View Full Version : پرتلاوت اوپرتعليم دقرآن کريم باندي اجرت ا


din
11-26-2011, 05:43 AM
فتوی نمبر (۴۸۸) .
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته .
مستفتي : ډاکټر علي محمد / قندوز / أفغانستان .
د قدر وړ د علم او پوهي خاوند محترم مولانا أبوالفضل صاحب او د بينوا ادارې مسؤل خالد صاحب ته السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ، د عاليقدر مفتي صاحب له درانه حضور څخه مي پوښتنه داده چي په أکثرو علاقو کي چي کله يو مسلمان وفات سي نو بيا د هغه کورنۍ يو څو ملايان او طالبان په مزدوري راټول کړي د قرانکريم د ويلو دپاره چي ومرده ته يې ثواب ورسيږي او بيا و دوۍ ته ددغه تلاوت په وجه هغه أجرت او پيسې ورکوي ، نو ايا پر یو عبادت او تلاوت د قران باندي دارنګه پر ديني تعليم باندي پيسې اخستل د اسلام له نظره څه حيثيت لري ؟ ستاسي د مهربانۍ په هيله .
الجواب ومنه الصواب :


نحمده ونصلي علي رسوله الکريم :
محترمه وروره ! د متقدمينو (مخکنيو) علمآؤ په قول خو أُجرَت أخستل هم پر طاعت باندي او هم پر تعليم دديني أمورو حرام دئ ، خو د متأخرينو (وروستنيو) علمآؤ په زمانه کښي يو مشکل پيدا سو چي تر اوس مهاله پوري هغه مشکل پسي زياتيږي .

هغه مشکل دا ؤ چي د متقدمينو په زمانه کښي و علمآؤ ته د هغه وخت حکومتو له بيتُ المال څخه د دوۍ معاشي ضرورت ورپوره کوئ ، او د متأخرينو په زمانه کښي له علمآؤ څخه د بيتُ المال ورکړي بندي سوې ، نو دوۍ دا خطره محسوسه کړه چي تعليم د قرآن او د نورو ديني علومو ، او امامت او اذان به خلګ پر مخ پريږدي ، نو پدې وجه يې پر تعليم د ديني أمورو او پر اذان يا امامت باندي أجرت او پيسې اخستل جائز وباله .

کچيري و علمآؤ ته له بيتُ المال څخه عطاياوي بیرته شروع سي نو بيا أجرت اخستل پر مذکوره کارو باندي بيرته حرام دئ .

پاته سو أجرت اخستل پر طاعت او عبادت باندي ، لکه تلاوت د قرآنکريم نودامطلقًا ناروا دئ ، هم د متأخرينو په قول او هم د متقدمينو .

صاحب د الجوهرة ذکر کړيدي چي أجرت اخستل پر تلاوت د قرآن روا دئ ، خو علامه ابن عابدين شامي (رحمه الله) پخپله رساله : الابانة علی أخذِ الأجرة کښي ذکر کړيدي چي د الجوهره دغه قول بې معنا او غير صحيح قول دئ .

د مزيد تفصيل دپاره وګوره : مجموعة رسائل ابن عابدين ص ۳۳۷ . benawa.com

,والسلام ومن الله التوفيق

دارالأفتآء أبوالفضل .