View Full Version : pexawar quarterly pashto magazin


Feroz Afridi
07-30-2010, 05:20 AM
د پېښور مجله ان لائين


http://www.destaar.com/hujra/viewtopic.php?t=1679 (http://www.destaar.com/hujra/viewtopic.php?t=1679)


اداريه


اداريه

پېښور يوه ډېره ښکلې وادى ده چې ګېرچاپېره د دگ نه د مختلفو غرونو سلسلگ دى. او په منځ کښې دا وادى يو ځانګړے تاريخى حېثيت لرى. پېښور د ټةلې پښتون خوا مرکز دے بلکه چې زړۀ ورته اووايُو نو بده به نۀ وى. په پېښور کښې لوگ لوگ دفترې سيکرټريټ، ګورنر هاؤس، وزيراعلٰى هاؤس او غټې غټې يونيورسټيانې او نةر ډېر څۀ په نظر راځى. ښکلى ښکلى باغونه او د سېل ځايونه لرى.
د نةرو سيمو سره سره پېښور هم ډېرو ستونځو سره مخ دے بلکه د دغه نةرو سيمو د را پېښو ستونځة بوج هم په پېښور بار شوے دے. خو دلته د ادغام خبره وه او کېس عدالت کښې وو چې د پښتة اکېډېمۍ او پښتة څانګې ادغام دې اوشى او بل اړخ ته د سټے خبره هم وه. نو ښائى چې اووايُو چې زمونږ ادارگ د ادغام په لړ کښې د اخبارى بيان په شمول په علمى بنياد مرسته ملګرتيا واضحه کړې وه. خو خبره تر دگ رااورسېده چې يو کال په عدالتى چکرو تېر شو چې په بدله کښې ئې پښتة ژبې او ادب د ترقۍ او ترويج ته زيان اورسېدو او دا هم اوشوه چې عدالت هم د ادغام فېصله درسته اوګرځوله. خو د تېرې يوگ مياشتې نه اوس هم د دگ مظلومې ادارگ په حق کښې هغه فکر اونۀ شو کوم چې دگ لپاره پکار دے.
کارونه خو هسې هم په ټپه ولاړ وُو او د سټے آواز نةر هم په ټپه کړل. د سټے څۀ مطلب دے چې آيا د وړاندې نه راروان کارونه دې هم په ټپه اودريږى که نه هغه کارونه دې روان وى، نوى دې څۀ نۀ کېږى. په دگ به د قانون ماهران ښۀ پوهېږى. کېده کېده چې آخر هم عدالت د پښتة اکېډېمۍ او پښتة څانګې ادغام درست اوګرځولو. ولې افسوس هر څۀ څنګه چې وُو هغسې دى. هيڅ بدلون رانۀ غلو. خالى نوم ئې بدل شو. بل خوا ته د پښتة اکېډېمۍ په خوا کښې د پښتون کلچرل ميوزيم په نوم يو عمارت اودرولے شو. چې بېخى پښتون کلچر سره په ضد ښکارى. سېوا ئې د غر د دغه کاڼو نه نةر هيڅ هم پښتون کلچر ترې نۀ څاڅى. بلکه دپاسه ګنبت نه خو ئې څۀ بل څۀ بل څۀ څاڅى. خدائے زده دا ماډل چا ډيزائن کړے دے او چا خوښ کړے دے، نةر تفصيل به ئې په ځائے پرېږدو.
مونږ محترم پروفېسر ډاکټر عظمت حيات خليل صېب ته خواست کوو چې د دگ سنټر د ترقۍ دپاره ګړندى ګامونه پورته کړى چې د درس و تدريس سره د تحقيق کارونه نۀ يواځې روان شى بلکه د مولانا عبدالقادر صېب خوبونو ته عملى جامه په ورواغوندوى.


اداره

Feroz Afridi
07-30-2010, 05:21 AM
تبــصـــــره

له : ډاکټر هدايت الله نعيم

کتاب : ٫٫ روښانى ادبيات ،،

دکتاب ژبه : رُوسى
مؤلف : عبدالرحيم منانوف
د چاپ کال : ٢٠٠٦ء
ځائے : تاشکند ، جمهوريۀ ، ازبکستان
شائع کونکى : پبلشنګ هاوس ٫٫ فان ،، تاشکند

لکه چې د کتاب د عنوان نه څرګنده ده د کتاب موضوع ٫٫ روښانى ادبيات ،، ده ـ ٫٫ روښانى ،، نسبت دے د پير روښان سره او دغه عنوان لاندې د هغو اديبانو و شاعرانو او د هغوى د ليکونو ذکر راځى چې پير روښان بايزيد انصارى سره يا د هغه تصوفى عقيدگ سره ئې نسبت او تعلق لرلو ـ کتاب د نهو(٩) بابونو سره، سره يو مفصل پېښ لفظ يا مقدمه ، اختتاميه ، او د تحقيق د اصولو سره سم، ياداښتونه هم لرى ـ
غالباً دا د ښاغلى منانوف د پى ايچ ډى د تهيسس موضوع وه چې کال ١٩٩٦ء کښې ئې پرې ډګرى اخستې وه ـ او بيا په کال ٢٠٠٦ء کښې د تاشکند نه د کتاب په صورت کښې چاپ شو ـ د کتاب ، کتابنامه دا ښايى چې د چاپ کولو په غرض ليکوال دا مطالعه پشپړه کړې ده او د چاپ تر وخته چې څۀ متعلقه مواد شائع شوى او لاس ته ورغلى دى هغه ئې په کښې ورځائے کړى دى ـ
د موضوع د غوښتنو سره سم ليکوال په اول باب کښې د موضوع او د موضوع د مرکزى کردار بايزيد انصارى يعنې پير روښان په ډېره منظمه طريقه پېژندګلو وړاندې کړې ده ـ دويم باب کښې ئې په شپاړسمه صدى عيسوى کښې د پښتة ادبياتو څهره او دغه لړ کښې خصوصاً د ٫٫ خيرالبيان ،، په حواله د بايزيدروښان او ددۀ د دور په ادبى سير خبرې کړې دى ـ دريم باب کښې د روښانى فکر او رنګ د درگ دېرشو ليکوالو / شاعرانو ادبى تذکرگ وړاندې کړے شوى دى ـ په دېو کښې ارزانى خوېشکى ، واصل روښانى مرزا خان انصارى ، على محمد مخلص ، دولت لواڼے او کريمداد روښانے خاص حيثيت لرى ـ او ښاغلى منانوف ئې د ليک په وخت حق ادا کړے دے ـ څلورم باب کښې ئې د روښان او روښانى ډلې په تصوفى عقيده يعنې وحدت الوجود متعلقه فلسفه او ټةل اِلٰهيات بيان کړى دى ـ بيان ئې ددغه موضوع د لطيف او باريک بحث په شان پېچلے او عسير الفهم نۀ دے بلکه روان او ساده دے او شائد ددگ وجه ئې د متعلقه بحث مطالعه وى ـ پينځم او شپږم بابونه ئې د يو باب دوه برخې ښکارى ـ ولې چې د محطوياتو ئې مواد هم يو دى او بيان ئې هم د يو نوعيت دے ـ دغو بابونو کښې ئې د روښانى شاعرانو معاشرياتى افکار برڅيرن کړى دى او اخوند بابا او دغسې د نةرو هم عصرو علماؤ په رويه ليکلى اشعار ئې راټةل کړى او تشريح کړى دى ـ ددۀ په دگ بحث د افغانستان د ليکوالو او روښانى فکر علاقه مندانو د ليکونو رنګ ډېر جوت دے ـ او ګمان پرې کېږى لکه چې کوم افغانستانى ليکوال ليکلے وى ـ اووم باب کښې ښاغلى منانوف د روښانى شاعرانو په شعرى اصنافو خبره کړې ده او دا د کتاب هغه برخه ده چې د موضوع سره جوخته علاقه لرى ـ ښاغلى محقق او ليکوال ددگ باب ليک سره هم انصاف کړے دے او روښانى شاعران ئې د خپلو شعرى اصنافوپه آئينه کښې په خپلو مناسبومناصبو اودرولى دى ـ اتم باب ئې د روښانى شاعرۍ د عروضى اړخونو د څېړنې او کتنې سره تعلق لرى او ددغه شاعرۍ ټةل کوائف د مطالعگ لاندې نيسى ـ نهم يعنې آخرى باب کښې د بابرى و مغلى دور د شپاړسمې نه تر اتلسمې صدۍ عيسوى پورې ، د اخوند درويزه بابا او د هغۀ د وارثانو پېرويانو د هغو مذهبى و تصوفى ادبياتو ذکر او شرحه کړې ده کوم چې د روښانى فکر او کار په خلاف مينځ ته راغلى وُو ـ دا هغه ادبيات دى چې نۀ يواځې بايزيد انصارى ئې د ورکېدلو نه بچ کړے دے بلکه پښتة ژبې او ادب ته ئې هم يوه غټه خزانه بخښلې ده ـ
ولې دغه ټةل ادبى کار او زيار نۀ نسلى دے او نۀ سياسى ، بلکه دا ٫٫تحريک،، مسجد و ممبر نه پورته شوے او په خانقاه و خلوت خانه کښې روزېدلے دے او کله چې د خلقو تر مينځه د تنازغگ او خون خرابگ باعث شو نو د حکومتِ وخت مقامى ذمه دارانو د علاقگ د نةرو متعلقه خلقو په مدد او خپل زةر اوچقولو ـ رښتيا خبره دا ده چې ښاغلى منانوف دغه بحث د خپلو افغانستانى ملګرو له خوا لاس ته ورغلو معلوماتو ، کوم چې فقط تشريحى او تاويلى حيثيت لرى او بنيادى معلومات نۀ دى ، په رڼا کښې پير روښان نه لوگ هيرو جةړ کړے دے او ورته ئې د پښتنة د مشرتابۀ پټکے ورپسر کړے دے ـ خو حقائق ، حقائق وى ـ مونږ دپاره د پښتنة د مزاج په باب له معلومات کافى دى ـ او دا منو چې پښتانۀ په دغه موقع هم دوه ډلې شوى وو ـ خو دلته ددگ عمل په شا دينى او يا تصوفى جذبه وه ـ د ملى افتخار يا نسلى ډله بندۍ څۀ وجه او سياسى تحريک نۀ وو ـ
په هر حال د ښاغلى منانوف تحقيق د ستائنې وړ دے ـ خو که کومه تصوير کښى يا رسامى چې هغۀ کړې ده بائد د هغه اړخونه ئې هم روښانه کړے وے او په دغه لحاظ بائد هغۀ هغه ذکر هم په وضاحت سره کړے وے چې پير روښان ته ٫٫پير تاريک ،، ولې وئيلے شوے وو ؟ داسې به ددغو دوؤ نابغه هستة تر مينځه د اصلى تنازعگ نوعيت او په دغه حواله د پښتنة رويه د يوې سوچه مطالعگ په صورت کښې لاس ته راغلې وه ـ
زۀ دا نۀ وايم چې ښاغلى منانوف د تحقيق دپاره دا موضوع ولې يا د کومو عواملو تر مخې غوره کړې وه ؟ ولې چې دا د هر چا د خپل مزاج او خپلې خوښې کار دے ـ خو يو حقيقت مونږ په دغه قسمه سوال کولو مجبوروى چې د پښتة د ادب دغه برخه د ژبې له پلوه نسبتاً ګرانه ده او ښاغلے منانوف که هر څةمره عالم دے خو غيراهل زبان دے ـ بله دا چې دا تنازعه د پښتة د جبلى او نسلى خوى په وجه او دينى رنګ لرلو په سوب دومره خوةره وره شوه چې ګېر چاپېره ډېر حدونه ئې رالاندې کړل او حتٰى د سياست په پُوله هم ورتېره شوه ـ او هم دا عامل ، شائد ، دا موقع راپېداکوى چې يو دينى او تصوفى مشر ته دې د پښتون رهنما مقام ورکړے شى ـ کوم چې د پښتنى احساس او خوى سره سمون نۀ خورى ـ خو داسې چې خلق د ثابتولو کوښښ کوى نو د هغگ وجه هم ډېره پټه نۀ ده ـ ځنې خلق د خپل مقصد د حصول په خاطر د نةرو دين ، تصوف او هر څۀ ، هر څۀ استعمالوى او منانوف شائد په غير شعورى يا شعورى توګه د دغه خلقو لاس مضبوط کړے دے س
ياده دې وى چې کومو حقائقو ته ما اشاره اوکړه هغه د ښاغلى منانوف دا تحقيق او څېړنه د خپل معيار نه نۀ غورځوى ـ دا مطالعه په هر حال زمونږ دپاره لوړ مقام او ددغه قسمه ادبى پنګه کښې دروند حيثيت لرى ـ دغه ځمکئيځ حقائق او تاريخى حقائق سره په خپل ځائے او د ښاغلى منانوف کار او زيار په خپل ځائے ، ځکه چې دا نۀ منل به د منانوف د محققانه پوهې ، زيار او کار نه سترګې پټول وى او ددۀ د کار محاسن نۀ منل به بگ انصافى وى ـ
آخر کښې به زۀ ددۀ يو ناوياته علمى کړنې ته اشاره اوکړم ـ ولې چې دا څيز، بيا هم زما د خوښې ، ساحگ سره علاقه لرى ـ هغه دے د کتاب په شروع کښې د ټرانسلائټريشنل سسټم (Transliterational System) يا نظامِ اِبدل ، خو بيا چې دۀ ددغه نظام پاپندى نۀ ده کړى نو پةهـ شوم چې دا هماغه غلطى ده کومه چې زمونږ پښتانۀ لوگ لوگ عالمان، اديبان او پوهان هم کوى ـ
د کتاب نوم د ګتگ دپاسه (POWAHИЙCKAя ЛИTEPATYPA روښانى ادب يعنې روشانيسکايا ليټراچورا (RUShānįskāyā Literaturā) پةرته په روسۍ ، انګريزۍ او پښتة حروفو کښې په کرښه کړے شوى حروف / حرف نظر واچوئ دغه په ٫٫ روښانى ادب ،، کښې د ٫٫ښ،، دپاره بدل دے / دى ـ يعنى ښ = w کوم چې ماپه انګريزى تةرو کښې په sh ليکلے دے ـ په "sh" مې فقط د لوستونکو د پوهې دپاره ليکلے دے ـ لکه څنګه چې زمونږ ځنې پښتانۀ ليکوال ٫٫ښ،، په ٫٫ش،، ليکى همدغسې ښاغلى هم (ښ) د روسۍ ژبې په ش (w) ليکلے دے ـ حال دا دے چې روسۍ کښې (ښ) دپاره (x) دے او دۀ په خپله په نظام ابدال کښې هم ورکړے دے ـ بائد افغانستانى ملګرو ښاغلى منانوف ته وئيلے وے چې صرف د پښتة د نرمې لهجې خلق (ښ) د (ش) په شان وايى ـ او د لواړې لهجې واله ئې په (خ) وايى ـ او دا چې (ښ) او (ش) بيل ، بيل غږونه دى ـ
ــــــــــــــــــــــــــــ
_________________

