View Full Version : USA, ISI and terrorists allaince against Pukhtoons


Watanpal
04-07-2010, 06:57 AM
د اولسمشر کرزي د بیا ټاکل کېدلو، په پښتونخوا کښې د اوامي نېشنل ګوند د ټاکنې او د ښاغلي مامود خان اڅګزي په مشرۍ کښې د یوه خورا پرتمین او زړور میلي سیاست په پایله کښې د ډېر اوږده مهال له تشې او ځنډ وروسته پښتانه په لومړي ځل داسي انګېري چي دوی داسي مشران لري چي هم د میلت په ستونزو پوهیږي، او هم درې واړه په خپل منځ کښې څه نا څه یوه بل ته غوږ نیسي او پر هر څه سربېره درې واړو په زبات رسولې ده چي غال نه خوښوي بلکې په هیواد کښې روغه جوړه غواړي
خو له بده مرغه کورني او بهرني دوښمن هم په دې پوره پوره پوهېږي نو ځکه خو یې تر ننه پوري یوه ګړۍ په ارام نه دی کښېنستلی
زموږ سوګند خوړلی دوښمن په لاهور او پینډۍ کښې نن هم د پخوا په شان د پښتنو د بربادۍ تابیا نیسي. هغه نه غواړي چي په کابل کښې دي د کرزي سرکار ټینګ او بسیا شي او نه دا غواړي چي په پښتونخوا کښې دي د میلتپالان د اولس په چوپړ کښې بریالي شي
پایله یې دا ده چي خپل ټول ترهګر یې د پښتنو په کلیو، بانډو او ښارونو د لېونو سپيو په شان ورهواله کړي دي
دا دوښمن هر هغه پښتون وژني چي په سر کښې یې ماغزه وي او هیواد پلورنې ته تیار نه وي
ورسره هر هغه ښوونځي سوزوي چي د پښتنو ځوان کول پکښې د پوهنې له رڼا سره بلدیږي
په دې کار سره دوښمن غواړي چي پښتون اولس کښې هم د سر لخوا وژنه وکوي او هم یې له لاندي خوا جرړې ووهي
او پاته اولس په خپل هیواد کښې داسي بېکوره او بې اوره کي چي بروهلی او سروهلی ګرځي او ځان له د سر پنا په سوال غواړي مګر د ازادۍ چورت بېخي ورنه هېر وي
دا خو زموږ د سوګند خوړلي دوښمن کیسه وه چي هم اوس ډېر پښتانه ورسره بلد دي او نړۍ پرې اګاه ده
مګر موږ د لوېدیځ او بیا په تېره د امریکې او اینګلستان په سیاست نه پوهیږي چي دوی د افغانستان په هکله غوره کړی دی
دغه دواړه هیوادونه له ډېره وخته راهیسي د افغان دولت له دریځ سره په ډغره او ټکر کښې دي. لومړی یې د اولسمشرۍ د ټاکنو په مهال د افغان دولت د کېس د کمولو هڅه وکوله او اوس بیا چي ښاغلي کرزي له ځینو تالیبانو او اسلامي ګوندی سره د روغې جوړې او پخلاینې بهیر پیل کړی دی دوی بېخي ناارام شوي دي او هڅه کوي چي کله په یوه پلمه او کله بیا په بله پلمه د دغې پخلاینې مخنیوی کوي
هغوی په دې کار سره خپل ناولی سیاست نور هم رسوا کوي او د افغانانو دا شک په باور بدلوي چي لوېدیځ په افغانستان کښې ارامي او د جنګ پای نه، بلکې جنګ او هغه هم یو اوږد جنګ غواړي. کنې د نړۍ د ۴۲ شتمنو هیوادونو په شتون کښې خو له ۸ کالو پسته افغانستان اوس باید سمسور او اباد هیواد وای
کوم کار چي روسانو د خلک ډیموکراټیک ګوند له پښتنو مشرانو سره وکړو داسي ښکاري چي لوېدیځ هم هغه کار یو وار بیا له پښتنو سره لګیا دی کوي یې
ډېر ارمان دی چي د افغانستان په پارلیمان کښې ځینه غړي د بهرنیانو ته شپه او ورځ لاس په نامه ولاړ دي او هر ناز یې مني
د پښتنو د مشرتابه درې واړو مرکزونو ته پکار ده چي خپل اولس ته په سپینه وینا وکوي. او هم له جنګي ډلو سره تماس ونیسي او هغوی ته باور ورکي چي جنګ نه بلکې پخلاینه او ارامي بهرنیان زموږ له هیواده وتلو ته اړ ایستلای شي
د اسلامي ګوند او د ځینو تالیبانو د پخلاینې اوسنی نوښت پکار ده چي په هیڅ نرخ هم ناکام نه شي. او هم د اسلامي ګوند او تالیبانو مشرانو ته پکار ده چي نور نو سوګند خوړلي دوښمن له منګولو ځانونه ازاد کي او هم هیواد وژغوري






