| | ||||||||
| |||||||||
| ||||||
![]() |
| | Thread Tools | Display Modes |
|
(#1)
|
| |||
| په كندهار كې تر اوږده ځنډ وروسته د انارګل په زړه پوري مشاعره جوړه شوه . د مشاعرې ځاى د كندهار د سمسوري ولسوالې ارغنداب د باباولي صاحب د پارګ ښكلي تپه وه . د انارګل په دوديزه مشاعره كې د ولسي جرګې د غړو او دولتي چارواكو تر څنګ د هيواد نوموتي شاعر عبدالباري جهاني ، د ننګرهار ، هلمند ، ارزګان او د ډورنډ د كرښې ها خوا پښتنو شاعرانو هم ګډون كړى وو . په مشاعره كې تر ويناوو وروسته د پښتو ژبي نوموتي شاعر عبدالباري جهاني ، ميلمنو شاعرانو او د كندهار ځوانو ادب پالو شعرونه وويل . په مشاعره د انار ګل شعرونه لږ وه او شاعرانو د هيواد او كندهار رواني ناامنې او ددې ولايت زخمي حالت انځوروى . كليپ مشاعري ښكلي تمثيلي پارچي هم درلودي او شاوخوا يې د باباولي صاحب د سمسوري سيمي ښكلا خوند يو په دوه كړى وو. په مشاعره كې د ننګرهار ، نژدې ولايتونو او د ډورنډ د كرښي څخه راغلو ميلمنو چې د ځينو شاعرانو په شخصي بلنه راغلي وه د كندهار د اطلاعاتو او كلتور رياست څخه ګيله وكړه چې د نورو ولايتونو شاعران يې نه دي بللي ، په وينا يې چې په بللو سره به يې يووالي ټينګ شوى واى . انارګل د كندهار دودويزه مشاعره ده چې د لسګونو كلنو راهيسي په پسرلي موسم كې جوړيږي چې په دې وخت كې انار هم ګل وي خو سږ كال د انار ګل مشاعره په داسي حال كې جوړه شوه چې د انار ګلونه ، غټ انار دي . |
| The Following User Says Thank You to din For This Useful Post: | ||
Feroz Afridi (06-08-2012) | ||
|
(#2)
|
![]() |
| Tags |
| جوړه, د, شوه |
| Thread Tools | |
| Display Modes | |
| |