View Full Version : Pukhto toree/alphabets


Yousafzai Pakhtun
12-08-2010, 03:29 AM
توري

د بني آدمو له خُلې نه چې کوم مختلف بنيادي غږونه او اوازونه راوځي هغه د يو بل نه جدا وي او دا فرق هر انسان د شونډو، ژبې، خُلې، تالُو او د مرۍ په مدد سره پېدا کوي. د دغې ځان ځان له او جدا جدا اواز دپاره مخصوص علامتونه اختيار کړي شوي دي چې ورته توري وئيل پکار دي. تر اوسه پورې د ګرامر اکثرو عالمانو د اواز دې علامت ته دحرف نوم ورکړے دے او دغې (ا، ب، ت) ته حروفِ تهجي وائي خو وروستو چې کله په ګرامر کښې مخکښې لاړ شي نو د کلمې قسمونه)اسم فعل او حرف( بيانوي. دغه شان لوستونکېو ته اشکال پېدا کېږي چې د اواز د علامت دپاره هم د ((حرف)) اصطلاح استعمال شوې وي او د کلمې د يو قسم دپاره هم د ((حرف)) اصطلاح استعمال کړې شي. د ا، ب، ت، دپاره د حرف په ځائې د بلې اصطلاح جوړولو نه به ښه دا وي چې د توري اصطلاح چې مونږ سره د لفظ يا ټکي د مترادف په توګه له مخکښې نه موجوده ده، د حرف دپاره خاص کړو نو د نوې اصطلاح وضع کولو نه به بچ شو. لوستونکو ته دومره عرض دے چې د دې نه پس دې د توري اصطلاح د ټکي او لفظ دپاره نۀ پکاروي.
ديوې ژبې ويونکې د خبرو په وخت دا توري د مختلفو مجموعو په شکل کښې پکاروي او د تورو دې مجموعې ته (لفظ) وئيلے شي. بيا لفظ دوه قسمه وي يو هغه چې معنې لري او بل هغه چې بې معنې وي او د معنې لرونکو مجموعو سره راځي. معنې لرونکي لفظ ته د ګرامر په اصطلاح کښې (کلمه) وئيلې شي لکه روټۍ، کرسۍ ، کټ وغېره او بې معني لفظ ته مهمل وئيلے شي لکه موټۍ، مرسۍ، مټ وغېره. خو ځنې وخت داسې هم وشي چې دا مهمل هم معني لرونکے وي خو په دې حالت کښې هغه مهمل ګڼلے شي او خپله اصل معني ئې مراد نۀ وي لکه ورور مور، کور مور، کار مار، پئ مـئ، په دې لفظونو کښې مور، مار او مئ معنې لرونکي لفظونه دي خو په خپلو اصلي معنو کښې نۀ دي استعمال شوي خو د دې لفظونو سره راغلي دي نو مهمل به ګڼلے شي.
يادګيرنه: مهمل چې د کومې کلمې سره راځي نو د هغې هم وزن وي. په پښتو کښې اکثر مهمل داسې وي چې د (م) نه شروع کېږي لکه اوبۀ موبۀ، ساګ ماګ، خشاک مشاک. خو يو څو داسې تابع مهمل هم شته چې هغه د دې قاعدې نه خلاف دي لکه اريان دريان، لل ګل، کوږ ووږ، مات ګُډ، سم دم، ناسته پاسته وغېره.
د دوو يا زياتو کلمو د يو ځائې کولو نه خبره يا کلام جوړېږي.
مثلاً : ﻻ به يو کېږو ګني ورکېږو.
دا برنۍ جمله کلام دے او په دې کښې ګڼ اجزاء شامل دي يعني، لا، به، يو، کېږو، ګني، ورکېږو. دا ټول شپږ لفظونه دي او دې هر يو بيل بيل ته کلمه وئيلے شي او هره کلمه د مختلفو اوازونو د علامتونو نه جوړه شوې ده. څۀ ته چې مونږ بره په خپلو خبرو کښې د توري نوم ورکړے دے.
د کومو تورو نه چې د يوې ژبې لفظونه جوړېږي هغې ته د هغې ژبې د هجې توري وائي. پښتو کښې استعمالېدونکي ټول توري 44 څلور څلوېښت دي چې څۀ په دې ډول دي:
ا ب پ ت ټ ث
ج ځ څ چ ح خ
د ډ ذ ر ړ ز
ږ ژ س ش ښ ص
ض ط ظ ع غ ف
ق ک ګ ل م ن
ڼ و ه ي ې ئ
ۍ ے