<LI class="postbit postbitim postcontainer" id=post_86023>ایا پنجابیانو، تالیبانو او امریکایانو په ګډه د پښتنو مرګ ته ملا تړلې ده؟

که موږ د وژنو سمه شمېرنه ترسره کو نو له تېرو ۸ کلونو راهیسې امریکایانو چي چي څومره وژنې کړې دي په هغو کښې تر ترهګرو زیات یې ملکیان وژلي دي
او ملکیان هم زیاتره هغه کسان چي د ښاغلي کرزي د واکمنۍ او په هیواد کښې د روان سیاسي بهیر پوره پوره ملاتړ کوي
امریکایان خو له هرې وژنې وروسته وايي چي تېروتنه وشوه او ورسره دا هم وايي چي ترهګر ملکیان د اینساني ډال په توګه کاروي نو ځکه خو چاره نشته
خو موږ له امریکایانو دا پوښتنه کوو چي په تېروتنه خو مو ډېر شکومي او دوستان پښتانه ووژل تاسي ولې خپلې څارګرې الوتکې تر وزیریستان پورې الوزوئ او یوازې د پښتنو په سیمو کښې بمبارئ کوئ
موږ دا نۀ وايو چي تاسي هغه ترهګر مۀ وژنئ چي د وزیریریستان پتمن اولس یې یرغمل کړی دی
بلکې ورسره ورسره له تاسي څخه په کلکه دا غوښتنه کوو چي نور مو الوتکې لږ پرمخ کش کئ د پښتونخوا تر سیمو واوړئ او د پنجاب په زړه کښې د ترهګرو په ځالو، روزنتونو، مدرسو باندي هم چپاونه وکوئ. تاسي ولې د «لشکر تیبه » مرکز چي د لاهور په مریدکې کښې دی ، نه بمباروئ؟؟؟
تاسي ولي ای ایس ای یوه ترهګره ډله نۀ پېژنئ؟؟؟
تاسي د همید ګل په شان کسان د نورو ترهګرو سره یو ځای په تور لیسټ کښې نه اچوئ؟ تاسي ولې پاکستان د یوه ترهګر دولت په نامۀ نه پېژنئ؟
هر ځل چي کله له اسمان څخه ستاسي د اور توپان لا تېر شوی نه وي ، نو د جنت د هورو په ښکلا مین ځانوژونکی د سلګونو پښتنو په منځ کښې داسي په ځان چاودلو سره د مځکې په سر یو داسي تاترین جوړ کي چي ستاسي ډېرې پرمختللې وسلې هم ورته بېوسه شي. او لا د دغه تاترین لوګی لا ورک شوی نۀ وي چي له راولپنډۍ څخه د رنجیت سینګ د زامنو ناپاک پوځ په پښتو راوخېژي چي په ښکاره خو په ترهګر پسې راغلی وي
مګر ریښتونې موخه یې د پښتنو بې پته کول ، بې کوره کول او برمه پرې ایستل وي
دا لړۍ همداسي له تېرو ۸ کالو دوام لري. لومړی د امریکایانو تېروتنه، ورپسې د ۷۰ هورو پتنګ او بیا د رنجیت میرات خواره زموږ په پتمن او سیال اولس هغه ناکړدې کوي چي تر ټولوژنې هم لوی جنایت پکار ده چي ورته ووایو
نور چي تاسي په خپلو منځو کښې وبله هرڅه کوئ، مګر يو کار مو سره ورته دی او هغه ده د پښتنو وژنه
ایا داسي خو نۀ ده چي تاسي درې واړو د پښتنو وژنې ته په ګډه سلا کړې ده؟؟؟ که تاسي موږ ته ځواب ویل نۀ غواړئ
پښتنو ته پکار ده چي د دغې پوښتنې ځواب پخپله پیدا کي

BLS_1919v2.0
04-07-2010, 12:22 PM
Nazia it is in pashto, so you need pashto font.

