View Full Version : د پښتنو پېژند


samoon salarzai
07-08-2010, 02:28 AM
د پښتنو اوسنی پېژند: پښتانه مسلمانان دي چې د پښتونولی په لار روان دي، او په همدې توګه پښتو د هغوی لومړنی ژبه ده. د قيس عبدالرشيد، چې په دوديزه توګه د لومړني پښتون په توګه ياد شوی، د نوموړي د کيسې له مخې پښتون هغه توکم دی چې آر او اصل يې تر پخواني افسانوي پېر پورې رسېږي. دغه درې پېژندونه د پښتنو د پلرني نسب، ژبتوکميز، او مذهبي کلتوري پېژند په توګه څرګندونه کوي

پښتانه د افغانستان تر ټولو اوسيدونکو پخوا نۍ ډېرۍ ( بومی اکثريت ) ژبتوکميزه ( اتنو لېنګويستيکي )و ګړنۍ ډله ده .

په تاريخي توګه پښتانه د افغانانو په نامه ياد شوي، او په همدې توګه د پښتون او افغان نومونه دوه هممانيزه نومونه دي. د V. Minorsky, W.K. Frazier Tyler, M.C. Gillet او ډېرو نورو پوهانو د قوله، "د افغان وييکه په تاريخ کې لومړی ځل په حدود العالم کې په ۹۸۲ زېږيز پېر کې راڅرګنده شوې.." همدا نوم د پښتنو لخوا د خپل لرغوني نيکه د... نوم په يادولو کې چې افغانا نومېده کارېدلی


پښتانه د نړۍ يواځينی ملت دی چې په لويه کچه په قبايلي ډلو وېشل شوی. د پښتنو د وګړو د ټولټال شمېر اټکل څه نا څه ۴۰ ميليونه شوی، خو د پښتنو د ډېرو ټبرونو کوچاني طبيعت د دوی د سم شمېر مخه نيولې او تر اوسه پورې ددوی سرشمېرنه نه ده جوته شوې. خو بل لامل يې له ۱۹۷۹ نه راپدېخوا په افغانستان کې د سمې رسمي سرشمېرنې نشتوالی دی

د پښتنو (افغانانو) په اړه د افغانستان نامتو تاريخپوه احمد علي كهزاد په خپل تاريخ (تاريخ افغانستان لومړي ټوك) كې دا ښكاره كړې چې پښتانه دا حقيقت د (اريا) نسل يوه قبليه ده چې تقريبا شپږ يا اووه زره كاله مخزيږ د لومړي ځل لپاره له خپل ټاټوبي منځنۍ اسيا څخه باختر ته چې د امو له سيند څخه دېخوا سيمو ته راوكوچېدل

samoon salarzai
07-11-2010, 01:40 PM
Manana Kandahari shaib...khoshalla wossi..hasa kawm chi nur ph zra pori mtalib hum paida kram chi post ye kram..