View Full Version : سم الله الرحمن الرحیم ـ افغانستان نن د امر


din
05-21-2010, 12:48 AM
سم الله الرحمن الرحیم ـ افغانستان نن د امریکا د بهرنۍ تګلاری قرباني دی . افغانستان د خپل حساس او مهم جیوپولټیک دریځ له امله کلکي ضربې خوړلي دي . هېواد تل منطقوی او نړیوال ځواکونه ځانته راکش کړي دي . افغانانو د تاریخ په اوږدو کی تل ځان زیانمن کړی خو بل یې ګټمن کړی دی . دا هېواد همیشه د استعمارچیانو او یرغلګرو هدف نه بلکی د هدف یوه وسیله وی او ځکه یې د سیمی تر بل هر هېواد ډیري بهرنۍ حملې او نیونی زغملي دي . پس ویلای سو چی افغانانو تل خپله انرژي د بهرنیو یرغلګرو په شړلو او یا هم کورنیو شخړو کی ضایع کړې ده . خو بلخوا ، د افغانستان تاریخ ، جغرافیه او عنعنه هم هر ځل د یرغلګرو لپاره دام ثابت سوی او هغوی یې سخت ځپلي دي . کېدای سی دا افغان دام د څو زاویو څخه وڅیړو تر څو معلومه سی چی څنګه یې امریکا او ناټو نن د ځان تر څنګ په مصیبت اخته کړي دي . په دې اړه عمدتأ درې عوامله شتون لری چی هغه امریکایی عامل ، افغانی عامل او منطقوی عامل دی . اوس به هر یو مختصرأ داسی وشنو :
لومړی ـ امریکایی عامل :
امریکا په افغانستان کی ډیري او لویی غلطۍ کړي دي . هغه دلته پرون په یو نوم راغلی خو نن بل څه کوی . په هغه څه پسی چی امریکا راغلې وه ، حاصل یې نکړل . د امریکا ستراتیژي بی اثره او ناکامه ثابته سوه . واشنګټن د « سیاسی » حل پر ځای « نظامی » حل غواړی حال دا چی هغه دلته نتیجه نه ورکوی . دا هر څه د امریکا د بهرنۍ تګلاری د ګمراهۍ محصول دی . د افغانستان د نیوني څخه د امریکا څو لویی ستونزي په دې ډول دي :
الف ـ لوژستیکی خنډونه : پخوا برتانیه او بیا شوروی د افغانستان سره مښتي وو ، خو امریکایی اکمالات نن تر نیمی کرې راتیریږی او بیا د کراچی څخه تر کابله او یا هم د روسیې څخه د منځنۍ آسیا له لاری ( او یا هم په آینده کی د عراق ـ ایران له لاری ) را رسول کیږی . د پاکستان لاره د فساد او حملو ښکار ده . حال دا چی د روسیې ( او احتمالأ د ایران ) لاري ځکه له مصرف او خطره ډکی دي چی :
۱ ـ روسیه به خپل کمیشن ورڅخه اخلی او که هرڅومره امریکا په افغانستان کی ډیره ننوزي په هغه اندازه به روسیه خپل کمیشن هم زیاتوی .
۲ ـ واشنګټن چی هرڅومره پر روسیه ډیره تکیه کوی په هغه اندازه به په دغه دام کی نور هم کښېوزی .
۳ ـ که احیانأ ایران دا لاره ورکړي نو د سُنی مخالفینو او سُنی عراقیانو او افغانانو د تهدید سره به مخامخ سی .
۴ ـ که یې ورنکړي نو امریکا ( او احتمالأ اسراییل ) به یې د حملې د ګواښ یا پټو مداخلو په غیږ ورولی .
ب ـ د ناټو سره ستونزه : ناټو د ډیرو پوځیانو ، ډیرو وسلو او ډیرو پیسو ورلیږلو ته نور زړه نه ښه کوی . ډول ډول پلمې او عذرونه وړاندی کوی او د خپلو ولسونو تر پرله پسې کښېکښنو لاندی دي . دا کار مجبورأ د امریکایی پوځ د تعداد او عملیاتو د ډېرښت باعث ګرځی او ځکه نو روان جنګ ورځ په ورځ امریکایی کیږی .
دوهم ـ افغانی عامل :
افغانی عامل د امریکا لپاره تر ټولو خطرناک دام ثابت سوﺉ دی ، یعنی :
الف ـ د کابل فاسد او بی کفایته رژیم د اتو کالو راهیسی د امریکا په غاړه کی ورلوېدلی او مسلسل یې حیثیت ور خراب کړی دی . دغه رژیم امریکا ته ستر ځانی او مالی زیانونه پیښ کړي دي ( واشنګټن د دغه فاسد رژیم د بقأ لپاره خپل ۱۰۹۰ پوځیان او پنځه سوه بلیونه ډالره ضایع کړي دي . )
ب ـ پرله پسې او هره ورځ پر ملکی خلکو بم ورۍ او د هغوی شهیدان کول د امریکا په وړاندی خښم او مقاومت راپارولی او د مخالفینو جبهه په بیړه د دښمنانو په جبهه سره ورته اوړی . پخپله د دوی له خولې وړمه ورځ طالبان پنځه زره کسه وو ، پرون شل زره کسه او نن هم دیرش زره کسان دي ، دا ولی ؟
ج ـ افغانستان نن امریکا او ناټو ته عملأ یو دام ګرځېدلی دی ، ځکه :
۱ ـ هغه زیږه قبایل لری ؛ ۲ ـ کلکه مذهبی عقیده لری ؛ ۳ ـ سخت استقلال طلبانه کلتور لری ؛ ۴ ـ غرني عوارض لری ؛ ۵ ـ شډل او ستونځمن دښتونه لری ؛ ۶ ـ تیت او پرَک نفوس لری ؛
خو ، افغانان په دې شخړه کی څه قیمتی شی نه لری چی له لاسه یې ورکړی حال دا چی د یرغلګرو بیخ کاږی .