Watanpal saib ddera manana...kho pa dae hal kae Pakhtaana ka daasae dukhman wee, nu mung ba chaa sarra mlaa tharro (alliance)?

Watanpal
04-08-2010, 05:54 AM
هر څوک خپل خپل فکر لري. زما ذاتي رايه دا ده چې مونږه بايد د کرزۍ، مامود خان اڅکزۍ او اسفنديار سره ملا وتړو او د ملت په توګه يو کوټلې دريځ ولرو

BLS_1919v2.0
04-08-2010, 06:16 AM
Khabarae kae dae wazan dae watanpal saiba kho masala daa da che ayaa amreeka ao pakistan zamung par zidh rawaan dee nu karzai, asfandyaar ya mashar saib tha pakaar dae che agho yaw bal mulkoona saraa margaresthiyaa jorra kee ao war saraa mlaa wotharree. Massalnn Cheen, Russ, flaana chae kam az kamm pa Asia kae zamung saraa dasae malgarae wee che siyassee thoga kae mung saraa mlaa wotharree.

Dinosaur Khan
04-08-2010, 07:17 AM
^ta achakzi ta dala waye, tu mata da wakhaya de ta pakhtano para kuma tura wale? ka achakzai sahab na de pakhtano para khitmatuna ziat wi no biya pase zhaghaizha.

BLS_1919v2.0
04-08-2010, 07:25 AM
bls wrora, bakhana ghoram, kho da kam kasan chi ta yad karii dii (baghair da achakzai nah), da dew na kho ghat dalagan nor shtaa di nah.. asal ki hom da khalaq da pakhtanoo da barbadi zemawar dii
nor taso zama na pa har sa kha poha yei.

Wror kiyaa its not that I support them or not. However, if we put forward that USA, Pakistan is against us kana...then for you to survive you need other allies. Zakaa pa khpl zae kae har chaa saraa dukhmanee nashae kawalae..chaa saraa ba margarsthiyaa kae ao khpl zaan ba saathae. Bala khabaraa wrora karzai da abdullah abdullah na kha dae walae che shumaaliyaan ba pakhtaana tharf tha kii.

Dinosaur Khan
04-08-2010, 07:36 AM
Ooh sorry yar.

Master Khan
04-08-2010, 04:57 PM
Yaara Pashto reading kho mala razi na.

Watanpal
04-08-2010, 05:59 PM
وروره چې خپه مو نه کړم خو مونږه ټول عمر د اييډيل په تلاش کې يو او يو انسان داسی نشته چې کمزورۍ نه لري. خو مونږه بايد لمړۍ د دننو ښامارانو مخه ونيسو زمونږه په وطن عربي ، غربي او پنجابي يلغار دی او ځينې پښتانه د دغه خلکو ملګرتيا کوي دغه پښتانه په پوځ کې هم دي، سیاست کې هم دي او په ميډيا کې هم دي.

