Amjad shahzad is a talented singer and poet from Swat. His new album “Wa Speeney Kontarey” is ready for release…..(Most of its songs have been posted in the forum by respected Toramana) . ..Recently his poetry has been published in the form of a book named “Na’”…..I am going to post here a few ghazals from the same book: چې د ښائست نه توبه ګار شي له بهاره وځي
په داسې خلقو کښې به څۀ د مينې لاره وځي
د زړۀ راښکونکي ژوندانۀ له کاروباره وځي
په يارانه کښې خو سړے له هره کاره وځي
لاليه ګوره دې بيا خړه پړه زيړه ګونه
کۀ دې سرخي زما د وينو له رخساره وځي
زۀ خو کوم څوکيداري د زړۀ د هرې کوڅې
د جانان ياد به ترې په کومه يوه لاره وځي
جهان د مينې محبت دے د رنګونو نه ډک
کۀ پښتانۀ لږ د نفرت له شاړه غاره وځي
مونږ د ټوپکو د ګولو مخې له ولې لېږي؟
قاضي دې نر شي لږ پخپله دې له ښاره وځي
کابل ئې وران کړو اوس ئې بريد په پېښور کړے دے
پښتون به کله د مليانو له حصاره وځي
په هغه ښار کښې د ژوندون علامې څۀ پاتې شي؟
چې پکښې خلق د ټپې له يکه زاره وځي
زۀ چې دنيا ته بيا دې خپل اولس ته فکر کوم
لکه زخمي زاڼه په سېل کښې له قطاره وځي
جهان په کومه لار روان ، ملا په کومه ډډه
لکه چې اوښ د قافلې نه بې مهاره وځي
زلمي چې هاغه جنګ له تلي بيا راغلي نۀ دي
جونه په سېل د پسرلي د چا له پاره وځي
چې سرۀ اورونه ټکورونه په زخمونو لګي
امجده څوک به د ښائست له لمبه زاره وځي
××××××××××××××××
مونږه هره ورځې يو خبر لرۀ
مونږه د مودو نه جنګ په سر لرۀ
مرګ مو خپل ليدو خو وار خطا نۀ وو
دومره مو ايمان په خپل نظر لرۀ
مونږه د تيارو به څۀ خاطر کوۀ
مونږه چې هر فکر لکه نمر لرۀ
مونږه همه ګير انسانيت منۀ
زړۀ کښې مو دېوال لرۀ نۀ ور لرۀ
مونږ د محبت باچا هي غوره کړه
مونږه سوچ د زور او نۀ د زر لرۀ
مونږ د تشدد د فلسفې خلاف
مونږه خو بس دغه يو هنر لرۀ
مونږه خو خانان وو د احساس د کور
مونږ په محبت باندې باور لرۀ
اوښکې مو ليدې نۀ شوې د بل په مخ
خپل کۀ مو ګرېوان په اوښکو تر لرۀ
څۀ به قلار ناست وو پښتانۀ چې وو
ګرم مو په هر موسم سنګر لرۀ
وو کۀ د بارودو په ډېري اودۀ
بيا مو هم ارمان د روڼ سحر لرۀ
لاسو کښې د هر سړي وۀ سور ګلاب
پټ ئې په لستوڼي کښې خنجر لرۀ
اے امجده داسې وخت ته پاتې شو
نن مو د خپل ځانه هم خطر لرۀ
×××××××××××
پور مې پرې سندره غزل پاتې دے
بس په وخت مې دومره بدل پاتې دے
تا چې لګولے وۀ د بل په کور
دا هم هغه اور دے چې بل پاتے دے
اوښکې خو دې پټې پټې وچې کړې
ګوره چې پلو دې نمل پاتے دے
سم دې پکښې جوړ د وران وطن تصوير
خور چې دې لېمو کښې کجل پاتې دے
اوس هم پکښې ګېر شو لېوني زړونه
اوس دې هم په زلفو کښې ول پاتې دے
داسې لګېدلے اور په ټول پښتون
نۀ جونګړه نۀ ترې محل پاتے دے
نور وکړه په دې کلي باران د اور
يو پکښې د سرو ګلو ټل پاتې دے
دا د زندګۍ قاتلان قتل کړئ
اوس خو ئې بس يو دغه حل پاتې دے
يو خوا تور پټکي دي بل خوا تور بوټان
څوک په دې وطن کښې اتل پاتې دے
واه واه افرين په محتسب د ښار
ساز ئې راګېر کړے دے غل پاتې دے
ډېر ترينه امجده وړاندې تلے يم
اوس خو رانه وروستو اجل پاتې دے
××××××××××××
وئ زمونږ د کلي په پامونو مازيګر
اوس دلبرې نۀ وائي سندرې د دلبر
بس خړې ايرې پکښې بادېږي
زمونږ د کلي زلمي مست دي لېوني
لوے چې شي نو خپل ځانونه توے کړي
او د وطن د مېندو دا بدنصيبي
خپل بچي د مرګ لومو له لوے کړي
سر پکښې بائلي خو ونۀ ګټي سنګر
وينې دي په مخه چې بهېږي
زمونږ د کلي هره پېغله شين خالۍ
سر راشوکوي په چغو ژاړي
د چا په سر چې به کولې ئې سيالۍ
اوس ئې ناسته سر ته وائي غاړې
هر ماښامے دے خونړے سپېرۀ سحر
وخت توره بلا ده چې تېرېږي
زمونږ کلے د ګلونو ګلستان
ولې پرې بمونه راورېږي
د جرګو خلق يو د امن ترجمان
بيا مو حجرې ولې لمبه کېږي
زمونږ د کلي هر ماشوم ګل صدبر
ترمې ترمې لاړ شي وريژېږي
زمونږ د کلي کوڅې ډکې وې له شور
اوس امجده ورانې دي خاموشه
زمونږ د کلي هر يو کور د مينې کور
هيڅ څوک پکښې نۀ وو قام فروشه
دا چې ئې بيعه کړو د هر وګړي سر
ولې ئې مخونه نۀ تورېږي
×××××××××