| | ||||||||
| |||||||||
| ||||||
![]() |
| | Thread Tools | Display Modes |
|
(#21)
|
| |||
| Satellite Express AM22 53 Degrees East (SESAT II) System Encryption: DVB Free (FTA) KU Frequency: 11474 Polarization: Horizontal (H) Symbol rate: 9141 FEC: 3/4 Beam: SESAT II Steerable Beam 1 |
|
(#22)
|
| |||
| مطبوعاتي خبرپاڼه کابل،افغانستان (دسمبر٣، ٢٠١١ ميلادي کال ) دپښتو تلوېزيونڅخه خپرېدونکىدلېوال دليرېښوونځي دجنوبي اسياپه کچه د الکترونيکي- ښوونيزه تخليق غوره جايزه وګټله پښتو ټلويزيون او د لېوال د لېرې ښوونځيخپل ښوونيز مواد د اسيا په کچه يو نندارتون، چې د هندوستان په ډيلي ښار کې و، نندارې ته وړاندې کړل، دغه نندارتوند ډسمبر د ١ څخه تر ٢ پورې و.د لېوال ښوونځينندارځي ته په زرګونو نندارچيان راتلل او د پښتو ټلويزيون څخه خپريدونکى ښوونځيستاينه يې کوله او ډېرو وغوښتل چې د همدې په څېر ښوونځى دې دوىته په هندياو اردو کې هم جوړ شي. دسيمنار او نندارتون په پاى کې دپښتو تلوېزيونڅخه خپرېدونکيدلېوال دليرېښوونځي دجنوبي اسياپه کچه د الکترونيکي- ښوونيزه تخليق غوره جايزه وګټله. دلېوال دلېرې ښوونځى چېد ښاغلي ن. ر. لېوال نوښت اوجوړښت دى او مو خه يېدا ده چې ټول د ښوونځيزده*کړه د راډيو، ټلويزيون، ويډيي وسايلو او غږيزو وسايلو له لارې اسانه په خپل کور کې وکړائشي. د خوشالۍ ځاى دادىچې همدا اوس دغه ښوونځىدپښتو تلويزيون له لاري خپرېږي. پښتو تلويزيون چې يو کورنيز چينل دى، ډېرېپه زړه پورې ځانګړېاودخلکو داړتياوو سره سمې خپرونې برابروي، يوه کورنۍکولاىشي چېپه ګډه يې سره وګوري، پښتوراډيو تلويزيون خپلو ليدونکو او اوريدونکو ته ډيرېله محتوا ډکې، سياسي، خبري، ښوونيزېاو تفريحي خپرونېچمتو کوي چې ډېر څه ورڅخه زده کېداى شي.همدارنګه د نندارتون ترڅنګ ښاغلين.ر. لېوال د الکټرونيکي- ښوونيزو لارو چارو سيمنار ته عالمانه وينا وکړه، چې د ګډونوالو د تود هرکلي وړ شوله، نوموړيوويل چې ل نن څخه ١٥ کاله مخکې ده د پښتو او دري سره سره اردو او هنديژبو لپاره هم د کمپيوټر پروګرامونه جوړ کړي وه چې تر ننه په هندوستان او پاکستان کې کارېږي. د هندوستان رسنۍهم د پښتو ټلويزيون او لېوال د لېرې ښوونځي څخه اغېزمناو په خپل وار يې له ښاغلي لېوال سره مرکې وکړې. "لېوال وويل: داکار يو غوره مثال دىچېموږ څنګه کولاى شو د ښوونکياو ښوونځيکار له تخنيکي وسايلو څخه واخلو او له دې لارې زده*کړېته د ټولو ترلاسىاسانه شي،موږ ددې کار لپاره له څو لسيزو راهيسي هلې ځلې کوو اواوس مو ډېره تجربه ترلاسه کړي، موږ د ډېرو کالونوڅخه دمعلوماتي اومخابراتې ټکنالوجي دکارونېژوره تجربه لرو همدا وجه ده چې اوس دپښتو تلويزيون څخه موږ ښوونيزې خپرونې پيل کړي، له نيکمرغه داچينل د سيمې په کچه له هندوستان څخه تر عربستان پورې نژدي سل ميلونه څخه زياتو پښتنوته خپرونېکوي. دلېوال دليري ښوونځي خپرونې چېدافعانستان اودنړيوالو تعليمي نصابونو د معيارونو په نظر کېنيولو سره جوړې شوي، له لومړي ټولګي تر دريم ټولګي په برکېنيسيچې د دريم ټولګي په بشپړلو سره زده کوونکي ددېجوګه کېږي،چېاساسي ليک لوست او حساب زده کړي، ددېلپاره چې زده کوونکي لهټلويزيون، راډيو، کمپيوټر، ځانګړو کتابونو اونوروداورېدلو الاتو له لارې ښېاو موثرېزده کړې وکړي.