View Full Version : افغانستان

samoon salarzai
08-02-2010, 03:30 AM
د افغانستان تاريخي نومونه او د افغان د كلمي لرغونتوب
د انسان تاريخ په دوو برخو ويشل کېږي.

لومړۍ قبل التاريخ دوره: چې د انسان د پيدايش نه شروع کېږي تر ٣٣٠٠ ق م پورې يعنې د خط تر ايجاد پورې انسان په دي دوره كي په ډیر ساده ګی او طبعی توګه ژوند کاوه.

دوهم تاريخي دوره: د ٣٣٠٠ ق م يعنې د خط د ايجاد نه چې د دجلې او فرات تر منځ ايجادېږي ، تر ننه پورې دوام کوي چې په دې دوره کې د انسان ژوند د مختلفو مرحلو نه تېرېږي او ننني پړاؤ ته رارسېږي.

د افغانستان مختلف نومونه

په نړۍ کې د ډېرو ملتونو او انساني ټولنو نومونو تغير کړى چې افغانستان هم په دغه هېوادونو کې راځي.

دا هېواد يو وخت د آريانا، کله بيا د کابل او کابلستان او يا کافو په نامه او کله هم د خرسان او په پاى کې د افغانستان په نامه ياد شوى دى.

آريانا
:
د افغانستان لومړۍ نوم آريانا دى. مشهور مؤرخ ويلسن H.H.Wilson ليکي چې په پخوانيو وختونو کې افغانستان د هغه ځمکو څخه عبارت ؤ چې د هند او فارس تر منځ پرته وه، پخوانيو يونانيانو ورته اريانا Ariana په پخواني فارس کې وته ايريا Airya يا ايريانا Airyana په سانسکرت کې ورته اريا Ariya يا Varsha او په زند کې د ارياويجو Eriveejo په نامه ياد شوى. دا کلمه او د اريا Arya کلمه د سانسکرت نه اخيستل شوې.

د اريا معنا:
اريا د لوړ، د قدر وړ او ښاغلي په معنا راغلې او اريانا د لوړو خلکو ځاى و. يونانيانو يوازې دسکندر او يا د هغه نه لږ وروسته دا کلمه افغانستان ته استعمال کړې.

د اريانان قدامت:
اريانا نوم د ١٠٠٠کال قبل الميلاد نه تر ٥٠٠ ميلادي پورې استعماليده.

د اريايانو د ژوند شرايط:
د اريايانو ژوند په زراعت ولاړ ؤ، پرمختللي خلک وو. کلاګانو يې برجونه درلودل او په برجونو بيراغونه رپيدل چې د دوى د دبدبې نماينده ګي يې کوله.

د اريانا پراخوالى:
باختر، اريا، طوس، نيشاپور، کرمان، قندهار، بلوچستان، پکتيا، خوست، سند، کابل او پيښور په کې شامل وو.
کابل،کافو اوکابلستان:

د کابل نوم:
کابل د کافو او کابلستان په نامه هم ياد شوى. يوناني ليکوالو د کوفي Kophi يا کوفس Khoapes او کوا Koa په نامه ثبت کړى. فارسيانو او ارستو د د Khoaspes په نامه ليکلى. چينايي زيارت کونکي هيون تسانګ د Kaofa په نامه ثبت کړى. د کابل نوم لومړۍ د کابل درياب ته استعماليدو وروسته د کابل او کابلستان په نامه د څو قبل الميلاد او څو ميلادي پيړيو کې په غرب کې د باميانو او قندهار نه نيولې په جنوب کې د بولان تر کوتله وسعت پيدا کړ.

ويل کېږي د کابل نوم د Yuchi ياتخاري د پنځه قبيلو نه د يوې قبيلې نوم دى ، کله چې په ٣ قبل الميلاد پيړۍ کې هغوی کابل ونيو، نو دا نوم يې پرې کيښود

يوناني ليکوالو د Artospana يعنې لوړ محل په نامه ياد کړى چې په سانسکرت کې ورته Urddastana کلمه استعمال شوې چې عينې معنا لري.

په ٢ ميلادي پيړۍ کې بطليموس د Kabura په نامه د پاراپاميزاديانو Parapamisdae په نامه ياد کړ.