په دې تورو کښې ث، ذ، ص، ض، ط،ظ، ع، ف، ق د عربۍ توري دي او په هغې لفظونو کښې استعمالېږي چې د عربۍ يا فارسۍ نه پښتو ته راغلي دي. خو يو څو توري داسې هم شته چې هغه د پښتو خپل توري دي او په نورو ژبو کښې بېخي نشته.
مثلاً: ځ څ ښ ڼ ږ

دا توري زمونږ مشرانو په دې غرض جوړ کړي وو چې د مختلفو قبيلو د تلفظ د اختلاف باوجود د پښتو په ليکلو کښې يو والے راوستے شي. د پښتو ځنې خپل او د نورو ژبو نه مفغن کړي لفظونه داسې دي چې ځنې قبيلې ئې يو شان تلفظ کوي او ځنې قبيلې ئې په بل رنګ وائي. د پښتو دا مخصوص توري دوه دوه اوازونه لري. د دې دوه رنګه اواز لرونکو تورو په جوړولو دا فائده وشوه چې يو طرف ته په املا کښې يو والے راغے او بل طرف ته د هرې قبيلې ضرورت هم پوره شۀ. يعني هره قبيله دا توري په خپل مخصوص تلفظ سره لوستلے او وئيلے شي.
د پښتو دغه مخصوص توري داسې دي:
ځ : دا تورے داسې ليکلے شي چې د (ح) دپاسه همزه اچولے شي او د (جيم) په وزن (زيم) وئيلے شي. دا تورے په داسې لفظونو کښې استعمالېږي چې د پښتنو ځنې قبيلې ئې تلفظ په (ج) کوي او ځنې ئې د (ز) په شان وائي او يا په نورو ګاونډي ژبو کښې په (ج) وئيلے شي. لکه :
ځائې : ځنې خلق ورته (جائې) وائي او ځنې ورته (زائې) وائي.
ځوان: څۀ قبيلې ئې (جوان) او څۀ ئې (زوان) وائي.
ځان : ځنې پښتانۀ ئې (جان) وائي او ځنې ورته (زان) وائي.
ځواب : ځنې پښتانۀ ورته (جواب) او ځنې ورته (زواب) وائي.
څ : د (ح) د پاسه درې نقطې اچولې شي او د (جيم) په وزن (سيم) تلفظ کولے شي. دا تورے په داسې لفظونو کښې استعمالېږي چې ځنې پښتانۀ ئې په (سۀ) او ځنې ئې په (چۀ) وائي لکه:
څۀ : ځنې قبيلې ئې (سۀ) وائي او ځنې ئې (چۀ) وائي.
څادر : دې لفظ ته ځنې د پښتنو قبيلې (سادر) وائي او ځنې ورته (چادر) وائي.
څوک : دا لفظ هم ځنې پښتانۀ (سوک) او ځنې ورته
(چوک) وائي.
څوکيدار : ځنې پښتنې قبيلې ورته (سوکيدار) او څۀ قبيلې ورته (چوکيدار) وائي.
ږ : د (ر) لاندې باندې نقطې اچولې شي او د (رې) په وزن (ګې) وئيلے شي. دا تورے په هغې لفظونو کښې استعمالېږي چې ځنې پښتانۀ ئې په (ګ) وائي او ځنې ئې په (ژ) وائي لکه :
ږيره : دې ته د پښتنو ځنې قبيلې (ګيره) وائي او ځنې ورته (ژيره) وائي.
وږے : ځنې پښتانۀ ورته (وګے) وائي او ځنې ورته (وژے) وائي.
اوږه : څۀ قبيلې ئې (اوګه) وائي او څۀ ورته (اوژه) وائي.
ښ: د (س) لاندې باندې نقطې اچولې شي دا هغه لفظونو کښې استعمالولے شي چې ځنې قبيلې ئې په (خ) او ځنې ئې په (شين) تلفظ کوي لکه:
ښکار : دې لفظ ته ځنې پښتانۀ (خکار) وائي او ځنې ورته (شکار) وائي.
ښکر : ځنې پښتانۀ دا لفظ (خکر) تلفظ کوي او ځنې ئې (شکر) وائي.
ښار : د پښتنو ځنې قبيلې ورته (خار) او ځنې ورته (شار) وائي.
ښارو : ځنې پښتانۀ ئې (خارو) وائي او ځنې ورته (شارو)
وائي.
ڼ : دا تورے د لفظ په شروع کښې نۀ راځي البته د ټکي منځ او اخره کښې راځي. د دې توري اواز د (ن) نه بدل دے او د (ن) او (ړ) شريک غوندې اواز دے. دا تورے به پخوا (نړ) ليکلے شو لکه (کوڼ) به مونږ (کونړ) ليکلو چې په کوڼ او کونړ کښې به هيڅ فرق نۀ کېدو. خو د نوې املا تر مخه د دۀ شکل داسې وضع شو چې دې به په (ڼ) ليکلے شي يعني (کوڼ) به ئې ليکو. چاڼ، رڼا، لستوڼے، روڼ وغېره ټول به په دې (ڼ) ليکلے شي.
دغسې په پښتو کښې د شمېر يو څو ټکي داسې هم شته چې د هغې په تلفظ کښې ځنې قبيلې د يو بل سره اختلاف لري. د دغو ټکو دپاره هم يو مخصوص رسم الخط مروج شوے دے. لکه :
کښې : د دې ټکي تلفظ ځنې پښتانۀ (کې) کوي او ځنې ئې (کشې) وائي. نو د دې اختلاف ختمولو دپاره د دې لفظ په دې شکل ليکل مناسب ګڼلي شوي دي.
بخښل : دې ټکي ته هم ځنې پښتانۀ (بخل) او ځنې (بخشل) وائي ځکه نو په دې شکل به ليکلے شي.
نخښه : دې لفظ ته ځنې پښتانۀ (نخه) او ځنې ورته (نخشه) وائي د دې دپاره هم دا شکل غوره کړے شوے دے.
څښتن : ځنې پښتانۀ دا لفظ (سختن) ځنې ئې (سشتن) او ځنې ئې (چشتن) او يو تلفظ ئې (تښتن) هم شته. دا لفظ به هم داسې ليکلے شي.
يادګيرنه: د پښتنو داسې قبيلې هم شته چې هغوي د (کښېنه) په ځائې (چېنه) وائي. خو د هغې زمونږ عالمانو تر اوسه څۀ حل نۀ دے راويستے.
د تورو قسمونه

