View Full Version : مصیبت بهرنۍ تګلاره ده !


din
01-07-2011, 01:57 PM
ليک : ډاکټر نثار احمد صمد
نېټه : ١٧ / ١٠ / ١٣٨٩ | 2011-01-07

http://larawbar.com/data/image/news/Dr.Nisar%20Ahmad%20Samad.JPG بسم الله الرحمن الرحیم
د امریکا مشکل نه تروریزم دی ، نه القاعده یا بن لادن او نه هم طالبان یا ویکی لیکس . بلکی پخپله د امریکا بهرنۍ تګلاره ده چی هر څه یې بې لاری کړي دي . د واشنګټن دغه پالیسۍ نن د څه باندې یو بلیون مسلمانانو مخالفت ، نفرت او مقاومت راپارولی دی ( چی هغوی د نړیوال نفوس څلورمه برخه جوړوی ) .
وګوری خورا ډیر بمونه ، خورا ډیر تهدیدونه ، خورا ډیر اخطارونه ، خورا ډیر هېوادونه ، خورا ډیر بریدونه او خورا ډیر قتلونه د دې تګلارې محصول دی . حالات داسی دي چی نور نو د امریکا دفاعی سیسټم د القاعده د ستراتیژۍ یوه برخه ګرځېدلې ده ، یعنی هغسی ځواک ته وقف سوﺉ چی نه فزیکی شتون لری او نه هم کوم هېواد .
په لرغونې زمانه کی هرکولیس د ګڼو دښمنانو سره مخامخ و . چی یو به یې وژﺉ لس به نور ورته جوړېدل . نن هم امریکا یو دښمن وژني خو لس نور یې پر ځای راشنه کیږی . د هرکولیس مشکل هغه وخت حل او رفع سو چی وژل یې تم کړل او د سیمی څخه ووت .
وګوری یو وخت یوازی فلسطینیان تروریسټان !؟ ول ، خو نن چی امریکا هره خوا حملې او بم ورۍ کوی نو عراقیان ، پاکستانیان ، سومالیایان ، نایجریایان ، افغانان ، یمنیان ، سعودیان ، حتی اروپایی او امریکایی مسلمان سوي کسان هم تروریسټان !؟ سول ، دا ولی ؟ ځکه چی امریکا د خپلی بهرنۍ تګلارې په غبرګون کی ضربې خوری یعنی واشنګټن په نړۍ ( خصوصأ اسلامی هېوادو ) کی د خپل عمل عکس العمل وینی . که ۱۹ ځوانانو د سپټمبر حمله پر وکړه ، که برتانوي تبعه ریچرډ ریډ د بوټ بمی حمله پر کول ، که نایجریایی تبعه عبدالمطلب د کیمیاوی موادو حمله پر کول ، که پاکستاني فیصل شهزاد موټري بمی حمله پر کول ، که افغان نجیب الله ځاځي چاودېدونکې بمی حمله پر کول . . . د دغو ټولو انګېرنه په اسلامی هېوادو کی د امریکا د بهرنۍ تګلارې د غبرګون نتیجه وه .
ټام بوور په خپل کتاب ( تیل ) کی لیکی چی د امریکا تثلیث ( د عیسویت درې اړخیزتوب ) خدای ـ تیل ـ ګاز دی که هغه نننیً عراق دی یا ټول منځني ختیځ او که سبانۍ مرکزی آسیا ده یا د کسپین حوزه . نن امریکا د پخوانۍ استعماري برتانیې پر تلن لاره ګام ایږدی ، یعنی : یو هېواد ونیسه ، هلته خپل ګوډاګی رژیم جوړ او نصب کړه ، یو پوځ ورته جوړ کړه ، یو څه خپل استعماری پوځیان پکښی پرېږده او بیا نو خپلو شومو اهدافو ته په بېغمۍ سره پایښت ورکوه ! همدا نن په عراق او افغانستان کی امریکایان همدا فارمول مخته بیایی . امریکا په بغداد کی په خپل سفارت ۷۴۰ ملیونه ډالره مصرف کړل چی ۸۰۰ پرسونل کار پکښی کوی او همدغسی ګلاګانی یې په کابل او اسلام آباد کی هم جوړېدونکي دي چی یو بلیون ډالره لګښت به ولری او ۱۰۰۰ پرسونل به پکښی بوخت وی . واه ، په دوو کوچنیو ، وروسته پاته او اشغالی هېوادو کی دومره لوی سفارتونه ؟ اسامه بن لادن وایی چی دا صلیبی کلاګانی دي .