darkwitch
04-08-2010, 11:33 PM
د اولسمشر کرزي د بیا ټاکل کېدلو، په پښتونخوا کښې د اوامي نېشنل ګوند د ټاکنې او د ښاغلي مامود خان اڅګزي په مشرۍ کښې د یوه خورا پرتمین او زړور میلي سیاست په پایله کښې د ډېر اوږده مهال له تشې او ځنډ وروسته پښتانه په لومړي ځل داسي انګېري چي دوی داسي مشران لري چي هم د میلت په ستونزو پوهیږي، او هم درې واړه په خپل منځ کښې څه نا څه یوه بل ته غوږ نیسي او پر هر څه سربېره درې واړو په زبات رسولې ده چي غال نه خوښوي بلکې په هیواد کښې روغه جوړه غواړي
خو له بده مرغه کورني او بهرني دوښمن هم په دې پوره پوره پوهېږي نو ځکه خو یې تر ننه پوري یوه ګړۍ په ارام نه دی کښېنستلی
زموږ سوګند خوړلی دوښمن په لاهور او پینډۍ کښې نن هم د پخوا په شان د پښتنو د بربادۍ تابیا نیسي. هغه نه غواړي چي په کابل کښې دي د کرزي سرکار ټینګ او بسیا شي او نه دا غواړي چي په پښتونخوا کښې دي د میلتپالان د اولس په چوپړ کښې بریالي شي
پایله یې دا ده چي خپل ټول ترهګر یې د پښتنو په کلیو، بانډو او ښارونو د لېونو سپيو په شان ورهواله کړي دي
دا دوښمن هر هغه پښتون وژني چي په سر کښې یې ماغزه وي او هیواد پلورنې ته تیار نه وي
ورسره هر هغه ښوونځي سوزوي چي د پښتنو ځوان کول پکښې د پوهنې له رڼا سره بلدیږي
په دې کار سره دوښمن غواړي چي پښتون اولس کښې هم د سر لخوا وژنه وکوي او هم یې له لاندي خوا جرړې ووهي
او پاته اولس په خپل هیواد کښې داسي بېکوره او بې اوره کي چي بروهلی او سروهلی ګرځي او ځان له د سر پنا په سوال غواړي مګر د ازادۍ چورت بېخي ورنه هېر وي
دا خو زموږ د سوګند خوړلي دوښمن کیسه وه چي هم اوس ډېر پښتانه ورسره بلد دي او نړۍ پرې اګاه ده
مګر موږ د لوېدیځ او بیا په تېره د امریکې او اینګلستان په سیاست نه پوهیږي چي دوی د افغانستان په هکله غوره کړی دی
دغه دواړه هیوادونه له ډېره وخته راهیسي د افغان دولت له دریځ سره په ډغره او ټکر کښې دي. لومړی یې د اولسمشرۍ د ټاکنو په مهال د افغان دولت د کېس د کمولو هڅه وکوله او اوس بیا چي ښاغلي کرزي له ځینو تالیبانو او اسلامي ګوندی سره د روغې جوړې او پخلاینې بهیر پیل کړی دی دوی بېخي ناارام شوي دي او هڅه کوي چي کله په یوه پلمه او کله بیا په بله پلمه د دغې پخلاینې مخنیوی کوي
هغوی په دې کار سره خپل ناولی سیاست نور هم رسوا کوي او د افغانانو دا شک په باور بدلوي چي لوېدیځ په افغانستان کښې ارامي او د جنګ پای نه، بلکې جنګ او هغه هم یو اوږد جنګ غواړي. کنې د نړۍ د ۴۲ شتمنو هیوادونو په شتون کښې خو له ۸ کالو پسته افغانستان اوس باید سمسور او اباد هیواد وای
کوم کار چي روسانو د خلک ډیموکراټیک ګوند له پښتنو مشرانو سره وکړو داسي ښکاري چي لوېدیځ هم هغه کار یو وار بیا له پښتنو سره لګیا دی کوي یې
ډېر ارمان دی چي د افغانستان په پارلیمان کښې ځینه غړي د بهرنیانو ته شپه او ورځ لاس په نامه ولاړ دي او هر ناز یې مني
د پښتنو د مشرتابه درې واړو مرکزونو ته پکار ده چي خپل اولس ته په سپینه وینا وکوي. او هم له جنګي ډلو سره تماس ونیسي او هغوی ته باور ورکي چي جنګ نه بلکې پخلاینه او ارامي بهرنیان زموږ له هیواده وتلو ته اړ ایستلای شي
د اسلامي ګوند او د ځینو تالیبانو د پخلاینې اوسنی نوښت پکار ده چي په هیڅ نرخ هم ناکام نه شي. او هم د اسلامي ګوند او تالیبانو مشرانو ته پکار ده چي نور نو سوګند خوړلي دوښمن له منګولو ځانونه ازاد کي او هم هیواد وژغوري




<LI class="postbit postbitim postcontainer" id=post_86023>ایا پنجابیانو، تالیبانو او امریکایانو په ګډه د پښتنو مرګ ته ملا تړلې ده؟

