View Full Version : د پښتنو په اړه نوې څرګندونې


samoon salarzai
07-12-2010, 03:24 AM
د پښتنو په اړه ګڼ شمېر څېړونكو او لرغونپوهانو (په تېره په وروستيو درې پېړيو كې) اوږدې څرګندونې او څېړنې تر سره كړي دي. يو شمېر كورنيو دښمنانو او بهرنيو يرغلګرو كه له يوې خوا يې پښتانه د وسله وال تيري له كبله وژلي او بې كوره كړي دي خو له بلې خوا يې د غچ او كسات اخستلو له بابته دغه ستر او مېړني اولس ته فرهنګي زيانونه هم رسولي دي . ددې ولس لويه فرهنګي شتمنۍ يې يا لوټ كړې او يا خو يې له مينځه وړې ده . له دې سربېره بهرنيو (په سر كې انګليس او ايران د بېلګې په توګه يادوو) خپلو ليكوالو ته دنده سپارلې وه چې ددغه ټبر او توكم په هكله شكونه او غولونكي اندونه د خپلو څرګندونو له مخې ډاګيزه كړي. نو ځكه خو دښمنانو په دښمنۍ او دوستانو په ناپوهۍ داسې بې بنسټه خبرې چې ګنې پښتانه څوك دي او له كومه ځايه راغلي دي؟ چاغې كړي دي . له نيكه مرغه چې وروستيو څېړونكو دا خبره سپينه كړه چې پښتانه په خټه اريايان دي خو دا خبره يې هم ډاګيزه كړې چې يو شمېر د سيمې ليكوال او د لويديځو هېوادو څېړونكي رښتيا چې د انګرېزانو لاسپوځي وو او دغو (ګورګانيانو، صفويانو او قاجاريانو) لاسپوڅو د خپل ناسپېڅلي چوپړ له بابته د دغو سياسي او فرهنګي دښمنانو د خوښۍ لپاره داسې په ناسمو څرګندونو لاس پورې كړى چې سارى يې په تاريخ كې لږ تر سترګو كيږي. هخامنشيانو، ساسانيانو، تركانو، چينيانو، عربانو، چنګېزيانو، د هند ګورګانيانو او د ايران صفويانو او قاجارانو او نورو له افغانانو سره له سياسي دښمنۍ سربېره د فرهنګي دښمنۍ له كبله هم له دښمنۍ ډك چلند كړى دى. ولې يوه خبره بايد هېره نه كړو چې يو شمېړ څېړونكو او لرغونپوهانو د خپلې سپېڅلې دندې په رڼا كې زيار ايستلى چې د پښتنو او افغانانو د څرنګوالي او څومره والي په اړه بې پرې داسې څه وكاږي چې اوسني او راتلونكي نسلونه له تاريكي نه وژغوري او يوه سمه لاره ورته ور په ګوته كړي .ليكوالو او څېړونكو پخپلو علمي هاندو هڅو كې دا خبره سپينه كړې چې پښتانه اريايان دي او پښتو د هندو اروپايي ژبو څخه هغه ژبه ده چې په هندو اريايي څانګه كې راځي، بيا د دغې څانګې اريايي ډلګۍ كې شامليږي او د اريايي ډلګۍ په شمال ختيځ ښاخ پورې اړه لري اوس چې لرغونپوهانو او ژبپوهانو بې بنسټو او غولوونكو اندونو او شكونو ته د پاى ټكى ايښى دى، اوسني او راتلونكي كول ته اړينه نه بريښي چې تېرې زړې ببولالې بيابيا پخپلو ليكنو كې را غبرګې كړي. وړانديز دا دى چې د ساينس او پرمختلې تكنالوژي په رڼا كې ددې اولس پيدايښت او پايښت د تاريخ او ژبپوهنې له مخې په نوي علمي ميتود نوې څېړنې پيل كړي . دا چې د كيس عبدالرشيد افسانوي شته والى په روايتونو كې لږې يا ډېرې ريښې ځغلولي دي دا د اوږده مهال خبره نه ده خو په دې ډول افسانوي خبرو غور غوره بريښي لكه ستر كهزاد چې په ورته څېړنو تياره ګوټونه رڼا كړي دي. په تېره د غرغښت يا ګرشاسب په څېړنه كې چې له يوې خوا يې دخپلو علمي څېړنو نچوړ وړاندې كړى او له بلې خوايې د ستر شاعر "حكيم اسدي