دسیلاب ځپلو پیسې دخاین مسعودپه سالګره خرڅیږي
Ahmad Shah Masood, a fabricated Hero.
Courtesy:Pashtuns' International Association (PIA)
په پيښور کی افغان قونصل او اسلام اباد کی افغان سفیر دسیلاب د سېلاب ځپلو لپاره دمرستی روپی د احمدشاه مسعود په سالګره باندی خرچ کړي نن په پیښور کي افغان قونصل د پيښور په نړیوال هوټل پی سي کي داحمد شاه مسعود سالګرې پروګرام جوړ کړی و دغه پروګرام ته ۴۰۰ کسانو دعوت شوي وه چی دغه هوټل کي دیو کس دخوراک خرچه ۱۶۵۰ پاکستانۍ روپیه کیږی دغه بغیر دهوټل دحال کرایه خو په ډالرو باندی ده د هيواد د خپلواکۍ يو نوېيمه کاليزه دوی په خاموشي سره تیر ه کړه او زموږ دغه کم اصلو ډیپلوماتانو په مړو سترګو په هغه ورځ د افغانستان نمایندګي کوله موږ دې ته حیران یو چي ملي خاین او ملي نفاقګر احمدشاه مسعود ولي او په کوم دلیل دومره زیاته درجه لريچی ددغه وطن فروش ورځ په دومره غټو لګښتو باندی لمانځل کیږی . دغه لګښت خو دسیلاب ځپلو لپاره راغلی ودوی په شراب او کباب باندی مصروف کړه دغه سیلاب ځپلی افغانانو سره دشینو چای پیسی هم ورسره نشته او نه یی دغو ښاغلو تر اوس پو ښتنه کړی . په افغان پنډغالو کي افغان ماشومان د څښلو لپاره توري اوبه نه لري خو زموږ دغه بې پته او بې شرمه ډپلوماتان د وطن د یو ملي خاین ورځ په داسي لګښتونو لمانځي سپکه خو ئې لا دغه وه چي دغه پروکرام ته یو تن دعوت شوی کس راته وویلی چی کوم افغاني خبریالان چي دلته ورغلی وه هغوی ته په پیښور کی افغان قونصل هر یو ته ۱۵۰۰ زر کلداری ورکړی چی دغه راپور ښه نشر کړی . دلته مو چارواکود فساد ښه ننداره وکړی او ضمیر خرڅونکو یوڅوخبریالانو هم په خرپ روپۍ جیب ته کړې زه دافغان ولس ، ولسمشر ، او د دولت دهر فردڅخه دا پوښتنه کوم چي اخير دسیلاب ځپلو مرستي چي لا په لانده مځکه ښپې سبا کوي او دسر پټولو لپاره یوه خیمه نه لري ولي ددغه بې ننګه او بګیل خاین مسعود په سالګره باندی خرڅ کیږي. په پيښور کی افغان قونصل چي هره ورځ د خپلي چوکۍ دبقا لپاره د پنجشیرانو انځورونو ته سجدې کوي د پښتنو سره سم سلوک هم نه کوی ځکه احمدشاه مسعوداو دهغه یاران بیا خوابدي کیږي . په پېښور غوندي یوه سترتژیکي سیمه کي ددغسي غیري ملي او غیري افغاني دپلوماتانو مقررول په لوی لاس د لوی افغانستان په نقشه دپښې ایښولو په معنا ده . بله داچی دغه افغاني خبریالیان ولی دغه شان ناروااو ضمیرپلونکی عمل ترسره کوی له ځان راپور ورکوي چی ښاغلی قونصل صاحب دافغانانو دکیمپ دوره وکړه او له سیلاب ځپلو سره یې وکتلو . په کیمپونو کي خلک قسمونه خوري چي خولې مو اسمان ته وچي سوې تر اوسه مو چا پوښتنه هم نده کړې زهرې مو د بې وسی او بې کسیه وچاودې . دغه خبریالان ان دیو څو روپيو لپاره خپل سپیڅلی مسلک او ایمان هم پلوري . د طلوع او ون ټی وی خبریالان ئې په سره کي د قونصل یوڅنګ او بل څنګ ته ناست وي . همدا طلوع ده له مخکی ئې هم د پښتنو په کلتور پسی سپکی سپوری زر ځله ویلي او زموږ دغه بې ننګه دولت ئې تماشا ته کوله اخیر دهغه ایراني اخوندانو د طلوع د تلویزیون خبریال به څنګه وي تاسي خپله فکر وکړی . زما دافغان ولس څخه دا غوښتنه ده چي دولت خو په دې هکله هیڅ اقدام نه کوي ای افغان ولسه دلوی افغانستان فکر دخپلو مغزو څخه مه باسی خپل ږغ پورته کړی تر څو په کوټه او پیښور کي داسي نمایندګۍ رامنځ ته سي چي دلوی افغانستان راتلونکی تضمین کړي او دغسي خرڅ سوي او پنچشریانو ته ګډاګر چارواکي په خپل ږغ ددغه ستراتیژیکو سیمو څخه وباسی ولي اسماعیل خیل