که لږ څه شا ته ولاړ سو ، نو و به ګورو چی امریکا په ۱۹۷۳ کی د عربو لخوا د نفتی بندیز راهیسی د انرژي د امنیت څخه محرومه ده او نن د سعودی عربستان او کویټ پر تیلو تکیه لری . نن چی په سیمه کی څه امنیتی ستونزي او امریکایی ننوتوب سته ، ټول پر همدې محور راګرځی .
په ۲۰۱۲ کی به امریکا خپل ۲۰٪ تیل د نایجریا څخه تهیه کوی او که دلته هم څه ګډوډﺉ پیښ سی ( یعنی د تیلو تولید مختل سی ) نو امریکایی پوځیان به ضرور وردانګی او په یو بل مصیبت کی به راګیریږی لکه د خلیج تر جګړې وروسته چی یې په سعودی عربستان کی مستقر کړل او ځانته یې غضب جوړ کړ . دا هر څه د امریکا د بهرنۍ تګلارې محصول دی .
د واشنګټن د دې تګلارې له امله امریکا د عربو او اسراییلو تر منځ د جاری او ناپایه شخړې په تم کولو او ختمولو کی هم ناکامه سوې ده . دا لا څه ، واشنګټن نه یوازی دا چی ځان یې د نورو په جګړو کی ورګډ کړی دی آن دا چی د دوو متضادو خواوو سره کومک هم کوی لکه مخکی د عراق ـ ایران په جنګ کی ، یا د څو پرله پسې لسیزو راهیسی د اسراییلو او سعودی عربستان سره ( چی دواړه د جنګ متضاد اړخونه دي ) .
په عراق کی د امریکا د دیموکراسۍ د صلیب جبرأ مخته وړلو هلته داسی منطقوی بې ثباتي رامنځه کړې چی نتیجه یې د تیلو تولید ته تهدید او د بیې لوړېدل دی . د دې چټی کار لپاره امریکایانو یو ټریلیون ډالره خرڅ کړي او ۴۴۳۲ پوځیان یې وژل سوي او دیرش زره یې هم ژوبل سوي دي . که بل کوم سر لوند کړي نو امریکا به ضرور مفلسه او ډیوالي سی . که احیانأ پر ایران حمله وکړی ( چی دا کار نه کوی ) نو هغه به ظاهرأ د ایرانیانو د آزادولو په نوم وی خو اصلأ به د اسراییلو د بېغمه کولو او ایراني تیلو د وړلو په غرض وی ، حال دا چی دغسی کار به د ځان پر ضد د سُنیانو سره د شیعه ګانو یووالی رامنځته کړی . که دا ټول بیان رالنډ کړو ، نو و به ګورو چی واشنګټن خپله بهرنۍ تګلاره داسی بې لارې کړې ده :
الف ـ د تیلو لپاره بربادونکي جنګونه ؛
ب ـ د تظاهري دیموکراسۍ یا آزادولو جنګونه ؛
ج ـ د نورو په جګړو کی ناحقه ورګډېدل ؛
د ـ باالاخره د ترور پر ضد غولونکیً جنګ ؛
په دغو ټولو کی امریکایی ولس واقعی او خاصی ګټی نه لری بلکی هر څه یې په بشپړ زیان تمام سوي دي . نو باید څه وکړي ؟
اول ـ د انرژي متبادله ذریعه باید ولټوی چی هماغه د خپلو خورا زیاتو تیلو څخه ګټه اخیستل دي یعنی باید پر ځان متکی سی . ځکه ، امریکا د تیلو څخه پرته په ټوله عربي نړۍ کی هیڅ ملی ګټی نه لری . دغسی پرشا کېدل به څو بنسټیزی ګټی ولری ، یعنی :