که موږ د وژنو سمه شمېرنه ترسره کو نو له تېرو ۸ کلونو راهیسې امریکایانو چي چي څومره وژنې کړې دي په هغو کښې تر ترهګرو زیات یې ملکیان وژلي دي
او ملکیان هم زیاتره هغه کسان چي د ښاغلي کرزي د واکمنۍ او په هیواد کښې د روان سیاسي بهیر پوره پوره ملاتړ کوي
امریکایان خو له هرې وژنې وروسته وايي چي تېروتنه وشوه او ورسره دا هم وايي چي ترهګر ملکیان د اینساني ډال په توګه کاروي نو ځکه خو چاره نشته
خو موږ له امریکایانو دا پوښتنه کوو چي په تېروتنه خو مو ډېر شکومي او دوستان پښتانه ووژل تاسي ولې خپلې څارګرې الوتکې تر وزیریستان پورې الوزوئ او یوازې د پښتنو په سیمو کښې بمبارئ کوئ
موږ دا نۀ وايو چي تاسي هغه ترهګر مۀ وژنئ چي د وزیریریستان پتمن اولس یې یرغمل کړی دی
بلکې ورسره ورسره له تاسي څخه په کلکه دا غوښتنه کوو چي نور مو الوتکې لږ پرمخ کش کئ د پښتونخوا تر سیمو واوړئ او د پنجاب په زړه کښې د ترهګرو په ځالو، روزنتونو، مدرسو باندي هم چپاونه وکوئ. تاسي ولې د «لشکر تیبه » مرکز چي د لاهور په مریدکې کښې دی ، نه بمباروئ؟؟؟
تاسي ولي ای ایس ای یوه ترهګره ډله نۀ پېژنئ؟؟؟
تاسي د همید ګل په شان کسان د نورو ترهګرو سره یو ځای په تور لیسټ کښې نه اچوئ؟ تاسي ولې پاکستان د یوه ترهګر دولت په نامۀ نه پېژنئ؟
هر ځل چي کله له اسمان څخه ستاسي د اور توپان لا تېر شوی نه وي ، نو د جنت د هورو په ښکلا مین ځانوژونکی د سلګونو پښتنو په منځ کښې داسي په ځان چاودلو سره د مځکې په سر یو داسي تاترین جوړ کي چي ستاسي ډېرې پرمختللې وسلې هم ورته بېوسه شي. او لا د دغه تاترین لوګی لا ورک شوی نۀ وي چي له راولپنډۍ څخه د رنجیت سینګ د زامنو ناپاک پوځ په پښتو راوخېژي چي په ښکاره خو په ترهګر پسې راغلی وي
مګر ریښتونې موخه یې د پښتنو بې پته کول ، بې کوره کول او برمه پرې ایستل وي
دا لړۍ همداسي له تېرو ۸ کالو دوام لري. لومړی د امریکایانو تېروتنه، ورپسې د ۷۰ هورو پتنګ او بیا د رنجیت میرات خواره زموږ په پتمن او سیال اولس هغه ناکړدې کوي چي تر ټولوژنې هم لوی جنایت پکار ده چي ورته ووایو
نور چي تاسي په خپلو منځو کښې وبله هرڅه کوئ، مګر يو کار مو سره ورته دی او هغه ده د پښتنو وژنه
ایا داسي خو نۀ ده چي تاسي درې واړو د پښتنو وژنې ته په ګډه سلا کړې ده؟؟؟ که تاسي موږ ته ځواب ویل نۀ غواړئ
پښتنو ته پکار ده چي د دغې پوښتنې ځواب پخپله پیدا کي



Mohamed Khan Asigzai da Awami national party mashar
Asalam O Alikum
Pas la Salama
mush tola pashtana sta pa dua yu, au zmush da tolo pashtano yow faryad waora, zmush khwandi ,mandi chi sok marizan wi au zayif yi au kushni masooman ur sara yi, da chaman par border bandi sonda baizata kizhi au sonda zeerawal kizhi mush sta sakha ihtaraman khwaish kawoo sta da party masharan pa dagha bara ki da daghoo jinayat kara malaysho sara da zilm au sitm pa dagha pashtano shozzo au kushnano bandi dagha zilmoona kawi ta yow khabardarai daghoo khalgho ta warka chi da daa zorawollo sakha laas wakhi..
pa ihtaram stasi yow pashtun wror awaz...

pa jawab bandi ba dair khwashala sam



From my dad.

khyaal
04-10-2010, 08:45 AM
^ta achakzi ta dala waye, tu mata da wakhaya de ta pakhtano para kuma tura wale? ka achakzai sahab na de pakhtano para khitmatuna ziat wi no biya pase zhaghaizha.


