| | ||||||||
| |||||||||
| ||||||
![]() |
| | Thread Tools | Display Modes |
|
(#211)
|
|
(#212)
|
| ||||
|
| The Following User Says Thank You to kakargirl For This Useful Post: | ||
Arooj Khan (10-02-2012) | ||
|
(#213)
|
|
(#214)
|
| ||||
| نن مې خيالونه لمسوي دمجلسونو په ياد زما او ستا ترخو،خبرواوجنګونو په ياد دشوق ډېوه رڼاکوي نن په تاريكو زړوكې دپېغلتوب د خوږو ورځو او ساعتونو په ياد د ژوند شــــــېبوته د باور سپينه رڼا راولي ستا دماضي گـــرمو خبرو او لوظونو په ياد د شيطانت دنيا مې بيايي د هـــوس په لوري كشوي خيال مې د باور دتعـــــريفونو په ياد بيامې ليكلو ته كړي اړه داســـــپېڅلي زړونه ځكه مې بولي د چا روح ته د رمزونو په ياد بلبل د ګل په ژبه پوه کــــړي ما پخپله* ژبه د مينې راز راته افشـــــاکړي د يادونو په ياد يوه ارواح راته په ســـــترګه سترګه ودروي تصوير شي ښــــكلى د تازه تازه گلونو په ياد غواړي چې هېرې کړمه تېرې خاطرې د مينې د تورو شپوسختو لحظو اوســـــــهارونو په ياد راته رايادي کړي خوږې خوږې کيسې دمينې د يو خامـوش زړه د اورونو او تــاوونو په ياد راته ښـــــكلا دزړونو ښـــــيي د باور دنيا کې خيال يوانځور راښکاروي د تصويرونو په ياد باور مې نه شي چی په تا به زه باور وكــړمه حفيظ خوځكه په احتيـــــاط ځي دقولونو په ياد |
|
(#215)
|
| ||||
| ماته بیړۍ د ساحل پر پستو ریګو له څپو او له موجونو څخه لیري زه تصویر د یوې ماتي او متروکي بیړۍ ګورم جګي ستني پرې ولاړي تناوونه پرې ځړیږي بیرغ نه باندي رپیږي بادوانونه یې لویدلې بیرغونه یې شکیدلي نه اثر سته په بیړۍ کي د رنګونو نه نښان سته د توپکو د توپونو پکښي سوړي د میږیانو موږکانو پکښي ځای دی د ګیدړو چغالانو پکښي ځالي د باښو او د کارګانو هسي هیره ده د ښار له انسانانو لکه ګور د مساپرو د خوارانو زما استاد راته ویله دا بیړۍ په ګونګه ژبه یو داستان دی دا بیړۍ نه وه زمرۍ وه د موجونو پرې راغلي حادثې وې د قرنونو آزمییلې وه اورونو د جنګونو سرو مرمیو د توپونو توپانونه د دریاب ترې ډاریدله غلیمان یې له هیبته تښتیدله پټیدله د زمري په څير په جنګ کي غړومبیدله هر عسکر یې لکه زغره هر افسر یې لکه غشی لکه توره د پولادو لګیدی به پر لښکر د رقیبانو عزراییل وو په جامه د انسانانو وایی کوډي وې په کړي غلیمانو په بوتکیو په طلاوو تیرایستلي دښمنانو ورځي نه وې، هفتې نه وې، یو څو میاشتي یو له بل سره په جنګ سول یو د بل په وینو رنګ سول سره غوڅ یې کړل سرونه سره مات یې کړل هډونه بیړۍ سورۍ سوه په ګولیو په مرمیو توان ورپاته ورته نه سو د څپو او د سیلیو چایې یوړې خزانې چا یې توپونه اوس بیړۍ پر ساحل پاته پرې تیر سوي ډیر کلونه راته یاد مي خپل هیواد سو خپل قامونه یو له بل سره په جنګ وه اولسونه سره وژني به تر کله دا غلیم غلیم تربرونه یوه ورځ به داسي راسي چي به هیر وي د وګړو یو ښوونکی به پر توره تخته لیکي یو وخت دلته هم وګړي او سیدله یو د بل په ژبه هیڅ نه پوهیدله چا پښتو چا به پختو پکښی ویله اوریدلي مي له پلاره چي یې یو له بله ژبي غوڅولې توریالي وه کرۍ ورځ به پکښی توري چلیدلې اوس یې پاته څو بې تنه ککرۍ دي یو څو زغري چي مي څنګه چیغه ووته له ستوني پښتنو بیړۍ ډوبیږي ږغ مي اوری!! ږغ مي اوری پښتنو بیړۍ دوبیږي!! راته یاد مي خپل هیواد سو خپل قامونه یو له بل سره په جنګ وه اولسونه سره وژني به تر کله دا غلیم غلیم تربرونه یوه ورځ به داسي راسي چي به هیر وي د وګړو |
