View Full Version : دقومي اوطبقاتي اذادۍ لارښود ( شېرعلي باچا)


murad afghan
07-09-2010, 04:52 AM
دقومي اوطبقاتي اذادۍ لارښود ( شېرعلي باچا)



کله چې د پښتونخوا وطن دسیاسي تاریخ په پانړو نظراچوو،نوځنې نومونه د ورایه ذهنونو ته راځي لکه باچا خان ،خان شهید اودل سمد خان اڅکزی،کاکاجي صنوبرحسین،وليخان،رزاق دوتاڼی،افضل بنګښ،شېرعلي باچا او داڅې نور.خوکله چې دپښتون سیاست سره سره د بې وزلې طبقې یا د کارګرانو او دهقانانو لپاره د مبارزې ذکر کوو نو د شېرعلي باچا اوافضل بنګښ نوم د ذهن په وړانګو کې ځلیږي.افضل بنګښ اوشېرعلي باچا دپښتونخوا وطن هغه و ړمبي سیاسي پوهان وو چې د قامي ازادئ سره سره یې د طبقاتي ازادي اخستلولپاره د طبقاتي جبرپر ضد مبارزه د خپلې تګلارې موخه وګرځوله.

افضل بنګښ او شېرعلي باچا خپل سیاسي ژوند د نیشنل عوامي ګوند نه پیل کړ او دخپل ژور اوسپیځلي سیاسي فکرپر اساس یې ځان د عوامي نیشنل ګوند مخکي کتار ته ورسولو.په عوامي نشنل ګوند کې یې د ولي خان ،ارباب سکندر،اجمل خټک ،افضل خان او نورو سیاسي مشرانو سره یو ځای کار وکړ.په نیشنل عوامي ګوند کې یې د اولس دټولو قشرونو د صفونو برابرولو لپاره د خپل توان نه هم زیات زیار وباسلو او دغه غیر منظم اولس یې په یو تار وپېرل.بنګښ صیب اوباچاجي ډېرمشترک فکرونه او خویونه لرل.دواړو د سیاست پوهې سره سره ادبي پوهه هم لرله ،قانون پوهه هم وو او دواړو سوشلسټ سیاسي ایډیالوجي هم لرله.

کله چې په نیشنل عوامي ګوند کې د مزدورانو ،کسانانو،قانون پوهانو،لیکوالانو او زده کونکو سازمانونه جوړول شروع شو نو دمزدودرانو او کسانانو د منظم کولو لپاره بنګښ صیب او شېرعلي باچا ته مسولیت ورپه غاړه شو .دواړو د خپل سیاسي فکر او ایډیالوجۍ سره سم د مزدورانو او کسانانو کتارونه برابرول پیل کړل او ډېر په ایماندارئ یې خپله وظیفه ترسره کوله او مزدوران او کسانان یې په رښتیا د خپلو حقونو نه خبرول د جبر او ظلم نه د خلاصون لار یې ورته ښودله.خو کله چې د وطن ظالم خانان اونوابان په دی پوهه شول چې بنګښ صیب او شېرعلي باچا په رښتیا دا بې وزله اولس له ژبه ورکوي،په خپلو مسایلو یې پوهه وي او د خلاصون لار ورته روښانه کوي نو دوي یې د اجمل خټک په لاس د یوه پېشنهاد وړاندې کولو د ګوند د چارو نه لیری کړل او د ګوند بنسټیز غړیتوب یې ورله ختم کړو.دواړو ددغه پرېکړې پر ضد خپل عکس العمل ښکاره کړو او دوی د ګوند مشر ولي خان ته اپیل وکړخو لکه چې هغه هم په دغه سازش کې شامل وو.