ته لاړے خوند لاړو
تا ســـره ژوند لاړو

Feroz Afridi
07-30-2010, 05:24 AM
ليک: پر وفېسر ډاکټر ايم اسلام ګوهر

د پښتو ژبې او ادبياتو مرکز پېښور پوهنتون


صوبه خېبر پښتونخواه


هغه ځائے ځائېګے چې سړے ورکښې زېږېدلے وى ـ په بنده ډېر ګران وى ـ هغه لارې ، هغه کوڅگ چې بنده پکښې خړپوسې کړى وى ـ دهغه په زړۀ اودماغو کښې نقش وى ـ کۀ دے د دغو نه چرې لرې هم لاړ شى ـ خو د دا جُدائى او فُرقت ئې بيا بيا تنګوى ـ د اِنسانى فطرت تقاضا دا ده چې مولِد ـ د زېږېدنې ځائے خپله ځانګو ګڼى ـ
او لکه د خپلې مةر ، غېږ ورته ښکارى ـ
دغه معنىٰ چې لګه فراخه شى ، خپل کةر ، خپله محله ،خپله علاقه ، خپله ضلع ،خپله صوبه او بيا په تېره تېره خپل فراخه وطن د هغه د ارمانونو تمناګانو ، اُمېدونو يو روښانه مستقبل وى ـ وطن يوه داسې پېژندګلو ده ـ چې دگ نه بغېر په يوه دُنياکښې هم سړے معرفى کېدے نۀ شى ـ لکه ايرانى ته ايرانے ځکه وائى چې دايران اوسېدونکے وى هندوستانى ته هندوستانے ځکه وائى ـ چې دهندوستان اوسيدونکے وى ـ افغانى ته افغانے ځکه وائ ـ چې د افغانستان اوسېدونکے وى ـ دهغه وطن ، تهذيب ، تمدن ،ثقافت،کلچر ، تعليم ، قانون ـ رياستى دستور، قاعدگ ـ ضابطې ددغه وطنوال د ژوند ژواک ، اوکلتور کُلهمې معمگ حل کوى ـ وطن د يو بنده د کُلهم شخصيت خدوخال په ګوته کو ى ، او دهغه د ژوند د هر اړخ ، آينه دار او پامته دار وى ـ د وطن مينه ، او محبت يو طبعى شعور دے ـ په دگ حقله زمونږ د پښتة قامى شاعرى د نورو قومونو نه ورةستو نه ده ـ د امير کروړ نه واخله تردگ دمه کله په يوشکل او کله په بل شکل زمونږ پښتنة شاعرانو د ګل ، بلبل ، زلفو او د محبوب د خط وخال نه علاوه د وطن نغمگ او ترانگ هم وئيلى دى ـ او دخپل وطن يادونه ، د خپلې خاورې سره مينه ، دخپل چاپېرچل ښُکلاګانې د خپل وطن غُرونه ، صحراګانې ، بېدياګانې او دشتې پکښې ستائيلى دى ، د خپل او لس او د خپل وطن مينه وال ئې د خُلې نه نه دى غورځولى ـ د هغه شاعر شاعرى نيمګړې شمېرلې شى ـ څوک چې د نور هرڅۀ ذکر اوکړى اودهغه په کلام کښې د وطن نغمگ او د وطن سُرونه ، سُرودونه موجود نۀ وى ـ الحمدلله زمونږ په قامى تاريخ کښې د ذکر وړ يو داسې شاعربه په نظر رانه شى ـ چې زما د ذکرشوو عنواناتو په رڼا کښې د وطن د مينې په حواله به دهغه کلام ددغې خوږگ او زړۀ پورې مو ضوع نه خالى وى ـ
په دگ حقله مونږ د متحده هندوستان په وخت کښې هم او د آ زادۍ نه ورةستو هم د خپلو خوږو پښتنة شاعرانو اِحساسات اوجذبات وړاندې کوو ، هسې خو د وطن دا نغمه د اميرکروړ نه شروع کېږى ، خو په باقاعده ډول خبره خوشحال ته رارسى ـ
راځئ چې په دگ مقام کښې مونږ خپل يو ستر ليکوال ته ځير شُو،
٫٫ پښتة ادب کښې د ملى شاعرۍ آغاز د شلمې صدۍ نه شوے دے ـ د پښتة ژبې د وړومبى دور شاعر چې پښتة شاعرۍ کښې د وطن دوستۍ او دملت پرستۍ جذبات او احساسات د وخت د سره وجود درلودى ، خو دغه روايت چې ترنن ورځې چاپه ځانګړى انداز کښې ژوندے ساتلے دے ـ هغه خوشحال خان خټک دے ـ
خوشحال خان د خپل ملى او وطنى مينې د فکر په لار دقام او ملت د وګړو په زړونو کښې د حُب الوطنۍ او ملت پرستۍ جذبات او اِحساسات په داسې جاذب او مؤثر انداز راپارولى دى ـ دڅۀ په سبب چې تر ننه ورځې د هر چا په زړۀ کښې د حب الوطنۍ او قام پر ستۍ د تندو او تودو جذباتو ډيوگ روښانه دى ، دا ټةل د خوشحال بابا د خپلې خاورې او قام سره د سپېځلى عشق اثرات دى ـ او چې څومره زمانگ اوړى د خوشحال د حب الوطنۍ او قام پرستۍ لا فانى شاعرى به لا څۀ خپل اثرات ښکاره کوى ـ رنګونه به برېښوى د وطن اوقومى مينې جذبات به ژوندى کوى ـ او د هر پښتون د قومى او ملى شاعرۍ په پېداوار کښې به زياتوالے کوى
په دگ حقله يو بل ليکوال د هغه د وطن د مينې په حواله څۀ دا رنګې رقمطراز دى او د فراق نامگ په حواله د هغه څۀ اشعار په دگ ضمن کښې رانقل کوى او ليکى چې ـ
٫٫ د وطن مينه اے جانانه
راپېدا ده له ايمانه ،،
هغه ملک د زړۀ ارمان وى
چې پکښې خواږۀ ياران وى
که ئې سپى وينې په سترګو
هم ئې ځائے کوې په سترګو
نۀ د خپل وطن خارونه
نۀ د بل وطن ګُلونه
نۀ د خپل ديار پلوسې
نۀ د بل ديار نلګوسې
نۀ دخپل د يار ګُرګُرې
نۀ د بل ديار شکرې
نه د خپل ديار حجر
نه د بل ديار سرۀ زر

خوشحال بابا چونکه په پښتة ادبياتو کښې د ځلنده دور د نمائنده شاعر په حېث په هر څۀ کښې مقدم دى ـ له دې امله به دوطن د مينې په حواله د هغه يو څو تفصيلى حوالوته ځير کېږو.
٫٫ خوشحال په خپله خاوره دومره مئين او د خپل يار سره دومره مينه لرى ـ چې دوطن ونې بُوټى ورته لکه د چنډڼ او اګر هسې قيمتى او ګران دى ـ د وطن خاورې ورته مشک و عنبر دى او دخپلې سيمې تودگ اوبۀ پرې لکه د واورينو اوبو يخې او خوږگ لګى ـ
د وطن ونې چندڼ اګر دى
خاورې ئې واړه مشک و عنبر دى
ښې دى تر مښکو د وطن خاورې
تودگ اوبۀ دى د وطن واورې

او دا شعر خو ئې دخپلې پېدائشى خاورې سره دمينې غټ ثبوت دے
که سرائې و نورو ته سينګڼ دے
کاڼى ئې واړه ماته سرۀ زر دى

خوشحال بابا د خپل وطن په حقله ډېر څۀ وئيلى ، خو دا ځائے د دگ مقالگ په مناسبت يو آخرى حوالگ ته ځير کېږو ـ چې خوشحال بابا د خپل وطن نورې خبرې خو لا پرېږده چې د سيندونو اودهغوئ د اوبو ذکر هم نۀ دے پرېښے ـ هم دغه ليکوال ليکى چې ـ
د لنډې اوبۀ سلسالې
د حيات د اوبو سيالې
د نباتو نه خوږگ دى
د فرات تر اوبو ښې دى
لذت ناکې تر نبات دى
خوشګوارې تر فرات دى
کۀ خضر پياله وڅښى
د حيات اوبۀ به نۀ څښى
سر چشمه لرى په نُور کښې
د جنت په الطهور کښې

هم دغه ډول د خوشحال بابا هغه سپېځلى اشعار چې د ملى او وطنى جذباتو تر مخه تخليق شوى د پښتة ادب دملى شاعرۍ په مخ د بگ مثاله ښائست داسې رنګونه دى چې هم شوخى لرى او هم سُرخى
د وطن دمينې او د وطن دوستۍ په حواله يوبل شاعر کاظم خان شېدا دے چې هغه هم په ځوانه ځوانۍ کښې د وطن نه مسافر شو ے وو ـ ولې د وطن يادونه ئې بيا هم په زړۀ کښې موجزن وو ـ رامپور کښې مېشته شو ے وو ، ولې د خپل کةر کلى او خپل وطن دمينې ډک اشعار د هغه په کلام کښې ځائے په ځائے موندے شى ـ د اکوړى سرائے اوافضل آباد ترېنه هېر شو ى نه وُوـ په دگ حقله زمونږ يوليکوال د هغه دردناک اشعار په داسې ډول په دگ باب کښې له رقم کړى دى ـ
٫٫چې ګزر اوکړې صبا د سرائے په لورى
آواره بلبل ئې ياد په ګل زمين کړه
آخر وژاړى په شام د غريبانو
که هر څو د وطن صبح ده خندانه ،،
نسيمه ورشه د سرائے سواد ته
له هغه پسه افضل آباد ته
سلام ئې اوکړه په دواړه لاسه
دروديوار ته ګل و شمشاد ته

کله صبا دے باد مراد دے
چې ئې ليدلے افضل آباد دے
راته ئې اووې د حال په ژبه
تازه دې ګل او سرو شمشاد دے
نشته په هند کښې د غرونو دړې
نه څربې غوښې په وازدو غوړې
خس و خاشاک دال چپاتى دى
سلونى بابړ سلونى پاپړې
ګلونه اوکړه دروه پلوسې
کۀ دا پيام مې نسيمه يوسې
خو شبو په تا ده د وطن سيمه
په دا دُعا يم چې تازه اوسې
غره بگ ځايه د هند سبزائے دى
غنچگ و ادا لرى که دلستانے دى
چې دلبرى کا بگ تکلفه
دروه په ملک کښې ساده خوبانے دى
ځار شه ترې هومره طاؤسان زاڼې
لکه د ونو بگ شماره پاڼې
د روه سيسۍ دى طرفه دلبرې
نشته په هند کښې داهسې سکاڼې