درېیم ـ منطقوی عامل :
واشنګټن د سیمی په سطح هم لویی غلطۍ او بی باکۍ کړي چی هغه یې نن د غاړې طوق ګرځېدلی دی ، یعنی :
الف ـ مقابل دښمن : برتانیه او روسیه په خپل خپل وخت کی یوازی د افغان جنګیالیو سره جنګېدل ، خو امریکا نن د سرحد پر دواړو خواوو د طالبانو سره جنګیږی چی د هغوی سره د پنجاب او کشمیر مبارزین هم ملګري دي او ځکه نو دا جنګی دایره نوره هم پراخیږی .
ب ـ پاکستانیً دریځ : اسلام آباد د طالبانو پر ضد په جنګ کی د امریکا لاچارﺉ ملګرﺉ دی چی په ناخوښۍ او پریشانۍ سره یې ملګرتیا کوی . پاکستان د باور وړ هم نه دی . پوځ یې د رشوت پر اساس مجبور کړای سوﺉ چی د خپلو طالبانو سره وجنګیږی او ځکه نو دا جنګ په کښته رتبه افسرانو کی محبوبیت نه لری بلکی صرف څو جنرالان ورته اړم دي . اسلام آباد په سترګو وینی چی نوﺉ ډیلی په افغانستان کی خپل ستراتیژیکی نفوذ پرله پسې ډیروی او ځکه نو هغه هم دوه ګونیً سیاست مخته بیایی .
بلخوا ، امریکا ورځ په ورځ دا جنګ ( صرف د خپلو ګټو له مخی ) پاکستان ته داخلوی . ښایی دا کار څو منفی نتایج ورکړي : لومړی ـ ښایی پر اسلام آباد او لاهور باندی د طالبانو حملې نوری هم زیاتی کړي ، دوهم ـ ښایی د پوځ اسلامپال او ملت پال افسران مجبورأ کودتا وکړی او امریکا ته د پاکستاني پوځ سلامي پای ته ورسوی ، درېیم ـ ښایی پاکستان د نوری بی ثباتۍ او نا امنۍ په غېږ ورولی ، څلورم ـ ښایی پاکستان باالاخره تجزیه سی .
ج ـ د هند لمسوَل : که په قبایلی سیمو کی د امریکا حملې له حده ووزی ، نو ښایی د طالبانو ملګري په هند کی یوه بله منظمه حمله وکړی ( لکه د ۲۰۰۸ په نوامبر کی چی یې په ممبیً کی کړې وه ) او هغه به هند د پاکستان سره جګړې ته ودروی . دغسی کار به پاکستان هم اړباسی چی خپل ټول پوځی تمرکز ختیځ سرحد ته ولیږی او په قبایلی سیمو کی د طالبانو سره جوړ راسي او امتیازات ورکړی . داسی کړنه به بېله شکه امریکا ولړزوی . آیا په افغانستان کی امریکایی ګټي دومره حیاتی دي چی دا دوه اټومی ځواکونه دغسی سره ښکر په ښکر کړي ؟
د ـ د تهران رول : ایران دلته د برتانیې او روسیې د جنګونو پر مهال کوم مهم عامل یا اړخ نه و ، خو نن دی . تهران په افغانستان او عراق دواړو کی د سُنی حکومتونو په نسکورولو کی د واشنګټن غیر مستقیم ملاتړﺉ او مرستندوی و . خو د تهران منافقت دا دی چی اوس اوس په عراق کی امریکا ته ستونزه جوړول نه غواړي لاکن په افغانستان کی یې برﺉ هم نه غواړي او د طالبانو سره د هغوی جګړه ډیره خوښوی .
ښه ، که پورتنیً ټول بیان را لنډ کړو ، نو وبه ګورو چی افغانستان د تروریزم قرباني نه بلکی د امریکا د بهرنۍ تګلارې قرباني دی ، ځکه هغه ځانته دښمنان ایجادوی . امریکا دلته په ریګو کی توپونه ولی . هغوی د لس زرو ډالرو کور د لس ملیونو ډالرو په راکټ ولی . امریکا یو ځای دیموکراسي خفه کوی او بل ځای د هغه د استقرار لپاره دنیا خرابوی . امریکا « دیموکراسي » په بی ـ ۵۲ الوتکو کی رابار کړه او په سوغات کی یې افغانانو ته اهدأ کړه ! یوې الوتکی به زوی بمباري کاوه ، خو بلی به یې مور ته څو دانې وچ بیسکېټ راغورځول . دا کړني په لږ بدلون سره نن هم جریان لری چی په مجموع کی د امریکا د غاړې طوق ګرځېدلی دی . امریکا د خپلی غلطی تګلارې او ظالمانه ستراتیژۍ له لاسه په « افغاني » دام کی راګیر ده چی خلاصون یې نه لیدل کیږی . داسی ښکاری لکه د زوال خدایی قانون چی له همدې ځایه پر هغوی راپیلېدونکیً دی ! والسلام ( ن . صمد )
نثار احمد صمد
سرپاڼه (javascript:window.location.reload();)