View Full Version : Moulvi Abdul ghaffar baryali الحاج مولوي عبدالغفار بريالى


din
05-02-2010, 09:46 PM
له بده مرغه چې افغانستان هم يو له هغو هيوادونو څخه دى چې، علم او عالم پوهه اوپوهان تخصص او متخصصين فن او هنر په کې ارزښت او عالم ، پوه اوهنرمندپه کې په ژوندون قدر نه لري، نه ورته څوک دکار اوخدمت زمينه برابروي،نه دتحقيق او څېړنې ،نه کوم مجهز کتابتون لري او نه کوم منظم پوهنتون ٠نه حکومت، پوهانو ،علماؤ ،متخصصينو او منورينو ته اهميت ورکوي او نه مو د ولس علمي کچه دومره لوړه ده چې دا ډول علماء او منورين ونازوي ، قدر يې وکړي ،دهغوى دعلمي رشد او ذکاوت دلاغوړېدولپاره کار وکړي، دحکومت دزيرې او احسان پرته ورته دکار اوخدمت زمينه برابره کړي ٠که نه افغانستان دډېرو سترو سترو علمي او ادبي هستيو ځاله ده٠ که ددې هيوادعلمي اوفرهنګي تاريخ ته وګورو نووينو چې ،په دې خاوره کې ډېر ډېر نوميالي او په نړېواله کچه پوهان اواديبان زيږيدلي دي چې، په انډوليزه توګه يې، سباوون دډيرو لږو ،دعلم او پوهې خوږې وږمې دنړېوالو پوزو ته رسولي اوداچانس ورته پېدا شوىدىچې ، نړيوال شهرت ترلاسه کړي خو په سلګونو داسې علماءاوپه ديني اوعصري علوموپوه اشخاص لرو چې، دللمي ګل په څېر په خپله راوټوکېدل، هېچا يې له وږمو اوښکلا څخه ګټه وانه خېسته او دخزان سېلۍ زمونږ بې غورۍ او ناشکرۍ ته په کتلو ، له ځانه سره د ابد لور ته بوتلل ٠
ډېر داسې نوابغ لروچې، بايد دلمر په څېر يې درڼا وزرې په ټوله نړۍ خپرې شوې واى٠ خو له بده مرغه زمونږ ټولنيز او سياسي چاپېريال تر ې شمع جوړه کړې ده او رڼا يې يوازې تر يوې خونې محدوده شوه، چې دهمدې امېل( هار ) يوه ملغلره شهيد ابوالفېض الحاج مولوي عبدالغفار بريالى دىچې په لنډ ډول يې درنولوستونکو ته ورپېژنم :
شهيد ابوالفېض الحاج مولوي عبدالغفار بريالى داخترمحمد زوىدى چې ، له نن څخه درې اويا کاله وړاندې يې د زمريو پر ټاټوبي، کندهارښار ته څېرمه دسرپوزې په ګېلان کلي کې په يوه عالمه او متدينه کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې پرانستې٠
دارواښاد بريالي همزولي وايي چې، دى په کوچنيتوب کې هم ډېر ذهين ،ډېر با ادبه ډېر زيارکښه هلک وو چې له علم اوپوهې سره يې ډېره مينه وه٠
نوموړي ارواښاد خپلې لومړنۍ زده کړې له خپل پلار څخه پېل کړې ،وروسته يې په ښکار پور بازارکې له ملا جانان څخه زده کړې و کړې، بيا يې د پشين په سيمزۍ سيمه کې معقول اومنقول علوم ولو ستل، بيا يې په زده کړې پسې پېښور ته کډه وتړله او هلته يې د اکوړي په مدرسه((اسلاميه )) کې علوم او فنون لکه احاديث ،تفاسير ،فقه ،اصول،نحوه ،صرف ،علم التحرير ،عروض،حکمت،منطق،معاني،بلاغت ،ميراث ،تجويد،عقايداو فارسي نظم پوره ولوستل ٠ديادونې وړ ده چې نوموړى ارواښاد به تل په خپل ټولګي کې اول نومره وو٠ارواښاد ابوالفېض په پښتو، دري ، اردو اوعربي ژ بوپوهېده اوشعرونه يې هم پرې ويلي دي ٠