د وطن مينه د آ زادۍ نه مخکښې هم او د آزادۍ نه پس هم هر شاعر تر خپله وسه ستائيلې ده ـ او بغېر د څۀ طمع او لا لچ نه ئې په رنګ رنګ خپل وطن ته او د وطن اوسېدونکو ته د عقيدت پېرزونې وړاندې کړى دى ـ هم ددغسې ښکلو جذبو اظهار د ښاغلى عبدالرحمان شباب په کلام کښې ګورو ـ
٫٫ دا د وطن خاورې ته ،، سرخط لاندې داسې رقمطراز دے هغوئ ليکى چې ـ
٫٫ د پاکستان اے غېرتمنې زمکې
په خوشحالو باندې ښادمنې زمکې
په ډېرو ډېرو شتو شتمنې زمکې

ستا اوسېدونکى دې آباد اوسېږى
په غېرتمنو کښې دې ياد اوسېږى
ستا دَ وَلو ستا د سيندونو نه ځار
هم دې زوزانو هم ګلونو نه ځار
هم له جونګړو محلونو نه ځار

هم دې له غرونو هم له سمې نه ځار
وى هر پتنګ دگ له دې شمعې نه ځار

هم دغسې د وطن دا نغمه په مخکښې بيائى ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ
ستا په تندى کښې چې رڼا ځليږى
يوښکلے ستورے د صبا ځليږى
د سپوږمۍ شپول کښې دلربا ځليږى
دا شين نشان د آزادۍ دے زمونږ
ضامن د نوې آبادۍ دے زمونږ

دا رنګ افضل رضا صېب د وطن د مينې په حقله قلمى ادراکات او تخيلى احساسات و جذبات څۀ دا رنګې بيانوى ـ
٫٫ هسکه غاړه راوتلې يم مېدان ته ،،
اے وطنه ستا د ننګ ناموس امان ته
صدقه مې مال د تن شه هزار ځلې
ارمانونه مې لوګے شه د ستا شان ته
ور دنګلے شم د تورو په خرپا کښې
کتے نۀ شمه د ستا د نوم تاوان ته
چې کفن د ستا د ننګ په وينو سُور کړم
په خندا خندا به ځمه خپل جانان ته
د وطن جونه ځلمى دى سرۀ ګلونه
په جولو جولو راوړى زما مکان ته
يا به نوم د خپل وطن په جهان خور کړم
يا به ښکلې څهره ورانه کړمه ځان ته
توره ډال الله اکبر لرم غازى يم
رنګ په وينو ځان ښودلے شم جهان ته
د مکان د قېده خلاص يم مجاهد يم
د الوت وزر مې پرا نستل زمان ته

دا رنګې ډاکټر امين د وطن په حقله څۀ دا رنګې خپل محسوساتو اوجذباتو له د وطن د نغمگ شکل ورکوى اوليکى چې ـ
٫٫ کله دومره مينه د مجنون وه د ليلٰى سره ،،
زار به ستا د کانړى نه زۀ لعل د بدحشان کړمه
زار به ملغلرې مې ستا د سيند د ريګستان کړمه
ستا به زۀ وطنه په جهان اوچت نشان کړمه
ټةل عالم قائل به په تنظيم د پا کستان کړمه
ستا يو موټے خاوره زۀ سمؤم کله دُنيا سره

څومره زما مينه وه و طنه خدائيګو تا سره
کله دومره مينه د مجنون وه د ليلٰى سره

د وطن د مينې په حواله يو بل خوږ ژبې شاعر محمد يونس جوهر داسې ليکى او وائى چې ـ
٫٫ نمسے د خالد بن وليد واوره کلام ،،
٫٫ نمسے يم د حېدر او حمزه او دهشام
نمسے يم د رستم او دسهراب ښۀ اوکړه پام
قسم زما په خدائے په تا به اوژاړم وطنه
ويښ شه شاه ځلميه قربانى غواړى وطن

احمدشاه بابا د وطن په يادو کښې دا رنګ په خپلو شعرونو کښې د وطن د مينې اظهار کوى ، فرمائ چې ـ

٫٫ ستا د عشق له وينو ډک شو ځيګرونه ،،
٫٫ ستا په لاره کښې بائيلى ځلمى سرونه
٫٫ کۀ هر څو مې د دُنيا ملکونه ډېر شى
زما هېر نشى دا ستا ښکلى باغونه
د دهلى تخت هېرومه چې راياد کړم
زما د ښکلې پښتونخواه د غرو سرونه
که تمامه دنيا يو خوا تۀ بل خوائې
خوښ وى ستا خالى تش ډګرونه
احمدشاه به دغه ستا قدر هېرنه کا
که ونيسى د تمام جهان ملکونه

هم دغه رنګ زمونږ يو بل قامى شاعر د وطن په مينه مست ٫٫ زما کةر ،، د سرخط لاندې دا رنګ خپل خيالات څرګندوى ـ



٫٫ وطن ، وطن ، وطن يه خةږ وطن زما

په ما له هر څۀ ګران ،،
په تا کښې دې آرام د روح د سرو تن زما
له تابه زۀ قربان
چې څوک په ښاريو کښې د بل چا لټوى زر
او ناقلاره وي
يادېږى ورته لاس په تندى باندې پاس په سر
او بې آرامه وى
د داسې اوږو سترګو خلقو حال وى تل بتر
او خوارو زاره وى
د داسې ژونده ښۀ دے خدائيګو زنکدن زما
د قام په ننګ روان
وطن ، وطن ،وطن يه خوږه وطن زما
په ما له هر څۀ ګران

هم دا رنګې زمونږ يوه قابله او لا يقه شاعره ٫٫ د وطن مينه ،، د عنوان لاندې د وطن نغمه په دگ طرز غږوى او ليکى چې
٫٫ زمونږ په وينو دې تازه شى اوچ بوستان د وطن ،،
يو ځل دې زار په معشوقى شى عاشقان د وطن
چې ترقى د قام وطن د ځان زينت اوګڼو
خوب د غفلت نه دې بېدا ر شى زنان د وطن
نسلونه واړه آئينده به محبان وى د قوم
که په بېدارو پيو لوئے شى فرزندان د وطن
خويندو د رب دپاره پاسۍ دادے وخت د همت
اوګورئ څومره دى قومونه محبان د وطن


ذلت ، غربت ، جهل زمونږ د عمل شامت دے
راځئ چې يو کړو ځان په دې سود و نقصان د وطن

همدغسې د پښتونخواه يو لوئے دانشور شاعر ، اديب اوپه قام مئين قلندر مومند د ٫٫ قامه اولسه زما خپل وطنه ،،
د سرخط لاندې خپل خةږ وطن ته داسې پېرزونې وړاندې کړى دى ـ
هغوئ ليکى چې
قامه اولسه زما خپل وطنه
ما دحالاتو زيرو بم سره تل
خپلو سندرو کښې ستا غم ژړلے
چې د سکڼى ماښام ستائنې کېدگ
ما دې په ښکلى مخ تورتم ژړلے
کۀ تورو سترګو د چا فن لمساوو
توروم ستا د سترګو نم ژړلے
چا کۀ ګلونه سحرونه ستائيل
وطنه ما دې پرهرونه ستائيل

داسې د پښتواکېډيمۍ سابق ډائر يکټر ـ ستر محقق ليکوال اود ګڼو کتابونو مصنف دمقالو څيړن کار پروفېسر محمدنوازطائر صېب ٫٫ د آزادۍ سندره ،، د عنوان لاندې ليکى چې
٫٫ آزادى ګرانه سودا ده
چې هر چا اغستې دا ده
ګو ګو شتو د لوبو نۀ دے
نه ارزانه نه ويړياده
ننګيالى ئې داسې هم شته
چې ئې دا دمرګ سزا ده
ځنې داسې توريالى دى
چې هم دا ئې مدعا ده
ځلمى ډک ټوپک په لاس کښې
فصل ريبى ښۀ هوا ده
سوارۀ زغلى ، يُون روان دے
توره خړه د صبا ده
آزادى ارزانه نۀ ده
د زلمو د سر سودا ده

دا رنګ دکوهاټ پښتونخواه د سيمې مشهور و معروف شاعر ، ا ديب اوستر نقاد او ليکوال محمدايوب صابر هم د وطن په مينه بوخت د تُورې اومړانې په حواله خپل خيالات ٫٫ زما توره ،،عنوان لاندې دا رنګ څرګند وى ـ
٫٫ ګرانه وطنه په تيرې تورې څوګند کومه
څه پټ ئې نه کوم دُنيا ته ئې څرګند کومه ،،
دغه سوګند چې زما تُوره بې آرام اونکړي
څو چې غليم هم ستا جهنډگ وته سلام اونکړي
دا زما توره او وطن د ننګ راخستې توره
دا زما توره چې خبره غواړى ، مينه غواړى
دا هغه توره ده چې تږى شى نو وينه غواړي
دا زما توره د دُښمن د استقبال توره ده
دا د سرو وينو په تندى چې لرى خال توره ده
شرنګ د دگ تورې چې اوچت شى نوعدم ته رسى
خرپ د دگ تورې چې څوک اوخورى جهنم ته رسى

داسې يوبل ښکلے ليکوال او شا عر چې د فلمى دُنيا په حقله ئې هم ډېر څۀ ليکل کړى دى ـ هغه د ٫٫ ستا خبرې ،، د عنوان لاندې دخپل وطن سره مينه په دگ شکل کښې څرګند وى ـ ليکى چې
٫٫ زما سندرو ترانو کښې ته ئې ،نةر څۀ نشته ،،
٫٫ زما قيصو او افسانو کښې تۀ ئې نةر څۀ نشته
زما په فن او فنپاروکښې تۀ ئې نور څۀ نشته

زما وطنه ، زما خپل وطنه ، ګل وطنه

زۀ چې جنت دا خپل اختيار يادوم ، تا يا دوم
زۀ چې ژوندون لره قرار يادوم ، تا يادوم
چې محبو به زلفې رُخسار يادوم تا يادوم
چې ګلستان لره بهار يادوم ، تا يادوم

زما وطنه ، زما خپل وطنه ، ګل وطنه

وطنه ستا دحفاظت او دبقا دپاره ، زما قلم وقف دے
ستا د اولس د سوکالۍ اوا رتقاء دپاره ، زما قلم وقف دے
ستا د روښانه مستقبل او ځليدو دپاره ، زما قلم وقف دے
ستا د ښائست او دښکلا د پاره ، زما قلم وقف دے

زما وطنه ، زما خپل وطنه ، ګل وطنه

هم د وطن دمينې د نغمو وئيلو په دگ قافله کښې يو بل ستر ليکوال محقق او شاعر و اديب محترم نصرالله خان نصر داسې ليکى چې

٫٫ زمونږ لاس نه اووتل شوې بل مشال د آزادۍ چې ءء
د غربت افلاس د لاسه جوګه نه وو د سيالۍ چې ،،
بگ رهبره مونږ روان وُو په تيارو د غلامۍ کښې
د اقبال ستورى مو پټ وو د غمونو ترږمۍ کښې
نه مو چرته څوک خېر خواه وو نۀ مو چرته څوک غمخوار وو
چې به چاته ورنزدې شو يا به غل يا سړى خةر وو
راه ګذر له مونږ خطا وو حق حېران وو د خدائے کړو ته
چې به څۀ مخه پېښېږى زمونږ لوگ وړو زږو ته
زول باران د بېکسۍ کښې قافله مو ده روانه
زةر ، زياتى او چپاؤنه به کېده په مونږ هر خوانه
د ظالم صياد دلاسه زمونږ ژوند په مېږتون وو

په دگ هسې بېکسۍ کښې خدائے پېدا يو مجاهد کړو
مونږ په خپلې خوښې باندې د دگ لوټ کاروان قائد کړو

زمونږ مياشتنۍ پښتو مجلو هم د پښتة ادب په وده او پرمختګ کښې د آزادۍ نه راواخله تر دگ دمه ډېر لوئې کردار لوبولے دے ـ د مختلفو اصنافو او دشعرو ا دب د مختلفو اړخونو نه علاوه په دې کښې په وطن مئينو شاعرانو خپل نظمونه او ترانگ غږولې او ليکلى دى ـ
په دگ باب له مطيع الله قريشى د خپل مينه ناک خيالا تو څرګندونه په دگ ډول کوى. او ليکى چې:
٫٫ مينه د ځان قربانوے شم دوطن په مينه ،،
خپل هر ارمان لوګے کوے شم د وطن په مينه
خپل سرو مال دملک په ننګ قربانولے شمه
د آزادۍ نهال په وينو اوبولے شمه
د جنګ مېدان کښې په خپل ځان لوبې کولے شمه
په خپل اخلاص سره دُښمن هم خپلولے شمه
د ترقۍ په بام ختے شم د وطن په مينه
خپل هر ارمان لوګے کوې شم د وطن په مينه

