View Full Version : 3 polandy askar zakhmy


din
05-16-2010, 11:41 AM
یو امریکایی عسکر مړ ، ۳ پولینډی پوځیان زخمیان سول
اسوشیټیډ پریس خبر ورکوی چی طالبانو نن یکشنبه [ البته د الفتح عملیاتو په ترڅ کی ] د افغانستان په جنوب کی یو امریکایی عسکر ووژﺉ خو د پیښی ځای او د حملې نوعیت یې واضح نه کړ . خبر زیاتوی چی د مې د میاشتی په روانو ۱۶ ورځو کی ۲۴ بهرني پوځیان وژل سوي چی ۱۶ یې امریکایان دي .
اسوشیټیټیډ پریس په یو بل خبر کی لیکی چی پرون په غزنی کی طالبانو هغه مهال درې پولینډي پوځیان ژوبل کړل چی زرهپوش یې د راکټ او مشین ګنونو د حملې سره مخامخ سو . هغوی اوس په روغتون کی بستر دي . پولینډ په افغانستان کی ۲۶۰۰ پوځیان لری .
( ن . صمد )