شهيدابوالفېض ته دراولپنډۍمشهور عالم مولوي عبدالرحمن دفضيلت پګړۍ وتړله٠ وروسته په کندهار کې په تدريس بوخت شو ٠دتدريس حلقه يې په ډېر لږ وخت کې دومره مشهوره شوه چې نه يوازې دکندهار طالبان بلکه، دهرات ،کابل ،ترکستان او نورو سيموډلې ډلې طالبانوبه يې دتدريس په حلقوکې ګډون کاوه ٠شهيد ارواښاد به هر کال طالبانو ته داحاديثو ټوله دوره کوله٠
نوموړى نه يوازې دا چې دخپل وخت يو ستر او جيد عالم وو بلکې تکړه ليکوال ،خوږ ژبى او اورژبى شاعر هم وو چې،هم په ديني علم او هم په ادب کې ترې ډېر ارزښتمن او قيمتي اثا پاتې دي٠ داحاديثو په تر ټولو باوري کتاب بخاري همداراز په ترمذي ،رسالي ، جغمني اودصرف په مراح الارواح يې شرحې ليکلې دي٠
مرحوم شهيد ابولفېض دخپل وخت تکړه طبيب هم وواو دنبض په کتلو به يې دناروغ ناروغي تشخيصوله٠
نوموړى ډېر حساس،زړور او موشګافه شاعر هم وو دحقايقو په وېلو کې يې دهيچا پروا نه ده کړې ٠نه يې دحاکم په نارواسترګې پټې کړي دي او نه يې دخان او ملک په ظلم٠ دشعر په هرډول کلاسيک او نوي فورم (صنعت)کې يې شعرونه وېلي دي ٠ډېر شعرونه يې دسند غاړو له خوا دموسيقۍ په پردو کې نغښتي او په راډيوګانوکې خپاره شوي هم دي٠ ګڼ شمېر يې دهيواد په خپرونواو په ځانگړي ډول په طلوع افغان ورځپانه کې خپاره شوي دي٠ خو په کتابي بڼه يې دشعرونو کليا ت د آهاړ په نوم په دې وروستېو کلونو کې دمينه والو په مالي مرسته دوه ځله چاپ شو٠
ارواښاد شيخ القران په ١٣٥٧ هجري لمريز کال دحج دمبارکې فريضې دادا کولو لپاره حرمېنو ته تشريف وېووړ ، کله چې له دې مبارک سفر څخه بېرته راستون شو نو، لا کور ته تللى نه وواو د کورنۍ غړي يې دديدن په خوږو ماړه شوي نه وو چې، دليندۍ دمېاشتې په شلمه نېټه، ګوډاګېو اودپردېوډول ته نڅېدونکو کمونستانو چې، لا دمخه يې ورته کمين نيولى وو ونيوه٠ او د اسارت له ورځې څخه ترڅلورومياشتو يې له کور سره خطي( ليکنۍ ) رابطه وه خو له هغې وروسته يې له کورنۍ او دوستانو سره تر دا نن ورځې پورې اړيکې غوڅې شوې دي ٠ داسې ښکاري چې بې رحمه کمونېستانودى هم دنورو زرګونوبااحساسه مسلمانوپوهانو، او علماءوپه څېرپه شهادت رسولى دى او په کوم ټولنيز قبريا په کوم پولېګون کې يې ژوندى تر خاورو لاندې کړى او په بلدوزرونو يې پرې خاورې اړولې دي ٠دا هم د ارواښادشهيد مولوي بريالي دشعر
څو نمونې


Benawa