په کابل کې مشهور حکومتونه:

په کابل کې مشهور حکومتونه د کابل شاهانو او کوشانيانو حکومتونه دي. په ٧ ميلادي پېړۍ کې اوپيان د کاپيسا مرکز شو، کابل ترک اهل شو، کله چې اوپيان د چنګيزيانوپه لاس وران شودیر شهرت یی پیدا کړ، کابل ترک وهل شوبېرته مرکز وټاکل شو، کله چې په ١٧٧٧ م کال کی کابل د درانیومرکز وټاکل شو، د امپراطورۍ مرکز شو.

خرسان:
معنی یی : خراسان د لمر ختلو په معنا دى. د دويمې عيسوي پيړۍ نه دا نوم شروع کېږي، په پنځمې پيړۍ کې ډېر شهرت پيدا کوي.
په خاص مفهوم:
د افغانستان دوه درې شمال غربي ولايتونه په کې شامل وو.

په عام مفهوم: ټوله اريانا يا ټول طبيعي افغانستان د نيشاپور نه تر هنداو د مروې او بخارا نه نیولی د بلوچستان ترپايه د هند تر بحره . په خاص سرد لښکر کی مفهوم اوس هم د پخواني خراسان دوه شمال غربي ولايتونه(طوس او نيشاپور) د خراسان په نامه ياديږي.

الفنستن د افغانستان په حکومت کې د انګليس نماينده په ١٨٠٩ کال کې ليکي. يوازېنی نوم چې د هغه هېواد (افغانستان) اوسيدونکو د ټول هېواد له پاره استعمالولو خراسان ؤ چې بيا د ١٨ پيړۍ په نيمايي کې د افغانستان کلمې د خراسان ځاى ونيو.

افغانستان:

موقعيت يې: اکثره مؤرخين په دې عقيده دي چې په پخوانيو وختونو کې افغانستان هغه سيمې ته ويل کېدل چې د هلمند او سند د درياب ترمنځ پرته وه، په خاصه توګه د سليمان د غرو سيمه د افغانستان په نامه ياديده، لکه څنګه چې خراسان لومړۍ د وړوکي ساحې نوم ؤ بيا لويږي ټوله اريانا احتوا کوي، افغانستان هم اول وړوکي منطقه وه چې بيا د ټول اريانا او خراسان ځاى نيسي.

تاريخچه يې:

ځينې فکر کوي چې د افغانستان نوم ځوان دى او د احمدشاه بابا د وخت نه شروع کېږي، خو داسې نه ده، اوږده سابقه لري.

ښاغلي غبار ليکي:
چې د ميلاد په لومړيو پيړيو کې د (کوشانيانو) په وخت کې پښتانه د بودايي مذهب خواته واوښتل او د جنوب په لورېر يې حرکت شروع کړو چې د نوي مذهب د متحدينو سره يوځاى شي نو پخواني متحدينو يې چې زردشتيان وو يعنې اشکانيانو او ساسانيانو د( اوغان) په نامه ياد کړل.

همدارنګه غبار ليک:
د عتيق معروف په قول ليکي چې د افغان په کلمه په ٦ پيړۍ کې هغه چا ته استعمال شوې چې د سليمان په غرو کې اوسيدل.

ښاغلى کاکړ صيب ليکي: د افغان کلمه د سانسکرت د Asva- Ghana د دوو کلمو نه مشتقه ده چې لومړۍ د اسپ او دويم د سوار کونکي په معنا ده يعنې اسپ سواران.

ښاغلى حبيبي ليکي چې د ساساني پاچا لومړۍ شاهيور په کتيبه کې چې په ٢٦٠ ميلادي او ٢٧٣ ميلادي کلونو کې په پارسي او يوناني ژبې ليکل شوي په هغې کې ګونديفرا ابګان کلمه شته چې مؤرخين دغه ابګان همدغه د نن ورځې افغان بولي. ويل کېږي د دريم شاهپور په(٣٠٩-٣٧٩) په لقب کې هم د اپه ګان کله لېدل کېږي.

دهندي منجم بريهت سميت Brihat Samhita په نامه ياديږي(٥٠٥-٥٨٧) چې د شپږمې په اوايلو کې د ورانهاميرا Varanhamira له خوا ليکل شوې د اواګانه Avagana ذکر دوه ځلې کړى چې مؤرخين دغه د اواګانه کلمه همدا د نن ورځې افغان بولي.

