View Full Version : د ولايتي شل اوريزه لوبو مهال وېش


din
09-04-2010, 05:03 AM
larawbar.com (http://larawbar.com/)
د ولايتي شل اوريزه لوبو مهال وېش
د افغانستان کرکټ بورډ د هېواد د ۲۴ ولايتونو ترمنځ د راتلونکي شل اوريزې سيالۍ د لوبو مهال ويش په لاندې ډول دي.
دا سيالي د سپټمبر په ۲۵ نېټه د کابل په لوبغالي کي د ۲۴ ولايتونو د لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي چي په ۸ ګروپونو ويشل شوي دي. کرکټ بورډ پتيلي چي د پخوانيو سياليو په نسبت به دا سيالي لا معياري وي نو په همدې موخه يې د هر څه په اړه قوانين ټاکلي دي. همدا راز کرکټ بورډ د کابل په لوبغالي کي د لوبغالي د سموني او نورو اسانتياو په رامنځ ته کولو کار د يوې نيمي مياشتې څخه روان کړي دي.
هره ورځ به دوه لوبې تر سره کيږي، لومړۍ لوبه به د سهار په ۹ بجو او دويم لوبه به د ماپښين په ۱:۳۰ بجه پيل کيږي.
کرکټ بورډ تخنيکي مسؤلينو لوبډلو ته د قوانينو يو اوږد ليست ورلېږلي چي بايد د لوبو په مهال يې پلي کړي. په دې قوانينو کي دا هم شامل دي چي که چېرته د لوبډلو نمرې مساوي وي نو د منډو د اوسط له مخې به بل پړاو ته بريالۍ لوبډله معلومېږي. که د سيالۍ کميسيون ته ګيلې ورورسېږي او يا سرغړونې وويني نو دا کميسيون پوره واک لري چي پلټه وکړي او تاديبي اقدامات پلي کړي.
د افغانستان کرکټ بورډ ټول مسؤلين اوس په دې کار کوي چي لوبې د کرکټ مينوالو او هيوادوالو د کرکټ د معيارونو پر بنسټ وړاندې کړي او ټول مينوال ترې خوند واخلي. د دې لپاره د کرکټ بورډ د رسنيو څانګې د ټولو رسنيو لپاره د اداره کولو او د کرکټ د وياندوۍ قوانين وضعه کړي، هره رسنۍ کولاي شي چي د کرکټ بورډ د قوانينو د سيورې لاندې دغه شل اوريزه سياليو په اړه د کابل د لوبغالي څخه د سياليو په اړه معلومات خپاره کړي. خو د يو ولايت دوه يو ډول رسنۍ نسي کولاي چي په يو خت کي ټولې لوبې په ژوندۍ بڼه خپرې کړي. ړ بيلګې په ډول کچېرې په ننګرهار کي د ننګرهار رادبو وغواړي ټولې لوبې په ژوندۍ بڼه د خپل ولايت د کرکټ مينوالو ته وړاندې کوي نو د ننګرهار بله راديو حق نلري چي په يو وخت کي په ژوندۍ بڼه خپرونه وکړي.
کرکت بورډ د دې شل اوريزو ولايتي سياليو لپاره خپل په کرکټ پوه وياندويان هغې انځوريزې رسنۍ ته ورپيژني کومه چي دا سيالي په ژوندۍ بڼه د کرکټ مينوالو ته وړاندې کوي. دا د دې لپاره چي په ژوندۍ لوبه ليدونکو ته صحيح او اړينې تبصرې وړاندې کړي.
کرکټ بورډ د دې سياليو لپاره د کابل په لوبغالي کي د دوه زره (۲۰۰۰)څخه تر شپږ زرو(۶۰۰۰) سيل کونکو ته د ناستې ځايونه په پام کي لري، د لومړي ځل لپاره به د کابل په لوبغالي کي د لوبې حال د معلوماتو په تخته ( سکور بورډ) ليکل کيږي، د چمن په شينوالي هم ډير کار شوي چي د پخوا په نسبت به پکي لوبه خوندوره ښکاري او که لوبغاړي د توپ پسې وغورزي نو د ټپي کيدو امکان به يې کم وي. د رسنيو د خبريالانو لپاره هم ځاي يا د رسنيو بکس ځانګړي شوي دي.
د لومړي ځل لپاره د کابل په لوبغالي کي د لوبغاړو لپاره د ناستې ځايونه( پيولين) ځانګړي شوي، د لوبې په وخت کي د دواړو لوبډلو احتياطي لوبغاړي او اداري مسؤولين پکي ناست وي.
