View Full Version : اسلامي اقتصاد تعریف


din
05-20-2010, 01:00 AM
اقتصادي پوهنه
پخوا لدينه چې د اسلامي اقتصاد تعريف څرگند كړو بهتره به وي چې ددغه علم محدوديت او پيدايښت ته اشاره وكړو :
د اقتصادى پوهنې دمحدوديت څخه موخه او هدف د لويديځو پوهانو له انده داده چې ددغه علم ستونزې اوهغه چارې وڅيړل شي چې دغه علم يې منځته راووړ، او بيا دهغې لپاره غوره دحل لارې وكتل شي.
ددوئ له انده اقتصادى ستونزه پدې كې ده چې بشري ټولنې د بيلابيلو اختلافاتو او دهغوئ دترقي او پرمختگ د لاملونو له كبله اساسي او بنسټيز حقيقت په ډاگه كيږى او هغه داده چې د بشري ټولنو حاجتونه دهغوئ د مواردو څخه زيات دي او دغې كړنې ته ((اقتصادي ستونزه)) ويل كيږى.
يولړ نظر پوهان دغه ستونزه داسې معرفي كوي : دهرې ټولنې موارد كه هغه په هر وخت كې وي، بلكه ځمكه، كاري قوه او وسائل ددې ضروريات نشي پوره كولاى، آن كه دغه ټول وسائل په سالمه او صحيح توګه په كار واچول شي، او هم ددې وړ وي چې د ټولنې لپاره په بشپړه توگه كفايت كوي بياهم ددوئ ټول ضروريات نه پوره كيږي.
همدغه ستونزه ده چې لويديځو اقتصاد پوهانو اقتصادى زده كړې ته زياته پاملرنه كړېده، آن چې همدا زدكړه د اقتصادى پوهنې لپاره بنسټيز لاملونه گڼل كيږى، او هم دا ستونزه ټول اقتصادي نظامونه ديته اړباسي چې د اقتصادي پوهې په هكله بې شميره څيړنې او تحقيقات وكړي.
دا چې د اقتصادي ستونزې او اقتصادي پوهې ترمنځ بنسټيزه اړيكه موجوده ده نو له كبله يې تعريف هم له ستونزو سره مخامخ كړيدې، او هر اقتصاد پوه دهغې خاص او ځانگړې تعريف كړې دې او د هر يوه تعريف په دې پورې تړلې دې چې اقتصادي ټولې ستونزې پكې رانغښتي او كه له دغسې شموليت څخه خالي دي.
دهمدې فارمولې پر بنسټ د اقتصادي نظام لپاره علماو بې شميره تعريفات څرگند كړيدى چې مونږ به يې يوازې لږ شمير څرگند كړو او هغه په لاندې ډول دي :
لويديځ ليكوال او اقتصاد پوه ((آدم سميت)) اقتصادي پوهنه پدې سره تعريف كړې چې اقتصاد عبارت دې له : (( دثروت پوهه)) يا ((ثروت پوهنه)) او هم عبارت له هغې پوهې څخه دې چې د بډايو ملتونو د وسايلو تحقيق او څيړنه كوي ...... ددې سره سره او په ځانگړي ډول د هوساينې د ژوند لاملونه هم په نظر كې نيسي لكه صنعتي توليدات يا زراعتي توليدات او يا داسې نور .....
پدې تعريف دا نيكوې شوي چې دا بشپړ او جامع تعريف ندې، ځكه د هوساينې پر ژوند ټينگار او د مادي اسبابو لټون گڼ شمير نورې چارې د انسان كړنو او اقتصادي چارو څخه باسي، لكه د زده كړې او روغتيا خدمات، ځكه دغه خدمات د مادي بهبود په تحقيق كې برخه نه اخلي، خو ددې سره سره دا په خپل څنگ كې اقتصادي چارې رانغاړي او داسې اقتصادي پايلې له ځان سره لري چې انكار ورڅخه امكان نلري.
له بلې څوا د اقتصاد تعريف يوازې په اقتصادي ثروت پورې منحصر كيږي او د اقتصاد اساسي موضوع ته نه شامليږي چې هغه خپله انسان دې، او دغه انسان اراده لري او هم دده په هڅو سره توليدات صورت مومي. ( )
بل لويديځ اقتصاد پوه مارشال بيا د اقتصاد تعريف داسې كوي :
اقتصاد له هغې پوهې څخه عبارت دې چې د فرد د ورځني ژوند د تصرفاتو څيړنه او تحقيق كوي، اقتصاد د انسان دژوند دغه برخه څيړي او گوري چې په څه ډول دغه شتمنۍ لاسته راوړي او څه ډول يې په كار اچوي.
ددې تعريف څخه داسې جوتيږي چې د اقتصادي پوهې موضوع خپله انسا دې، البته د انسان ټول تصرفات له اقتصاد سره تړاو نلري، يوازې هغه تصرفات يې له اقتصاد سره تړاو لري چې په شتمنۍ پورې مربوط دي، او دا ددې غوښتنه كوي چې په څه ډول يې لاسته راوړي او څه راز يې وكاروي.
ددې تعريف څخه دا جوته شوه چې د اقتصادي پوهې موضوع خپله انسان دې، ددې تعريف پر بنسټ د انسان ټول كړه وړه د اقتصادي هڅو سره ندي تړلي، بلكې يوازې هغه كړه وړه يې د اقتصاد سره تړلي چې له شتمنۍ سره تړاو لري، او ددې معنى داده چې څه راز يې لاسته راوړي او څه راز يې وكاروي.
خو پدې تعريف هم هغه نيوكې شوي چې په مخكې تعريف شوې وې.