کله چې دا دواړه سیاسي رهبران د نیشنل عوامي ګوند د مشرتابه نه مایوسه شول نو د مزدور کسان ګوند په نوم یې جدا سیاسي ګوند جوړکړو او د مزدور کسان ګوند تاریخي اساس نامه[دستور]یې وړاندې کړو. افضل بنګښ او شېرعلي باچا دخپل سیاسي فعالیت محور اشنغر(چارسده)وګرځولو.ځګه چې په اشنغر،مردان،ملاکنډاو سوات کې خانئ په زور وې او په دغو سیمو کې د لویو خانانو(جاګیردارانو)ظلم،جبر،بیګاراو نورې ناوړې خپلې انتهاته رسیدلې وې.دهقانانو به په خپله خوښه ژوند نه شو تېرولې،دوي دا حق نه لرلو چې خپل بچي ښونځیو ته وليږي،خپلې لوڼا په خپلې منشاء واده کړي او یا په خپله مرضئ په انتخاباتو کې چا ته رایه ورکړي.دهقانانو ته به ډېرپه سپک نظر کتلې شو او دوي به نه شو کولې چې دسیال په توګه ژوند وکړي.دهقانانو به په پټو کې دکار ورسته دخان په اوجره کې بیګار کولو او د دهقانانو د کور ښځو به دخان په کورکې بیګار کولو(بیګار به یې هغه کار ته ویلو چې په بدل کې به ورته پیسې نه ورکیدلې) افضل بنګښ او شېرعلي باچاددغه طبقاتي جبرپر ضدسیاسي مبارزه پیل کړه دکلیو،بانډو دورې یې وکړې.د لاندې سطحې نه د دهقانانوپه منظم کولو لاس پورې کړو.او په *ډېره لږه موده کې یو انقلابي سازمان جوړولو کې بریالي شول.بنګښ صیب او باچاجي په زرګونوسیاسي کارکونکي وروزل او د نظریې په وسله یې سمبال کړل.دوي دسیاسي مبارزې سره سره توده مبارزه هم جاري وساتله.بنګښ صیب او باچاجي دپاکستان مزدور کسان ګوند سره هم یوځای کار وکړوخوپه قومي سوال یې اختلاف راغلواو دغه تګ سرته ونه رسېد.افضل بنګښ دخپل ژوند په اخري شپو کې په نیشنل عوامي ګوندپاکستان کې بیاشامل شوخو شېرعلي باچا اوملګرو یې اختلاف وکړو.اودا اوږده اړیکي سره وشلیدل. شېرعلي باچا یوځل بیا ديوغټ امتحان سره مخامخ شواو خپل تیت او پرک لښکریې سره بیا راټولول پیل کړل.په دې موقه باچاجي دګوند نوم پښتونخوا مزدور کسان ګوندکېښودلو.دا هغه تاریخي موقه وه چې باچاجي په شمالي پښتونخوا کې په ړومبي ځل د پښتونخوا نوم معارفي کړو.باچاجي او دهغه ملګرو خپل کارله ادامه ورکړه.باچاجي دمزدورانو کسانو لپاره د مبارزې پرڅنګ د پښتونخواوطن دمحکوم اولس او په ملک پاکستان کې یې د اولسواکۍ(جمهوریت)غوښتنه هم کوله.په ملک کې د امریت پر ضدغږپورته کړو او په نتیجه کې باچاجي دفوځي دکتاتور لخواونیول شو او په بالاحصارکې یې په ټارچرسیل کې وساتل شواو ډېر تشدد پرې وشو خو دشېرعلي باچا په اراده کې د زرې هومره فرق هم رانغلو.کله چې د ضیاالحق دکتارتور له خوا دپاکستان صدراعظم ذوالفقارعلي بهټو پهانسي شو نو باچاجي په مردان کې د هغه غایبانه جنازه وکړه او جنازې ته یې خپله تاریخي وینا وکړه ،ده په خپله وینا کې دا تاریخي جمله استعمال کړه چې کله ذوالفقارعلي بهټو سره دملک غریب اولس ملګري وو نو بهټو دملک صدراعظم و او چې کله ورسره د ملک خانان،نوابان او جاګیرداران ملګري شول نو بهټو یې په دار وځړولو.