د افغانستان کرکټ بورډ د دې شل اوريزو سياليو لپاره ښه پياوړي امنيتي تدابير هم نيولي، کرکټ بورډ د ۵۰ څخه زيات امنيتي مسؤلين د دې سياليو لپاره په پام کي لري، د سياليو مخکي به دغې ۵۰ امنيتي مسؤلينو ته په کابل کي يوې خصوصي امنيتي شرکت د دوي روزنه په غاړه اخستي چي د سياليو مخکي به روزل کيږي.
د افغانستان کرکټ بورډ د دې لوبو د نزدې څخه د ليدولو د خرڅلاو ټيکټونه هم جوړ کړي دي. په دې سياليو کي به کرکټ بورډ د کرکت مينوالو ته دا چانس ورکوي چي لوبه کوم ځاي کي وګوري.
د شل اوريزو ولايتي سياليو د ټکټونو نرخ پاڼه:
ټيکټونه افغان کرکټ بورد ادارې د دې لوبو لپاره درې ډوله ټکټونو په پام نيولي
) NORMAL او دريم VIPدويم VVIP(لومړي
: ۵۰۰ افغانۍVVIP
: ۲۰۰ افغانۍVIP
: ۵۰ افغانۍNORMAL
د لومړۍ کچي د ټکټ بيه ۵۰۰ افغانۍ ده، دا د ناستې ځاي په دويم منزل يا په لوبغالي کي د کوټو په سر د ۵۰ تنو لپاره جوړيږي.
د دويمې کچي ټکټ بيه ۲۰۰ افغانۍ ده، د دويمې کچي د ناستې ځاي د لوبغالي په نزدې شا او خوا کي دننه په پام کي نيول شوي دي.
د دريمې کچي د ټکټ بيه ۵۰ افغانۍ ده. د ناستې ځاې د لوبغالي بيرون ورته په پام کي نيول شوي چي خاورو يوه غونډۍ به ورته جوړيږي، کرکټ په پلان کي لرل چي دسياليو د پيل تر وخته پرې چمن شين کړي خو دا کار شوني نه دي نو پريکړه يې وکړه د غونډۍ په سر به سوري او ناستې لپاره به د ناستې د ټغرونو څخه کار اخلي.
کرکټ بورډ ولې د دې سياليو د ليدلو لپاره په ټکټونو پيسې اخلي؟
کرکټ بورډ د افغانستان د کرکټ د پرمختګ او ودې لپاره کافي بوديجې ته اړتيا لري، کرکټ بورډ په دوو کلنو کي د افغانستان په مختلفو ولايتونو کي د ۴ لوبغالو جوړول په پلان کي لري نو همدا ښه لاره ده چي د کرکټ مينوال يې د ټکټ په بيه ملا وتړي.
د افغانستان کرکت بورډ د کرکټ د مينوالو د دندې د ماتولو لپاره په لوبغالي له زړه له کومې کار د يوې مياشتې پيل کړي او هيله لري چي دغه سيالۍ به هيوادل ښه بدرګه کړي او تنده به يې پرې خړوبه شي.
کرکټ بورډ د هيڅ يو چا څخه هم خپله مالي لګښتونه نه پټوي او په دې اړه هر چاته د شفافيت راوستولو په موخه د پلټنې ايجازه ورکوي.
کرکټ بورډ پرېکړه کړي چي په دې سياليو کي د ټکټونو له لارې هر څومره پيسې په لاس ورشي نو په يو ولايت کي به پرې سمدسې د لوبغالي په جوړولو کار پيل کوي، او کچېرې د لوبغالي د جوړولو لپاره کافي نه وي د کرکټ د خزانې څخه به وسره دومر پيسې يوځاي کوي چي يو ولايت کي پرې د لوبې کولو مناسب لوبغالي جوړ شي.
лллллهمدا راز داسيالۍ به د شمشاد تلويزيون لخوا په ژوندۍ بڼه د کرکټ مينوالو ته په هيواد کي دننه او له هيواده بهر وړاندې کيږي.лллл
دغه ولايتي شل اوريزي سيالۍ د اتصالاتو مخابراتي شرکټ او د سپريم نړيوال لوجستکي شرکت سپانسر کړي.
ګروپونه:
ګروپ لوبډلې
الف ګروپ پکتيا، پروان او زابل
ب ګروپ کندوز، پنجشير او کاپيسا
ج ګروپ لوګر،غزني او بلخ
د ګروپ خوست، بغلان او هلمند
ه ګروپ ننګرهار، بدخشان او نورستان
و ګروپ کونړ، پکتيکا او هرات
ز ګروپ کندهار، لغمان او جوزجان
ح ګروپ کابل، وردګ او دريم لوبډله
يادونه: ( د ح ګروپ د درېمې لوبډلې لپاره غور، دايکندي، باميان او د کوچيانو لوبډلې به په خپل منځ کي لوبې کوي. هرې يوې چي په خپلو کي ډېرې لوبې وګټلې هغه به په راروانو شل اوريزو ولايتي سياليو کي د ګډون چانس تر لاسه کوي.)
لوبډله نېټه وخت ګروپ

