View Full Version : Roghtya/health


Nokia_Apridy
04-26-2010, 12:42 PM
ډیر لمر او لږ خوب انسان انتحار ته هڅوي

تاند – سویدني علماءو د یوې څیړنې له مخې چې د دنمارک په ګرین لنډ کې یې ترسره
کړې ده ، څرګنده کړې ده چې لږ خوب او ډیر لمر په ځوانانو کې خشونت زیاتوي.
عالمانو له نولس سوه اته شپیتم میلادي کال رانیولې تر دوه زره دوهم میلادي کلونو پورې دوره مطالعه کړې ده چې په دې مودې کې په ګرین لنډ کې یو شمیر ځوانانو په اوړي ځانونه وژلي دي.
د څیړنې له مخې په انتحار کوونکو کې دوه اتیا په سلو کې په اوړي کې وژلي دي او اکثر انتحار په خشونت ترسره شوی دی یا یې ځان ته اور ورته کړی ، یا یې ځان زندۍ کړی او یا یې هم له لوړو ودانیو ځان لاندې اچولی دی.
په ګرین لنډ کې د اپریل ، مې او د اګست په وروستیو کې لمر شپه او ورځ وي. د څیړنې له مخې ډیره رڼا په سیروتونین کې اختلال رامنځته کوي دا هغه کیمیاوي ماده ده چې په مزغو کې د انسان له خوي او عادت سره ارتباط لري.
د څیړنې له مخې په لوړو ځایونو کې د وړانګو اغیز تر ټیټو زیات وي

Nokia_Apridy
04-27-2010, 01:18 AM
که چا وویل چې ځان وژني نوخبره یې جدي وګڼئ
که چا درته وویل چې خودکشي کوي خبره یې هسي هوايي مه ګڼئ خو وارخطا کېږئ
هم مه،هڅه وکړئ چې په سړو اعصابودبېښې مخه ونیسئ .
له ځان وژنې څخه دهغه کس دراګرځولولپاره دا کارونه وکړئ :
۱ – یوازې یې مه پرېږدئ،داسې وسایل چې کېدای شي هغه ځان ورباندې ووژني لکه اوراخیستونکي مواد،چاقو،چاړه،دواوې اوهربل شی چې ممکن په وسیله یې یوڅوک ځان ووژلی شي ،ترې لېرې کړئ .
۲ – که بل څوک درسره وي یا ژریې خبرولی شي نو په موضوع یې سر ورخلاص کړئ اودا فکرمه کوئ چې تاسوپه یوازې سرکولی شي هغه له ځان وژنې راګرځولی شئ .که کولی شي امنیتي اورګانونه خبرکړي.
۳ – دارواپوهنې متخصص ډاکتر ته ووایاست چې مرسته درسره وکړي .
۴ – دمرستې درارسېدو په موده کې دهغه خبروته په غورغوږکښېږدئ.سترګو ته یې ګورئ،که ممکنه وي ورته نژدې کښېنئ اولاس یې په لاس کې ونیسئ او ورته داسې وښایاست چې دهغه خبرې په غور اورئ .
۵ – داسې پوښتنې ترې وکړئ چې له هغو څخه درته څرګنده شي چې هغه په څه ډول دځان وژلو لټه لري او ایا هغه دخودکشۍ لپاره منظم پروګرام لري ؟
۶ – هغه ته ووایاست چې مرسته به ورسره وکړي
۷ – اوکه یې دځان وژنې هڅه کړې وي فوراً دعاجلومرستوروغتون ته تېلفون وکړئ اوکېدای شي چې لا مړ نه وي

din
04-27-2010, 01:39 AM
salam deer deer ph zarh pori bhas ya mzmon dy they . nokia sahiba.

Nokia_Apridy
05-06-2010, 03:41 AM
سلامونه بيا د نن صبا نړے روښتيا د نوم نامه په هکه
سه ياي چي نوم اوزي نوم بے خايا کيګي او کنه ؟
Sallamona beya nan saba madical da Num pa haka sa yaye chay num hem ozey ya num bezaya kegey ao kna

Zari
05-06-2010, 12:32 PM
manana wrora

Nokia_Apridy
05-07-2010, 07:29 AM
Weiiiiiiiiiiii da mu Spelanu ..........topic nway khu da di kna

Nevel (num ) ba zaya kegey da nan saba medical sa waye ?

Nokia_Apridy
05-07-2010, 10:09 PM
له صحي اصولو سره برابر ژوند د بې وخته مرګ مخه نيسي
كه غواړې چې د عمر وروستي كلونه دې د سرطان او زړۀ له خطرناكو ناروغيو خوندي وي نو سر له اوسه لا د روغتيايي ژوند اصولو ته غاړه كېږده.
د انګلستان د ميډيكل ژورنال په وروستۍ ګڼه كې د يوې نوې څېړنې خپارۀ شوي نتايج ښيي چې كه يو څوك هره ورځ ورزش وكړي، له سيګرېټو ځان وساتي، صحي خواړۀ وخوري او د چاغوالي مخه ونيسي، نو تر وخت دمخه مړينې امكان به يې ډېر كم كړى وي.
كه چېرته پاسنو څلورو اصلونو ته پام وشي نو دا څېړنه ښيي چې د سرطان خطر به څلورڅلوېښت فيصده او د زړۀ ناروغۍ به دوه اويا فيصده كمې شي. دا څېړنه كه څۀ هم د ښځو په اړه تر سره شوې او دا ذكر شوې فيصدي هم له ښځو سره تعلق لري خو طبعا د نارينه وو په باره كې هم تر ډېره حده خبره همداسې ده.
د دې څېړنې د ډلې مشر ډاكتر روب وان ډام وايي چې په اوسنۍ سرګردانه زمانه كې به ځينو كسانو ته مشكله وي چې ذكر شوي څلور واړه اصول پوره مراعات كړي خو كه وغواړي نو يو څۀ خو يې مراعاتولاى شي.
دى وايي دا خو اسانه ده چې سره غوښه تر وسه وسه كمه وخورو او دهغو په ځاى حبوبات په خپل دسترخوان كې زيات كړو. دغه راز كه نور ورز ش ته وخت نلرو نو دا خو هر چاته ممكنه ده چې د كار او دفتر تر ځايه او يا تر دوكانونو پورې پلي لاړ شو. دغه راز له سګريټو د ځان ساتل هم د ښۀ صحت لپاره ضروري دي.
د روغتيا او اوږدۀ عمر په اړه دغه مطالعه څلرويشت كاله روانه وه. په دې موده كې د څلوردېرش او نهۀ پنځوس كلونو تر منځ اتيا زره ښځو څخه وخت په وخت پوښتنې شوې او د هغوى د ژوند طرز مطالعه شوى دى. له دوى څخه په هرو دوو كلونو كې د دوى د خوراك، جسمي فعاليت او ورزش او دغه راز له سګريټو او الكولو سره د رابطې او د دوى د ناروغيو او د بدن د وزن په اړه سوالونه شوي دي.
د دغو مطالعاتو په نتيجه كې معلومه شوې ده چې اتۀ ويشت فيصده بې وخته مرګونه له سګريټو سره تعلق لري او پنځۀ پنځوس فيصده مرګونه د سګريټو له لوګيو، د بدن له ډېر وزن، د جسمي فعاليت له ډېر كموالي او د خوړو له نامناسب نظام سره په شريكه، مربوط دي

Nokia_Apridy
05-29-2010, 03:15 AM
sallamona yo zal bya