په ۱۹۷۷کال کې چې نورمحمد ترکي په افغانستان کې انقلاب راوستلو نو باچاجي اودهغه ګوند یې حمایت وکړ ،او په مندڼي (چارسده)کې یې ددفاع انقلاب افغانستان کانفرنس وکړاو دانقلاب ددفاع لپاره یې دمزدورکسان ګوند کارکونکي افغانستان ته ولېږل.

په ۱۹۸۵کال کې یې دپښتونخوا نیشنل عوامي ګوند مشرانو مامودخان اڅکزي،عبدالرحیم مندوخیل اورزاق دوتاڼي سره نزدیکت وشو دَ ۲۶ اکتوبر ، ۱۹۸۶، دَ پېښور دَ اعلامیې له لارې یې دَ دواړو ګوندونو ګډ جوړښت، پښتونخوا ملي عوامي اتحاد، او دَ هغې موخې او تګلارې ډاګیزه کړې. پښتونخوا ملي عوامي اتحاد په دغه ګردۀ وخت کښې په ټول پاکستان کښې په ځانګړې توګه په پښتونخوا هیواد کې په اولس او سیاسي کارکونکو کې سیاسي پوهه او بیداري پیدا کړه او په دوی کښې یې دَ یووالي او باور جوش نور هم زیات کړ. هغه بنسټونه یې نور هم پاخه کړل چي په دغو سختو شېبو کښې دَ یوۀ غښتلي، ټینګ او دَ اولس په مټ ولاړ سیاسي ګوند دَ رغولو لپاره غوره او اړین بلل کیږي. نو ځکه په ۲۹ او ۳۰ مارچ ۱۹۸۹ په کوټه کښې بنسټیزې پینډې (کانګرس) پښتونخوا ملي عوامي اتحاد په یوه ګوند واړولؤ او دَ پښتونخوا ملي عوامي ګوند دَ رغولؤ تاریخي اعلان یې و کړو. . شېرعلي باچایې ړومبی سرمنشي(جنرل سیکتر)وټاکل شواو بیا تر مرګه یې دغه دنده سرته رسوله.اود دپښتونخوا نیشنل عوامي ګوند لپاره یې لاندیئ تګلاره وټاکله:

۱. په پاکستان او پښتونخوا کښې دَ پرتې زورواکې ښکېلاکګرې او زبېښاکګرې ټولنیزې او اقتصادي اډاڼې ورَکاوی او په ځای یې په انساني او اسلامي سټو ولاړې دَ ټولنیزې او اقتصادي اډاڼې رغونه، دَ نیواکګرو او ښکېلاکګرو هیوادونو دَ سیاسي، اقتصادي او ژواکیزې لاسبرۍ دَ ورَکاوي لپاره دَ ملتونو دَ خپلنیامت حق (حق خودارادیت) منل او په هیواد کې دَ قومیتونو په بنسټ دَ وفاقي یاویو (صوبايي یونټونوجوړښت) او دَ دغو یویو تر منځ دَ برابرۍ په بنسټ دَ وفاقي پارلیماني اډاڼې رغونه، دَ جاګیردارۍ، سردارۍ، سرمایه دارۍ او نوکرواکۍ د سیاسي واک ورَکول او په ځای یې دَ رنګ، توکم، دین، ژبې او جنس له توپیره پرته دَ زیارکش، اولسواکي پلوه، هیوادپاله، پرمختیا پلوه او نیواک دوښمنه اولس واکمني، مانا دَ اولسواکۍ رغونه، او له مخې یې دَ زورګیره ښکېلاکګره، زبېښاکګره ټولنیزې او اقتصادي اډاڼې لرې کول او پر ځای یې دَ هیواد ازادي، دَ وفاقي یاویو تر منځ برابري، باور، اولسواکي، پرمختیا، سوله او دَ ټولنیز انصاف دَ انساني او اسلامي سټو په مټ ولاړې ټولنې رغونه، له قران او سنت سره په ټکر کې په ټولو قوانینو باندي بندیز او ورکول.

