View Full Version : Britain invites Afghans to vote in Brtish polls.


khyaal
04-11-2010, 03:30 PM
له افغانانو غوښتل شوي چې د برتانيا په ټاکنو کې برخه واخلي

http://www.bbc.co.uk/worldservice/assets/images/2010/04/08/100408110626_vote_466x262_nocredit.jpg



د برتانيا رايه ورکاروئ ، په نامه اداره وايي دوى غواړي چې په نړۍ کې ديموکراسي وغوړيږي .

دوى وايي که خلک رايه ورکړي او خلک خپل نظر وکاروي نو سياستوال خپل پريکړې هغسې کولى شي چې ولس يې ورڅخه غواړي
د دغې ټولنې يوۀ غړي جيمز سدرې د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل نړۍ اوس يوه ده ، د يوۀ هيواد سياسي تگلارې پر بل هيواد اغيز کولى شي .
دى زياتوي په همدې دليل بايد موږ د انتخاباتو په باب له سره فکر وکړو، د برتانيا ټاکنې د نړۍ پر ميليونونو نورو وگړو اغيز کوي .
جگړه ، چاپيريال ، سوداگري او مرستې هغه برخې دي چې ټول وگړي اغيزمنوي خو دا انصاف نه دى چې نور خلک دې د دغو مسايلو په باب په پريکړو کې برخه ونه لري .

دا ټولنه وايي دوى په زرگونو داسې برتانويان لري چې په برتانيا کې د رايې ورکولو حق لري خو غواړي چې خپل دغه حق په افغانستان ، بنگله ديش او گانا غوندې هيوادونو کې خلکو ته ورکړي .
افغانان کولى شي چې د ايس ايم ايس او تيلې فون يا ايميل له لارې د برتانيا په درو گوندونو کې يوۀ ته رايه ورکړي .
برتانوي ټولنه به د دوى نظر هغو برتانويانو ته ورکوي چې عملآ رايه ورکوي او په حقيقت کې به د افغانانو له نظر سره سم د دوى رايه د برتانيا د راتلونکي حکومت په ټاکلو کې ونډه ولري .
څرنگه رايه ورکولى شئ


افغانان کولى شي چې د اپريل تر ٣٠ مې نېټې چې د ثور يا غويي د مياشتې لسمه نېټه کيږي خپلې رايې وکاروي .
په همدغه نېټه دا ټولنه په کابل کې يو دفتر پرانيزي په هغه دفتر کې مخامخ افغانان خپله رايه ورکولى شي.
او که څوک دفتر ته نه شي تللى نو بيا کولى شي چې په هغه ورځ په دې شميره تيلې فون وکړي او خپل نوم ، د ښار نوم او د برتانيا د هغه گوند نوم ورکړي چې دوى غواړي رايه ورکړي
په افغانستان کې د تيلې فون شميره ده : ٠٧٩٢٥٣٦١٤٥٥
د دوى د ويبپاڼې پته دا ده :
www.useaukvote.org/questions (http://www.useaukvote.org/questions)
په برتانيا کې درې مخکښه گوندونه . د کارگر ، محافظه کارو او ليبرال ديموکرات گوندونه دي پر افغانستان او نورو مسايلو د دوى د تگلارو ليدو ته کيڼ لاسته درکړل شوې وېبپاڼې وگورئ .


http://www.bbc.co.uk/pashto/world/2010/04/100408_vote_in_uk.shtml (http://www.bbc.co.uk/pashto/world/2010/04/100408_vote_in_uk.shtml)