هم دغسې د وطن د مينې دا ترانه په ډېر زړۀ راښکلى انداز کښې مخ په بره بيائ ـ
ددگ اوږد نظم آخرى کړۍ څۀ دا رنګ دى ـ
خپله ځوانى قربانوے شم په وقار د وطن
و طن ګلزار دے زما زۀ يمه ماليار د وطن
وطن خوشحال شى شاه ځلمى چې شى بېدار د وطن
په لعل و ګل به هم ورنکړم سنګ او خار د وطن
هر يو مشکل آسانوے شم د وطن په مينه
مينه د ځان قربانوے شم د وطن په مينه

دا رنګې يو بل د وطن په مينه مست شاعر مولوى محمد سردار خپل جذبات څۀ داقسمه بيانوى او ليکى چې ـ
٫٫ دا په هر وطن چې تر آسمانه نمايان دے
دا زما وطن دے
دا په بحرو بر چې نامور دے عاليشان دے
دا زما وطن دے

دا چې يو خوا بل خوا دى خوارۀ وارۀ ملکونه
ټةل پکښې آباد دى زما خپل روڼه قومو نه
ډېر پرې خوشحاليږمه چاپېره مسلمان دے
دا زما وطن دے

هر طرف او ګوره دا څومره نظارگ دي
غرونه د ى سيندونه د ى باغونه دى ميرگ دي
رنګ په رنګ ګلونه دى ګلشن دے ګلستان دے
دا زما وطن دے
او همدغسې د خپل وطن دمينې دا نغمه په بره بيائې او آخر کښې داسې ليکى چې

٫٫ دا جمون کشمير مې د پخوا نه کلے کوردے
دا دغېرو نۀ دے دا زما د سترګو تةر دے
ننګ غېرت مې داد ے سرو مال مې پرې قربان دے
دا زماوطن دے

مينه محبت د خپل وطن سره سرداره
دا په ډېر اخلاص باندې ساته د خدائے دپاره
دا د پلار نيکۀ وطن دے نوم ئې پاکستان دے
دازماوطن دے


حاجى ګل صوفى چې د جديدې دور يو ډېر ښکلے شاعر دے په هره موضوع او هر صِنف د شاعرۍ کښې ئې د خپل فکر نيلے زغلولے دے ـ هغوئ په خپله يوه ترانه کښې ليکى چې

٫٫دے ښکلے وطن زما هر طرف آباد وينم ،،
غرونه کۀ آوارې دى هر څوک پکښې ښاد وينم
شنۀ شنه چمنونه دى څۀ ښکلى باغونه دى
هر وخت نوبهار وينم ، څۀ ښائسته ګلونه دى
چغې بلبلان وهى غږ د دوئ آزاد وينم
دے ښکلے وطن زما هر طرف آباد وينم
دنګ دنګ پکښې غرونه ـــ شنۀ ددگ سرونه دي
ډېر پکښې نهرونه دى ـ هرځائےکښې سيندونه دى
ځائے په ځائے ولاړې وُنې د شمشاد وينم
دے ښکلے وطن زما هر طرف آباد وينم
ملک په ترقۍ روان ، ډېر دے په تادۍ روان
په لةر د خوشحالۍ روان ـ ځائے د سيالۍ روان
جوړې کارخانگ شولې لوئے ددگ مفاد وينم
دے ښکلے وطن زما هر طرف آباد وينم
دا دے د غېرت وطن ـ دا د جمهوريت وطن
دا دلياقت وطن ـ دادے د قوت وطن

امن دے قايم دلته وُرک دلته فساد وينم
غرونه کۀ آوارې دى هر څوک پکښې ښاد وينم

دا رنګ يو بل د پښتونخواه خوږ ژبے شاعر او ليکوال د وطن په مينه مست ظهيرالدين نسيم خپل تاثرات د نظم په ژبه دا رنګ وړاندې کوى اود وطن جولۍ پرې ډکوى ، ليکى چې:

٫٫ ستا ښکلا وه بگ نظيره + ده ستا مينه عالمګيره
اے هېواده بگ مثاله + اے وطنه بگ نظيره
وسعتونه د ژوندون دى بس هغو خلقو موندلى
د چا مينه چې وطنه ، ستا د زلفو ده اسيره
هر سړے د ملک سپاهى دے هر بنده د قام غازى دے
د خېبر نه تر بنګاله ، د بنګال نه تر کشميره
بگ د ملک او قام دمينې اوبه نه رسى منزل ته
بله مينه ده بگ لارې ، بې ګودره بگ تدبيره
ستا د سرنه چې ځارنکړى ، اے وطنه مال وسر خپل
داسې نشته ستا محفل کښې بگ شعوره بگ ضميره

نورې مينې خو نسيمه د يو وخت نه عبارت دے
ده د ملک اوملت مينه عالمګيره ، همه ګيره

وطن ته دمينې ـ عقيدت ،پېرزونې په سلسله کښې يو بل ليکوال او شاعر د خپل زړۀ د تله د وطن ترانه داسې غږوى او ليکى چې:

٫٫ لاس کۀ درنه واخلم دا خبره د پښتة نۀ دے
اے ګرانه وطنه ستا ګلشن د ورانيدو نۀ دے
ستا په ننګ ناموس به زۀ دا خپلې وينې توگ کړمه
ستا دباغ ګلونه وُنې بُوټى به پرې لوگ کړمه
دگ غم کښې ما کړے چرته خةب په بسترة نۀ دے
اے ګرانه وطنه ستا ګلشن د ورانيدة نۀ دے
تۀ کۀ پاکستان ئې شکر زۀ دې مسلمان يمه
بيا په تواريخو کښې ښکاره دنمر په شان يمه
ماته په مېدان کښې يو دُښمن د اودرېدو نۀ دے
اے ګرانه وطنه ستا ګلشن د ورانيدة نۀ دے
زۀ هغه مسلم يم چې مې کړى جهادونه دى
کړى د يورپ په کليسو مې آذانونه دى
کړې مې صرفه چرې د هند به بتکدونه ده
اے ګرانه وطنه ستا ګلشن د ورانېدو نۀ دے

همدغسې دا شاعر په مخکښې لګيادے او آخرى او اختتامى اشعار ئې څۀ دارنګ دى ليکى چې:
٫٫ پاتې د سهار زړۀ کښې نيمګړے التماس دے ،،
دا دپاکستان په ځلمو جونو عام وخاص دے
ځئ چې ځو کشمير ته معامله د پرېښودو نۀ دے
اے ګرانه وطنه ستا ګلشن د ورانيدو نۀ دے

د وطن د مينې په حواله چې مخکښې ما څومره بحث اوکړواو د ډېرو کلاسيکى غېرکلاسيکى شاعرانو ، حواله مې ورکړې نو په کُلى او اجتماعى توګه دا خبره په ډاګه کېږى چې لکه د نورو ژبو د پښتة ژبې شاعرانو هم دغه فطرى جوش او جذبه مخ په بره بوتللې او په رنګ رنګ طريقو ئې خپل وطن د آزادۍ نه مخکښې په متحده هندوستان کښې هم او بيا د آزادۍ نه پس په ازاد حېثيت کښې هم ستائيلې او معرفى کړى دى ـ په علمى او فنى توګه په دگ ډېر بحث کېدے شى ـ ليکن د زيرنظر مقالگ تنګ دامنى دومره اجازت نه ورکوى ـ چې مونږ ډېر تفصيلات يا حواله جات راجمع کړو ـ بس دغه هومره حوالگ د مُشت نمونه خروار په توګه بس دى ـ چې زمونږ د مقصد څرګندونه ترې اوشى ـ حقيقت دادے چې د وطن دمينې او ښکلا غېرت او حميت په حواله چې څۀ رنګ پښتنة شاعرانو کومې ترانگ غږولى دى ـ د دُنياپه ادب کښې د دگ مثال نشى موندے ـ
دا زمونږ د پښتةادب يوه نمايان او ځلنده شاعرى ده چې په وخت د ضرورت د قام په وينه کښې جوش او ارتعاش پېدا کوى او د خپلې آزادۍ په قيمت د مال و سر د قربانولو نه هم درېغ نه کوى ـ

وما علينا الاالبلاغ
_________________

ته لاړے خوند لاړو
تا ســـره ژوند لاړو

Feroz Afridi
07-30-2010, 05:25 AM
په نوى کتاب ټکور يوه تبصره
فېروز افريدى

دا د پاک پښتو ادبى ټولنې دوحه قطر د ملګرو بې غرضه هڅو، بې کچه خلوص او د پښتو ژبې سره د بې مثاله مينې او عقيدت ښکاره ثبوت دے چې د لياقت على قربان غوندې د وړوکى عمر شاعر دوېمه مجموعه "ټکةر" په ډېر لږ وخت کښې د چاپ تر مرحلة راتېره او د ادب د مينه والو لاسونو ته رارسېدلې ده.
د پاک پښتة ادبى ټولنې دوحه قطر ملګرو په پردى وطن کښې د ژبې او فرهنګ شمع بله کړې ده او رڼا ئې تر لرې لرې خوةره کړې ده.
دغه ملګرو د ژبې او ادب خدمت په خپلو ملى فرائضو کښې شمېرلے او د خپل ژوند مقدس مقصد ئې ګڼلے دے.
دگ ټولنه د خپل وطن، خاورې، ژبې او فرهنګ، روزنه او پالنه په داسې شان او مينې سره کړې ده چې د دگ تنظيم هر وګړى د دگ ټولنې د ملګرو په اجتماعى خدمت په بدل کښې د يو ښۀ شاعر او اديب په څېر د زده کړې او سخنورى ګټه پورته کړې ده. او د دگ د فېضونو او برکتونو نه بگ برخې شوے نۀ دے.
چې په نتيجه کښې ئې خپل آثار او تخليقات وخت په وخت خوارۀ کړى دى. او د پښة ادب په جولۍ کښې ئې خپله ونډه اچولې ده.
د لياقت على قربان اولنۍ شعرى مجموعه د "قربان" په نوم تېر کال راقم او د محترم لائق زاده لائق په کوششونو چاپ شوې ده.
او دا ځل هم د دگ نوې شعرى مجموعگ "ټکةر" په چاپ کولو کښې زۀ او محترم لائق زاده لائق صېب دواړه هڅه کوو چې يو ځل بيا د دگ شاعر ونډه د ادب جولۍ ته واچوو او خپلومينه والو ته ئې په درناوى او درنښت وړاندې کړُو.
په اولنۍ مجموعه "قربان" کښې د قربان صېب هغه شاعرى شامله ده کومه چې دۀ په مسافرۍ کښې په ډېر تنکى عمر کښې د هجر او فراق په نتيجه کښې د خپل محبوب په ياد کښې زېږولې او روزلې ده.
په "قربان" شعرى مجموعه کښې خوندى شاعرى په وطن کښې د مودو مودو راروانې ستونزې او شخړې هم څېړلې شوى دى. او په هغگ ئې لکه د هر قوم پرست شاعر خپلې اندېښنگ او خواشينې هم څرګندې کړې دى.
په ټکةر شعرى مجموعه کښې د قربان صېب شاعرى په فنى او فکرى بڼه نةره هم پخه شوې ده.
په دگ مجموعه کښې د جانان او محبوب د فراق ساندې شته، خو د وطن فکر او په وطن کښې د روان بگ کچه کړکېچن حالاتو اندېښنگ نةرې هم سېوا شوې او زياتې شوې دى.
قربان په خپلو سترګو د خپل جنت وطن سوات چنارونه نښترې، لمنزې او ديو ونې او بوټى د سُور هةر په لبمة کښې شنه لوخړه شوې ليدلى دى.
د اوښکې په څير سپينې د سيند اوبۀ ئې د خپلو خلقو په وينو سرگ ليدلې دى. د خپل وطن د بچة دتن نه پرېکړى سرونه او بگ سره جسدونه ئې په خپلو سترګو ليدلې دى.
زمونږ شاعر لياقت على قربان هغه شنۀ سرسبزه زمکه، غرونه، رغونه او اړخونه د بارودو په لةګو او د هةر په سرة لمبة کښې سوځېدلى اوليدل.
نو په داسې حال کښې هغۀ په خپله هم د خپل جنت وطن نه ډېره په ناخوالۍ کډه اوکړه او په خپل وطن کښې چرته بل ځائے ته مهاجر شو.
داسې حالات بيا د يو شاعر په خيال، فکر او شعور کښې څنګه نۀ کښېنى؟ او چې کوم ليک، شعر يا اثر د هغۀ د تخيل نه راوځى، په هغۀ کښې به څنګه د ياس ليکلى شوو حالاتو انځورګرى نۀ کېږى؟ په هغگ کښې به خامخا دا هر څۀ ليدلے کېږى او په ډېر شدت سره به محسوسېږى.
د لياقت على قربان په شاعرۍ کښې دا ټةل څۀ مونږ وينو او محسوسوو هغه مخکښې که اندېښنگ لرلې او فکرمند وو نو اوس په ژړاګانو او ساندو سر شوے دے.
د قربان دغه انځور کړې ساندې د درد نغمگ او غم زپلې اندېښنگ مونږ ټةل پښتانۀ ئې په ډېر شدت سره محسوسوو او په شريکه ژاړو او دا ساندې به مونږ لُولُو او وايُو. ځکه چې د جبر ظلم او ناکړدو دا دور په مونږ ټةلو يو شان راغلے دے. د دگ خاورې هر وګړے په دغه وير اخته دے.
زۀ فکر نۀ کوم چې د دغه دور د جةر و ستم او ظلم او زياتى نه به چرته کوم پښتون بچ پاتې شوے وى.
ځکه مونږ دا وئيلے شو چې د نن دردولى او ژړولى شوى هر وګړى سانده زمونږ ملى او اجتماعى سانده جةړه شوې ده.
په دغه ژړا مونږ ټةل ژړېدلى يُو او لا به ژړېږو.
د لياقت على قربان په شان ډېر تنکى او د کم عمر شاعران نن د مينې او محبت سندرې هېرې کړى دى او د وطن او ملت د ترانو په ځاگ ئې ملکى ساندې وئيلې دى.
دا د دگ دور د جبر انتها نۀ ده نةر څۀ دى؟
چې هر باشعوره پښتون ګنګس شوے دے او دگ ويرجنو او غمجنو ساندو نه د خلاصېدو په چل او هنر نۀ پوهېږى.
د محبت سندرې لاړې ساندې ډېرې وايُو
اوس د بيمار ذهن وتلې تېرې بېرې وايُو