۲. (I) دَ ژبې، ژواک (پرهنګ) او تاریخ په بنسټ دَ وفاقي یاویو (صوبو) رغونه، په دغه لړ کې شمالي پښتونخوا ( شمالي مغربي سرحدي صوبه)، جنوبي پښتونخوا (په بلوچستان کښې پښتني سیمه) او ختیځې پښتونخوا (میاوالي، اټک او نورې سیمې) په ګډون دَ پښتنو له نامۀ سره سم پښتونخوا، پښتونستان، یا افغانیه، دَ یوۀ خپلواکه، یوموټي پښتون وفاقي یوي (صوبې) رغونه

۲: دَ ازادو پښتني ایجنسیو (منځنۍ پښتونخوا) دَ اوسني خپلواکه اکر ساتنه، او بیا یې اولس ته دَ بالغې رایې ورکونې په بنسټ دَ جوړو شویو خپلواکو سیاسي ادارو دَ واک په مټ ټولنیزه بدلون او پرمختیا.

۳: په بلوچستان کښې دَ منځني مهال لپاره دَ ژوند په هره برخه کې دَ پښتانه او بلوچ تر منځ دَ برابرۍ په بنسټ دَ دستوري او تړونیزې اډاڼې رغونه، (Constitutional and conventional arrangements)
۴: په ټول هیواد او په ځانګړې توګه په کراچۍ کې دَ پښتنو دَ سیاسي، اقتصادي او پرهنګي حقوقو او سر اومال ساتنه.

۵: دَ خپلې خوښې او دَ برابرۍ په وفاق کښې دننه دَ دفاع، بهرنیو چارو، مواصلات او کرنسۍ باندي دَ دفاق او نورو ټولو محکمو او چارو باندي دَ صوبو واک
۶: دَ هیواد په بهرنۍ تګلاره او بهرنۍ تجارتي تګلاره کښې دننه وفاقي یاویو (صوبو) ته دَ بهرنۍ سوداګرۍ واک او انتظام.

۷: په وفاقي محکمو کې چي کومې ادارې تګلاره جوړوي او بیا پرې کارکوي، په هغو کښې دَ برابرۍ په بنسټ دَ صوبو استازیتوب، په دننه کښې دَ امن وامان او قانوچلولو لپاره صوبو ته بشپړه واک او بیا دَ هغه لپاره دَ تومني (Civil) وسله وال ځواک رغونه او بشپړه واک.

۸:ژبه
پښتو، بلوچي، سندهي، سرایکي او پنجابي دي ملي ژبې وَ منلې شي، په خپلو خپلو وفاقي یاویو (صوبو) کې دي سرکاري، پوهنیزې او ښوونیزې ژبې شي. په بلوچستان کښې پښتو او بلوچي سرکاري او ښوونیزې ژبې کول، په ټول پښتونخوا هیواد کښې دَ مېشتوژبنیو ډلو دَژبې او ژواک ساتنه ددغه ګوند مهم ټکي وګرځول شول.او باچاجي تل ددغه هدف لپاره خپله مبارزه جاري وساتله.

په دې موقعه که زه د باچاجي د هغه ملګرو ذکر ونه کړم چې اوس زمونږ په منځ کې نشته خو د باچاجي سره په ډېرو کړکیچنو اکرونو کې ولاړ ول نو دا به انصاف نه وي لکه مثل خان لالا،زیارت ګل لالا دمردان،جنګوبابا،سردارمامدشاعلي داشنغر،شېرین باچادشېرګړ،مولوي مامدصادق شهید دپل،ستارلالا،اصغرلالادمردان،مامدخان کاکا دپېښور،مسلم شاه وکیل د مردان،سیدنظیف کاکا،میرغزن بابا او جوزف د پېښور.

