View Full Version : پښتو د پت او دغیرت نوم دی


samoon salarzai
07-08-2010, 02:09 AM
پښتو دننګ او شجاعت نوم دی
پښتو د پت او دغیرت نوم دی
پښتو یوازی یوه ژبه نه ده
د یو تهذیب او ثقافت نوم دی
پښتو خومرسته له مظلوم سرده ده
د هر ظالم نه د نفرت نوم دی
پښتو تور سرو ته درانه کاته دی
د پيغلو جونو دعصمت نوم دی
پښتو د دین او دایمان نښه دی
د دیانت او شرافت نوم دی
پښتو د توری نه مخ نه ګرځول
دا د جرات او شجاعت نوم دی
پښتو میلمه نه مال وسرجارول
د دیانت او سخاوت نوم دی
پښتو بی وزلو ته پناه ورکول
د قربانۍ او دهمت نوم دی