Look at post a bit carefully.

Dinosaur Khan
04-10-2010, 11:25 AM
^And you were blind that you missed my sorry to sarbaz khan

Ooh sorry yar.

Watanpal
04-14-2010, 04:01 PM
د پښتو مشرانو د پخلاینې جرګه
نيټه : څوادلسم د اپريل ٢٠١٠

د ایران اولمشر، اهمدي نژاد، د ملګرو ملتونو د خوندیتوب جرګې ته یو لیک لېږلی دی او پکښې یې غوښتنه کړې ده چي په افغانستان او ایراک کې دي د جنګ موخې جوتې او ډاکیزې شي د ښاغلي نژاد غوښتنې ته به غبرګون کېدلای شي وویل شي او یا به و نه ویل شي، خو دغه لیک یوې بېخي سترې نړپوالې ناندرۍ ته لاره پرانیزي
کېدلای شي چي ډېر ژر روسیه یا چین او دواړه په ګډه، چي د خوندیتوب جرګې همېشني غړي هم دي، دا غوښتنه نوره هم په کلکه توګه وکوي
د دې مانا به دا وي چي د ناټو شتون به په نړۍواله کچه تر پوښتنې لاندي شي د کرغېستان وروستینو پېښو او په سینکیانک کښې د چین اندېښنې هغه لاملونه دي چي د لوېدیځ او په تېره د امریکایانو او چین او روس تر منځ چي کوم شکونه او بې باورۍ شته هغې خورا ژورې دي چين، روس او د منځنۍ اسیا هیوادونه شک کوي چي امریکایان غواړي له افغانستان څخه د تالیبانو ستونزه منځنۍ اسیا او سینکیانک ته پراخه شي د دې تر څنګ په افغانستان کښې دننه هم، د بهرنیانو پر چلند باندي د اولسمشر کرزي پرلپسې کلکې نیوکې او ورسره ورسره د هغه روغې جوړې هڅې هم یو ډول ستونزې پیدا کوي چي لویدیځوال او په تېره تېره امریکایان ورسره مخامخ دي که چېري دا تورونه ریښتیا وي چي بهرنیان د دافغان دولت هغه هڅې ډب کول غواړي چي له اسلامي ګوند او ځینو تالیبانو سره یې د پخلاینې لپاره په لاره اچولې دي، نو له دې څخه هم داسي څرګندیږي چي امریکایان له ځینو ستونزو سره مخامخ دي که امریکایان ریښتیا هم د اوس لپاره په افغانستان کښې پخلاینه نه غواړي نو بیا به دوی د سولې له هغې لویې جرګې سره څه کوي چي په لنډ وخت کښې به کابل کښې جوړه شي؟ د دغو ټولو پېښو ترڅنګ پاکستاني پوځ، تالیبانو او امریکایانو په یوه نه یوه بهانه د پښتنو ټولوژنه روانه ساتلې ده. د تېمورګرې، تیراه ، کندهار او هیلمند د بېړني روغتون پېښې یې تازه بېلګې دي ‎په نړيواله کچه او په اقغانستان کې جي هر څه روان دي دا هر څه زموږ د هیواد لپاره ښې پایلې نه لري پښتنا نه بې له سولې او پخلاینې بله هیڅ لاره نه لري افغان حکومت چي کومه لویه جرګه رابللې ده او له اسلامي ګوند او ځینو تالیبانو سره یې چي د پخلاینې کومې هڅې پیل کړې دي هغه د ستاینې وړ دي. مګر تر دغو هڅو به هم دا ډېره اغېزمنه وي که هغه پښتانه مشران چي د سوله غواړي او دجنګ په چپه دي، پکار ده چي هغوی په خپل منځ کښې سره جرګه شي او د میلت او اولس ته هم او نړۍ ته هم لارښوونه وکوي. پکار ده چي اولسمشر کرزی هغه د پښتنو مشران لکه مامودخان اڅګزی، اسفندیار وليخان، هزرت مجددي، پیر سید اهمد ګیلاني، مستپا زایر، ښاغلی سیاف سره یوه جرګه جوړه کي او بیا دي دغه مشران له ګلبدین هیکمتیار او هغو تالیبانو سره لیده کاته وکي چي ريښتیا هم پخلاینې ته چمتو دي