View Full Version : له خوب څخه وروسته داوداسه استنجاءنسته :


din
11-26-2011, 05:40 AM
فتوی نمبر (۴۹۱) .
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته .
مستفتي :
احسان الله وردګ / هرات أفغانستان .
و ستر ديني عالم فخر أفغانستان علامه أبوالفضل صاحب ، او عاليقدر خالد هادي صاحب ته السلام عليکم ورحمة الله ، پوشتنه مي داده چي د خوب په وجه که يو څوک بې اودسه سي يا ددې په مثل د نورو شيانو په سبب چي اودس کوي نو ايا استنجآء به هم وهي که يا ؟
الجواب ومنه الصواب :

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم :
محترمه وروره ! د خوب په وجه چي اودس کيږي نو استنجآء نسته ، دارنګه که يو څوک په ډکه خوله قئ ووهي يا رګ ووهي او يا باد ورڅخه خارج سي نو يواځي اودس به کوي استنجآء وهل نسته .
[ولايسن الاستنجآء في حدث الريح والنوم (قاضي خان علی عالمګيري ج۱ ص ۳۲) / امدادُ الفتاوی علی الطحطاوي ص ۲۵] .
والسلام ومن الله التوفيق .benawa.com

دارالأفتآء أبوالفضل .