|
(#216)
|
| ||||
| چيری چيری ځی جانانه ما هم يوسه دخوږ ی مينې* درمانه* ما هم* يوسه محبت کې بی غوري مينتوب نه وي زه بی تانه شوم بی ځانه ما هم* يوسه طبعيت مې د رازونو نقاشي کړي دڅپيره قسمت طوفانه ما هم يوسه دبيلتون دغم شيبو کې سودايي شوم بيله لتانه ژوندون ګرانه ماهم يوسه داپرديس پرديس وختونوليونې کړم ای د وصل خوږ ه ارمانه ما هم* يوسه |
| The Following User Says Thank You to DaZahroJaam.. For This Useful Post: | ||
Arooj Khan (10-02-2012) | ||
|
(#217)
|
| ||||
| مابه په خوب کی لیدې ما به په خوب کی لیدې چی به په څیر د یوې سپیني ښایستې کوترې زما له منګولو زما له غیږي څخه والوتلې ستا د نازکو ښایستو پاپیو د پایزیبونو شرنګا به مي په غوږ کی ازانګې کولې مخ به دي لمر ته ونیو کرار کرار دي وزرونه وهل په سپینو وړانګو کی به ورکه سولې وړانګه به سوې او ما به ستا د بیا راتلو په هیله تږي شیبې لکه تسپې شمیرلې تا هر سبا راته وعده راکول چی یوه ورځ به مي د لمر په سفر تر اسمانونو بوزې هلته به ګورو چی ادریس به زما او ستا لپاره لکه د نورو جنتیانو په څیر سپیني جامې، هغه وریښمیني او زریني جامې راته ګنډلي وي او موږ به لکه سپیني پنبې د لمر د وړانګو پر وزرله شرنګاشرنګه سره له یوه بڼه تر بل بڼ پوري ځو زه د هغې ورځي په تمه دلته شپې سپینوم کلونه کیږي چی شیبې شمیرمه زما د خوبونو له نړۍ څخه دي کوچ کړی دی اوس مي د خیال د فرشتو په رسم خوبونه نه زنګوې اوس دي د وړانګو په کهاله کی اثر نه وینمه اوس مي لیمه د لمر تر کلي پوري نه در وزي هسي نه تا له فرشتو سره وي کور جوړ کړی هسي نه ، خدای مه کړه هیر سوی دي یم. راته یاد مي خپل هیواد سو خپل قامونه یو له بل سره په جنګ وه اولسونه سره وژني به تر کله دا غلیم غلیم تربرونه یوه ورځ به داسي راسي چي به هیر وي د وګړو |
|
(#218)
|
| ||||
| د لیک خبری یو مېړه وو یوه ښځه سره تنگ وه شپه او ورځ وه مرور سره په جنگ وه چی به کورته وو ناوخته رسېدلی تر گرېوان وو هغه دم ښځی نیولی چی له چا سره وې تللی راته وایه بله ښځه هم لرې ښکاري له ورایه چی سړي به هر څه یاد کړل سوگندونه ښځي نه منل د خپل مېړه لوزونه که به ښځی کله کړې څه خطا وه د مېړه یې تر اسمان پورته غوغاوه که به لږ کمه یا زیاته مساله سوه د مېړه به یې د خولې قیزه ایله سوه په عذاب یې له جنگونو گاونډیان وه په خوابدي یې نیژدې لیری خپلوان وه یو له بله مرور به په هفتو وه پټه خوله به سره ناست په ورځو شپو وه یوه ورځ یې مېړه خط ورته لیکلی له خپل کټ سره نیژدې یې ځړولی چی سبا سهار پر شپږ بجې ویښېږم ډېر وختي له خپله کوره روانېږم ماوختي