View Full Version : پښتنه پيغله ملاله


Feroz Afridi
04-20-2010, 03:44 AM
پيرزوئينې....Pukhtana paighla malala
د وطـــــــــــــــــــن د شائيسته پيغلې په نوم...په لرې وطنونه اباده



پښتنه پيغله ملاله
بې نظيره بې مثاله

په تيارو کښې بل مشاله
سوزيدلو کښې خوشحاله


مسيحا وي د غمجنو
مسيحا وي د بد حاله

د بې وسو په تندي پاس
د اميد د جبين خاله

د مئين د زړه په دشته
لکه پرخه پشکاله

ننداره د حسن ځارو
خائيسته بدري جماله


په بادونو د خزان کښې
د سپرلي د مستئ ټاله

خپلې خاورې لره فخر
خپلې ژبي لره سياله


چې زوال نه لري داسې
لازواله با کماله

خدائي ورکړي چې سيرت دے
خپل پردي دي ترې خوشحاله


د پښتون حسن په عشق کښې
فيروز هم په کښې ليواله

Son of Mountains
04-20-2010, 03:52 AM
Owww great poem....but unfortunately my vocabulary is low....i could not get a few words

Feroz Afridi
04-20-2010, 05:10 AM
koshish waka inshallah pe poha ba shey.
gani pa komo totoo che na pohegey nu agha mention kra za ba ye maana darwaleekam.
manana