو د ځپلو لپاره ښه لاره بولي، خو ځينې نور بيا د دغو پاڅونونو پايلې ښې نه بولي. دغه دله خلک وايي چې کېداى شي همدغه خلک په راتلونکې کې د دولت په وړاندې هم وسلې ته لاس کړي او دغلته ورسره سوله او امنيت ټکنى شي. د طالبانو ضد پاڅون لومړۍ د غزني په اندړو ولسوالۍ کې پیل شو. په افغانستان کې د درې لسيزو جگړو په ترڅ کې گڼ خلک د وسلو له کارولو سره د بلديت تر څنگ په خپلو کورونو کې وسلې ساتي، خو تر دې مهاله خلک د دې جوگه نه وو چې په ځينو سيمو کې د طلبانو په وړاندې پاڅونونه وکړي، او يا هم د هغوى پر ضد وسله پورته کړي. خو د غزني ولايت د اندړو په ولسوالۍ کې د ولسي خلکو پاڅون وښوده چې که خلک وغواړي نو دوى هم د يو وسله وال ځواک په وړاندې دريدلى شي، خو تر ډېره دغه څه د سر په بايللو هم توانېدلى شي. که چېرې دغه پاڅونونه همدغه شان روان پاتې کېږي، نو ښايي په ډېرو هغو سيمو کې حلک چې د طالبانو له واکمنۍ نه تر پوزې رسېدلي وسله راپورته کړي او دغه پاڅونونه نورو سيمو ته هم وغځېږي. http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanis...t-aliban.shtml |
|
(#2)
|
| |||
| talibano sara hum bayad dagha rangey ushi che khalak pasun ukrhi aw da dwey pa zed sara mla tarh ukrhi , yawazey pa dawlat na keegi khalko la pakar di che uchat shi aw da daghey bala na zaan pa amaan krhi |
|
(#3)
|
|
(#4)
|
|
(#5)
|
|
(#6)
|
| ||||
| Quote:
For your info such uprisings are now becoming frequent e.g., in Nooristan, Faryab, etc. |
|
(#7)
|
| ||||
| Quote:
Yes sure Toramana, you know what is Islam and who is a Muslim and who is not. |
|
(#8)
|
| ||||
| Quote:
Is this what your elders taught you when they were in KHaD murdering afghans? Just because you grew a beard and only drink alcohol when no one is looking doesn't suddenly make you a "imandar Musulman" You have no credibility; Paktia is NOT in Holland. |
|
(#9)
|
|
(#10)
|
| ||||
| Quote:
People like you would even get shot by those Hizbe Islami arbakis. The ones you claim to be legitimate "resistence". So everything you say on this forum means nothing what so ever. I may be in Holland now, but I have more credibility on the ground in Afghanistan than any of you non-Muslim secularists and nationalists. So shout all you want. Nobody is hearing you in Afghanistan. |
![]() |
| Tags |
| paktiyaii, pashtuns, taleban, tyrany, uprising |
| Thread Tools | |
| Display Modes | |
| |