View Full Version : هغه تاریخی غلطي چې ۱۰۹ کاله وروسته اصلاح ش


din
05-23-2010, 12:05 PM
هغه تاریخی غلطي چې ۱۰۹ کاله وروسته اصلاح شوه
د( صوبه سرحد ) نوم (( خیبر پښتونخوا )) شو


بیخې جوته ده چې تاریخ دروغ نه وایي ، او هېڅ ځواک دا وس نه لري چې د ولسونو تاریخي حافظه له مینځه یوسي . ( صوبه سرحد ) چې نهه کاله باندې یوه پېړۍ مخکې د انګریزي زاړه استعمار د ترمینالوژۍ تر ټغر لاندې د شمال لویدیځ سرحدي ایالت (NWFP) په نامه مشهور و ، د پښتونخوا او پاکستان د خلکو او سیاسي ګوندونو د اوږدو مبارزو ، زندانونو ، اتلولیو او ټولنیز درایت او تدبیر په پایله کې په خپل هغه نوم او تاریخي هویت باندې وپېژندل شو چې احمد شاه بابا یې په خپل یو شعر کې لکه د یو تاریخي سند په توګه داسې یادونه کړې وه :

د ډهلي تخت هېرومه چې رایاد کړم زما د ښکلي پښتونخوا د غرو سرونه

شمال لویدیځه سرحدي صوبه چې په لنډه توګه یې د ( صوبه سرحد ) په نوم یادوي په ۱۹۰۱ ز کال هغه وخت چې د هند په نیمه وچه کې انګریزي استعمار او ښکېلاک مسلط او لارد کیرزن ( جورج ناټنیل کیرزن G.N Curzon ) د برتانوی هند د وایسراي ( نایب السلطنه ) او ګورنر جنرال په توګه دنده ترسره کوله د پنجاب له ایالت څخه جلا او د ځانګړي ایالت یعنې ) NWFP) ( شمال لویدیځ سرحدي ایالت ) درجه ورکړل شوه . د هند په نیمه وچه کې یوازې د (NWFP) یا شمال لویدیځ سرحدي ایالت نوم نه دی چې د انګرېز د ښکېلاک د ترمینالوژۍ یو بدمرغه میراث راپاتې دی ، همدا ډول په لسهاوو نور نوم لړ لکه ( په فدرالي ادارې پوري تړلې قبایلي پټاره ) ( FATA ( ( فرنټیر کرایم ریګولیشن ) ( FCR)چې د قبایلي ایجنسیو لپاره د زمانې تور او شرموونکی عدلي قانون دی ، ایبټ اباد د انګرېزانو د یوه صاحب منصب (ABBOT) په نوم شهرت لري هغه د تورن رتبه لرله ، په پنجاب کې مونتګمري چې اوس ساهیوال نومیږي ، برما ( میانمار ) ، بمبی چې اوس ممبي نوم لري او داسې نور چې تر اوسه پورې د خلکو او رسنیو په منځ کې د استعمال وړ دي .
د پاکستان له جوړېدو وړاندې د دغې سیمې خلکو ، سیاسي ګوندونو لکه د خدای خدمتګارو غورخنګ ، ملي عوامي ګوند او نورو مترقي او استعماري ضد ځواکونو د خلکو د عادلانه حقونو او غوښتنو د اعادې لپاره په پراخو استعماري ضد مظاهرو ، لاریونونو لاس پورې کړ ، همدا رنګه په ۱۹۴۷ ز کال کې چې پاکستان وزېږېد ، د پاکستان د دواړو برخو ( لویدیځ او ختیځ پاکستان ) مترقي او ملي ګوندونو او د هغو لارښوونکو لکه فخر افغان پاچا خان ، عبدالصمد خان اڅکزي ، خان عبدالولي خان ، مولانا بها شاني ، شیخ مجیب الرحمن ، میر غوث بخش بزنجو ، اجمل خټک ، محمود خان اڅکزي او لسهاوو نورو د پښتنو ـ بلوڅو د حق خود ارادیت او د خلکو د روا حقوقو د تر لاسه کولو لپاره خپلې مبارزې په پرله پسې توګه جاري ساتلې وې چې پایله یې په ۱۹۵۵ ز کال کې د پاکستان د پوځي دیکتاتور فلید مارشال ایوب خان د حکومت لخوا د ټول پاکستان