World's Largest Online Pashtun Community

Go Back   "Pull out your swords and slay anyone that says Pashtun and Afghan are not one! Arabs know this and so do Romans: Afghans are Pashtuns, Pashtuns are Afghans!" -Khushal Khattak > >
Reload this Page هغه خواړه چي تاسو ځوان ساتي
User Tag List

Reply
 
Thread Tools Display Modes
(#1)
Old
Afgun Afgun is offline
PF senior
Afgun is on a distinguished road
 
Posts: 4,471
Thanks: 10
Thanked 194 Times in 145 Posts
My Mood: Amused
Mentioned: 4 Post(s)
Tagged: 0 Thread(s)
Join Date: Sep 2011
Default هغه خواړه چي تاسو ځوان ساتي - 01-12-2016, 07:58 PM

هر انسان له ځوانۍ سره مینه لري او غواړي د اوږدې مودې لپاره ځوان پاته سي خو په ژوند کې داسي مرحله هم راځي چې انسان ورو ورو خپل ځواني او وړتیا له لاسه ورکوي. د دغه مرحلې پیل ستاسې په لاس کې دی. د ځینو خوړو له خوړلو سره د اوږدې مودې لپاره ځوان پاته کیدای سئ.


د عمر له نظره د ګټورو خوړو استعمال نه یوازې دا چې انسان له اضافي وزن څخه ژغوري بلکه ځیني خواړه کولای سي ستاسي د ویښتانو اوسنی رنګ، ستاسي د مخ ځلا او وړتیا د اوږدې مودې لپاره د زیاتیدونکي عمر له منفي اثراتو وژغوري.


دلته مو له ځینو هغو خوړو سره اشنا کو، چې په خپل ترکیب کي اسیدونو، منرالونو او ویټامینونو لري او په مرسته یې تاسې د اوږدې مودې لپاره ځوان ساتي.

۱- خټکی
خټکی خپل ترکیب کي په زیاته اندازه بیټا کیروټین او ویټامین اې لري چې نه یوازي دا چي د انسان د سر د حجراتو وده او نمو کنټرولوي بلکه د پوستکي ځلا هم زیاتوي.



۲- هندواڼه
د ګرمۍ په موسم کې د تندې له منځه وړونکې دغه میوه د لایکوپين په نوم موادو تر ټولو غوره منبع ده. لایکوپین نومي مواد په زیاته اندازه د اکسیډنټ ضد خاصیت لري او رومیانو او هندواڼې ته سور رنګ ورکوي. لایکوپین نومي مواد د انسان پوستکی د لمر د وړانګو له زیانونو ژغوري. د یوې څیړني پر بنسټ په هندواڼه کې د رومیانو په نسبت ۴۰ سلنه زیاته نباتي کیمیاوي مواد شتون لري، چې د پوستکي ځلا د اوږدې مودې لپاره ساتي.


۳- انار
دغه حیرانوونکې ګتي لروونکې میوه د اکسیډنټ ضد خواصو او مختلفو ویټامینونو یو له غوره منابعو څخه ده. دغه میوه پوستکی له ګونځو، وچوالي او نورو ناروغیو څخه ژغوري. د یوې څیړنې پر بنسټ په منځنی عمر کې د ویټامین استعمال د انسان پوستکی له ګونځو او وچوالي څخه ژغوري. له دې سربیره په انارو کې سته اینتوسیان نومي مواد پوستکي ته جذابیت وربخښي. همداراز په دغه میوه کي سته ایلجیک اسید ستاسي پوستکی د لمر د وړانګو له منفي اثراتو ژغوري.



۴- شنې پاڼې لروونکي سابه
ټول شنې پاڼې لروونکي سابه په زیاته اندازه کیروټین نومي مواد لري چې د پوستکي د حجرو ساتنې سره سره د پوستکی په لندبل ساتلو کي هم مرسته کوي. شنې پاڼې لروونکي سابه پوستکی د مختلفو ناروغیو له منفي اغیزو څخه هم ژغوري. له دې سربیره د وینې د فشار په کنټرول کي هم شنې پاڼي لروونکي سابه ډیر مهم ګڼل کیږي.