چينايي زيارت کونکى هيون تسنګ په ٦٤٤ م کال کې د سليمان د غرو اوسيدونکو ته د اپوکين O Po kin کلمه استعمال کړې يا فه سين Fa Hain دغه لفظ په ٤٠٠ م پيړۍ کې لوهې(اوه) په نامه ياد کړى.

په اسلامي دوره کې په حدود العالم کې چې په ٩٨٢ م کې ليکل شوى د افغان ذکر په همدغه ننني شکل په کې شوى.

ښاغلى حبيب الله تږى دهرات دتاريخ نامې(٧١٨-٧٢١) په حواله چې سيفى هروي ليکلې، ليکي: چې داسې ښکاري چې په ١٤ ميلادي پيړۍ کې د افغانستان غير پښتانه خلکو ته هم د افغان کلمه استعماليده.

د افغانستان واکدار ملک شاهنشاه په قول ليکي: افغانان سخت بې پروا، غله، خوني، فتنه انګيز او ميړني خلک دي په تېره بيا دا کردان چې څما په خدمت کې دی چی هر یو یی د رستم داستان او سام نريمان سره ډغرې وهي او راپرزوي....

ښاغلى تږى ليکلي چې د ١٩ پيړۍ د اوايلو نه را په دې خوا اکثره غربي ليکوالو او مستشرقينو د افغان کلمه په خاص او عام معنا استعمال کړې په خاص معنا د پښتون سره مترادفه بللې او په عام مفهوم يې په مکرر او متواتر ډول د افغانستان د اتباعو په معنا استعمال کړې.

افغانستان:

لکه څنګه چې خلک فکر کوي د افغانستان نوم دومره ځوان نه دى. لومړي ځل د هرات په تاريخ(١٣١٨-١٣٢) د افغانستان ذکر شوى. په ١٦ مه پيړۍ کې د زمچي اسفزاري او ملفوظات تيموري کې هم د افغانستان ذکر شوى. د بابر شاه په ليکنو کې هم د افغانستان ذکر شوى، خو په دې ټولو ليکنو کې افغانستان د هلمند د سيند ترمنځ سيمې ته استعمال شوى دى، خو د احمدشاه بابا په وخت کې افغانستان د ټولې اريانا او خراسان ځاى ونيو. نو د تاريخي سندونو له مخې افغانستان تقريبا ٧٠٠ کاله د احمدشاه بابا نه وړاندې هم موجود ؤ خو ساحه کله لوى ، کله وړه شوې لکه څنګه چې خراسان اول د محدودې ساحې نوم ؤ بيا د ټول اريانا ځاى ونيو، همداسې افغانستان اول د محدودې ساحې نوم ؤ چې بيا د ټولې اريانا او خراسان ځاى نيسي او احمدشاه بابا د ١٨ پيړۍ په اخير نيمايي کې ددې هېواد نوم رسما افغانستان کيښود.

پراخوالى:
د انګليسي مؤرخ استورات الفنتستن په قول چې د افغاني امپراطورۍ سرحدات چې يو وخت تر ١٦ درجو طول البلد پورې پراخوالى درلود په دقيقه توګه ټاکل مشکل کار دى خو په شرق کې د سرهند نه نيولې چې د ډهلي په ١٥٠ ميلۍ کې پروت دى په غرب کې تر مشهده پورې چې حزر درياب نه په همدې فاصله کې پروت دى او پلنوالى يې د امو د درياب نه نيولې په جنوب کې د فارس تر خليج پورې رسيدو

د افغاني امپراطورۍ سقوط:
د احمدشاه بابا ده لوى امپراطوري د ١٨٠٣ کال نه را په دې خوا وار په وار د احمدشاه بابا د لمسيانو او بيا د محمدزيو وروڼو د خپل منځي اختلافاتو په وجه وړه شوې.

د افغانستان د امپراطورۍ د تدريجي زوال شروع:
د افغانستان شمال غربي ولايت خراسان د شامحمود ابدالي په وخت کې د ايران د قاجاري دولت په لاس کې ولويد. د اټک کلا په ١٨١٢ م د ملتان ولايت په ١٨١٨ او د کشمير ولايت په ١٨١٩ م کې د پنجاب سکانو ونيو. ډيره غازي خان او ډيره اسماعيل خان په ١٨٢١ او پيښور په ١٨٢٢ نه تر ١٨٧٦ انګليس ونيو او مروه په ١٨٨٤ م تزاري روسې ونيوه. د فوشنج تر کوژکه ، کورمه او لنډې کوتل د ١٨٧٨ کال کې د ګندمک د تړون په وسيله د افغانستان نه جلا شوې.