طوسي" شعرونه تفسير كړي او څېړلي دي . نوموړي په دغه كتاب كې د بيټني (بيټ=اتريت)، سړبن (سروند) او په تېره د غرغښت (ګرشاسب = غرشاسب) په اړه اوږدې خبرې كړي دي او داسې يې په ګوته كړې چې دغه پښتون مېړه د (2400-3000 ) كاله د مخه ژوند كړى دى . "كه چېرې د اوستا له مخې ددغه ستر اّتل د ژوند نېټه وسپړو نو د غرغښت ګرشاسب ژوند د 2400 او يا 3000 كالو په شاوخوا كې اټكلېدلى شي زه ددې اند پلوى يم او تايْدوم يې ." (وګورۍ غرغښت يا ګرشاسب كهزاد لومړى مخ). فرانسوي لرغونپوه "دارمسټټر "ګهرشاسب" د كابل د يوه اّتل په نوم پېژني . دارنګه تاريخپوه كهزاد بيټ نيكه يا بيټن له دې سربېره د "اترت" په نوم هم ياد كړى دى او ډاګيزه كړې يې ده چې دا د اوستا په كتاب كې راغلي نومونه دي كه چېرې "اترت" د "اترط" په بڼه هم وكاږل شي كوم باك نه لري .نوموړي د اترت (بېټني ) په اړه ليكلي دي: "اترت د نورو شهزادګانو په پرتله ډېره واكمنۍ چلولې ده " (غرغښت، ګرشاسب كهزاد 8 مخ) همدا راز د هېواد نامتو تاريخپوه غبار په دې اړوند كښلي دي: " ډېر نامتو اتلان زموږ د هېواد په سيستان كې را پورته شوي چې دغه اتلان د جمشيد له پښته دي جمشيد چې د زابلي كورنګ شاه له لور سره واده وكړ له هغې څخه د "تور" په نوم زوى وزېږېد . له هغه څخه "شيد سپ" له نوموړي څخه (تورګ) او له طورګ څخه "شم" له هغه څخه "اثرت" او له نوموړي څخه "ګرشاسب" (غرشاسپ) او له ګرشاسپ څخه "نريمان" له هغه نه "سام" له سام نه "زال" او له زال نه "رستم" وزېږېد ." (تاريخي جغرافيه 277مخ) د سيستان په تاريخ او "احياى الملوك" كې هم ددې خبرې پخلى شوى چې د" اثرت" زوى "ګرشاسپ" د خپل سفر په ترڅ كې د انار او خرما ونه وليده چې له بابته يې دسيستان بنسټ كېښود . داسې هم ويل كيږي چې ساكان په (136-128 مخزيږدي كې ) دغې سيمې (زرنګ =سكستان=سيستان=سجستان) ته راغلل نو ځكه دغه سيمه په يادو شوو نومونو ونومول شوه. د هېرودت له انده كاږو: " اروپايي ساكانو ځانونه "سكلت" Scoolotes بلل داريوش هم ساكانو "سكه" بللي دي "(پښتو او پښتانه 2مخ) . ولې هغه اريايي ساكان چې مخ په مينځنۍ اسيا را مات شوي دي دا د هغو ساكانو پاتې شوني دي چې د اومې مخزيږدي پېړۍ په ړومبيو كې د قفقاز له غرونو را واوښتل نو ځكه خو "د ساكانو ژبه سره توپير لري او لويديز ساكان له ختيزو ساكانو سره د ژباړن په وسيله خبرې اترې كوي " (كله چې ساكان د اوسني افغانستان ځنو سيمو كې ځاى په ځاى شول او بيا كله چې د واك او تاج څښتن شول نوموړي د هېواد شمال ختيزې او شمال لويديزې سيمې ونيولې او بيا يې هر لوري ته مخه كړه چې په پاى كې ان تر هندوستانه پورې پر مخ لاړ .په ښكاره خو افغانانو (پښتنو) د غزنوي محمود او نورو غزنوي شاهانو د لښكر يوه ستره برخه جوړوله . مګر په غور مېشتو هغو خپله ازادي ساتلې وه او ښايي داسې شاهان يې درلودلي چې اّره يې د لرغوني اّريانا يوه ضحاك نومي ټولواك ته رسيده . (الفسټن 9-158 مخ ) ډېرو لرغونپوهانو او څېړونكو ضحاك د سهاك مترادف ګنلى نو ځكه خو "همداسې اساطيري " ضحاك كيداى شي ديو تاريخي واقيعت "سهاك" زبات شي .