مونږ د ليکوال شاعرانو نه د بل څۀ طمع نۀ شو کولے چې ګنې دوئ دې مونږ ته نةر څۀ اووايې. د جانان او محبوبگ اداګانو، تةرو زلفو او شونډو قصيدگ اووائى. په ژړا کښې څوک څنګه سندرې وئيلے شى؟
په داسې حال کښې به زۀ څنګ ترانگ اووايم
په وير ژړا کښې به زۀ څۀ رنګه نغمگ اووايم

د لياقت على قربان په فن او شخصيت دا ليکنه ما په داسې حال کښې اوکړه چرته چې د هغۀ مسوده اوس ما سره موجوده نشته، ګنې ما به د هغۀ څو شعرونه د حوالگ په طور راخستى هم وو.
خو د هغۀ هر يو شعر ما پخپله اورېدلے او لوستلے دے ځکه چې دغه مسوده ما په خپله د قطر نه راوړلې ده. هغه مې څۀ لږه ډېره د خپل وس او پوهې مطابق اصلاح کړې ده. او زما دا فکر نۀ وو چې ګنې زۀ به پرې څۀ ليکل هم کوم خو ګران لائق زاده لائق صېب راته اووئيل چې د کتاب کتابت (کمپوزنګ) خلاص شوے دے او په دگ څۀ ضرور اوليکه چې ګران لياقت على قربان ستاسو او زمونږ کشر دے د هغۀ به حوصله افزايى هم اوشى. او ستاسو شتفقتګيرى به هم تر سره شى.
زۀ د ګران لائق زاده لائق صېب شکر ګزار يم چې هغۀ هر وخت زمونږ د مسافرو شاعرانو اديبانو ډاډګيرنه کړې ده او زمونږ د کتابونو د چاپولو زحمت ئې اوچت کړے دے.
د ګران لياقت على قربان هم ممنون يم چې په ډېره مينه ئې په دگ دوېم کتاب هم د څۀ ليکلو وېنا اوکړه او زما مات ګډ ليک ته ئې په دگ کتاب کښې ځاگ ورکړو.
په اخر کښې په دگ دعا رخصت اخلم چې الله دې زمونږ په وطن کښې امن راولى او د وطن په وګړو دې د خوشحالۍ او سوکالۍ نوے دور يو ځل بيا شروع شى. آمين
_________________

ته لاړے خوند لاړو
تا ســـره ژوند لاړو

Feroz Afridi
07-30-2010, 05:27 AM
نسيم خان نسيم
١. د سحر په اُميدونو:

ګران دلاور وقار ورةر د ظهور شينوارى کتاب "د سحر په اميدونو" راپېرزو کړو کتاب ښۀ مجلد چې پوخ هم لرى ښکلے کاغذ او يو سل دوه نوى صفحگ لرى. د کتاب تړون د پښتة د ملى پېوستون او د آزادۍ د سحرونو د اميدونو په نوم شوے دے. د تړون د لوستو سره فکر راولاړېږى. چې ښاغلے شاعر د پښتون اولس پښتنې خاورې او د خپل کلتور سره د جنونى مينې علمبردار دے.
په کتاب کښې څۀ نظمونه، غزلې او څلوريځې وغېره شاملې دى. او ډېرو ګرانو محترمو استاذانو پروفېسر ډاکټر يار محمد مغموم، پروفېسر ډاکټر راج ولى شاه خټک صېب، "خېبر ليکوال" په حواله د خدائے بخښلى ناظر استاذ لنډې خبرې او شېرعالم شينوارى د مفصلې تبصرې سره د ظهور شينوارى خپل ليک شېرعالم شينوارى او د پروفسر اباسين مختصر مګر جامع ليک چاپ دے. خدائے بخښلے ناظر استاذ فرمائى چې ظهور شينوارى د شاعرۍ ابتدا د کال ١٩٧٩ء نه کړې ده. شوق ئې انتها ته رسېدلے دے. ډېره موده ئې په غزل کښې يُون نۀ شو کولے چې خپله ورسره هم غم وو. وړاندې ليکى چې "خو د ١٩٨٥ء په اخر کښې يو ناڅاپه په غزل کښې دومره مخ په وړاندې لاړ چې د تېر ټةل دور ازاله ئې اوکړه. د دۀ خيالات ښۀ باريک او نوى نوى دى په غزل کښې ئې ښۀ مقام پېدا کړو. د کتاب د لوستو نه پس دا فکر جةړ شو چې په کتاب کښې هغه کلامونه چې ناظر استاذ ورته د ښة باريکو او نوو نوو خيالاتو غزلې وئيلى دى يعنې د بره پېرې ذکر کړے شوې په اړوند هغه څۀ او نۀ ليدلے شول څۀ چې پکار وو کېدے شى چې په دې وخت کښې زما فکر نيمګړے او د الغاؤ تلغاؤ ښکار وو ځکه د نورو ستونزو نه علاوه د ځان مرګى چاؤدنو په لړ کښې د ټةلو په شمول د هغه ځان مرګى چاؤدنه چې د جوډيشل کمپليکس په دروازه کښې شوې وه هغه قيامت خېزه سانحه او د هغه ترخو بارودو تراخۀ لوګى او د هةر هغه غرغنډې چې راقم او محترم عارف الله اظهر صېب ليدلې کتلې او محسوس کړې وې لا يادې دى او که نه ښاغلى ظهور شينوارى هغه غزلونه چې ناظر استاذ ئې په دومره ښکلى بيان سره اواز پورته کړے دے نۀ دى شامل کړى ځکه چې ناظر استاذ نه دغه پورته سند اخستل دومره اسانه نۀ وه او بيا چې ناظر استاذ خپله اووائى چې په شاعرۍ کښې راقم نه اصلاح اخلى د ناظر استاذ د اصلاح په حواله که د خېبر د نورو شاعرانو نه علاوه د خاطر افريدى مثال اوګورو چې د خاطر غوندې بې سواده شاعر ته ئې د ځان نه هم زيات شهرت بخښلے دے. خو دا فکر راولاړېږى چې ګنې ښاغلى شاعر به په دگ کتاب کښې هغه مواد شامل کړى نۀ وى چې په هغې کښې د ناظر استاذ دغه پېره اووينو. د اولس اوکلتور سره مينه، د اغيارو نه کرکه د ديار غېر او زندانونو تراخۀ وختونه، تکليفونه او د قوم د بېدارۍ د پېغام ورکولو انتخاب ئې کړے دے او په دگ ئې اکتفا کړې وى.
د دوئ د شاعرۍ او خيالاتو په حواله ښاغلى اباسين صېب داسې ليکلى دى چې د دگ کتاب شاعرى د دۀ د زندانى ورځو د خلوت او تنهايۍ پېداوار دے. د لرې او برې پښتونخوا سياسى، معاشى او اقتصادى خيال ته د زړۀ په سترګو ګورى او د خپلو تنګو تنګو جذبو سر هئې د کاغذ مخ ته سپارى. د جدايۍ يواځې والى او غريب الوطنۍ په هور کښې سوځى او خپل دغه سوز د قلم په ژبه کله د احتجاج کله د فرياد او کله د روداد په شکل کښې په خوږه شاعرانه ژبه بيانوى.
ښاغلے کليم شينوارى هم د کتاب د اهميت په حق کښې خپلې خبرې په دا ډول راغونډوى "کۀ چرې څوک داسې پېدا شى چې هغه په بندى خانة کښې د پښتة شاعرۍ تقابلى جائزه واخلى او په دگ موضوع مخصوص تحقيق Research اوکړى نو زما يقين دے چې د تقابلى جائزگ په صورت کښې به د ښاغلى ظهور شينوارى دا مجموعه "د سحر په اميدونو" هم يوه په زړۀ پورې او د قدر وړ مجموعه اوګرځولے شى.
د "پېښةر" مجلگ اداره د دگ زيار ډېر قدر کوى او ښاغلى ظهور شينوارى ته مبارکى وائى.

٢. چلتے چلتے:

د روان کال د فرورۍ د مياشتې پنځمه نېټه د جمعگ مبارکې ورځ وه چې دا ورځ په سرکارى توګه د کشمير سره د يووالى د نمانځلو په غرض عام چهټى وه. ما غوستل چې له دگ ورځې فائده واخلم. او فائده دا چې چهټى قامى ده نو قامى کار دې اوکړم. د پېښةر مجلگ وړومبۍ ګڼه چې هم په دگ ورځو کښې منظرعام ته راوتلې وه. زړۀ مې وو چې خپلو ګرانو مينه والو ملګرو او خصوصاً خپلو محترمو مشرانو له ئې کةرونو ته اورسوم.
"پېښةر" مجلگ مې د ځان سره واخستې او له کةره چې وتم نو د اسمان خاطره زما د ذات په حق کښې نۀ وو خو الحمدلله چې د وطن او قوم په حق کښې ضرور وه ځکه چې د ډېرې اوږدگ سکړگ نه پس د نرة نرة څاڅکو رحمتونه شروع شول. په دگ لړ کښې مې ځان سره د جرګگ ملګرے او سابقه صدر مهر ګل مهر واخستو. شروع مو د حاجى يوسف على خان يوسف او انعام الله ګران نه اوکړه او اخرى د محترم پير ظفر زهير صېب د کةر ورۀ سره ولاړ وو چې د محترم فيروز افريدى صېب ځنګ راغلو. راته ئې اووئيل چې زۀ يعنې فيروز حاجى مير عامل افريدى او دلاور خان وقار باچا خان مرکز ته روان يُو. او که تکليف نۀ وى نو راځه ما ورته اووئيل چې ما خو نن ورځ قيمتى کړه خو دا باقى ورځ به نوره هم قيمتى کړُو. رساله مې محترم ظفر زهير صېب له کةر ته ورواستوله او له ورۀ ئې بغېر د سلام او ديدن نه راواپس شوو. بله دا چې د پروفېسر محمد الله خليل صېب سلام مې هم په غاړه پةر پاتې شو. چې ظفر زهير صېب لپاره ئې راته وئيلے وو. څو چې زۀ کةر ته رارسېدم نو دغه محترم ملګرى راته ولاړ وو. د ګران دلاور خان په موټر کښې باچا خان مرکز ته لاړُو او ډېر په لويو زړونو او ټنډو مو ورته رسالگ کېښودې او د ګرانو او ادبى ملګرو سره مو ګڼ اړخيزه خبرې اوشوې په دگ ادبى ناسته او ديدنوله يو بله ډېر خوشحاله رخصت شُو.
د باچا خان مرکز نه چې په واپسۍ د وقار صېب موټر څومره خپل د ارام ځاگ ته بيړه کوله دومره راقم د ګران صدر صېب سره په شدت اتفاق اوکړو چې "ناګمان" ته به لاړ شُو.
ناګمان ته لاړ څۀ چې اورسېدو او په يوه لويه حجره ورننوتو چې د يوسف باغ بورډ پرې لګېدلے وو. محترم فيروز صېب اووئيل چې دا زمونږ د ګران مشر حاجى ګلزار اورکزى صېب دېره ده. ناستې سره زمونږ طبع تسلى اوشوه او څۀ وخت تېرېدو نه پس محترم حاجى ګلزار اورکزى صېب سره د ګران سيد صابر شاه صابر، مسافر خان هلال خېل او څو کسانو راغلو نو "پېښةر" رساله مو ورته تحفه کړه د مبارکۍ سره ئې د مالى مرستې ډاډ هم راکړو. د دغه خةږ بنډار ذکر په دگ موقع مناسب نۀ ګڼم ځکه چې اوس هم لکه چې خبره اوږده شوه زمامقصد د ګران مشر مسافر خان هلال خېل کتاب "چلتے چلتے" حصه دوم وو چې په دغه موقع ئې راته ډالۍ کړو.
"چلتے چلتے" حصه دوم د ګران مسافر خان هلال خېل صېب دا کتاب چې ترتيب او ترجمه ئې پروفېسر شهزاد ګل کړې ده. کتاب ښکلے ټائټل، ښکلے جلد، ښائسته کاغذ او يو سل شپږ نوى صفحې لرى. د حقوقو صفحې پسې يو ښکلے تصوير چې د پښتة ژبې د ډېر مهربان حاجى ګلزار خان اورکزى او ذکى خان ليدے شى او دا راز کتاب هم ښکلى وو دلکشو تصويرونو سره دى چې يو د محترم حاجى ګلزار او هلال خېل او دوېم د سټى کالج ډائرېکټر عبدالمالک او د دوئ د انتظاميگ ګروپ فوټو دے.
د کتاب انتساب محترم مسافر هلال خېل په خپله په دگ الفاظو کړے دے.
"میرے معزز قدردان اور مشفق حاجی گلزار خان کے نام..... جس نے ہر قدم پر میرا ساتھ دیا ہے. میرے حوصلے ہمیشہ بلند کئے ہیں. اور اپنے دل میں جگہ دی ہے. بہت بڑے بڑے احسانات ہیں. اس کے مجھ پر جو میرے وجود پر بھاری بوجھ ہوتے ہوئے بھی میں اس بوجھ کو اپنے کندھوں سے نہیں اُتار سکتا.
ګران مسافر خان هلال خېل صېب چې د انتساب په حواله چې کوم الفاظ راوړى دى نو يقيناً چې په حقه او په ځاگ دى بلکه د دوئ دادبى خدماتو او پښتنة ليکوالو سره د مرستې حواله کۀ په همه ګيره سطح خبره کوونو يقيناً ستائينې ته به الفاظ عاجز شى.
په کتاب ليکل ډاکټر مکرم خان، پروفېسر اباسين يوسفزى او عبدالمالک هلال خېل کړى دى.
د کتاب د يو نظر نه پس دا وئيلے شم چې "چلتے چلتے" د هلال خېل صېب د رپوژ په هڅه هغه هڅه ده چې د خپل ژوند د ښائستاؤ او ښکلو يادونو تجربات او مشاهدات ئې په ساده روانه ژبه ا وښکلى انداز بيان کړى دى.
ملګرى د رپورتاژ ليکوال مسافر خان هلال خېل سره د پښتوپال حاجى ګلزار اورکزئ د فراخه درازه او خوشحاله عمر لپاره دعا کوى.





