World's Largest Online Pashtun Community

Go Back   "Pull out your swords and slay anyone that says Pashtun and Afghan are not one! Arabs know this and so do Romans: Afghans are Pashtuns, Pashtuns are Afghans!" -Khushal Khattak > >
Reload this Page د وسپنې محتويات په ښځو كې د ستړيا او غمجنتو
User Tag List

Reply
 
Thread Tools Display Modes
(#1)
Old
Afgun Afgun is online now
PF senior
Afgun is on a distinguished road
 
Posts: 4,355
Thanks: 10
Thanked 183 Times in 135 Posts
My Mood: Amused
Mentioned: 4 Post(s)
Tagged: 0 Thread(s)
Join Date: Sep 2011
Default د وسپنې محتويات په ښځو كې د ستړيا او غمجنتو - 02-16-2017, 10:08 PM

د وسپنې محتويات په ښځو كې د ستړيا او غمجنتوب مخه نيسي/ جاويد اوربل

د وسپنې محتويات اكثره ښځو ته د ستړيا او غمجنتوب د لرې كولو له پاره ور كول كيږي خو دا هم ويل كيدل چې چندان تاثير نه كوي. په دې اړه نوي مالومات دا دي چې په ځينو ښځو كې دارنګه دوا كار ور كوي.
په دې اړه فرانسوي څيړونكو په يو سلو اته نوي حيض لرونكو ښځو څيړنه كړې چې عمرونه يې له اتلس كلنۍ څخه بيا تر دري پنځوس كلنۍ پورې ول ، دوى د غمجنتوب احساس كاوه خو نورې صحت مندې وې . دوى ټولو كې د فريټين * اندازه د ۵۰ مايكروګرامو في ليتر څخه كمه وه نو۸۰ مايګرو ګرام اوسپنه ور كول كيده. په كومو ښځو كې چې دا اندازه لږ يا هم نورمال وه ، هغو ته خالي ګولۍ وركول كيدې يعنې د هغې دوا په رنګ دوا وركول كيده چې په منځ كې يې دوا نه وه . په څيړنې كې د دوا شروع كيدو او ختم تر وخته د پوښتنو په مقايسه ډير تفاوت وليدل شو . وروسته له دوولسو هفتو، هغو چې د اوسپنې ګولۍ خوړلې د اووه څلويښت اعشاره اوه فيصده غمګينۍ يا ستړيا د كمښت خبره وكړه او هغوى چې يوازې د اوسپنې ګوليو ته ورته تشې ګولۍ خوړلې وې ، هغوى بيا د اته ويشت اعشاره اته فيصده د مشكل كميدو خبره وكړه. څيړونكو دا هم ومونده چې د وسپنې محتوياتو د سرو كروياتو په توليد كې زياتوالى راوست .
په يوې بلې څيړنې كې د جينوا د پوهنتون د نيورو ساينس د دوكتورا زده كوونكى پاول واكر وايي : كله چې يوه ميرمن د ستړيا يا هم خواشينۍ داسې احساس كوي چې سبب يې نه وي معلوم نو يو امكان دا كيداى شي چې د همدې ميرمنې د وجود اوسپنه كمه وي. دى زياتوي د اوسپنې د كمښت د پيدا كيدو يوازينۍ لاره د وينې معاينات كول دي چې معلومه شي چې ايا رښتيا هم كمخوني شته او كه نشته .
دا څيړنه څه وخت وړاندې د كاناډا د طبي سازمان په يوې مجلې كې خپره شوې ده .
يادونه : د وسپنې كمبود د فريټين د اندازې له معلومولو سره كيږي چې كه تر دولسو مايكرو ګرامو فې ليټر يې اندازه كمه شي نو دا مانا لري چې د وجود ذخيره شوې اوسپنه بيخې له منځه تللې ده .



Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Reply With Quote
Reply

Tags
ښځو, دوا, وسپنې, ستړيا, غمجنتوب

Thread Tools
Display Modes

Posting Rules
You may not post new threads
You may not post replies
You may not post attachments
You may not edit your posts

BB code is On
Smilies are On
[IMG] code is On
HTML code is Off




History of Pashtuns| Learn Pashto Online| Afghan Wiki| TheHujra.com| Pukhtoogle| Afghan MP3| Khyber.org| Pukhto.net| Tor_Khan's blog| Abdul Rahman Karim's blog| Voices of the Pashtun land| Pashto TV

Search Engine Optimisation provided by DragonByte SEO (Lite) - vBulletin Mods & Addons Copyright © 2017 DragonByte Technologies Ltd.
User Alert System provided by Advanced User Tagging v3.0.6 (Lite) - vBulletin Mods & Addons Copyright © 2017 DragonByte Technologies Ltd. Runs best on HiVelocity Hosting.
No part of this site may be copied without permission of the administration. The views, posts, opinions and threads expressed by members of the community here are not necessarily those of the staff and management of Pashtun Forums.