لپاره د ون یونټ One Unit) ) د قانون انفاذ او اعلان وو . د ون یونټ د قانون له مخې شمال لویدیځه سرحدي صوبه او ټول ایالتونه منحل او په ون یونټ پورې وتړل شول چې لاهور یې اداري مرکز وو . د ون یونټ او نورو مارشا لایي مقرراتو پر ضد هم سیاسي ګوندونو د پښتونخوا او پاکستان خلکو په پراخو او نه ستړي کېدونکو مظاهرو لاس پورې کړ ، څو ایوب خان د دوي د قهر جنو او پرله پسې لاریونونو په پایله کې استعفا ته اړ او پر ځای يې د پاکستان د ځمکنیو پو ځونو لوی درستیز جنرال یحی خان ته پوځي او ملکي چارې وسپارلې . جنرال یحی خان د خلکو د پراخ او له قهره ډک فشار په نتیجه کې په ۱۹۷۰ز کال کې انتخاباتو ته لاره هواره کړه . ون یونټ یې مات کړ او د پنجاب ، بلوچستان ، سند او ( صوبه سرحد ) ایالتونه یې یو ځل بیا ورغول . د ۱۹۷۱ ز کال د ټولټاکنو پایله دا شوه چې عوامي لیګ د شیخ مجیب الرحمن تر قیادت لاندې انتخابات وکټل خو د پاکستان پوځي او ملکي استبلشمنټ ( حاکمې طبقې ) عوامي لیګ ته د قدرت له سپارلو مخنیوی وکړ ، دا ځکه چې شیخ مجیب بنګالی او عوامي لیګ په ختیځ پاکستان کې په غوڅ اکثریت سره بریالی شوی وو ، په انتخاباتو کې د پاکستان د خلکو ګوند (PPP)د ذالفقار علي بوتو په مشری په لویدیځ پاکستان ، د عوامي ملي ګوند (NAP) او د جمعیت العلمای اسلام ایتلاف د ولی خان ، مولانا مفتي محمود او میر غوث بخش بزنجو په مشرۍ په شمال لویدیځ سرحدي ایالت او بلوچستان کې د رایو اکثریت ګټلی وو . عوامي لیګ ته د قدرت نه سپارل ، شیخ مجیب او عوامي لیګ دې ته اړ کړل چې په ختیځ پاکستان کې د (( بنګله بهاندو )) یعنی بنګالي وروڼه ، بنګال ته نجات ورکړﺉ په شعارونو ورکولو ټولنیز پاڅون وکړي . هغه بنګالیان چې د پنجابي اردو د ظلم او وحشت په نتیجه کې هند ته په تلو مجبور شوي و او شمېر یې لکونو ته رسېدو ، له هغو څخه هم اندراګاندي د بنګال د نجات لپاره د (( مکتي بهاني )) ازادي بخښوونکی پوځ جوړ کړ چې وروسته له ډېرو قربانیو او اتلولیو ، د شرقي پاکستان مرکز ډاکې و سقوط وکړ . د پاکستان د ۹۳۰۰۰پوځیانو د تسلیمي سند چې (Instrument of Surrender) یعني د پوځ او وسلې د تسلیمی سند په نامه یادیدو اوپه دریوو پرګرافونو او درویشت لیکو کې لیکل شوی و ، دپاکستان د زون (B) د مارشلاًاداره کوونکي او د شرقي قومندانۍ ، قومندان تورنجنرال امیر عبدالله خان نیازي له خوا د ۱۹۷۱ز کال د دسامبر پر ۱۶ نېټه د تورنجنرال جګجیت سنګهه اروړه سره چې د هند د ختیځو ځواکونو او د بنګالي(( مکتي بهاني ))یعنې د بنګال ازادي بخښوونکي پوځ قومندان وو ، امضا کړ . له دې سره د پاکستان شګلنه ستنه ونړېده او د بنګله دېش په نوم نوی هېواد منځته راغی .همدارنګه د جنګ لپاره چې د جنرال ټکا خان په مشری ۲ دزرهدارو او ۷ ریزرف پلې فرقې موجودي وې هم استعمال نه کړی شوې . دپاکستان له نقشې څخه د بنګال د ایستلو مبارزې د۱۹۴۷زکال څخه راپه دېخوا په ډېر زور او شور سره جارې وې .