الف ـ امریکایی طیاره وړونکي بیړۍ به بېغمه سی ؛
ب ـ د امریکا نفتی بلواکي به ختمه سی ؛
ج ـ د خلیج د دیکتاتورو رژیمونو د ساتنی څخه به بېغمه سی ؛
د ـ د امریکا پر ضد به هر ډول کرکه پای ته ورسیږی ؛
و ـ د امریکا آزادي خوښونه او دیموکراسي پالنه به عملأ ثابت سی ؛
هه ـ امریکایی اقتصاد به د رکود او سقوط څخه نجات ومومی ؛
ی ـ امریکا به د تروریزم او دنیا به د امریکا څخه بېغمه سی ؛
دوهم ـ امریکا باید د نورو په جګړو او شخړو کی ورګډه نسی او د یو په ګټه د بل پر ضد چټی مداخله ونکړی ، لکه د حزب الله ـ اسراییلو ، عربو ـ اسراییلو جګړې او د حماس د خفه کولو ارتکاب . . . . آیا دغو کړنو امریکا او امریکایانو ته عملأ ګټه رسولې ده ؟ آیا د اسراییلو څخه په پټو سترګو ملاتړ امریکایانو ته څه ګټه رسولې ده ؟
درېیم ـ کانګریس د ۱۹۴۱ د ډسمبر د اتمی څخه راوروسته هیڅکله جنګ نه دی اعلان کړی ( چی د امریکا قانون یې ایجابوی ) خو پر افغانستان او عراق غیر قانونی حملې وسوې . ولی ؟ دا د ستراتیژي جوړونکو او سلاکارانو درغلي ده چی په غیر قانونی توګه یې په سپینه ماڼۍ دغسی ناپایه او ناګټونکي جګړې اعلان کړې . نو د دغو ناکامو جګړو څخه باید امریکایی پوځیان ( پر کانګریس د فشار په نتیجه کی ) راوغوښتل سی .
څلورم ـ واشنګټن باید په بهر کی په وچ زور د دیموکراسۍ د خپرولو تر نوم لاندی پوځی ، مالی ، بشری یا سیاسی مداخلې بس کړی او تر دغو ظاهری الفاظو لاندی امریکایی پوځیان د وژلو څخه وژغوری . دا چی افغانان او عراقیان دیموکراسي نه غواړی ، نو آیا پر امریکا د هغه ورکړه د سوټی په زور کوم قرض یا فرض دی ؟ امریکا نور نو باید تر دغه چټی او غولونکی عنوان لاندی خپلی خزانې تشي او خپل پوځیان تلف نه کړی .
پنځم ـ تر ټولو مهمه دا چی خپله بهرنۍ تګلاره اصلاح ، تعدیل ، ترمیم او رغنده کړی او هغه د شر له حالته خیر ته او د مُضرتوب له حالته ښېګڼې ته راواړوی او په دې ډول د امریکا د بنسټ ایښودونکو آرمان پوره کړی چی ویلی یې وو امریکا باید مداخله ګره ، یرغلګره او تشدد ګره نه وی . همدا کار به د امریکا مبهمه او ورکه آینده بیرته روښانه او آسانه کړی .
فلهذا ، د امریکا پر ضد خطر په بهر کی د چین یا روسیې یا بنسټ پالو او یا هم تروریزم لخوا نه ، بلکی پخپله په داخل کی د سپینی ماڼۍ او د هغه د پالیسیو جوړونکو او سلاکارانو لخوا دی او بس . نو آیا نسو ویلای چی امریکا صرف او صرف اخلاقی سمون ته سخته اړتیا لری نه امنیتی سمون ته ؟ والسلام ، ( ن . صمد )