View Full Version : ایران طالبانو ته الوتکو ضد توغندي ورکړي


din
10-17-2011, 01:26 PM
خپروونکی : وړانګه وردګ
ليک : وړانگه
نېټه : ٢٥ / ٧ / ١٣٩٠ | 2011-10-17


د ځینو افغان امنیتي سرچینو په وینا ایران دا میزایلونه، چې تر درې زره میترو پورې هدف ولي، په غزني، کونړ او نورستان کې د طالبانو ځینو مهمو قومندانانو ته په واک کې ورکړي.

له بل لوري په کابل کې د ایساف ځواکونو سرچینې وایي، چې دوي د دی مسئلې په اړه تحقیقات پیل کړي دي.

ددغو ځواکونو ویاند جنرال کرسټن جکوبسن ازادۍ راډیو ته په خپلو خبرو کې وویل، دوی مخکې له دې، چې پدې اړه کومه تبصره وکړي غواړي شواهد ترلاسه کړي:

خو افغان امنیتي سرچینې دا معلومات نه درلودل، چې ایران په څومره شمېر دا توغندي د طالبانو په واک کې ورکړي دي.

تر دې مخکې هم ایران څو څو وارې په دې تورن شوې، چې د افغان دولت وسله والو مخالفینو ته وسلې او پوځي امکانات ورکوي او که څه هم پدې اړه شواهد وړاندې شوي، خو افغان دولت پدې اړه کوم رسمي دریځ ندې خپل کړې.

ایران د سمیې یو له هغو هیوادونو سره دې، چې په افغانستان کې د لویدیځو ځواکونو او په تیره بیا د امریکا له پوځي حضور سره مخالفت لري.

Afghanistan2010
10-17-2011, 02:34 PM
tool derwagh di ....Iran de amerika ow de yahudano bachay dai.