د دغو مبارزو رهبري ،مولانا بهاشاني ، شیخ مجیب الرحمن او یوشمېر نورو کوله .د بېلګې په توګه هغه وخت چې محمد علي جناح په ۱۹۴۸ ز کال کې ډاکې او چټاکانګ ته سفر وکړ ، د زده کوونکو فدراسیون ته چې شیخ مجیب یې مشر و پخپله وینا کې وویل : ( د پاکستان ملي ژبه اردو ده ). په ځواب کې یې د زده کوونکو له مینځ څخه شیخ مجیب په لوړ آواز (No, No, No) شعارونه ورکړل ، بنګالیانو په خپله خاوره دبنګالي ژبې درسمیت لپاره مبارزه جاری ساتلې وه . دجګړې او ورانیو وروسته په لویدیځ پاکستان کې (PPP) د ذالفقار علي بوټو په مشرۍ د حکومت په جوړیدو وګمارل شو ، بوټو لومړی وزیر شو او په شمال مغربي سرحدي ایالت او بلوچستان کې نیشنل عوامي پارټی حکومتونه جوړ کړل چې مولانا مفتي محمود ایالتي وزیر اعلی ، ارباب سکندر خان خلیل ګورنر او په بلوچستان کې عطاالله خان مینګل ګورنر او میر غوث بخش بزنجو وزیر اعلی و ټاکل شول .
په ۱۹۷۳ ز کال کې د پاکستان اساسي قانون په داسې شرایطو کې د پارلمان لخوا تصویب شو چې د پاکستان د اپوزیسیون ایتلاف مشري ولي خان کوله . په دغه قانون کې د شمال لویدیځ سرحدي ایالت (NWFP) د پخوا په شان د انګریزي نومینکلاتور تر اغېزې لاندې دوام پیدا کړ، ولي خان او د اپوزیسیون ګوندونوپه دغه نوم خپل ملاحظات (Reservation) په زغرده څرګند کړل ، خو اساسي قانون یې تصویب او لاسلیک کړ . په ۱۹۸۰ ز کال په اسلام آباد کې د افغانستان په سفارت کې ولي خان د
۱۹۷۳ کال د اساسي قانون په هکله ما ته داسې وویل : ما د اپوزیسیون ګوندونو د مشر په توګه صدراعظم ذوالفقار علی بوټو ته د اساسي قانون د تصویب او د باور رایې ورکولو په ترڅ کې دا جمله وویله :

(( زه تاسو ته د باور رایه درکوم ، که څه هم په تاسو باور نه لرم .)) .
دپښتنو او بلوڅو ناسیونالیست او سیکولر ګوندونو د خپلو روا غوښتنو په څنګ کې په کلکه او پخه اراده دا غو ښتنه تکراروله چې د
( (NWFP نوم دې بدل شي .د دوي استدلال دا و چې دا نوم د انګرېزانو لخوا په دغه ایالت ایښودل شوی او زموږ د تاریخي هویت او پېژندګلوي ترجمانې نه کوي ، د بېلګې په توګه که د پاکستان ۳ نورو ایالتونو ته نظر واچوو پنجابیان په پنجاب کې په سلو کې شپېته ، سیندیان په سلو کې ۴۰ ، او بلوچان وایي چې موږ په سلو کې پنځوس یو ، دوي خپل ایالتونه د پنجاب ، سند او بلوچستان په نومونو یادوي ، موږ پښتانه په شمال لویدیځه سرحدي صوبه کې ۸۰ فیصذه تشکیلوو، موږ هم دا حق لرو چې خپل ایالت پښتونخوا ونوموو او په خپله خاوره تاریخي هویت او شناخت پیدا کړو . عوامي نشل پارټی (ANP) او نورو مترقي ګوندونو په پیل کې د پښتونستان د نوم لپاره هلې ځلې کولې ، خو د پاکستان اردو او استخباراتي کړۍ چې د پاکستان په سیاست ، قدرت او پالیسۍ جوړولو واکمن او د پاکستان په لنډ تاریخ کې لومړۍ خبره تل له پوځ سره وه ، د پښتنو په ګوندونو او سیاستپوهانو ځکه بې باوره وول چې دوي یې د افغانستان او هند له حکومتونو سره په دودیزه توګه د نږدې اړیکو په درلودلو او د بېلوالي د فکرپه افاده کولو ملامتول ، له همدې امله د پښتنو مشرانو د پښتونستان