View Full Version : د سائل صېب شاعري


Yousafzai Pakhtun
04-16-2010, 01:28 AM
د بڼ په چينه ناسته يې لونګ په تار کښې بنړے
چې ستړے ستړے سترګې کړې راپورته زړۀ مې سکنړے

غنچې د ګلاب څۀ کړم ګېډۍ راوړه د غانټولو
زۀ نۀ يم د بنګلے فقير، راجا يم د جونګړے

چې مونږ پکښې د مينې پټ پټوڼي نۀ وي کړي
په هغه مازيګر سندرې نۀ وائي چرچنړے

زمونږه جنتونه دي زمونږ د غرونو غاړې
جانان او زۀ راوړو ترې په جولو جولو کرکنړے

بې ځايه په ماشوم زړۀ ستم مۀ کوه جانانه
چا وېستے له خوږ سترګو د جانان د ياد خسنړے

سندرې د سپرلي واورم په پولو په پټو کښې
شړشم چې چرته ووينم رايادې شي ستا سنړے

چې ستا سترګو کښې اوسم زۀ به څنګه ښکلے نۀ يم
لعلونه شي چې ستا لاس ته راورسي مشکنړے

ستا سوري ته مودې وشوې در ونۀ رسېدمه
هر څو کۀ مې د زړۀ په دشت کښې ونه د چندڼ يې

مونږ دواړه غريبان څومره غنيان کړو خپلې مينې
زۀ ستا د کور چنار يم تۀ مې سروه د انګڼ يې

سائل ستا مئين دے خو د دې مطلب دا نۀ دے
چې تۀ به ئې په دې مېدان کښې بل څۀ بل څۀ ګنړے

Yousafzai Pakhtun
04-16-2010, 01:31 AM
هېرې مې نۀ کړې خدائے زده ولې ستا پاګلې سترګې
ستا لېونۍ غزالې سترګې ستا غزلې سترګې

پټې دې داسې کړې چې لا ډکې ټوپکې دې کړې
داسې دې ولې ډکې ډکې تورولې سترګې؟

لکه چې ستا لېونۍ سترګې ستا په وس کښې نۀ وې
زما د واکه خو به هم اخر وتلې سترګې

په شبنم لوند ګلاب ئې بويه کۀ سيالي وکړي نن
نن ئې په سرو اوښکو کښې ډوبې خندېدلې سترګې

لکه د سرو ګلو باران، کوي لمبې د خمار
چې په سالو ئې پاکولې ورېدلې سترګې

مونږ کۀ د زړونو په انګڼ کښې سپوږمۍ نۀ لرلې
خو مونږ د ستورو په انګڼ کښې بلولې سترګې

عشق مې کوو د پښتو رسم مو هم نۀ ماتوو
مونږه د لرې نه په سترګو ښکلولې سترګې

ما چې کوم بوټي ته کتلي اور ئې هم اخستې
ما دي د داسې انتظار په اور سېزلې سترګې

چاپېره الوځي د رنګ او د رڼا پلوشې
دي بې قراره په محفل کښې د چا ښکلې سترګې

لکه پښتو چې ئې د مينې د ايمان برخه ده
حالات بدل شو خو سائل نۀ کړې بدلې سترګې

Yousafzai Pakhtun
04-16-2010, 01:44 AM
د خوښولو ډېره ډېره مننه وروره
خوشحاله وسے

Yousafzai Pakhtun
04-17-2010, 01:38 AM
خال ته تور مۀ وايئ ښکلا ده پکښې
داغ مې په زړۀ شو اوس رڼا ده پکښې

د جانان زلفو ته به ځان رسوم
ما اورېدلي چې بلا ده پکښې

ما وې د شونډو دې بوسه اخلمه
وېل ئې دا څۀ کوې، ګناه ده پکښې

خدايه وار وکړه دنيا مۀ ورانوه
زما سر توره پښتونخوا ده پکښې

زۀ د تسبو نه مخالف نۀ يمه
خبره دا ده چې ريا ده پکښې

خبرې کړي سترګې ئې پورته نۀ کړې
چې راته نۀ ګوري څۀ غلا ده پکښې

اوس به دعا هغې محلت ته کوو
کړې ما نن د زړۀ سودا ده پکښې


سائله نن ګوره محفل د جانان
يو خوا خندا بل خوا ژړا ده پکښې

Nokia_Apridy
04-17-2010, 01:46 AM
Pa Zra Puray Shayre da Sayel saib shayre Dar khwandwara da

Yousafzia mannnnnnnn rora da khukule sherunu tapalo da para

Sarbaz Khan
04-17-2010, 01:59 AM
deera khondawara shaery da.

Yousafzai Pakhtun
04-21-2010, 02:14 AM
der khondawara nur hum post ka


لکه د اوښکې زړه ژور نه لري
داسې موجونه سمندر نه لري

تا به په خپل تصویر کې څوک ځایوي؟
دلته خو څوک داسې هنر نه لري

په څومره خلکو کې تنها وي سړی
چې زړه لري او د زړه سر نه لري

په خوله خو اوس هم خلک مینې کوي
په شونډو پاړ په زړه پرهر نه لري

مازدیګری په زړه د ننه ژاړي
پېغلې منګی لري ګودر نه لري

ستا د خبرو د منطق نه لوګی
وزن بلا لري ، باور نه لري

قیصه زما د مستقبل سائله
چې شپه لري څنګ به سحر نه لري

Yousafzai Pakhtun
08-06-2010, 01:14 AM
د ګل ښائست د ګل خندا د ګل وږمې غواړي
زما ارمان د دې دپاره ګلستان جوړوي
مسته ځواني غواړي، سرور غواړي، رڼا غواړي
زما ارمان د دې دپاره يو جهان جوړوي

په دې يقين چې ګلستان وي د ژوندون ګلستان
په دې يقين چې وي جهان د خوږې مينې جهان

په دې يقين د ګلو کر په جهنم کښې کوي
په دې يقين خواري په غر کښې هم په سم کښې کوي
زما ارمان خو هسې تل په ټول جهان ورېږي
پخپل وطن خو د تورو اوښکو باران ورېږي
په هر بې وس په هر بې دست مجبور انسان ورېږي
لکه د ځان په هر زخمي زخمي ارمان ورېږي

زما ارمان کۀ ډېر ساده دے خو ناشونې څۀ دي؟
نيمه دنيا عملاً په دغه ټال زانګي
(د لمبو په سېوري نه ماخوذ)