(زيار 142مخ) لكه څنګه چې د ضحاك په اړه اساطيري انګېرنې ځاى ځاى د افغانستان په لرغوني تاريخ كې ګورو دا رنګه د غرغښت، بيټن ، سړبن (اترط ، ګرشاسب ، سرند) افراسياب، هوشنګ ( Hio Shengah )، يما (يم-جم-جمشيد) او د نورو په اړه هم اوږدې څرګندونې شوي دي گ كه چېرې ضحاك د" ساكو" معرب وي نو ساكانو خو د افغانستان په لرغوني تاريخ كې وړ ځاى تر لاسه كړى دى او د داسې يوې لويې واكمنۍ بنسټ يې كېښود چې پاتې شونو يې په لسګونو كلونو حكومت وكړ گ هغه مهال چې هخامنشيانو د شپږمې مخزيږدي پېړۍ په شاوخوا كې په افغانستان تېرى وكړ په پرلپسې توګه يې (539 ق م 545 ق م ) يو د بل پسې باختر، ستا ګيديا (د افغانستان مركزي سيمې)، سيستان، بلوچستان او د ګندهارا سيمې لاندې كړې ولې افغانستان شپږ كاله د "كوروش" له پوځ سره جګړه وكړه چې په پاى كې د هغې خونړۍ جګړې له بابته چې په كاپيسا كې پېښه شوه پخپله كوروش په 529 ق م كال كې ووژل شو. دا د ليكلي تاريخ يوه پاڼه وه چې ددې جګړې يادونه كوي خو لكه څنګه چې د لرغوني باختر د بنسټ په مهال ليك او لوست نه وو چې د هغه مهال ټولې فرهنګي شتمنۍ يې د كتاب په بڼه كښلې واى نو ځكه خو نا لوستو دغه پېښې د اولسې كيسو په بڼه (پلكور) سينه په سينه او خوله په خوله له يوه كول نه بل كول ته غبرګې كړي دي اوس نو څېړونكي دېته اړ دي چې اساطيرو، اولسي كيسو او يا لږ ترلږه لرغونو اوستايې او ويدي اثارو ته پاملرنه وكړي او د يوه عالم خبره چې "تاريخ په افسانه كې دي" په دغه بنسټ خپلې ليكنې بشپړې كړي . د ساري په توګه "هيوشنګه" Hio Shengah سره ډېر ځله په اوستا كې د "پره دات " پيشدادي نسبتي صفت راغلى دى او بيا "پيشداديان " زموږ په لرغوني تاريخ كې وړ ځاى لري . كه چېرې "هوشنګ" داريايانو لومړى نيكه ګڼل شوى په "ويدي" سرودونو كې بيا د اريايانو لومړۍ مور او پلار "يم" او "يمي" ګڼي . بيا زموږ د هېواد په لرغوني تاريخ كې لكه څنګه چې پيشداديان پېژنو دا رنګه "يم، يما، جم او جمشيد" هم پېژنو . د اوستا په لرغونو "ګاټونو " كې "يما" د "يمه" په بڼه كښل شوى دى . غرشاسپ يا ګرشاسپ هم په اوستايي متونو كې د يوه ستر او زړور اتل په څېر په ګوته شوى دى او زياته شوې ده چې دغه اتل تر كابله را ورسيد (كابل د واكرته په بڼه انځور شوى چې بيا په پهلوي كاپول ژباړل شوى دى) او په يوه ښكلې نجلى مين شو "د سيستان د تاريخ په حواله د ښار بنسټ ګرشاسپ ايښى دى ." (لرغوني اريايان خيرمحمد ساد 96مخ) له يوې خوا څېړونكي كاږي چې د سيستان بنسټ "غرشاسب" ايښى او له بلې خوا كورني او بهرني څېړونكي په دې اند دي چې د سيستان نوم د ساكانو د ټبر نسبتي نوم (سكه، ساك، سهاك، سيستان، سكيستان، سكيتان، سستان) دى . په تاريخ كې ځنو څېړونكو د ساكانو په اړه دا څرګندونې هم كړي چې دغه ټبر په لومړي سر كې دوه مهمې پلازمېني جوړې كړې . لومړى چې دغه توكم د پامير د غرونو څړځايونو ته ور شېوه شو نو بيا يې د يوې وړې واكمنۍ بنسټ كېښود او د "كنګ دژ" (د اوسني كندز نوم هم له دغه نوم نه اخستل شوى دى) سيمه د دوى د واكمنۍ پلازمېنه ځكه ګڼل شوې