د نامه له غوښتنې څخه منصرف او پر ځای یې د پښتونخوا د نامه مطالبه را وړاندې کړه . باید څرګنده شي چې د بېلا بېلو مذهبي او سیاسي ګوندونو لخوا د افغانیه ، خیبر ، اباسین ، اوګندهارا د نومونو وړاندیزونه هم په لست کې مطرح شوي ول . په ۱۹۹۷ کال کې عوامي ملي ګوند (ANP) د ولي خان په مشرۍ د پخواني صدراعظم نوازشریف د مسلم لیګ له ګوند سره په مرکز او شمال لویدیځ سرحدي ایالت کې د کابینې د جوړولو لپاره ایتلاف وکړ . د عوامي ملي ګوند ANP په آجندا کې چې مسلم لیګ ګوند ته وړاندې شوې وه په پښتونخوا باندي د ( صوبه سرحد ) د نوم اړول په لومړیتوبونو کې ځای درلود . د مسلم لیګ ګوند د نواز شریف په مشرتابه د رایو د ګټلو او د حکومت د جوړولو په پلمه د دوي وړاندیز ته سر ښورولی وو . کله چې د ( صوبه سرحد ) په ایالتي اسامبله کې ددغې موضوع په اړوند ډېر تاوده بحثونه وشول او د رایو په غوڅ اکثریت سره دپښتونخوا نوم تصویب شو .دغه توافقنامه د عوامي نشل ګوند او د پاکستان د خلکو ګوند ( شیر پاو ګروپ ) لخوا وړاندې او تصویب شوه . لیکن مقابل لوري یعني د مسلم لیګ نواز ګوند چې سردار مهتاب احمد خان یې په ایالت کې د ګوند مشر او ایالتي وزیر اعلی و او جمعیت العلمای اسلام چې مولانا فضل الرحمن یې مشری کوله ، مخالفت وکړ . له بله پلوه دا موضوع د پاکستان په ملي اسمبله کې مطرح نه شوه او د بحث کولو اجازه یې و نه موندله . په پایله کې د (ANP) عوامي ملي ګوند او مسلم لیګ شګلن ایتلاف په اسلام آباد او شمال لویدیځ سرحدي ایالت کې له مینځه لاړچې په ولي خان او عوامي ملي ګوند باندې د ملي او مترقي ګوندونو اوروڼ اندو لخوا له نواز شریف سره د ایتلاف جوړولو په موضوع سختې نیوکې کېدلې . په ۲۰۰۸ ز کال کې د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزېرې مېرمن بې نظیربوټو د, وژل کیدو نه وروسته د پاکستان په پارلمانې ټاکنو کې د پاکستان د خلکو ګوند (PPP) په مرکز او سیند ایالت کې اکثریت څوکۍ وګټلي . په پنجاب کې د مسلم لیګ ګوند د نواز شریف په مشرئ ، په ( صوبه سرحد ) کې عوامي ملي ګوند د اسفندیار ولي په مشرتابه په ملي اسامبله او ایالتي اسامبلیو کې ډېرې څوکۍ وګټلې ، خو دا ګوندونه په یوازې توګه د حکومت جوړولو په پوزېشن کې نه ول ، له همدې امله یې په مرکز او ایالتونو کې د ایتلافي حکومتونو تشکیلولو ته مجبوریت درلود . د پاکستان پیپلز پارټۍ په فدرالي کچه د مرکزي حکومت د تشکیل لپاره له عوامي ملي ګوند او د مولانا فضل الرحمن او د مهاجرو د قومي غورځنګ (MQM) سره ایتلاف وکړ . د نواز شریف مسلم لیګ ګوند د اپوزیسیون د کرسۍ د منلو تیاري وښوده . د عوامي ملي ګوند لخوا د وزارتونو پر اخیستلو سربېره د پښتونخوا د نوم غوښتنه په ډېر صراحت سره مطرح وه چې د پاکستان د خلکو د ګوند او د هغه د مشرانو ، آصف علي زرداري او سید یوسف رضا ګیلاني لخوا په ډېرې خوښۍ موافقه پرې وشوه . د دوو کلونو په زماني واټن کې د پاکستان د پارلمان لخوا د دیکتاتورانو ضیا الحق ـ مشرف د قا نون لایحي لکه ۱۷ نمبر قانون چې د حکومت او پارلمان د منحل کولو حق د ۱۹۷۳ اساسي قانون پرخلاف ضیااحق ـ مشرف خپل واک کې اخیستی و ، همدارنګه نوري قانوني لایحې چې دغو دیکتاتورانو له ۱۹۷۷ ز کال راپه دې خوا په اساسي قانون کې د بدلونونو د راوستلو په لړ کې جوړي کړي وي ، ددغو لوایحو د منسوخولو او د ۱۹۷۳ کال د اساسي قانون د مفاداتو د بیا رغونې او اعادې لپاره یوه با صلاحیته پارلماني کمیټه چې په پارلمان کې د ټولو ګوندونو استازو په کې ګډون درلود جوړه کړه . د نوموړې پارلماني باصلاحیته کمیټې دنده دا وه چې د اصلاحاتو د ۱۸ نمبر لایحې له مخې د پښتونخوا نوم غوره کول ، د ۱۷ نمبر لایحې لغوه کول ، د رهبرانو لپاره د دریم ځل لپاره د صدرات کرسۍ ته د ځان نومونې ، د ایالتونو داخلي خودمختاري او حقوق ، د ۱۹۷۳ اساسي قانون په اصلي بڼه او محتوی اعاده کول ، له ولسمشر څخه ځینې اختیارات او صلاحیتونه لومړي وزیر ته انتقالول لکه د پاکستان د لوی درستیزانود ګډې کمیټې د ریًس د درې ګونو وسله والو ځواکونو د لوی درستیزانو ټاکل او د انتخاباتو د کمیسیون د ریس ټاکنه او داسې نور ول . د ۵۱ مادې په اړوند نوموړې جرګه ګۍ د پاکستان د خلکو د ګوند د یو لارښود په مشرتابه خپلو ژورو او کړکېچنو بحثونو ته ادامه ورکړه . د کمیټې په بحثونو او نظریاتو کې له سره تر پایه د زیاترو مادو په تېره بیا د پښتونخوا د نوم په اړولو زیات اختلاف وو . د پښتونخوا نوم د پاکستان د مسلم لیګیانو لباره چې نواز شریف او چودري شجاعت حسین یې مشري په غاړه لري او پنجاب یې د واک او ځواک مرکز بلل کیږي ، د منلو وړ نه وو . بحثونه او خبرې اترې د په ټپه درېدلې حالت سره مخامخ وې ، خو وروسته بیا د مسلم لیګ نواز او مسلم لیګ قاعد اعظم لخوا د خیبر د نوم وړاندیز وشو . په پای کې واک لرونکې کمیټې له تودو بحثونو وروسته د رایو په اتفاق د (( خیبرپښتونخوا )) په نوم پرېکړه وکړه ، په دغه کمیټه کې د عوامي نشنل پارټي له دریځ څخه د پاکستان د خلکو ګوند ، پښتونخوا ملي عوامي ګوند ، د مهاجرو قومي غورځنګ ، پاکستان مسلم لیک ( نواز ) ګروپ ، د پاکستان مسلم لیک فنکشنل ( پیر پګاړا)ګروپ ملاتړوکړ او د جمعیت العلماي اسلام فضل الرحمن ګړوپ او د پاکستان مسلم لیک ( قاید اعظم ) ګروپ د پښتونخوا د نامه سره مخالفت وښود . د عوامي ملي ګوند مشر اسفندیار ولي په دې اړه وویل : (( زموږ په خپله خاوره شناخت وشو او د دغه تاریخي کار د بریالیتوب ویاړ په ټولو ګوندونو او د هغوي په لارښوونکو او د هغوي په ټولنیز تدبیر او درایت مستقیمه اړه لري )) ۰ اتلسم نمبر قانوني لایحه تېره اوونۍ د وروستۍ پرېکړې لپاره پارلمان کې بحث ته وړاندې شوه او په دې وروستیو ورځو کې د پاکستان په ملي اسامبله کې دغه وړاندیز له ۳۴۲ رایو څخه د وکیلانو د ۲۹۲ مثبتو رایو په ورکولو سره په زغرده ومنل شو . که څه هم یو شمېر وکیلان له مجلسه ووتل او د پښتونخوا په څینو سیمو لکه هزاره ډېوېژن کې د نواز شریف د پلویانو لخوا او یا که سمه وویل شي د هغوي په لمسون ددغې پرېکړې پر ضد لاریونونه وشول ، لیکن واقعیت دا دی چې د (( خیبر پښتونخوا )) نوم رسما ددغې تاریخي سیمې ویاړ وګرځېد .
امیر ګران