٣. راز او نياز

دا ښکلے شعرى جونګ د ارواښاد منظور چشتى افريدى صېب په ٢٠٠٩ء کښې د يونيورسټى پبلشرز له خوا چاپ شوے دے. چې ماته ګران ملګرى پروفېسر تاثير صېب يوه کاپى د فرورۍ اوولسمه ١٧ نېټه کال دوه زره لس ٢٠١٠ء کښې راپېرزة کړه.
د راز او نياز کتاب ټائيټل ښکلے سائز او کاغذ مناسب د کمپوزنګ او املا په حقله پروفېسر تاثير صېب خپله ښۀ پوهېږى. کتاب يو سل شپېتۀ مخونه لرى. تړون ئې منظور چشتى صېب په خپل ژوند په دگ الفاظو کړے دے.
"د مينې خلوص، وفا، ورورولۍ او انسانيت په نوم چې د دنيا د امن دپاره ضرورى وى".
په کتاب وړومبے ليک د منظور چشتى افريدے عنوان لاندې پروفسر اسلم تاثير صېب ښۀ په زړۀ پورې ليکنه کړې ده. چې په کښې د منظور چشتى صېب نوم، حسب نسب کلے، تعليم، پېشه، مسلک، وادۀ، اولاد، ادبى نظريه او د منظور چشتى په غزل کښې د تغزل "رنګونه" يعنې د منظور صېب تقريباً ټةلو اړخونو باندې په زړۀ پورې رڼا اچولې شوې ده. دوېمه ليکنه پرې "تاثر" عنوان لاندې د يو پېراګراف په شکل کښې رياض افريدى کړې ده.
درېمه ليکنه پرې د ستر حمزه بابا ده چې په کال ١٩٨٩ء ليکے شوې ده. د منظور چشتى صېب په حقله حمزه بابا داسې فرمائى: "منظور افريدے يو صوفى شاعر دے او په دگ وجه زما د طريقت ورور هم دے چې د "چشتى نظامى" سلسلگ سره تعلق لرى". د صوفى شاعرانو په حقله هم دلته ستر حمزه بابا داسې ليکلى دى "صوفى شعراؤ چې شاعرۍ ته څومره ښکلې بخښنه کړې ده هغه د چا نه پټه نۀ ده صوفيانه شاعرى کۀ هغه د ايران ده او کۀ د پښتونخوا د ادب په اننګو کښې ئې ډيوگ بلې کړى دى. ليکى چې منظور صېب هم د صوفى شاعر په حېث ابتدا د حمد او نعت کړې ده. د حمد يو څو اشعار ئې اولولئ.
په هر څۀ کښې د هر څۀ ابتداء تۀ يې
هر پلو ته په هر څۀ کښې ښکلا تۀ يې
ښۀ ئې وينم چې پړقېږى او ځليږى
خو د ستةرو په محفل کښې رڼا تۀ يې
د ماښام په تةرتمونو کښې ښکارېږې
چې په شپه پسې رادرومې صبا تۀ يې

اخرى ليکنه پرې يوه صفحه د ګران استاد ناظر شينوارى ده چې څو خبرې ترې د دوئ په حقله داسې وړاندې کوو. د طبيعت نه نرم، مزاج او خوئ نه خاکسار قسم سړے دے. د خلقو سره په مساوى طور تعلق ساتى. ځان ورته د هيچا نه لوگ سړے نۀ ښکارى. خو ورسره ورسره يو خودداره پښتون هم دے خو ځان ورته دهيچا نه کم هم نۀ ښکارى. ددوئ د غزل په حواله د خپلو زرينو خيالاتو اظهار په دا ډول کوى.
په غزل ئې عشقيه رنګ خوةر دے او کله کله قومى او د پښتونولۍ بېتونه هم ليکى. کله کل د څۀ بل اړخ په شاعرۍ (تصوف) هم شوق پوره کوى. او دا کوشش کوى چې په نوى رنګ کښې څۀ نوى نوى خيالات راپېدا کړى. غزل ئې تر پختګۍ رسولے دے او د جمرود په يو څة ښة غزلګة کښې شمار دے." په تلة تلة کښې د ډېر محترم او ښکلو بنډارونو جوړولو شاعر منظور چشتى صېب دا ښکلى شعرونه په ډېره مينه او وياړ وړاندې کووم.
چې څومره دې يادونه په منظور راورېدل
هم هغه د زړگ مينې قيصه وه تله راتله
مسکا دې راخوره د اننګو په څوکو ده
څۀ جوړه تماشه نن د غوټو په څوکو ده
دا ستا د ښکلى مخ په تصور کښې چې روان يم
جةړېږى قافيگ پسې روان غزل ليکم

د کتاب د چاپ څهره د محترم پروفېسر اسلم تاثير صېب په سر ده. د کتاب په کامياب چاپ دوئ ته د منظور چشتى لالا ملګرو ادبى رفيقانو، شاګردانو او مسلکى دوستانو سره هم د منظور لال روح ته په ډېر احترام مبارکى وړاندې کولے شى. الله پاک دې جنت الفردوس نصيب کړى. آمين.

٤. زما د شلو کالو ياره

دا خبره چې دنيا نولس ده شل کېږى نه په خپل ځائے يو منلے حقيقت دے. خو دلته زما غرض د پروفېسر اسلم تاثير نه دے چې زمونږ ادبى تعلق او ادبى راشه درشه د شلو کالو نه واوړېده نو ځکه مې اووئيل "چې زما د شلو کالو ياره" خو دا يو وضاحت ضرورى ګڼم چې زمونږ دا رشتې د دوئ د مشر ورةر خدائے بخشلے منظور چشتى لالا په وساطت جوړې شوې دى او پروفسر تاثير صېب په خپل اخلاص او شرافت تر اوسه مضبوطې ساتلى دى. له دگ نه زيات ثبوت نةر څۀ چې منظور لالا دې الله پاک غريق رحمت کړى چې د دوئ د مرګ نه پس دا تعلق سره پالى. البته دا يو ګيله ضرور لرم چې د منظور لالا د جنازگ او دعا نه ئې خبر کړے نۀ يم خو دا به په خپل نصيب پړه واچوم.
محترم پروفېسر صېب او راقم د پاکستانى ژبو او ادب په لړ کښې د اېم فل سبقى هم پاتې شُو. راقم ئې د ښۀ شاعر سره د ښۀ نثر نګار په حېث پېژنى بلکې د لر او بر پښتانۀ ليکوال ئې له مانه ښۀ او په ډېرو ښو صفتونو پېژنى.
"کنجکه" د محترم پروفېسر اسلم تاثير صېب د شاعرۍ ناوياته مجموعه ده. چې د روان کال د جنورۍ په مياشت کښې د ښائسته سرپاڼې او شاپاڼې چې د پروفېسر تاثير صېب ښائسته تصوير هم لرى د مناسب کاغذ مناسبې بعيې يعنې سل روپۍ سره د دوه سوه اتۀ صفحگ لرى. د رياض افريدى ليکلې پېژندګلو او د پروفېسر تاثير صېب خپل ليک "د کار خبرې" عنوان سره چاپ شوې ده. چې تړون ئې د خپل والد محترم نياز ګل ادم خېل افريدى او مةر بى بى په نومونو کړے دے. د محترم پروفېسر تاثير صېب د کتاب لوستو نه وړاندې او د کتاب لوستو نه ورةستو زما هم دا نظر په خپل ځائے مستقيم ولاړ دے. چې محترم پروفېسر تاثير صېب د يو ښۀ شريف النفس انسان سره د ملګرو د هر خدمت لپاره تابعدار او وفادار دے. ښۀ مېلمه دوست هم دے، خو د منظور چشتى لالا نه لږ کم ضرور. د پورته تعريفونو په لړ کښې د تاثير صېب دا شعر وړاندې کوم.
پنجابى يار تاثيره نۀ کړم بدل
خپله پښتة مې په پښتة پاتې شوه

تاثير صېب چې خپلې خوږگ رنګينې شاعرۍ سره څومره انصاف کوى دا خوند رنګ ئې د دوئ په شاعرۍ کښې ګورو.
ورله په مينه مينه وينه دزړګى ورکوم
کله تاثير چې په پښتة باندې غزل ليکمه

د شاعرۍ پختګى ئې په تةل پوره ده او د جمرود، خېبر د ښو غزلګو شاعرۍ مقام ئې کلک او مضبوط ساتلے دے.
زۀ خپل خلوص وفا وژلے يمه
ګل د سحر خپله خندا وژنى

غرض د کتاب پېل د دعا او نعت نه شوے دے او په کتاب کښې غزل، پابند او آزاد نظمونه، قطعه، هائيکو، سندره او لوبه يعنې د شاعرۍ هر توکے په کښې شته. خپلې خبرې هم د دوئ په دگ شعر راغونډوم چې:
بيا ګةره سامراجو د پښتون خاوره نيولې ده
ولې د ملت په مړو رګونو کښې ساه نۀ راځى

د ښۀ ملګرى پروفسر صېب د دراز عمر لپاره دعا کوو چې د ادب جولۍ ته د "کنجکه" په څېر قيمتى فنپارگ اوسپارى. کنجکه دې ډېره بختوره وى. آمين