دريم : د روينز تعريف :
نوموړې په دې اند دې چې اقتصادي پوهه عبارت ده له هغې څيړنې څخه چې د انسان سلوكيات دهغه د بې شميره حاجتونو په اړوند څيړي دهغه د محدودو وسائلو پوهه او په گڼ شمير لارو يې د كارولو په هكله تحقيقات كوي.
ددغه تعريف ځانگړتيا پدې كې ده چې دغه تعريف د اقتصادي ستونزې بنسټيز اړخونه څيړي،او ددغه چارې د تحقيق لپاره بايد لاندې مقررات په نظر كې ونيول شي:
۱ _ اهداف يا په بل عبارت حاجتونه به محدود نه وي، پداسې توگه چې پوره كول يې شوني نه وي، كه چيرې محدود وي پداسې ډول چې پوره كول يې امكان ولري نو بيا اقتصادي ستونزه منځ ته نه راځي.
۲ _ د پوره والي وسائل او دحاجتونو لاملونه به محدود وي او كه چيرې محدود نه وي بيا اقتصادي ستونزه نه رامنځ ته كيږى.
۳ _ د محدودو وسائلو د پوره والي كارونې به بيلابيلې او زياتې وي، كه چيرې په يو ډول استعماليږي بيا اختيار لاسته نشي راتلاى او اقتصادي ربړې نه رامنځ ته كيږي.
دغه تعريف هم له نيوكول څخه خوندي ندې پاتې شوې، داسې ويل كيږي چې دغه تعريف اقتصادي پوهه بې لوري گرځوي، او يوازې تر اقتصادي تحليلاتو پورې فعاليت او رول لنډه وي، د احكامو او سياستونو په دگر كې رول په بشپړه توگه منفي گرځوى.
ددې نيكو او انتقادونو پر اساس يو شمير اقتصاد پوهانو كوشش كړې او داسې تعريف يې وړاندې كړې چې دغو ټولو نيوكو ته ځواب وايى او هم په څنگ كې د اقتصاد ښكاره اړخونه رانغاړي.
ددې فارمولې پر بنسټ اقتصاد عبارت دې له : هغه علم څخه چې ټولنيزه پوهه لاسته راوړي چې موضوع يې خپله انسان او هغه د يوې آزادې ارادې څښتن دې، ددې علم مقصد دادې چې د بې شميره حاجتونو او محدودو مواردو تر منځ پرتليزه مقارنه او څيړنه وكړي، ترڅو د غوښتنود پوره كولو زياته برخه لاسته راوړي او پدې مورد كې د برابرو مواردو له كارونې څخه كار واخلي، ددې سر بيره هڅه وكړي چې د بهبود او ترقي لپاره گڼ شمېر نوي گامونه پورته كړي. ( ).
دغه تعريف د اقتصاد ښګاره اړخونه په نظر كې نيسي، په پيل كې ديته اشاره كوي چې د بې شميره حاجتونو او محدودو مواردو ترمنځ تعادل شونې ندې، او دغه لامل د اقتصادي ستونزې بنسټيز مشكل دې، دا هغه اساسي مشكل دې چې اقتصادي پوهه ورسره لاس او گيروان ده، دداسې يو تعريف تصور هم نشي كيداى چې هغه ددغه علم بنسټيز مشكلات او ستونزې په نظر كې ونه نيسي.
په دويم پړاو كې ديته اشاره كوي چې د اقتصادي څيړنې څخه موخه او مقصد د حاجتونو پوره كول او پدې دگر كې داسې گامونه اوچتول چې د خپلو لږ شمير مواردو څخه زياته گټه لاسته راوړي، پدې سره دغه كړنه اقتصادي پوهې ته مثبت رول وربښي، يوازې د ښكاره تحليلونو په شرحه بسنه نه كوي.
له بلې خوا دغه تعريف دا په گوته كوي چې انسان د ارادې څښتن دې او دا داقتصاد موضوع ده، له همدې كبله دا د اقتصاد په انساني او اجتماعي اړخونو زيات تركيز كوي.
د اقتصادي علم پيدايښت
په لويديځ كې د اقتصاد علم يا پوهنه پدې وروستيوكې رامنځته شوه، چې پيل يې د اتلسمې پيړۍ په اواخرو كې وو، ( ) . له همدې مهاله اروپايى ټولنې له ژورو اقتصادي او ټولنيزو پړاونو او پرمختگونو څخه تيرې شوې، چې دا ټول د فرانسې او صنعتي انقلابونو له پروگرامونو څخه اغيزمنې وې.
په اقتصادي ډگر كې نوې څيړنې او تحقيقات پيل شول، چې تر ډيره بريده د اقتصاد ښكاره تحليلاتو ته پكې پاملرنه كيده، او ددې هڅې كيدې چې اقتصادي قوانين د غوښتنې او مطالبې دارنگه د .......... د تناقض له قوانينو څخه جلا كړي....
د شلمې پيړۍ ترلومړيو پورې اقتصادي پوهه په ځانگړيو نظريو او څيړنو را څرخيده، او كوشش كيده چې د اقتصادي پوهې ټول حقائق په داسې توگه ورازول شي چې له يو هيواد څخه بل ته بدلون ونه خوري، ددې ترڅنگ دا هڅې هم روانې وې چې د واقعيت په رڼاكې اقتصاد وڅيړل شي، دهيواد اقتصادي نظرياتو او د عدالت مفاهيمو سره وه تړل شي، البته په شلمه ميلادي پيړۍ كې اقتصادي پوهې ځانګړې بڼه غوره كړه او دخلكو پاملرنه ورته زياته شوه.