View Full Version : څوک چي دقرباني وس نلري څه باید وکړي ؟


din
11-02-2011, 11:56 AM
فتوانمبر(۴۶۶)
مفتي :
سترعلمي اورحاني شخصيت مفتي ، علامه محمدمعين الدين ابوالفضل ،کا ن الله ودامت برکاته ـ

مستفتي : جليل خان ـ کندهارـ

علامه صاحب السلام عليکم : ورحمة الله وبرکاته
زه يوسوال لرم چي هغه په لاندي ډول دئ :
هغه څوک چي د قربانۍ وس نلري بايد څه وکړي چي د قربانۍ ثواب حاصل کړي ؟

الجواب ومنه الصواب :

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
دحضرت عبدالله ابن عمروبن العاص بيان دئ چي رسول الله صلي الله تعالي عليه وسلم وفرمايل : ماته حکم راکړشويدئ چي زه داضحي په ورځ (يعني په لسمه د ذوالحجې ) اختروکړم ، الله تعالي داورځ ددې امت لپاره داخترورځ ټاکلې ده ، يوسړي پوښتنه وکړه ، اي دخدائ پاک رسوله (صلي الله تعالي عليه وسلم)ماته داوښايه که له ماسره صرف يوه بوزه وه چي دشېدولپاره يوچاراکړيوه نوايازه دغه بوزه قرباني کړم ؟ نبي اکرم صلي الله تعالي عليه وسلم ورته وفرمايل : نه ته هغه مه قرباني کوه ، بلکي (دقرباني په ورځ )خپل ورېښتان جوړوه ، خپل نوکان پرېکوه ، خپل بريتونه سموه ، اودنامه لاندي صفایی کوه ، ، بس همدابه دالله تعالي په نزدستاسولپاره قرباني وګرځي ـ (جمع الفوايد، نسايي ، ابوداؤد)
اودارنګه نبي (صلی الله عليه وسلم ) فرمايلي دي چي هر څوک چي قدرت پر اضحيه باندي نلري نو څلور رکعاته لمونځ دي وکړي ، په هر رکعت کښي دي يو واري الحمد الله ... او پنځه واري انا أعطيناک الکوثر ... ووايي نو وده ته به ثواب د اضحيې ورکړه سي .
او له حضرت علي (کرم الله وجهه ) څخه روايت دئ چي کله چي يو فقير سړئ د عيدګاه له لمانځه څخه فارغ سي د انا اعطيناک الکوثر سورت درې واره ووايي نو وربه کړسي وده ته ثواب د يوې اضحيې .
او په يوه بل روايت کښي داسي راغلي دي چي هر څوک که دا غواړي چي د اضحيې ثواب حاصل کړي او طاقت د اضحيې نلري نو د اختر لمونځ دي وکړي او نوکان دي پري کي او بريتونه دي کم کړي نو په دې سره به وده ته د اضحيې ثواب ورکړ سي .
او په بل روايت کښي داسي راغلي دي چي د اختر له لمانځه څخه وروسته دي (يعني چي کله وکوراو تر لمانځه وروسته دي و الله ته پر سجده سي او دا دي ووايي : اللهم اعطني ثواب القربان يعني اې الله مات ته راسي ) دوه رکعته لمونځ وکړي ، او په هر رکعت کښي دي تر الحمدلله وروسته سورت کوثر پنځه واره ووايي ه د قربانۍ ثواب راکړې ، نو الله پاک به وده ته ثواب د اضحيې ورکړي .
حسن بصري ( رحمه الله تعالی ) په يوه مجلس کښي د اضحيې د فضيلت بيان کاوو يوه سپين سري ښځه چي هيڅ شئ يې نه درلودئ ماسوا له چرګانو کورته ولاړه يو چرګ يې حلال کړ ، حسن بصري خوب وليدئ په خوب کښي د الله پاک له طرفه داسي ورته وويل سول چي د ټولو خلګو قربانۍ مي ددغي سپين سري ښځي په برکت قبولي کړې .
محترمو وروڼو ! دغه ټول بيان مي د صلوة مسعودي ج ۳ ص ۱۳۰ څخه درته را اخستئ دئ کوم چي ځموږ په حنفي فقه کښي مشهور کتاب دئ ، البته په ځينو ځايو کښي مي اختصار کړئ دئ او په ځيني ځايو کښي مي د توضيح جملې اضافه کړي دي .
والسلام ـ

دارالافتاءابوالفضل ـ
سرپاڼه benaw.com

IamDZJ
11-02-2011, 07:40 PM
khpal kor ki d keeni chi khalak worta d qurbani ghuwakha weysee. duwa manna ghuwakha mo pa motar ki ekhi wee, kor pa kor garzo sok nashta chi warr na khlas ki..:lal9:

din
11-06-2011, 04:58 PM
khpal kor ki d keeni chi khalak worta d qurbani ghuwakha weysee. duwa manna ghuwakha mo pa motar ki ekhi wee, kor pa kor garzo sok nashta chi warr na khlas ki..:lal9:
war mail hai ka.

IamDZJ
11-06-2011, 07:19 PM
warr shaa ta predam chi peshogan worbandey tool shee.:hmm: