View Full Version : په قبائيلي سيمو کښې د امن په نوم لوبه


Feroz Afridi
04-11-2010, 01:23 AM
ماورا عدالت وژنه
په قبائيلي سيمو کښې د امن په نوم لوبه

لکه څنګه چې د وران کارو،شرخوښو ،دهشت ګردو،او د حکومتي رټ نه مننوکو نفرت او انتقامي چارې د حکومت او حکومتي چارواکو خلاف د يو خوفناکې اژدهې په څير د يو وحشت او دهشت تاثر خور کړي دے .هم دغه شان عام اولس د عسکري چارواکو د عملياتو له کبله ډير په ويره ترحه کښې کله په يو ځائي کښې پټ او کله بل ځائي ته په منډو بوخت سرګردان او ګنګس شوي دي.

خبره اوس د مذهب او دين د راوستلو نه ډيره مخکښې تللې ده او نه څوک د شرخوښو په زور تپلې خبره منلو ته تيار دي. اوس د حکومتي چارواکو او شرخوښو تر منځ د ذاتي او انتقامي جنګ روانه قيصه روانه ده.خو د سنډاګانو په دې پررزونو کښي په عام اولس ډيره بده ورځ راغلې ده.

هغه خلک چې حکومت خدائي زده د څه د پاره راپاڅولي وو ،هر کله چې د قابو نه اووتل نو هغوئي اوس د حکومت د پاره د يو ناسور شکل اختيار کړے دے.
د هغوئي سنهبالولو د پاره حکومتي چارواکي د وچو سره د لوندو سيزلو په عمل لګيا دے،چې په وجه ئې د عام غريب اولس ژوند په اور کښې ااچولے شوې دے.

انسان وژنه،او وران کاري، هغه که د شرخوښو له اړخه وي او که د چارواکو له اړاخه د غندنې وړ ده.

په کومو غلطو کارونو ،لکه انسان وژنې (د يو مسلمان د حلالولو کوم قبيح او سفاک عمل )ځان وژونکي بريدونو ،اغوا ، سکولونه ،هسپتالونو ،پلونو ،يا د نورو ودانو په بمونو ورانولو په سبب د عام اولس په زړونو کښې د دې عمل کونکو خلکو په زړونو کښې د ناخوښئ او نفرت جذبه په شدت سره راوچته کړه .او دا کارونه ئې د اولس او خاورې په ضد وګڼل.

عام اولس په دې قائل شو
چې د حکومتي رټ ساتلو د پاره عسکري عمليات ضروري دي.خو له بده مرغه کوم غلط قدمونه چې د ورانکارو له اړخه راوچت شوي وو هم په هغه شکل اوس د حکومتي چارواکو له اړخه هم اوچتيږي

مثلا،په کورونو بې وجې چاپې وهل، نر ښځې ماشومان وهل ټکول او زورول،بيا د هغوئي نيول او نامعلوم مقام ته د دوئي وړل،ميډيا ته د عام اولس خلک خوول چې پکښې د سکول طالبعلمان هم شامل دي .
دغه شان که په لاره کښې چرته د حکومتي چارواکو په ضد بمي بريد وشي نو بيا په عام خلکو ګولئ ورول او وژل او بيا هرکله چې حکومتي چارواکو ته څه زيان ورسي نو په بند کښې ورسره بنديان شر خوښي بې له محاکمې وژل او په ميډيا کښې د هغوئي انکاونټر وژل خوول،د سکول د طالبعلمانو د امتحاني مرکزونو ته نه پريخول او په هغوئي ګولئ ورولو دغو عملياتو په عام اولس ډير بده اغيزه خوره کړې ده.

اوس عام اولس دا فکر کوي چې د حکومتي چارواکو او شرخوښو تر منځه فرق څه پاتې شوے دے؟

بعض ځائيونو کښې خو دا هم ليدلي شوي دي چې د څه کاروائي د پاره حکومت په حکومتي ودانو کښي بمي چادنې کړي دي او بيا په هغه ځائي کښې د کلين اپ اپريشن جواز ئي پيدا کړې دے.

په دغه اپريشنونو کښې چې د پښتون اولس،نر ښځو کومه بې عزتئ کيږي او د هغوئي مالونه وړل کيږي او يا سوزول کيږي هغه د چا نه پټ پناه نه دي.
د خوف او يرې له کبله خلک خپل مالونه د حکومتي چارواکو نه نه شې غوښتلې ځکه چې خبره د سر راشي نو مال ورکولو ته غاړه ايخول ورته اسانه لاره بريخي.

د خواشينئ خبره دا دے چې ميډيا چې خلک ئې ځان ته ازاده او خو مختاره ګڼي دغه اپريشن زده ځائيونو ته نه شي تللے.که چرته د هغه ځائي رپورټر کوم رپورټ ليکي نو د عسکري ميډيا سيل يا ځکومتي سرکاري رسنئو خبر خپروي.

په پېښور کښې يو اخبار يا د اخبار رپورټر دا جرائت نشي کولې چې حقيقي خبر خپور کري ګني انجام به ئې د تيرو وژل شوو ژورنالستانو په څير وي کوم چې اوس په ابدي خوب ويده دي.او دا معلومول هيڅ ګران نه دي چې خدائي بخلي شرخوښو وژلي وو که بل چا؟

زه يو محب وطن او د دنيا په مخ د امن ليدلو يو ارزومند دا سوال کوم چې په وطن کښې د نفرتونو خورولو په ځائي د محبت بوټئ نالول ډير ضروري دي ګني چې د محبت د بوټو سيوري ورک شي نو بيا د نفرت په ګرمه صحره کښې د ژوند کول او نه کول يوه معني لري.

زه خپل مضمون زما د يو نظم په اخري بند ختمول غواړم.


بيا به داسې قانون څه وي ؟
چې انصاف ئې سياسي وي
چې په نوم خو حکومت وي
خو د بل چا غلامي وي
هرطرف ته خود غرضي وي
په هر خوا نفسانفسي وي
او عوام پکښې خصي وي
بيا به داسې په مونږ کيږي
څوک نه څوک خو به باغي وي
که طالب وي که ملا وي
که د کلي څو ځلمي وي
خامخا په داسې حال کښي
بيا بريدونه ځان مرګي وي