۵- مڼه
مڼه په خپل ترکیب کې زیات شمیر ویټامینونه او منرالونه لري چې پوستکی د لمر د وړانګو له زیانونو ژغوري. د یوې څیړنې پر بنسټ د مڼې استعمال په بدن کې د اوسپنې اندازه برابره ساتي چي په پایله کې د انسان ویښته ژر نه سپينیږي.


۶- هګۍ
د ګوتو نوکان له پروټین څخه جوړیږي نو له دې څخه معلومیږي چې د پروټین کموالی د انسان نوکان کمزوری کوي. هګۍ په خپل ترکیب کي په زیاته اندازه ویټامین بي کمپلیکس لري چې د بدن د پروټین د کمیدو مخه نیسي. له دې سربیره په هګیو کې سته پروټین د وینې لوړ فشار ټیټوي او د زړه د ناروغیو خطر له منځه وړي.


۸- قهوه (کافي)
هر سهار یو ګیلاس قهوه نه یوازي دا چي ستاسي ورځ په خوښۍ سره پیلوي بلکه په قهوه کي سته ګټور مواد ستاسې پوستکی له مختلفو تومورنو څخه ژغوري. د نوو څیړنو پر بنسټ د کافي زیات استعمال د پوستکي د خرابیدو مخه نیسي او د سرطان خطر کموي. همداراز په مخ کي د پیدا کیدوونکو ګونځو څخه هم مخنیوی کوي. (سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه)

------------------------------------
اضافه وېښتان او درملنه یې




تنکی قاري یوسف کالو
بیان- ځوانان او د طلاق حساس مسائل
تر ټولو ستر بخالت
ای خوري!
زکام او انفلونزا Common Cold and Flu
مرکه- د غیرمسلمانانو سره د مناظرې طریقې
حضرت سليمان علیه السلام او عابد
ترانه- فرش تراب یضمني وهو غطائي


د همدې برخي نور توکي


هغه خواړه چي تاسو ځوان ساتي

قومیت

د عمرې په اړه معلومات او مسایل

د انسانیت دعوه کونکي ! (قصه)

خاتمه په ایمان

د مؤمن او کافر د مرګ استقبال

زکام او انفلونزا Common Cold and Flu

د فحشاء د ډېرېدو یوه وجه

زلزله په اسلام او ساینس کي

د زده کړې لپاره منظم پلان

ځواني

د بدي خاتمې اسباب
ولی وشرمېږم ؟!

بیان الاسلام- ستره علمي موسوعه

د نیکمرغۍ د لاري دوه شرطونه

هغه مسلمانان چي دعاء يې ژر قبلیږي

تعلیم الاسلام راډيو د موبایل د لاري

تقوی
يو احساس

ټولو مسلمانانو ته عامه خبرتیا!
په ژورنالیزم کي د شمېرو کارونه

حیرانونکي معلومات

پر خپل ځان باور وکړه!

هراړخیز پښتو اسلامي معلومات

د الله ﷻ د خوشحالی یو عجیبه مثال
د يو ځوان د بدن څخه د مشکو خوشبويي!!




Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Reply With Quote
Reply

Tags
تاسو, ساتي, هغه, ځوان, چي

Thread Tools
Display Modes

Posting Rules
You may not post new threads
You may not post replies
You may not post attachments
You may not edit your posts

BB code is On
Smilies are On
[IMG] code is On
HTML code is Off




History of Pashtuns| Learn Pashto Online| Afghan Wiki| TheHujra.com| Pukhtoogle| Afghan MP3| Khyber.org| Pukhto.net| Tor_Khan's blog| Abdul Rahman Karim's blog| Voices of the Pashtun land| Pashto TV

Search Engine Optimisation provided by DragonByte SEO (Lite) - vBulletin Mods & Addons Copyright © 2017 DragonByte Technologies Ltd.
User Alert System provided by Advanced User Tagging v3.0.6 (Lite) - vBulletin Mods & Addons Copyright © 2017 DragonByte Technologies Ltd. Runs best on HiVelocity Hosting.
No part of this site may be copied without permission of the administration. The views, posts, opinions and threads expressed by members of the community here are not necessarily those of the staff and management of Pashtun Forums.