View Full Version : په افغانستان كې دمسيحيت جګړه !


Maiwand
09-20-2010, 05:35 PM
په افغانستان كې دمسيحيت جګړه !


دحيرانتياځاى دادى چې په افغانستان كې دروان يرغل اواشغال بنسټ ايښودونكي اوپرمخ بيوونكي په جاراووازكومي نارې وهي چې ددوى دغه يرغل اوجګړه ديني اوصليبي ده اوددې په خاطريې شروع كړي چې مسيحي روح اواروا پرې خوښي اوسكون احساس كړي ، خوپه افغانستان كې ددوى اجيران اوډالري لاسپوڅي بياهڅه كوي ترڅودډالرودهضمولواودخلكوسترګوته دخاوروشيندلوپه نيت دغې جګړې اويرغل ته بل رنګ اوشكل وركړي ، اووایې چې امريكا، برتانيااو غربي نړۍ ، افغانستان ته ددې لپاره عسكرراليږلي چې دوى دافغانانوله غمه سخت مړه وو، ډيره مينه يې ورسره لرله اولري يې ترڅودلته ديمكراسي راشي ، سركونه ، پلونه ، كورونه اوښونځى ورته جوړ اومثالي امن راولي
د برتانيې د پخواني لومړي وزير ټوني بلير يو نژدې مرستيال ويلي چې بلير ځکه د افغانستان او عراق په جګړه کې برخه واخيسته چې ''باور يې درلود چې داداسلام اومسلمانانوپرخلاف دمسيحيت د جنګ'' برخه اوپرمخ بيول يې ديني امروو.
جان برټن John Burton چې د ۲۴ کلونو لپاره بلير د انتخاباتي کمپاين رسمي استازی پاتې شوی ويلي چې مسيحي عقايدو د بلير په لويو پرېکړو کې رول درلود او وروستۍ جګړې يې دده په عقيده دباطل او شر په ضد د مسيحيت مبارزه بلله.
برټن وايي: د بلير مسيحي عقيده له هغه څخه قطعاً نه بېلېده. او د هغه باور دا و چې په عراق،افغانستان ، کوسووا او سيراليون کې د برتانيې ښکېلتيا د مسيحي جګړې يوه برخه وه.
ډيلي ټيليګراف په خپله تبصره کې ليکلي چې دا اعترافات به د بلير د منتقدينو شکونه نور هم زيات کړي چې له پيل څخه په دې ګمان وو چې د بلير او امريکايي پخواني ولسمشر بوش عقائد له يو بل سره ډېر ورته دي. بوش څو ځلې د افغانستان او عراق جګړې ته د 'صليبي جنګ' اصطلاح کارولې ده چې په اسلامي نړۍ کې يې په پراخه توګه امريکايی جګړې ته د اسلام پر ضد د مسيحيت جګړه وبلل شوه.
بوش هم همدا ډول ويلي و چې په اسلامي هېوادونو کې د ده جګړه مقدسه ! اوپه ديني اساساتوبناده چې دا جګړه ترسره کړي.
د برټن دا خبرې يوه اوونۍ وروسته له هغه راڅرګندېږي چې د امريکا د پخواني دفاع وزير ډونالډ رمسفيلډ د عراق د جګړې هغه راپور په رسنيو کې خپور شو چې د جګړې د پرمختياوو لپاره يې د انجيل اياتونه کارولي وو.
اوس مونږ دسياف اورباني په ژبه دكابل داسلامي جمهوريت له متصدينو، پارلمان اوهغونه چې ددغه نظام اوخارجي يرغل كلكه حمايه كوي اودقانوني كيدوهيله يې هم لري ، پوښتنه كوو، چې تاسې په خپله دعوااودريځ كې رښتياګوى ياست كه بوش ، بليراورمسفيلډ، هغوى خوپرته له كوم ابهام په صريحوالفاظووايي چې په افغانستان كې روانه جګړه صليبي ده اودكاميابى لپاره يې هروروځ دامريكااوبرتانياپه ټولوكليساووكې ورته دعاكوي اوهم دغه لامل دى چې هم عام ولسي افغانان له يوې مخې وژنی، هم يې دديني اقداروسپكاوى كوی، دتالاشيوپروخت دافغانانوپه جونګړوكې دقرانكريم نسخې پاڼه پاڼه اوپرې خيږی،جوماتونوته سپي وردننه كوی اوپه پيغمبرصلى الله عليه وسلم پسې داستهزاكارټونونه چاپوی
ولې تاسې كابل ګوډاګيان وايي چې نه داجګړه دسولې اوامن دراوستولپاره ده اوخارجي عسكرسوله ساتي دي اودغه تيرې بيرې هسې تيروتنې دي اوپه اشتباه يې حمل كوى!!
خوښكاري بوش ، بليراورمسفيلډپه خپلې دعوې كې كاږه اودوكه وركونكي ندي ، چې ووایې په افغانستان كې دمسيحيت لپاره نه جنګيږي اوجكړه يې صليبي نده ، خوتاسې ډالري ، درباريان ،ځينې قلموال او دجهاد له نامه استفاده جويان له شك پرته دروغجن اوافغان مجاهدولس ته دخپلوشخصي ګټولپاره دوكه اوفريب وركوى اوله هغه رښتينې اسلامي نظام نه سخت په ويره اوهيبت كې ياست چې دصليبي لښكروله ماتې اوشكست ورسته به ارومرويو داسې په عدل اوانصاف برابر اسلامي عدالت منځته راځي چې داسلام ، هيواداوملي ارزښتونوپه ساتلوسره به ستاسي شخصی ګټی له خطر سره مخامخ کیږي دافغانستان اسلامی امارت یوځل بیا مشوره درکوی اوهیله درنه کوي چی نورنو داسلام اووطن په خاطرله حق اوحقیقت نه سترګی مه پټوئ اوپه دی تاریخي اوحساس پړاوکې دکفراوشغال دملاتړپرځای دخپل مجاهدولس په خواکې دمجاهدینو نصرت وکړئ اوکه نه نوهغه ورځ لیری نه ده چی یر غلګرکفاربه دالله تعالی په نصرت اودقهرمان ملت دمټوپه برکت تښتي اوګوډاګیان به یې لکه دکمونیزم ترماتی وروسته افغانی کمونسټان سرټیټی اووارختاپاته کیږی ، انشاالله تعالى