View Full Version : د نارينه اولاد روحاني طريقه ء حصول :


din
10-11-2011, 01:35 AM
فتوي نمبر (۴۴۹) مفتي : ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته مستفتي : أحــــــــــــمد فــــــــــــرهاد . ستر علمي او روحاني شخصیت علامه أبوالفضل ته السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته بعدله سلامه . زه احمد فرهاد ستاسو نه څوپوښتنی لرم هیله ده چی جواب یی راکړی او معضرت غواړم څکه چی تاسو ډیر مصروفه یاست : ۱ دویښته په خریلو او یا کښلو اودس ماتیږی؟ ۲ دکوچنی د پیدایښت وروسته چی ورته څلویښتی وایی په هم دی وخت کی که چیری زنانه مریضی ودریږی بیا هم جماع نه شی کیدلای ، که به خامخا څلویښت شپی پوره کوی؟ ۳ دنارینه اولاد د پیدا کیدلو لپاره یو اسلامی طریقه راته بیان کړی ډیره مننه به مو وی. ساینسی لاری ډیرو اجراکړی دی خو کومه نتیجه یی نه ده ورکړی . کیدای شی چی تاسو مخکی هم داسی سوالونه جواب کړی وی خو ما نه وکولای شوه چی پیدا یی کړم. مننه او خدای دی تاسو ته توفق درکړی چی دمسلمانانو مشکلات ورحل کړی او د اوږی ژوند غوښتونکی یو الجواب ومنه الصواب نحمده ونصلي علي رسوله الکريم محترمه وروره ! د اولي پوښتني جواب دادئ چي وريښتانو په خرييلو يا کښلو سره اودس نه ماتيږي تر څو چي وينه راونه باسي . او د نفاس کمه موده اندازه نلري ، البته زياته موده يې څلويښت ورځي ده ، نو که د يوې ښځي مثلا د نفاس عادت پر دې جاري وي چي له ولادت څخه وروسته يې في الحاله وينه بنديږي ، او يا مثلا درې يا لس ورځي وروسته بنديږي نو د ويني له بنديدو وروسته به دا لمونځ هم کوي ، روژه به هم نيسي او له دې سره د خاوند جنسي نزديکت هم روا کيږي . او د دريمي پوښتني جواب دادئ دادئ چي کوم څوک چي د نارينه اولاد خواهشمند وي نو دغه لاندي مبارک اياتونه دي سره له لاندي کلمو په لاندي ترتيب وليکي ، يو وار دې يې پداسي قلم وليکي چي رنګ يې نه خرابيږي ، او هغه دي ښځه تعويذ کړي او پر غاړه دې وځړوي ، او درې واره دې بيا پداسي قلم وليکي چي رنګ يې په اوبو کښی ځي ، البته پر جلا جلا کاغذ باندي ، او بيا دي يو له دغو درو څخه په اوبو کښی واچوي او درې ورځي دې خاوند او ميرمن دواړه هره ورځ پدغو اوبو درې وخته درې درې غوړپه کوي ، او نارينه دي په دغو اوبو لاس لونده وي او پر ملا دې راتيروي ، او ښځه دي پدغو اوبو لاس لونده وي او پر خپله سینه باندي دې تيروي ، او دا نور دوه څاښتونه دي هم پدغه ترتيب درې درې ورځي کار کړي . او په لاندي کلمو کښي دي د فلابن فلان ځائ د ميړه او د هغه د پلار نوم وليکل سي ، او د فلانة بنت فلانة پر ځائ دي د ښځي او د هغې د مور نوم وليکل سي . اللَّهُ يَعْلَمُ مَا تَحْمِلُ كُلُّ أُنْثَى وَمَا تَغِيضُ الْأَرْحَامُ وَمَا تَزْدَادُ وَكُلُّ شَيْءٍ عِنْدَهُ بِمِقْدَارٍ عَالِمُ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ الْكَبِيرُ الْمُتَعَالِ يَا زَكَرِيَّا إِنَّا نُبَشِّرُكَ بِغُلَامٍ اسْمُهُ يَحْيَى لَمْ نَجْعَلْ لَهُ مِنْ قَبْلُ سَمِيًّا اللهم بحرمة هذه الايات المبارکات أرزق لـفلان ابن فلان من فلانة بنت فلانة ابنا صالحًا و بحرمة عيسی و أمه مريم و زکريا و ابنه يحيی عليهم السلام و صلی الله علی سيدنا محــــــــــمد و علی آله و أصحابه أجمعين . والسلام ومن الله التوفيق ـ
دارالافتآء أبوالفضل ـ benawa.com
سرپاڼه