World's Largest Online Pashtun Community

Go Back   "Pull out your swords and slay anyone that says Pashtun and Afghan are not one! Arabs know this and so do Romans: Afghans are Pashtuns, Pashtuns are Afghans!" -Khushal Khattak > >
Reload this Page ملریا/
User Tag List

Reply
 
Thread Tools Display Modes
(#1)
Old
Afgun Afgun is offline
PF senior
Afgun is on a distinguished road
 
Posts: 4,329
Thanks: 10
Thanked 183 Times in 135 Posts
My Mood: Amused
Mentioned: 4 Post(s)
Tagged: 0 Thread(s)
Join Date: Sep 2011
Default ملریا/ - 04-18-2017, 12:53 PM

ملریا/ ابو حنظله بصیري اوریاخیل

ملریا يوه پرازيتي انتاني ناروغي ده چې د نړۍ په تودو او نيمه تودو سيمو کې ډېره خوره ده. په نړۍ کې هر کال نيژدې (٣٠٠ تر ٥٠٠) ميليونه انسانان په ملریا اخته کېږي، چې نيژدې (له ١،٥ تر ٣) ميليونه انسانان د ملریا د ناروغۍ له امله مړه کېږي د هغو له منځه يو ميليون کوچنيان دي چې عُمر یې تر پنځو کلو لږ دی. د دې ناروغۍ له امله لويه برخه ښکار شوي خلک، د افريقا په لويه وچه کې ماشومان او نوي ځوانان دي. ددې ناروغۍ علت د پروټوزون يو ډول پرازيت دی چې د پلازموډيم Plasmodium په نامه يادېږي. ددغې ناروغۍ ترټولو خطرناکه ډول د پلازموډيم فالسيپارم او د پلازموډيم وايوېکس له کبله پېښه شوې ملریا ده، خو ددغه پرازيت نور اړونده توکمونه لکه پلازموډيم اواله او پلازموډيم مالاريا هم انسانان په ناروغۍ اخته کوي.د پلازموډيم د توکمونو دغې ډلې ته چې انسانان په ناروغۍ اخته کوي، د مالاريا پرازيتونه وايي. دا پلازموډيم د يو ډول ښځينه غوماشې چې د انافېلس Anopheles په نامه يادېږي، هغه وخت انسانو ته ورځي. کله چې دغه غوماشه خلک وچيچي نو دا پرازيت د انسان وينې ته ورځي او په ډېر لږ وخت کې د وينې په سره حجراتوکې وده کوي چې پدې مهال ناروغ تبې کوي، د وينې د کمښت سره مخامخ کېږي، د يخ د احساس سره سره رېږدي، او په ژورو پېښو کې دا ناروغي د زکام د ناروغۍ ورته نښې هم ښکاره کوي چې ددغې ناروغۍ پرمختيون سره کوما او مړينه هم پېښېدلای شي. کله چې ملریا په گرمو هېوادونو کې ډېر ليدل کېږي لکه په افريقا، هندوستان، پاکستان، لاتين امريکا، جنوبي آسيا، شرقي اسيا او همداسې زمونږ په گران هېواد افغانستان کې د ملریا ناروغي شته.
ملریا ناروغي

د ملریا د ناروغۍ د لېږدېدنې مخنيوی او کمېدنه د ځينې روغتيايي تدابيرو په پلي کولو سره شونې ده. د پشه خانو د کارولو، په کور او د کور شاوخوا چاپېريال کې د غوماشوژونکو درملونو په پاشلو او د ولاړو اوبو ډنډونو په بهېدلو سره، کوم چې د ملریا د غوماشې د هگيو ځالې دي، د ملریا پېښې تر لويې کچې راټيټوي.
د ملریا د ناروغۍ لپاره تر اوسه پورې هېڅ کوم واکسين نشته. خو د دې هرڅه سره سره داسې دارودرمل شته چې ددغې ناروغۍ مخنيوی کوي او ددې لپاره چې د انتانيت د وېرې مخنيوی وکړي نو پکار ده چې په پرله پسې توگه همدا درمل وکارېږې. همدا د وقايوي درملو درملنه د ډېريو هغو خلکو لپاره چې د ملریا په سيمو کې اوسېږي ډېره گرانه ده. که څه هم چې د درملو په وړاندې مقاومت په عامه توگه ډېر پېښېږي خو د ملریا په سبب رامېنځ ته شوي انتاني ناروغي د ملریا ضد دارودرملو ،چې په دغو کې کلورکين يا پيريمېتياماين راځي، په کارولو سره يې درملنه کېږي. مرتب کونکی- د میدان وردگو د عامی روغتیا د ملاریا او لشمانیا د دپیارتمنت غری.


Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Reply With Quote
Reply

Tags
ملریا, ناروغۍ, سره, پلازموډيم, ناروغي

Thread Tools
Display Modes

Posting Rules
You may not post new threads
You may not post replies
You may not post attachments
You may not edit your posts

BB code is On
Smilies are On
[IMG] code is On
HTML code is Off




History of Pashtuns| Learn Pashto Online| Afghan Wiki| TheHujra.com| Pukhtoogle| Afghan MP3| Khyber.org| Pukhto.net| Tor_Khan's blog| Abdul Rahman Karim's blog| Voices of the Pashtun land| Pashto TV

Search Engine Optimisation provided by DragonByte SEO (Lite) - vBulletin Mods & Addons Copyright © 2017 DragonByte Technologies Ltd.
User Alert System provided by Advanced User Tagging v3.0.6 (Lite) - vBulletin Mods & Addons Copyright © 2017 DragonByte Technologies Ltd. Runs best on HiVelocity Hosting.
No part of this site may be copied without permission of the administration. The views, posts, opinions and threads expressed by members of the community here are not necessarily those of the staff and management of Pashtun Forums.