هغه مهال چې ساكان د اّمو له سيند نه راپورې وتلي نو ښايي چې دغه ځاى يې نيولى وي . له دې سر بېره داسې روايتونه هم شته چې ښايي په "كنګ دژ" كې به يوه شاهي ماڼۍ له پخوانه ودانه وه چې د افراسياب له تېښې وروسته "كياني" ټبر دغه ځاى لاندې كړى وو . د ساكانو دويم ټاټوبى او د واكمنۍ لويه پلازمېنه يې په سيستان كې تېره شوې چې ان تر هندوستانه پورې رسيدلي دي او لرغونپوهان په دې اند دي لكه څنګه چې د مخه ورته اشاره وشوه د ياد شوي نوم اصلي ريښه د دوي له نوم نه را ولاړه شوې ده . كه چېرې ضحاك "سهاك" وي اويا "ساك زايي" اسحق زايي وي نو ددې كلمې اصلي بڼه "ساك" دى چې په ډېرو لرغونو متونو كې د "ساكا" په بڼه كښل شوې ده او په هخامنشي ډبرليكونو كې دغه كلمه د "saka " په بڼه انځور شوې چې په تورات كې "اشكوز =اشكناز" په يوناني متونو كې "Skuthui " ياده شوې ده . په لندن كې خپور شوى او ژباړل شوى د هيرودت "Herodotus" نامتو اثر (كال 1954 215 مخ ) چې د ځنو قومونو نومونه په كې راغلي دي له ساكانو سربېره "اپارتي"، باكتريا Bactrains ، پكتيكا Pactyica او نور گ همدا ډول "ايران د هخامنشيانو په مهال" كتاب كې هم ډاكتر مرتضى احتثام (158 مخ) يادې شوې خبرې پخپل ګټور اثر كې را غبرګې كړي دي كه چېرې د بېلابېلو څېړونكو غبرګونونه له پامه تېر كړو وبه ګورو چې ډېرو لرغونپوهانو ساك "سهاك" ګڼلي، اپريتي يې "اوسني اپريدي" ښودلي، بختيان يې "پختون = پښتون= پكتون" په ګوته كړي دي .تازيان اندر حصاري قافله درقافله "بختيان " اندر صحاري كاروان در كاروان "فرخي" كوهها در هم شكسته ابرها بر هم زدند تازيان اندر عنان و بختيان اندر مهار "مسعود سعد سلمان" بختيان چو نوعروسان پاى كوبان درسماع اختران شب پلاس وچرخ كوهان ديده اند پختګان "بر"چون بختيان افتان و خيزان مست شوق ني نشاني ازمى وساقي ومى دان ديده اند "خاقاني" اويادا: بختيان نفس من كه جرس دار شوند ازدهان جرس افغان خراسان يا بم "خاقاني" دارنګه "سراولف كېرو" هم په ساساني پېر كې د"درانيو" او "يوسفزو" يادونه كوي له دې سربېره يو شمېر څېړونكي او لرغونپوهان باميزايي باميزيان بولي چې د اوسني باميانو په شاوخوا كې مېشت او ودان وو گ اكاډميسن جاويد پخپل كتاب اوستا كې كاږلي چې په "اراكوزيا " Arachosia " كې هغه سيمې راځي چې اوس د غزني، سليمان غرونو شاوخوا سيمې تر اندوس پورې په غېږ كېنيسي او د دغه نوم اصلي ريښه "الكوزى" دى (اوستا جاويد 26 مخ) د الكوزي =اراكوزي د كلمې په اړه په اوستا كې هم يادونه شوې او دا كلمه د Harahwati په بڼه كښل شوې، دا رنګه په يوناني ليكدود كې بيا دا كلمه Arachosia په شكل انځور شوې ده گ له يادو شوو څرګندونو نه ډاګيزه كيږي چې پښتانه اويا هر قوم او ټبر يو ناڅاپه د نړۍ پر مخ نه دى پيدا شوى. هرومرو يې يو لوى تاريخي واټن تر شا كړى دى. په تاريخ كې داسې ډېرې بېلګې لرو چې د سړيو نومونه د ځايونو نومونه بيا بيا له يوه نسل نه بل ته را پاتې او تکرار شوي دي .

Darweshkhel
07-12-2010, 06:07 AM
ډېره مننه وروره٬

زما پوښتنه به دا وي چې دا مقاله د چا ده؟