سوات، باجوړ، وزير، مسعود، داوړ، چاغۍ او د چمن سيمې د ١٩٩٣ کال کې د ډيورنډ د کرښې په وسيله د افغانستان نه جلا شوې. پنجده په ١٨٨٥ م کال کې د تزاري روسې په لاس کې ولويده او سيستان په ١٨٧٢ م کې د انګليسي هيئت په حکم ايران ته پريښودل شو. په دی ترتيب د احمدشاه بابا لويه امپراطوري د سدوزيو او محمد زيو مشرانو د کورنيو جګړو اومخالفتونو په وجه له منځه ولاړه.

د موجوده افغانستان پراخوالى: اوسنې افغانستان ٦٥٠ زره کيلو متره مربع دى . د افغانستان شمال پوله ١٨٨٨ کيلو متره اوږده ده ، ختيځ او جنوب سرحد پاکستان سره ٢٠٠٠ کيلو متره دى، د چين سره زموږ شريکه پوله ٨٥ کيلومتره دى او د ايران سره زموږ ګډ سرحد ( ) کيلومتره دى

د تاريخ او جغرافيې اثر د يو هېواد په جوړښت کې:
ښاغلى حبيبي صاحب ليکي چې د افغانستان په وجود او افغاني ملت په تشکيل کې علاوه پر سياسي، اجتماعي او اقتصادي عواملو د تاريخ او جغرافيې اثر هم ډير مهم دى.

همدارنګه ښاغلى حبيبي صاحب زياتوي چې په افغانستان کې د اسلام نه وړاندې هم قوي دولتونه وو او د اسلام نه وروسته هم قوي دولتونه منځ ته راغلل.

ښاغلى حبيبي وايې چې د مغلو د سقوط نه وروسته د طاهريانو، سامانيانو، غزنويانو او غوريانو د اقتدار او سياسي تشکيلاتو باقي مانده ولې بيا راژوندى شوې او د افغانستان اوسنى دولت يې د تاريخ د قديم جريان په حکم وزيږاوه چې د څو زرونو کلونو يو تاريخي واقعيت بيا راژوندى شو.

ښاغلى حبيب الله رفيع د افغانستان پيژندنې کتاب په سريزه کې د ملي تاريخ په هکله ليکي: " د کوم ملت ځوانان چې د خپل تاريخ نه بې خبره وي، هغوى د خپل ملي هويت نه بې خبره وي او څوک چې د خپل ملي هويت نه بې خبره وي، هغوى خپلې ملي ګټې نه شي پېژندلى او خپل ملي مرام ته نه شي رسيدلى"

همدارنګه د نړۍ ډير مؤرخين اوجغرفيه ليکونکي د ملت او مليت په جوړولو کې د تاريخ او جغرافيې نقش ډير مهم بولي نو څنګه چې د افغان او افغانستان کلمې چې زموږ د ملې تاريخ يوه برخه او زموږ ملي هويت تشکيلوي بايد ولولو او ځان پرې پوى کړو[/COLOR][/SIZE]

samoon salarzai
08-02-2010, 03:31 AM
څو چې دا ځمکه آسمان وي
څو چې دا جهان ودان وي
څو چې پاتې يو افغان وي
تل به دا افغانستان وي

Millatpal Noorzai
08-03-2010, 12:03 AM
سالارزئ صاحب ډیره مننه ددی ګټورو معلوماتو ده شریکولو څخه

IamDZJ
08-03-2010, 12:06 AM

همدارنګه د نړۍ ډير مؤرخين اوجغرفيه ليکونکي د ملت او مليت په جوړولو کې د تاريخ او جغرافيې نقش ډير مهم بولي نو څنګه چې د افغان او افغانستان کلمې چې زموږ د ملې تاريخ يوه برخه او زموږ ملي هويت تشکيلوي بايد ولولو او ځان پرې پوى کړو

samoon salarzai
08-04-2010, 09:57 AM
Narany Manana dh zahro jama..