٥. ورانې کرښې

زما سر د نشگ ډک وو خو په عشق کښې
دومره ټيټ شو چې سيالان راپورې خاندى
نسيم
زمونږ د سپينې وړۍ "پېښةر" د جهانګير وېنا رايادېږى، دوئ وئيل چې ستر حمزه بابا د خليلو د سيمې نه دا ګيله کوله چې دلته ګنې ادب کم دے. اګر چې په دغه وخت کښې د محترم همېش خليل صېب غوندې پياوړے محقق وو. د خدائے بخښلى مېجر يونس خليل غوندې رومانى شاعر هم وو. او که نةر نومونه نۀ اخلو. ځکه چې خبره اوږدېږى نو د سپينې وړۍ پير عبدالقدوس تندر بابا چې د انګار اخبار ايډيټر هم پاتې شوے وو. بلکې د دوئ د زوگ له اړخه نوسۍ زيتون بانو د شاعرۍ او خصوصاً د افسانو انګازگ خورې وې هم د دوئ د خاندان د نةرو ليکوالو نومونه کۀ پرېږدو نو د محترم پير ظفر زهير صېب او ممتاز على شاه ممتاز نومونه ځکه اخلو چې حيات دى. الله دې روغ صحت سره د راز عمر ورکړى. غرض مې دا دے چې کۀ حمزه بابا ژوندے وے نو نن به ئې دا ګيله په ډېرو خوشحالو بدله شوې وه. ځکه چې نن د ټولې پښتونخوا او پېښور وادۍ سربېره د خليلو په هر کلى کښې تقريباً ادبى جرګه شته بلکې د يوگ نه دوه او دوو نه درېو پورې هم کېدے شى. بعضې جرګگ دوام اولرى او بعضې خاموش شى خو کۀ خاموش هم شى نو دومره کار ئې کړے وى چې څۀ ادبى خاپونه ځان پسې ضرور پرېږدى.
پېښور پښتة ادبى جرګه چې په سن ١٩٨٤ء کښې جوړه شوې ده چې نوم ئې خليل ادبى ټولنه وو. "د وسعت په غرض مو ورله پېښور پښتة ادبى جرګه نوم خوښ کړو". چې د محترم ډاکټر نعيم صېب او محترم ډاکټر اقبال نسيم خټک صېب د مشورگ نه پس يقينى کړے شو. خبره د "ورانې کرښې" ده. ورانې کرښې د ريګى د سيمې د ارواښاد محمد اقبال خليل صېب شعرى جونګ دے چې اوس اوس يعنې ٢٠١٠ء کښې د ښۀ مناسب ټائټل او مناسب کاغذ سره په يو سل اتۀ نوى صفحو سره چاپ شوے دے. تړون ئې د نصرالله خان نصر صېب په نوم شوے دے. چې هم په دغه ځائے ئې د نصر صېب دا شعر راوړے شوے دے.
د وطن ګلزار به هلته تازه کيږى
چې په وينو کښې ئې زۀ اوبۀ خور وکړم

زما په خيال کۀ نصر صېب ژوندے وے نو د شعر اخرى لفظ به ئې د "وکړم" په ځائے اوکړم ليکلو يعنې د الف ليکل به ئې ضرورى ګڼل دا بحث دلته نۀ راغبرګه وُو ځکه چې دا کار د عبدالرحمٰن باباجى ديوان سره هم شوے دے چې زمونږ ښاغلى هم په دغه پسې روان دى.
"ورانې کرښې" په کتاب ښاغلى زاهد خان شېدا ښۀ په تفصيل سره مقدمه ليکلې ده او په شاه پاڼه د محترم مشر سليم راز صېب د ورک موندلے شاعر عنوان لاندې مختصر مګر جامع ليک چاپ دے.
د کتاب د شاعرۍ پېل په دعا او اختتام ئې هم په دعا سره شوے دے. د ارواښاد اقبال خليل د شاعرۍ په حقله د خپل نظر وړاندې کولو نه دا مناسب ګڼم چې د شېدا صېب په صفحه ١٨ دوېم پېرګراف نه دا لږه شان ټوټه وړاندې کړم، دوئ ليکلى دى چې: "د خپل عصر د خليلو مومندو په خاوره خصوصاً او په ګرده پښتونخوا کښې عموماً اقبال خليل يو جدت پسند شاعر وو. هغه د وخت او حالاتو د نزاکت نه خبر دے. د هغۀ شاعرۍ کښې د ترقى پسند تحريک بڅرى لکه د اور اورکو په شان رڼا کوى".
وړاندې ذکر اوشو چې دغه بحث نه راغبرګوو خو نزدگ بيا په بره پېره کښې دوه او اور اورکى په ليدو په دگ مجبور شُو چې اووايو چې که د پېښورۍ غټې لهجگ تقليد شوے وے نو ښۀ به وه ځکه چې پښتة ژبه په دريو غټو لهجو ولاړه ده چې پېښورۍ، قندهارۍ او درېمه لهجه چې ارواښاد رښتين صېب ورته په خپل کتاب "د پښتة ګرامر" کښې مېنځنۍ لهجه وائى. داسې نۀ ده چې ګنې په پښتة کښې صرف دا درگ لهجگ دى بلکې د پښتو ژبې لهجگ عالمان اوياؤ ته رسوى او کۀ داسې اووايو چې د پښتنة څومره قومونه دى نو هم دومره ئې لهجگ دى خو په هر حال په لنډو به داسې اووايو چې دغه ذکر شوې غټې درگ لهجگ دى چې دا نورې لهجگ ئې وړوکى لهجگ دى. بعضې د پېښورۍ او بعضې د قندهارۍ د ډلې نه دى او بعضې د مېنځنۍ نه اثر اخلى بلکې داسې هم وئيلے شو چې بعضو نه مېنځنۍ اثر اخلى.
مونږ د املا او لهجگ پړه په ارواښاد اقبال خليل پورې نۀ شُو تړلے هغه په دگ ازاد دے ځکه چې د هغۀ د لاس ليک زمونږ له نظره نۀ دے تېر شوے. په لنډة به داسې اووايو چې دغه لفظونه د پېښورۍ لهجگ په تناظر کښې وُو. هةر، هةرکى ليکلے کېږى لکه د کتاب مخ پاڼه د محترم فيروز افريدى صېب سره د نوم نه وړاندې "خپرونکے" ليکلے شوے دے چې مونږ ئې خپرونکے نه خوةرونکے وايُو او ليکو بلکه دا چې کله دا کتاب صدر جرګه يعنې "پېښور پښتة ادبى جرګه" په خپله مالى مرسته چاپ کوى نو د صدر صېب وېنا مطابق د جرګگ نوم د جرګگ د روايت مطابق ليکل پکار وُو.
د کتاب د املاء په حقله دا وضاحت هم ضرورى ګڼم چې دا د پېښور د پښتة ادبى جرګگ هغه مروجه املا نۀ ده کومه چې جرګه پکاروى. دا صحيح ده چې دا املا د باړه ګلۍ مروجه املا ده. خبره پېښور پښتة ادبى جرګگ د پاليسۍ نۀ ده او مقصد دا دے چې د دگ مطلب هرګز دا نۀ دے چې ګنې جرګه په املاء کښې د خپل انفراديت نه په شا شوه. نه داسې نۀ ده د بعضو وجوهاتو له کبله دا کار په دوو درېو کتابونو نةرو کښې هم اوشو البته نةر به انشاء الله داسې نۀ کېږى.
په دگ ادبى زيار ښاغلى شېدا او د دۀ مرستيال ملګرو ته مبارکى وايُو او د پېښور پښتة ادبى جرګگ صدر او کابينې ملګرو او غړو لپاره د فراخه درازه، او ښېرازه عمر دعا کوو چې خپلې، خوږگ، شيرنې او علمى ژبې پښتة ته د اقبال خليل د "ورانې کرښې" په شان ښکلې ښکلې ډالۍ بخښى.
_________________

ته لاړے خوند لاړو
تا ســـره ژوند لاړو

Feroz Afridi
07-30-2010, 05:28 AM
مسافر خان هلال خېل

په پنځمه فرورۍ ٢٠١٠ء په باغ يوسف کښې د حاجى ګلزار خان د خواښې څلويښتى کېده. د کلى لوگ واړۀ په ګڼ شمېر کښې د څلوېښتۍ خېرات ته راغلى وو. ډيرې د مزگ غټې وريجې پخگ شوې وې. دا ورځ هم ډېره يخه وه او ورسره يخ نرے نرے پشم ورېدو. دولسو (١٢) بجة ته نزدگ د کلى خلق په ختمېدو شُو. ځکه چې د جمعگ مبارکه ورځ وه مونږ چې اوزګار شُو. نو د باغ يوسف چمن کښې کښېناستو ګپې شپې لګېدې، دگ دوران کښې حاجى ګلزار خان ماته دا خبره اوکړه چې فيروز افريدے سره د څو ملګرو باغ يوسف ته راروان دى د هغو دپاره د روټۍ بندوبست اوکړه. په دگ غرض مو يو ديګ هم مخکښې نه سنبال کړے وو. ما وېل کۀ چرته ورةستو مېلمانۀ راشى. لږه شېبه ورةستو فيروز افريدے سره د خپل ورةر ملک مير عالم خان او نةرو ملګرو د ګاډى نه راکُوز شُو. په يو ځائے کښېناستو. او د روټۍ خوړو نه پس فيروز آفريدى د خپلو ملګرو پېژندګلو اوکړه. په دگ کښې ملک مير عالم خان خو د مخکښې پېژندګلو وو او دگ نةرو ملګرو کښې نسيم خان نسيم صېب او بل دلاور خان وقار صېب وو. د پېژندګلو نه پس ئې يو بنډل د رسالو مخې ته کښېښودو. او ناستو ملګرو ترېنه خپل خپل اړخ ته يوه يوه رساله راښکله. او دغه شان زما يوه رساله د ځان مشغولېدو دپاره په برخه اورسېده. د رسالگ په ليدو خو اول حېران شوم. او بيا ډېر خوشحال. حېران په دگ خبره چې اورېدل مې اول خو ليدلې مې نۀ وه. او چې رساله مې اوليده نو خوشحال په دې شوم کۀ يو اړخ ته "دستار" انټرنېشنل زما په لاسونو کښې وه. درگ کاله دستار انټرنېشنل اوچلېده خو په دې پوهه نۀ شوم چې ولې بنده شوه. د دگ خبرې علم زمانه زيات فيروز خان افريدى ته دے. د پښتة يو مثال دے چې غوړى تالى کښې توگ شى هغگ ته توگ مۀ وايه. دلته ذکر د پېښور انټرنېشنل کول غواړم. چې وړومبۍ ګڼه ئې زما مخې ته پرته ده. په ډېر ښکلى ټائيټل او ښکلى کاغذ چاپ شوې ده. پېښور انټرنېشنل کښې مرکگ، مقالگ، غزل، نظمونه شامل دى. د دگ په شاه پاڼه د اسلاميه کالج تاريخى بلډنګ تصوير چاپ شوے دے. چې د ستائينې وړ دے. د فخر خبره خو دا ده چې د رسالگ نګران ډاکټر هدايت الله نعيم صېب دے. چا چې زما د حجر په سفر نامه باندې په زړۀ پورې ليکل کړى دى. او ماته ئې دا اعزاز رابخښلے دے چې زۀ ئې په ليکوالو کښې شمېرلے يم. د دگ رسالگ مشر مدير فيروز خان افريدى دے. چې د نن نه شل کاله وړاندې زمونږ د سفر ملګرے د قطر پښتة ادبى ټولنې صدر نه علاوه زمونږ د ناستې پاستې ملګرے پاتې شوے دے. ډېر قابل احترام او په پښتة مئين انسان دے. او هم دغه وجه ده چې نن په پښتة دا انسان د آل ورلډ پښتون ارګنائزېشن صدر نه علاوه په قطر کښې د پښتة د يووالى دپاره خپلې هلې ځلې روانې ساتى. او دا خبره زۀ ډېر په فخر سره کول غواړم، که فيروز خان آفريدى پېسه نۀ ده ګټلې نو پښتة او د پښتنة مينه ئې ضرور ګټلې ده. په نورو ملګرو کښې نسيم خان نسيم، عارف الله اظهر، دلاو خان وقار دوى سره ملاقات مخکښې نۀ وو شوے. خو ښکاره خبره ده چې د فيروز خان افريدى ملګرى دى نو د ستائينې وړ دى.
قانونى مشرانو کښې حاجى ميرالرحمٰن ايډوکېټ (سابقه اسسټنټ ايډوکېټ جنرل) او امين الرحمٰن ايډوکېټ هائى کورټ شامل دى. هر کله چې د بلډنګ جةړولو په وخت د بلډنګ بنيادونه مضبوط وى نو بيا بلډنګ ته هيڅ خطره نۀ وى. په دگ وجه فيروز خان افريدے ډېر زيرک انسان دے.
دا ټولې خبرې هغوى خپلې مخې ته د خپلې تجربگ په رڼا کښې اېښې دى نو ځکه وړومبے قدم ئې ګلونه اېښودے دے. څنګه چې حاجى ګلزار خان د خپلې مرستې پوره پوره باور ورکړے دے دا رنګ به ورسره همېشه لپاره زمونږ مرسته او ملاتړ همېشه وى.
زۀ د پېښور انټرنېشنل مجلگ په توسط سره يو ډېرې ضرورى مسئلگ ته پام لرنه راګرځوم. او هغه دا کۀ سرکارى او غېر سرکارى او سياسى ګوندونه دې ټةلو مشرانو ته په ډېر احترام وړاندې کول غواړم. هغه دا چې يو علاقگ پېژندګلو ده هغې د نوم په نسبت کېږى. دگ وخت کښې پېښور يو ډېر لوئگ عظيم الشان ښار جةړ شوے دے. خو هر کله چې دا ښار جةړ شو نو د دگ د پېژندګلو دپاره د ښار نه ګېرچاپېره اووۀ دروازگ جةړې شوې. او د هرې دروازگ خپل خپل نوم کېښودے شو. وخت تېرېدو سره سره پېښور په ډېره لويه رقبه کښې خةر شو. او هر يو کلى بازار محلگ ته خپل نوم ورکړے شو. نن چې مونږ تهکال ټاؤن يا په هغه طرف بل يو ځائے ته ځو نو ګاډى سره دا خبره ضرور کوُو چې يونيورسټى روډ باندې پروت دے. يا په هغه طرف به ځو د دگ اصل وجه دا کېدے شى چې په دگ طرف پېښور يونيورسټى ده. د دگ علاقگ ټةل پېژندګلو په يونيورسټۍ کښې ده.
دغسې بيا يو وخت ورسک روډ شروع شو. او پرله پسې کالجونه او سکولونه جةړ شُو. او د وخت تېرېدو سره تعداد نةر هم زيات شو. او دگ سره هاوسنګ سوسائيټو هم دگ علاقگ ته پام لرنه اوکړه. او هغه وخت هم راغو چې ورسک روډ پېښور په زړۀ پورې علاقو کښې شامل شو. هر کله چې حکومت په ورسک روډ د نةرو کالجونو جةړولو بنديز اولګولو او دله زاک روډ ورته سودمند ښکاره شو. او په يو کال کښې دننه په دله زاک روډ يونيورسټى کالجونه جوړېدل شروع شول. او تعداد نةر هم زياتېدو. د هشتنغرۍ پُل نه واخله تر دله زاک کلى پورې دا د دله زاک روډ په نوم يادېږى. خو دا خبره چاته معلومه ده چې په دگ روډ ډېر لوئې لوئې کلى پراتۀ دى. پخه غلام، وډپګو، عبدالرحميه، ګلوزى، محمدزى او په اخر کښې دله زاک دے.
مقصد دگ تعليمى علاقگ ته د يو نوى نوم ورکولو دے. او هغه دا چې دگ علاقگ ته دې پشاور ايجوکيشن سټى نوم په متفقه توګه ورکړے شى. په دې نوم به د علاقگ يو پېژندګلو اوشى، کۀ ورسک روډ مو ورنکړے شو نو دگ دله زاک روډ له خو خپل نوم ورکولے شو.
ـــــــــــــــــــــــــــــــ