ځانګړي کتابونه او ويډيوګانې جوړېشوي،چېپه کارونېسره يېزده کوونکي کولاىشي دکتابونوپه واسطه او يا د تلويزيون ، راډيواونورو اورېدلو الاتو څخه په ګټه اخيستنې سره پرته له ښوونکي زده کړېوکړي. دپښتو ټلويزيون له لارېهر سبق هرهورځ څوځليپهمختلفو وختونوکې خپرېږيلکه سهار١٠:٩غرمې ١ بجه اودشپي ١١(ناوخته دهغو ليدونکو لپاره خپرېږي چېدافغانستان څخه دباندېژوند کوي). موږهڅه کوو چې ډېر ژر د انټرنټله لارېهم خپرونېپيل کړو چې دنړۍپه هر ګوټ کېاوسېدونکي ورڅخهزده کړېوکړي. په پام کېده چې پښتو ټلويزيون به دلېوال دلېرې ښوونځي دبرياليو زده کوونکو دزده کړو د برياليتوب دبهير کيسېخپروي چي نور زده کوونکي وهڅېږي څوزده کړېوکړي. همدرانګه ښاغلي لېوال وويل:چې"اړتيا داختراع مورده" ددېکارمفکوره ددېدريوعلتونو له امله رامنځته شوې: 1. ښوونځي ته ترلاسىد ډېرو لپاره دسياسي، ټولنيزو اواخلاقيعلتونو د خنډونوپه ځانګړي ډول ښځو ته امکان نه لري لېوال دلېرې ښوونځى، به هر چاته زدهکړه ددوي کورنو ته ورسوي که چېرې ښځي زده کړېوکړي نو ويلىشو چېپوره کورنۍزده کړه اودتورېتيارې څخه به د رڼا په لور پرمختګ وکړي. 2. دتېرو دېرشو کلونو ناخوالو اوجګړو په ترڅ کېما ډېر داسې ځوانان، نارينه اوښځينه ليدلي چېدوى زده*کړوته لکه څرنګه چېلازمه وهد ترلاسيلاره نه درلوده، او له امله يې د دې جوګه نشووچې دليکلو اولوستلو له ستر نعمت څخه برخمن شي.اودوىبه داسېويل (اخ اى) که چېرېما ليک اولوست کولاىشواىنو زه به کېداى شي چېسل يا زرواره زيات بريالىوم. که څه هم دوى دښوونځي دزده*کړو په ارزښت پوهېږي،خو دوىونشوکولاىله دېامله چېعمريېزيات دىدټولنيزو خنډونوله امله ښوونځي ته لاړ شي نو د دېلپاره ما تل دا فکر کاوه اودامېهيله وه چېدوىته داسې لاره برابره شي، چې ليک او لوست زدهکړي ، له نيکمرغه دادىهمداسېوشول او اوس دوىکولاىشي دلېرې ښوونځي لهلارېزده کړېوکړي. 3. داسې ډېرې سيمېشته چېښوونځي يېدجنګجګړو،بمباريو له امله بند دي يا سوځول شوي، ښوونکي يې ځورول شوي تردې چېوژل شوي هم دي، خو دلېوال دلېرېښوونځىد زده کوونکو کورونو ته ورځي. د لېوال د لېرې ښوونځىسره له دې چې هغو کسانو سره مرسته کوي چې يا خو ښوونځيته نشي تللاى او يا ښوونکى او ښوونځى نشته، خوهغو سره هم ډېره مرسته کولاى شي چې نورو ښوونځيو کې زده کړې کوي، دوى سره به په ليکلوست زده کړېکې ډېره مرسته کوي. د دې لړۍ مالي لګښت ته په افغانستان کې لېوال مخکښې کمپنۍ IT (مالوماتي ټکنالوجۍ) ICT (مخابراتي ټکنالوجۍ) اوږه ورکړې چې د دوو لسيزو را په دېخوا يې په دې ډګر کې بې سارې په زړه پورې ښوونيزې او نوښتګرې اسانتياوې برابرې کړي. ښاغلى لېوال اوس هم په هندوستان کې دىکه څوک ورسره مرکه کول غواړي، موږ سره دې په لاندې پته اړيکه ونيسي. |
![]() |
| Tags |
| learn, pashto, radio |
| Thread Tools | |
| Display Modes | |
| |