View Full Version : نوروز


یاسمینه
03-19-2012, 12:08 PM
کیسه

په پخوه وختونو کې یوه زاړه سړي د ځنکدن په وخت کې څو لښتې راواخیستې، یو ځای یې سره وتړلې. زامنو ته یې د هغو د ماتولو اشاره وکړه. له زامنو څخه یې هر یوه د لښتو ګډۍ واخیسته او زور یې پرې وکړ چې ما ته یې کړي. خو هرڅومره زورونه یې چې ووهل د لښتو ګډۍ یې ما ته نه کړای شوه. خپله کمزوري يې ومنله.

بیا هغه تجربه کار زاړه سړي د لښتو ګډۍ راواخیسته. لښتې یې، یوه یوه ماته کړه او خپلو زامنو ته یې مخ ورواړاوه، د نصیحت په ډول یې ورته وویل چه ګرانو زامنو! که رښتیا ووایم، نو ستاسي حال به هم داسې وي. که تاسې په خپل منځ کې مینه، دوستي، اتفاق، یووالی او وروروالی ولرئ، نو هیڅوک به پر تاسو دپاسه نه وي او که په خپل منځ کې په دښمنۍ او بې اتفاقۍ اخته وئ، نو یو کمزوري به هم پر تاسو غالب وي. له بې اتفاقۍ څخه به مو بده ګټه اخلي، یو یو به مو ماتوي.

د نوي کال مبارکي وایم او هیله کوم چه افغانستان ازادیستان شي.

tor_khan
03-19-2012, 01:29 PM
:smile1: ټولو ته د نوی کال خوشحالي غواړم