رپورټ: ملک مير عالم افريدى

په ٥ جون ٢٠١٠ء د اجمل خټک ادبى جرګگ (خېرآباد) ضلع نوښار د سةرى لاندې د خداے بخښلى اجمل خټک د کتابونو د مخ کتنې دستوره اوشوه. د دوى په کتابونو کښې (١) د غېرت چغه (انګرېزى ترجمه) (٢) د غم کرښې او (٣) پښتون اجمل شامل وو. په دغه موقع افضل خان لالا مشر مېلمه وو. او اعزازى مېلمه ايمل خان خټک وو. د دغه دستورگ صدارت د پښتونخوا صوبائى مشر وزير جناب بشير احمد بلور کولو. په سټېج د جرګگ صدر محترم ماصل خان اتش صېب موجود وو. ليکوالو د اجمل خټک په تخليقاتو زړۀ پورې ليکنې وړاندې کړې. د دگ دستورگ د نظامت فرائض د جرګگ مشر سکتر هارون الرشيد خټک ترسره کړل.
ـــــــــــــــــــــ





رپورټ: سيد ظفر الله

په ٢٤ مئى ٢٠١٠ء په پېښور پوهنتون کښې د پښتة اکېډمۍ سره خوا کښې د يو نوى عمارت "پښتون ثقافتى ميوزيم" افتتاح د پېښور پوهنتون د وائس چانسلر محترم پروفېسر ډاکټر عظمت حيات صېب او محترم هاشم بابر صېب څوک چې د عوامى نېشنل پارټۍ مرکزى مشر دے. په مبارکو لاسونو اوشوه. په دغه موقع د يو باقاعده پروګرام لاندې د ميوزيم افاديت او اهميت بيان کړے شو. د دگ پروګرام نظامت محترم جاويد خليل اوکړو.

ــــــــــــــــ





رپورټ ملک ميرعالم افريدى

د تاجر اتحاد يونيورسټى رةډ پېښور د سورى لاندې يوه درنه غونډه "احتجاجى کېمپ" د روان کال د مئى د مياشتې په يوولسمه نېټه د نهې په ورځ د محترم خالد ايوب صېب صدرِ تاجر اتحاد يونيورسټى روډ په مشرۍ کښې شيراز رېسټورنټ سره نزدگ يونيورسټى رةډ پېښور باندې اوشوه. تلاوت لالا نور محمد (نائب صدر تاجر اتحاد يونيورسټى رةډ) اوکړو.
د دگ احتجاجى کېمپ اغراض ومقاصد څۀ په دگ ډول وُو.
په سروس رةډ د کمرشل ګاډو بندول.
د يُو ټرن ازادول او سروس رةډ ته د داخلېدة لارې.
د پوليس او انتظاميگ له طرفه غېر قانونى ګرفتارۍ.
د پوليس د بگ ځايه مداخلت نه مختلف کاروبارونه بچ کول.
د لوډ شېډنګ ختمول وغېره وغېره.
په دگ احتجاجى کېمپ کښې تقريباً پنځلس سوه کسانو برخه واخسته او د پېښور د تاجرانو مختلفوتنظيمونو مشرانو حاجى حليم جان چيئرمېن مرکزى تاجران صوبه خېبر پښتونخوا حاجى غفران ډسټرک مرکزى صدر، حاجى اسرار صرافه صدر، مجيب الرحمٰن پېښور کېنټ، شرافت على مبارک سابقه چېمبر صدر پښتونخوا چې د وخت د ضرورت او نزاکت مطابق ئې رڼا واچوله.
د دگ محترمو نه علاوه حاجى نواز سابقه صد رموټر بارګېن، کفايت الله درانى صدر موټر ډيلر ايسوسى اېشن، امجد على قادرى سابقه صدر، يوسف خان صدر فرنېچر ډيلر ايسوسى اېشن يونيورسټى رةډ او کفايت الله خليل سابقه ناظم يونين کونسل پاوکه احتجاجى کېمپ ته خطاب اوکړو.
محترم ارباب نجيب الله خليل سابقه اميدوار اېن اے ټُو او د صوبائى کونسل ممبر عوامى نېشنل پارټى. تاجر اتحاد يونيورسټى رةډ ته په خپله وېنا کښې د مسائلو حل کولو په لړ کښې د ملګرتيا ډاډګيرنه ورکړه او د پوليس او انتظاميگ د رويگ ئې غندنه اوکړه.
محترم عاطف الرحمٰن ايم پى اے (عوامى نېشنل پارټى) اووئيل چې زۀ هم ځان د تاجر اتحاد يو غړے او خدمتګار ګڼم. او فخر کوم چې زۀ د دگ علاقگ او د تاجرانو نمائنده يم. او هر وخت د وزير اعلٰى او ګورنر پښتونخوا سره خبرو اترو ته تيار يم. دوئ د پوليس او انتظاميگ په روية د سخت خفګان اظهار اوکړو او تنبيهـ ئې ورکړه چې پوليس او انتظاميه دې د قوم دگ نمائنده او ګټورې طبقگ سره تعاون شروع کړى.
په اخره کښې محترم خالد ايوب په خپل خطاب کښې له هر څۀ وړاندې راغلو ټةلو ګډون کوونکو، تقرير کوونکو او د تاجر اتحاد د هر ګوند نمائندګانو ته د زړۀ له تله ستړى مشى اوکړۀ او په ډېرو ښة الفاظو ئې د ګډون کولو شکريه ادا کړه ورپسگ ئې ډېر ګټور خطاب اوکړو چې دلته ئې لنډيز وړاندې کولے شى.
محترم خالد ايوب اووئيل چې زما مشرانو، همځولو او کشرانو مخلصه او هم خياله ملګرو ډېرې ګټورې خبرې اوکړې. خو زۀ ډېر افسوس سره وايم چې مونږ د يو کال نه ډى آئى جى ټرېفک، سى ډى ايم ډى او کمشنر پېښور سره ملاقاتونه کړى دى او مسائل مو ورته په ګوته کړى دى. چې څة څة ځله ئې باور هم راکړے دے خو مسائل ئې حل نۀ کړۀ نو ځکه تاجران سړک ته په راوتلو مجبور شول ګنې مونږ په دگ پوهـ يُو چې موجوده وخت کښې پښتونخوا په حالت جنګ کښې ده او داسې احتجاجونه به مناسب نۀ وى. خو افسوس چې دغه انتظاميگ نظر لرى نۀ غوږونه، د دوئ دا ناپوهى او دا غلطې رويگ د تاجرانو او حکومت ترمېنځه خلا پېدا کوى حالانکې حکومت ته د تاجرانو نه د ګټې او فائدگ رسېدة په حقله هر تعليم يافته او باشعوره وګړے خبردارے دے خو...... دا ئې هم په ګوته کړل چې بگ پرمټه مزدگ، وېګنې، رکشگ د ټرېفک پوليس اهلکارو دى او د دگ غةر دې اوکړے شى.
په اخر کښې ئې يو وار بيا د حاضرينو مننه او شکريه ادا کړه. داسې د احتجاجى کېمپ لانګ مارچ چې حدف ئې وزيراعلٰى هاؤس وو. د ډېرې کاميابۍ باوجود ئې د سى ائى ډى تاڼې ګوره قبرستان په مقام ختم کړو. شايد دگ اعلٰى تعليم يافته، باشعوره د غريبو غمخوار سپين سپېځلى او باکرداره ليډر د وخت د حالاتو په تناظر کښې تر دغه ځايه لانګ مارچ کافى ګڼلگ وى.
د دگ احتجاجى کېمپ نظامت د محترم دلاور خان وقار ډپټى جنرل سکرټرى تاجر اتحاد په غاړه وو.
ــــــــــــــــــ
غزل
جوهر خليل


ژوند مې شمع په وختى ماښام بلېږم
شابه زر مې تنکى حسن ته لوګے کړه
ځان له ناست فکر کښې ډوب باګرام نه لرې
ښکلو راشئ مېخانگ پورې مې بوځئ
د ځوانۍ مستۍ وختونه لاړۀ تېر شول
د ثمين، شاه جى، مسعود مرثيگ ليکم
د وفا لارې زردارو چې قبضه کړې
د جوهر خليل په لاره هر څوک نۀ ځى
رڼا بل له ورکوومه چې سوځېږم
سپېلنى غوندې لتانه لُوګے کېږم
د چا ياد يم نشه کړے چې دردېږم
ډېر بوږنېږم لږ شرمېږم رسوا کېږم
د زړۀ زةر لاړو محفل کښې هم تنګېږم
بس حرام شه کۀ د زړۀ تل نه خندېږم
مخامخ ورله ورځمه کۀ ډوبېږم
قام دپاره په دار خېژم امر کېږم

ـــــــــــــــــــــــــــ






ملک مير عالم افريدى

د روان کال د اپرېل نهمه نېټه د اتوار په ورځ قلندر ادبى جرګگ په بډهـ بېره هائى سکول پېښور کښې د خليل خان خليل د کتاب "سپاندې" د مخ کتنې دستوره اوکړه. چې وخت ئې سحر نهۀ بجگ ټاکلے وو. خو دستوره نزدگ يووولس بجگ د محترم مشر داور خان داؤد صېب په صدارت کښې شروع شوه. په دگ موقع محترم پروفېسر اباسين صېب مشر مېلمه وو.
په سټېج د "سپاندې" خالق او د قلندر ادبې جرګگ صدر نګاه حسېن غريب نګاه دکةربه په حېث ناست وو چې په خپل مناسب وخت ئې د دستورگ صدر، مشر مېلمه او راغلو شاعرانو، اديبانو او علاقه مندانو ته ستړى مشى اوکړۀ. د دستورگ پېل ښاغلى قارى ذکريا شينوارى د تلاوت کلام پاک څخه اوکړو.
په کتاب ښاغلى عظمت سورانى خپله بشپړه مقاله واوروله. چې حاضرينو ډېره خوښه کړه ورپسې ښاغلو راهى ماشوخېل، پروفېسر ستار خان لواغر او څة نةرو پرې له سټېجه په زړۀ پورې خبرې اوکړې. د نظامت فرائض ښاغلى انور اسير ترسره کړل.
په مجموعى ډول د ستائنې وړ دستوره وه پېښور پښتة ادبى جرګه او "پېښور" انټرنېشنل د قلندر ادبى جرګگ ټةلو عهددارو او غړو ته مبارکى وائى.
خواست

نوم دا ستا او د بل اخلم ځان ته وايم څۀ مې کار څۀ مې غرض دے په بل چا

د خپلو ګرانو شاعرانو، اديبانو او علاقه مندانو په درانۀ حضور کښې خواست کولے شى چې هرې غونډې او دستورگ ته دې د ټاکلى وخت مطابق خپله حاضرى يقينى کړى. چې د ادبى غونډو او د ستورة حق په پوره پوره ادبى انداز ادا کړے شى. اداره
_________________

ته لاړے خوند لاړو
تا ســـره ژوند لاړو

Nokia_Apridy
07-30-2010, 05:56 AM
manam dar kha F.lala