شېرعلي باچا یو غریب طبعیته انسان وو،ډېراسان ژوندیې کولو،دلیک لوست ډېر مړنې وو،ډېره ژوره مطالعه یې لرله هر وخت به یې یوه مقاله دواسکټ په جیب کې پرته وه .باچاجي دژوند په هر اړخ ،دادب په هرصنف او دسیاست په هرډګرخپل فکر دقلم له لارې نوي نسل ته پرېښی دی.د شېرعلي باچافکر ډېر رساوو،په سم وخت به یې صحیح پرېکړه کوله او په خپله پرېکړه به یې عمل کولو.باچا جي دشلمی پېړئ یو لوی سیاست پوه .مفکر،ادیب او پوهیت(شاعر)وو.دباچاجي ادبي لیکنې اوشعرونه د خوشال او رحمان دانغري انګارونه دي چې تل به بلېږي.او سیاست یې داحمدشاه اوشیرشاه ارمانونه دي چې تل به روښانه وي.لکه څنګه چې پخپله وایي.

لوې څو جرګې دلراوبر کوو
بیا به سم ګزارپه ستمګرکوو
پاتی دی ارمان دادسوري افغان
یو واربه لاهورزېراوزبرکوو
وتړي واخان چې دبولان سره
بیاباچااختربه په باخترکوو.


اشرف خان هوتي ایډووکیټ لندن (برتانیه

murad afghan
07-09-2010, 04:56 AM
ای طاقته ای قدرته
ای قادر په هر صورته
ای رحمانه ای رحیمه
ای جباره ای کریمه
د چترال نه تر بولانه
له مشهده تر واخانه
روهیله افغان ګله که
یو یی خله یو یی جرګه که
هر افغان ورسره یار که
دوی د خپل وطن مختار که
جګه جګه یی شمله که
زوړ غرور یی رابیدار که
ولولی ور حواله که
چې اغیار باندی یلغار که
ننګیالي ورسره مله که
احمدشاه ورله سردار که

پښتو ژبه هر رنګه که
یویو ټکې یی شاندار که
په هر رنګ یی کامله که
علم وفن یی په شا بار که
د باچا بیت کشماله که
قصیده د خپل دیار که
ای طاقته ای قدرته
ای قادر په هر صورته
ای رحمانه ای رحیمه
ای جباره ای کریمه

لږ زمونږ په حق بدل شه
د مظلومو سره مل شه
غواړو ستا له برکته
ښه ژوندون ډک له عزته
که شو خلاص له غلیمانو
مونږ به سیال شود سیالانو

murad afghan
07-09-2010, 05:54 AM
Sher Ali Bacha
Modern Pukhtunistan

Those who demand inclusion of FATA into Pakistan in the name of adult franchise, are also the enemies of the Pukhtun. Instead of accepting the responsibility of failing to stop murder of the Afghan brethren, they are now asking for annexation of FATA into the Punjabi empire. They are showing preparedness to accept these areas of Afghanistan as Pakistani parts.

Pukhlun struggle is seven decades old now, but it is still unable to find direction. Leaders involved in the struggle fur Pukhtun nationhood and autonomy have nut been able even to yet their province named.

There is a vast confusion over the role "I the Pukhtun leadership, the purpose of struggle, the territorial boundaries of the Pukhtun land, and the question of the Durand Line, through whkh the British occupationists divided the Pukhtun nation. Right from the days of Bacha Khan, who merged his party with the Indian National Congress, no leader has been able to determine as to where does the last post of the Pukhtun historical territorial boundary lie. After the British announced that it was leaving the subcontinent divided into Pakistan and the India, Bachu Khan made a helated attempt for a "free und autonomous Pukhtunistan". A historic blunder was made, the British were leaving and the Frontier government was in the hands of the Congress, hut failed to announce that the part i Pukhlun land which was to beum a province i Pakistan , wi historically the lat of Afghanistan . Ni did Bacha Khan ti party' in Jui to announ autonomy he to becoming part Pakistan . The rest was that Dr. Kb Sahib's Congrt government Frontier w dismissed as a fi action of t Pakistani state.

