View Full Version : ځينې ژانرونه وپېژنئ/ احسان الله پامير


din
10-04-2010, 12:37 AM
ځينې ژانرونه وپېژنئ/ احسان الله پامير
Sunday, 10.03.2010, 01:25pm (GMT)

@font-face { font-family: "Tahoma"; }p.MsoNormal, li.MsoNormal, div.MsoNormal { margin: 0in 0in 0.0001pt; font-size: 18pt; font-family: Tahoma; }div.Section1 { page: Section1; } http://t0.gstatic.com/images?q=tbn:ANd9GcQ0kecJC_HzdshnQclN4ezLBOE_CDMyR qfjTdLy6M-hYSYxFBI&t=1&usg=__rPhsmzKq6Mnvw8gSmPSyyPgVPCI=نثر
نثر په لغت کې پاشلو تیتیدلو او خورولو ته وایي او په اصطلاح کې هغه وینا ده چې دوزن او قافــــــــــــــــــیي له قید څخه خـــــــــالي او آزاد وي
په پښتوکې لومړی نثر دهاشم سرواني دسالو وږمه او دسلیمان ماکوتذکره الاولیا ده.

رومان
فرانسوي کلمه ده معنایې خیالي داســــــتانونه او دمیــنې محــبت کیسې په اصطلاح کې هغه داستان چې له ناول څخه اوږد وي دپیښــو دیوې سترې لړی تصویر په ادبي چوکاټ کې ځایوي.په پښتوکې لومړی رومـــان دآدم خان او درخانۍ دی چې صدرخان خټک په نظم لیکلی.

داستان
داستان په لغت کې ویل او بیانول دي په اصـطلاح کې داستان هغه کیسه ده چې بنسټ یې تخیل ،رومان ،او مافوق الطـــبیعت عناصرو باندې ولاړ دی دلنډې کیسې په نسبت دژوند اړخونه پکې مفصـل بیانیږي او دکیسو ترټولو لرغونی شکل دی .

ناول
ناول یوه ایټالوي کلمه ده په لغـــــــت کې نوي ،عجیبه ،او تازه څیز ته ویل کیږي او په اصطلاح کې هغه ژانر دی چې له لـنډې کیسې څخه لوی او له رومان څخه لنډ وي موضوع یې انسا ني ژوند وي په پښتوکې لومړی ناول (دوه سره مین وروڼه )محمد رفیق قانع لیــــــــکلی او لومړی ژباړلی ناول دویکتورهوګو (بیچاره ګان )دی چې عبدالـــــحی حبیبي د(بیوزلان )په نوم ژباړلی دی .




لنډه کیسه

دکیسو یو ډول دی ،دداسې یوله بله سره تړلیو عناصــــروڅخه جوړه شوې وي چې یودبل تراغیزې لاندې وي بې ضرورته خـــــبرې نه پکې ځاییږی
کرکټر ،تلوسه ،تجسس، تخیل دکیسې پایله او نتیجه پکې شامل وي په کوزه پښتونخواکې لومړی لنډه کیسه راحت الله راحت زاخیــــلي (شلیدلې پڼه )ده او په افغانستان کې لومړی عبدالحی حبیبي لیکلې.
ډرامه
۱ ډرامه دیالوګ او منالوګ ته وایـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ـــــــي .
۲ درامه دحقیقت نقل او دفطرت پیښــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ــــې دي.
۳ دیوناني ډراوڅخه اخستل شوې معنایې عمل کول دي اوپه اصطلاح کې ډرامه ژوندی کیسه ده چې ټول احســـــــاسات او جذبات پکې په حرکت او خوځیدوسره ترسره کیږي په پښــــتو کې لومړی ډرامه عبدالاکبرخان اکبر د(دری یتیمان )په نوم لیکلې ده

ادبي ټوټه
ادبپوهان ورته منثور شعر او نازک ادب هم وایـــــي شعري کیفیــــت لري ،حکایوي بڼه لري حقیقت او واقعـت په زړه پورې تـــــــشریح کوي چې دا حقیقت او واقعت په داسې رنګیـنو الفاظو کې نغښتی وي چې په احساس او عواطفو ژوره اغیزه کوي په پښتوکې لومړی ادبې ټوټه دراحت زاخیلي ده او په افغانستان کې لومړی عبدالـــحی حبیبي لیکلې ده .