ویښ کړه چی وخت رانه تېرېږی او که نه وي ډېر مهم کار می پاتېږی په سبا سهار چی کښېنستی له خوبه له غضبه رسېدی تر لېونتوبه نهه بجې وې د لمر وړانگي ځلېدلې تر زخمی زړگي یې وینی څڅېدلې چی لا ده به پرانیستله خوله غوغا ته یو ناڅاپه یې سو پام د بستر خواته یوه پاڼه پر بستر باندی پرته وه په روښانه لیک جمله پر نوشته وه شپږ بجې دي ته تر اوسه لا ویده یې ژر را کښېنه وخت تېرېږی مړ خو نه یې. راته یاد مي خپل هیواد سو خپل قامونه یو له بل سره په جنګ وه اولسونه سره وژني به تر کله دا غلیم غلیم تربرونه یوه ورځ به داسي راسي چي به هیر وي د وګړو |
|
(#219)
|
| ||||
| عجب د جانان خيال رانه خيالونه تښتوي په نيمه شپه څه دا رانه خوبونه تښتوي دا ماشومه مينه مې شوه لويه شرارت کړي په منډه مې له لاسو نه ګلونه تښتوي کانې به يې ملګرو زياتې څه درته بيان کړم په يو نظر دا ښکلي وايم زړونه تښتوي ستا د تورو سترګو نه ښکلا د جهان ځار شه غوټۍ دې دواړه شونډې دي لعلونه تښتوي مرهم دى زخمي زړه لره که نه دى دا غزل په زړه دې که هغسې زخمونه تښتوي ښکلا د ښکلي مخ يې تجمع د جبين خال دى هر تورى د غزل مې اوس خالونه تښتوي الوزي په طرف درنه خاکساره! جوړ اسمان ته پرواز د تخيل دې نن بازونه تښتوي محمد خاکسار I Know I'm not Perfect and I don't claim to be ,,, but before you start pointing fingers , make sure your hands are clean !! |
|
(#220)
|
| ||||
| د ښاغلي عبدالباري جهاني ښکلی غزل زه لـــکـــه پـــرخــه په لویدلو کې چا نه ولیدم لـــکــــه نـــســیـم په تیریدلو کې چا نه ولیدم دګل په غـیږ کې مې یوه شپه په قسمت لیکلې لـــکـــه شــبــنـــم پــــه الـــو تلو کې چا نه ولیدم پټ له پانوسه مې رنګین کړل دسا قې لاسونه کـــرار کـــــرار پـــــه سـوځیدلو کې چا نه ولیدم نـــــه دشــــاعـــــر نـــه دبورا سترګو ته ونڅیدم دغـــرونــــو ګــل وم غوړیدلو کې چا نه ولیدم نــــه تـــــر وربــل نه تر ګریوانه نه ترشونډو لاړم پــــر اشـــیـــانــــه پــــه رژیــدلو کې چا نه ولیدم خـــواږه خــوبــــونه دځوانۍ لکه څیلۍ تیریدل دخـــیــــال مـــاڼـــــی وم نړیدلو کې چا نه ولیدم لـــکــــه نـــفــــس چــه دعمرونو له محبسه وزې دزولـــنـــــوپـــــه مــــا تــــولـــو کې چا نه ولیدم لـــکـــه بیړی ګوګل مې ډک له فر يا دونو وړمه شـــپــــه دتــــوپان وه ډوبیدلو کې چا نه ولیدم دحــــق نــــاری مـــــې لـــــه زندانه تر یزدانه تللې دافـــســانـــــو پــــه جــــوړولــو کې چا نه ولیدم دجهانې په شان مې شپې کړې دیارانو سپینې راته یاد مي خپل هیواد سو خپل قامونه یو له بل سره په جنګ وه اولسونه سره وژني به تر کله دا غلیم غلیم تربرونه یوه ورځ به داسي راسي چي به هیر وي د وګړو |
| The Following 2 Users Say Thank You to kakargirl For This Useful Post: | ||
Arooj Khan (10-04-2012), Feroz Afridi (10-02-2012) | ||
![]() |
| Tags |
| اردو, او, دری, dari, pashto, poetry, urdu |
| Thread Tools | |
| Display Modes | |
| |