The Pukhtun nationalists of I yester years forgot to explain to i nation that they had lost their \u to a new, local colonial empire the Punjab . The Baloch, Sindliis, the Pukhtun and the Kashmiris were subjected to the expansionist designs of this empire. Its recent designs were witnessed in Afghanistan . But the Pukhfun nationalists started offering the defeatist argument that Bat ha Khan accepted Pakistan's rule over the Pukhtun land, and that Muhammad Ali Jimiah was to come to Bat ha Khan hut the Frontier chief minister in 1947, Khan Ahdul Qayyum Khan, frustrated the two leaders' plan to meet.

The British coloni/ers had recruited most of their army tor controlling region, from the province of the Punjab , and having achieved freedom, the Punjab started using this army against other nations within the boundaries of the new country. Hence, the creation of Pakistan in fact the freedom of the Punjab to expand itself onto the lands of other nations. There were two options Tor this new Punjabi empire: expansion or collapse. It adopted the former course. In the process, the Pukhlun, like the other nations \vithin Pakistan , becoming the victims, not only in the Frontier, hut in the tribal areas, the Pukhtun areas in Balochistan and Afghanistan too. This Punjabi state has always proved that il is enemy of the peoples living in its domain, and for perpetrating its expansionism, it continued to increase the budget on its armed forces. Hence it’s becoming a

crushing load on entire population.

The people of this country do not need this power being increased every day. But the ruling elite and the bureaucracy of the Punjabi empire kept its policy of subjugating the nations within its boundaries, and turned its force into an agent for forced annexation of areas like Chitral, Dir, Swat, Bajaur. Utinanklu'l, and now the Northern Areas, ihe entire tribal belt, and even parts of Afghanistan beyond Ihe Durand Lint1. Those who are advocating that the Durand Line he declared null and void, are in fact the agents ol' the expansionist designs of the Punjabi empire. Their argument thai since the line was drawn hy the British colonizers, and that it divided the Pukhtun, is in fact an argument in favor of allowing the Punjabi empire to extend itself up to Kabul. This would be giving up more Afghan land to the Forward Policy which the British started during its Northern Campaign, and the present Pakistani rulers are following. Similarly, their demand for annexation of the FATA, is in support of the permanent extraction of the Afghan land for this empire-These elements are the worst enemies of the Afghan nation.

The Pukhtun nationalists also inherit a misconception from the strategy of non-violence. The partition of the subcontinent into India and Pakistan was to consequent upon Ihe subjugation of the Pukhtun. At that time the Pukhlun nationalists needed a rnilitiint force to free itself from the clutches of Ihe local coloni/ers. But the tradition of non-violence, which was borrowed from the Congress, and was declared the hest policy for all times, did not leave any scope for the Pukhtun nationalists t prepare themselves against the expansionist designs of the Punjabi empire. The Congress needed the philosophy of non-violence for keeping the Indian masses unarmed and away from mililano. Because once India was free, the masses of the people could find leaders oilier than the Congress, in a militant slruggle, which was a deadly proposition for the Congress leaders.