ژباړه
دموضوع ایستل دیوې ژبې له چارچوبه او دبلې ژبې چارچوب ته اچـــولو ته ژباړه وایي یا دیوې ژبې نه بلې ژبې ته اړول ژباړه ده په پــــــــښتوکې لومړی ژباړه دهاشم سرواني ده .


ادبي راپورتاژ
په ادبي راپورتاژ کې د پیښې تعبیر اوتحلـــیل په ادبي اوهـــــنري ژبه کیږي دتخیل په ملتیاپه خوږه اوهنـري ژبه خلـــــــکوته وړاندې کیږي په پښتوکې لومړی عبدالهادي داوی په (ګلخانه )اثرکې لیکلې دي.
طنز
طنزپه لغت کې ناز ،کرشمه ،پیغور او مســـــــخره ته وایي او په اصطلاح کې هغه لیکنه چې دریشخند او تمسخرپه جامه کې نغـښتې وي طنز ورته وایي

سفرنامه
په سفرنامه کې تول هغه واقعـات او حــــــــــــــالات بیـــــــــــانیږي چې دلیکوال يا سفرکوونکي له خوانه لیدل شوي وي لومړنی شرط پکې ســــــفرکول دي .

آتوبیوګرافي
دخپل ژوند داحوال او واقعــــــــــاتو بیان ته ویل کیږي دځان په اړه شرحه اومعلومات لیکل آتوبیوګرافي ده .

بیګرافي لیکنه
دادمقاله لیکنې یو شکل دی دیو تن دزیږیدو څخـــه بیاترمرګه پورې ټولې پیښې او دده دژوند ټول مراحل اوداســـــــې نور په تفـــــصیل سره راوړل بیوګرافي لیکنه ده .

نظم
په لغت کې دمرغلروپییلوته وایي او په اصطلاح کې هغه لیکنه چې وزن اوقافیه ولري نظم بلل کیږي .



شعر
په ښکلې او آهنګینه ژبه دفکر او خیال عاطفي تړون ته شـــــــــــعروایي.

تکل
په انګلیسي کې ورته YASSE، په اوردوکې ورته انـــشا*ئیه او په پښتوکې ورته تکل وایي داسې لیکنه ده چې دلنډې کیــــسې ،داســـــــتان ،سیاسي او .....لیکنو څخه په توپیرپه خوږه اوپــسته ژبه لیکل کیږي لطافت پکې مهمه ځانګړتیاشمیرل کیږي قلندرمومند ورته هــــــــڅه نوم ورکړ او ولسي ادبي جرګې ورته تکل چې همدابیامشهورشو .لومـــــــړی تکل فرانسوي لیکوال میخایل ډیمونټین لیکلی دی او انګلیسي ته هم دفرانسوي نه تللی دی.

حکایت
په فارسې کې ورته حکایت او په پښتو کې ورته افسانه وایي په داسې شکل لیکل کیږي چې لوستونکی په ساده ګی ورباندې پوه شي نورپه افســــــــانه عنوان کې ښودل شوی.

افسانه
حکایت ،نکل اوسرګذشت هم ورته وایي او هغه کیسه ده چې په لوستونکي افسون یا جادو وکړي یا له حقیقته لرې کیسې ته وایي .


اسطوره
اسطوره هغه سپیڅلی روایت دی چې دځمکې ،کائناتو او انسان دجوړښت په اړه وي دتاریخ نه مخکې ارباب الاانواع او اتلان پکې تشریح کیږي.



taand.com
http://taand.com/templates/home/ProBlue_RTL/images/rating_1.gifhttp://taand.com/templates/home/ProBlue_RTL/images/rating_1.gifhttp://taand.com/templates/home/ProBlue_RTL/images/rating_1.gifhttp://taand.com/templates/home/ProBlue_RTL/images/rating_1.gifhttp://taand.com/templates/home/ProBlue_RTL/images/rating_0.gif