1. Zabul vs Parwan 25th Sep 2010 01:00pm
1. Paktia vs Zabul 26th Sep 2010 09:00am
1. Panjshir vs Kunduz 26th Sep 2010 01:00pm B Group
1. Kapisa vs Panjshir 27th Sep 2010 09:00am
1. Kapisa vs Kunduz 27th Sep 2010 01:00pm
1. Ghazni vs Logar 28th Sep 2010 09:00am C Group
1. Logar vs Balkh 28th Sep 2010 01:00pm
1. Balkh vs Ghazni 29th Sep 2010 09:00am
1. Baghlan vs Khost 29th Sep 2010 01:00pm D Group
1. Khost vs Hilmand 30th Sep 2010 09:00am
1. Hilmand vs Baghlan 30th Sep 2010 01:00pm
1. Badakhshan vs Nangarhar 31st Sep 2010 09:00am E Group
1. Nangarhar vs Noristan 31st Sep 2010 01:00pm
1. Noristan vs Badakhshan 01st Oct 2010 09:00am
1. Heart vs Kunar 01st Oct 2010 01:00pm F Group
1. Kunar vs Paktika 02nd Oct 2010 09:00am
1. Paktika vs Herat 02nd Oct 2010 01:00pm
1. Laghman vs Kandahar 03rd Oct 2010 09:00am G Group
1. Jozjan vs Laghman 03rd Oct 2010 01:00pm
1. Kandahar vs Jozjan 04th Oct 2010 09:00am
1. Wardag vs Kabul 04th Oct 2010 09:00am H Group
1. TBC vs Wardag 05th Oct 2010 01:00pm
1. Kabul vs TBC 05th Oct 2010 09:00am
د لوبو مهال ويش:
1. Parwan vs Paktia 25th Sep 2010 09:00am A Group
د منځلوبې، نيمه پايلوبې او پايلوبې مهال ويش:

A Group C Group 06th Oct 2010
B Group D Group 06th Oct 2010
E Group G Group 07th Oct 2010
F Group H Group 07th Oct 2010
First Semi Final 08th Oct 2010
Second Semi Final 08th Oct 2010
Final 09th Oct 2010
Group vs Group Date
د شل اوريزو ولايتي سياليو لپاره ټاکل شوي لوبڅاران
زراب شاه ۴ حامد اغا ۳ عزت الله کونړي ۲ احمدشاه پکتين ۱

نورو معلوماتو لپاره په دې شمېره له موږ سره اړيکي ټينګې کړئ: ۰۰۹۳۷۸۹۰۶۷۷۲۹

د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنيو څانګه

afg.cricket.media@gmail.com
acb.media@afghancricket.af
د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنيو څانګه