د تورو تقسيم په دوو لحاظو سره کېدے شي. يو د تذکير او تانيث په لحاظ سره او بل د ليک په لحاظ سره.
د تذکير او تانيث په لحاظ سره: د تذکير او تانيث په لحاظ سره د تورو دوه قسمه دي يو قسم توري مذکر دي او بل قسم مونث دي:
مذکر توري : ا، ج، ځ، څ، د، ډ، ذ، س، ش، ښ، ص، ض، ع، غ، ق، ک، ګ، ل، م، ن، ڼ، و.
مونث توري : ب، پ، ت، ټ، ث، چ، ح، خ، ر، ړ، ز،ژ،ږ، ط، ظ، ف، ه، ي، ې، ۍ، ئ، ے.
د ليک په لحاظ سره: د ليک په لحاظ سره هم د تورو دوه قسمه دي:
(ا) يو ځائې کېدونکي توري
(ب) نۀ يو ځائې کېدونکي توري
يو ځائې کېدونکي توري: هغه دي چې د خپل ځان نه وروستني توري سره يو ځائې کېدے شي. دا يو ځائې کېدونکي توري په پښتو کښې دا دي:
ب، پ، ت، ټ، ث، ج، ځ، څ، چ، ح، خ،س، ش، ښ، ص، ض، ط، ظ، ع، غ، ف، ق، ک، ګ، ل، م، ن، ڼ،ه، ي، ې،
نۀ يو ځائې کېدونکي: هغه توري چې خپل وروستي توري سره نۀ يو ځائې کېږي. پښتو کښې دا توري په دې ډول دي:
د، ډ، ذ، ر، ړ، ز، ژ، ږ، و.
يادګيرنه : په پښتو کښې د عربۍ او فارسۍ هغه لفظونه چې مفغن شوي نۀ وي هم هغسې ليکل پکار دي لکه څنګه چې هلته ليکلے شي لکه السلام علېکم، عبدالکريم، فقير، فکر، اعلي، ادني، لېلي، قصه، وغېره.

Feroza_Banu
12-08-2010, 04:33 AM
Please refer to this video for original pronounciation of the Pashto Alphabets in regards to zde and tsey

just a side note: this video is not made by anyone i know so don't think its influenced by me lol

y5QZE9ew6eg

Yousafzai Pakhtun
12-08-2010, 04:44 AM
I can't watch this video here will watch it latter somewhere as all video links have been banned by our IT administrator.......Thanks though Khorey....
Actually we call it Zeem and Seem respectively and are taught in the schools too....May be in afghanistan they call it Dzey and tsey.....but that was not the point....i wanted to tell you how these pure pashto alphabets (i.e zeem, seem, che etc) can be used in words.....we have some rules for using these alphabets in words....these rules were made by our scholars to bring uniformity in pashto script here in pakhtunkhwa.......oss laka taso che oowey che afghanistan ke da dey toro pronounciation badal dey noo keday shee che da dey da use rules hummm badal vee.....