View Full Version : د كبېره ګناهونو اووه ګروپونه


din
05-19-2010, 12:30 AM
ماخذ: توحيد
ليكوال: انجينر عبدالقادر (رسولى) لندن
ترتيب: حضرت علي اغا

كبېره ګناهونه د اسانى لپاره په اووه (۷) كروپونو او اوه لسو (۱۷) ارقامو كې بيانوو.

۱. د زړه (قلب) لوى ګناهونه 1. شرك 2. ټينګار د ګناه د عمل په تكرار باندى 3. د الله جل جلاله د دربار څخه نااميدى 4. مكر و حيله (فريب او چل)

۲. د ژبى لوى ګناهونه 5. ناحقه يا بې ځايه شاهدى 6. پاك لمنې ښځه ته زنا نـسبت كول (بدنامول) 7. ناحقه يا بې ځايه قسم اخستل 8. سحر او جادو كول

۳. د ګېډى (نس) لوى ګناهونه 9. شراب څښل* 10. ديتيم مال خوړل 11. سود خوړل**

۴. د ستر د ځایونو لوى ګناهونه 12. زنا كول 13. لواطت كول

۵. د لاسونو لوى ګناهونه 14. بې ګناه كس وژل 15. غلا كول

۶. د پښو لویه ګناه 16. فرار د جنګ د ميدان څخه تښتيدل

۷. د ټول بدن لویه ګناه 17. د مور او پلار بې احترامى كول

*Alcohol
**Interest