But the Pukhlun people facing an armed force menacing their autonomy, needed a militant struggle to atlain freedom. Hence the theory of non-violence suicidal for the Pukhtun facing a challenge against ils integrity.
The Pukhlun nationalists always proved shy of critici/ing their past mistakes. The merger of the Pukhtun nationalist movement with Congress was repented hy Bacha Khan himself when he said to the Congress leaders: "You have thrown us to Ihe wolves". But our nationalists are even afraid of repeating Bacha Khan's words. In the same way, the Pukhtun nationalists ure afraid of accepllng that they committed a blunder hy not shaping the National Awami Party (NAP), into an independent* party of the Pukhtun, which resulted in deprivation of the Pukhlun in a struggle for abolition of the One Unit. Other nations (Balnch,Punjahi and Sindhis) were allowed to have their provinces in their own national names at'ler the collapse of One Unit. It was only the Pukhtun, even after renderinghistoric sacrifices, given neither an •nlegraled Pukhtun province nor was its land allowed to have the name of Pukhlunkhwa. The Balocliistan province did not exist at Hie time of abolition of the One Unit. Their existed a British Balothistan, a province of the Pukhtun and the Bruhi Confederacy, at the time of inclusion of today's entire Balochislan into the a single unit. But when the Sindhis and the Punjabis were allowed to have their respective provinces restored, the old slatus of the British Baluchistan was not renewed, but in its place the entire area was declared one province under the name of Balochislan. The Pukhtun areas wire merged into the newly created province while the PukhJun of the Frontier were not even allowed to have the name of the province changed, which was one of the basic demands of the NAP.

A serious political party and a movement is always serious about its mistakes and seriously keeps a check on them, through criticism and evaluation. The Pukhtun nationalist movement has always been opting for concessionalist policy. The workers of the movement have been rendering sacrifices hut the result has never been in favor of the Pukhtun nation. The Pukhtun leaders have been giving up their right over different areas and benefits like Mianwali, water, power, Baluchistan 's Pukhluti area, and now preparations are being made

to include the FATA into Pakistan . Those who demand inclusion of

FATA intu Pakistan in the name of adult franchise, are aLs<) the enemies of the Pukhtun. Instead of accepting the responsibility of failing to stop murder of the Afghan brethren, they are now asking for annexation of FATA into the Punjabi empire. They are showing preparedness to accept these areas of Afghanistan as Pakistan 's parts. They fail to suggest that the FCR and lack of adult franchise can he done away with, without asking Pakistan to annex these areas. A council of the elders can he elected on the one-nian-one-vote bases, which can run the administration without the help of oppressive FCR, and the political agent's cruel rule. These Pukhtun iialinnalists have never played any positive role in stopping the mass murder in Afghanistan .

They are now advocating a division of Afghanistan by supporting llikmalyar in the name of Pukhtun nationalism, and by showing a split between the Pukhtun and the Afghan, which in fact is a foolish and unnatural attempt. The Pukhtun and Afghan are the same people. But our Pukhtun nationalists are advocating this division to help Pakistan divide Afghanistan and then grab it without any armed campaign, hence no difference between the factual role of the Pukhlun nationalists and t he fundamentalists of Afghanistan Recently there has been a debate iner the Pukhtun nationalist*,' stance on indulging in Pakistani politics. There are, as explained above, clashing interests of different nations within Pakistan . These clashing interests have played an important role in the past, in splitting the Pakistan-wide nationalist parlies of these nations. All nations, thus the experience tells, have to form their own national parties. But they can cooperate as independent parties among them, for common financial and political interests like division of resources, democracy etc. These national parties can cooperate on joint interests hut have to be independent in their national goals. Hence no question of a Pakistan-wide national party.

The new Pukhtun nationalist struggle has include lessons from the past experience, not to repeat the mistakes committed over the past 70 years. The goals of the Pukhtun nationalist movement have to he spelt out clearly, in unambiguous words, their aims, objectives,the stralegy and lactics have to be chalked out against all the conspiracies and for the unity of the nation. The reintegration of (he entire Pukhlun land and national autonomy and identity, control over resources and their exploitation in the benefit of the Pukhlun people, replanning (he economy of the Pukhtun land on modern lines for doing away with the traditional backwardness, uneven distribution of wealth and creating conditions conducive to the return of millions of Pukhtun workforce back to their homeland, are the goals a Pukhtun nationalist movement has to sel itself. An autonomous Pukhtunlstan within Pakistan , and all the resources iff the Pukhtun land for the Pukhtun people, Is the slogan of this modem nationalist Pukhtun movement. This is the first achievement to he had for the reunification of the entire Afghan nation for a better tomorrow