| | ||||||||
| |||||||||
| ||||||
![]() |
| | Thread Tools | Display Modes |
|
(#1)
|
| |||
| ایران په افغانستان کې د کلتوړري نفوذ ترڅنګ استخباراتي فعالیت زیات کړی | شنبه, 27.10.2012, 10:01 AM | (31 لیدل شوی) تاند- ایران په افغانستان کې د خپل کلتوري نفوذ د خپرولو ترڅنګ په دې هیواد کې استخباراتي او پوځي فعالیتونه هم زیات کړي دي.د راپورونو له مخې ایران د امام خمیني د مرستندویې کمېتې له لارې هڅه کوي چې په افغانستان کې استخباراتي مالومات ټول کړي. لوېدیځ او افغان مقامات وايي چې دا کمېټه هغو کسانو ته مرستې ورکوي چې ایران ته وفاداره وي او د ایران خاص ملي او مذهبي مناسبتونه لمانځي. د دوی په وینا ایران په افغانستان کې ګڼې رسنۍ تمویلوي څو د دغه هیواد د کلتور او سیاسي هدفونه تبلیغ کړي. د افغان او امریکايي چارواکو په وینا ایران د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د خلا د ډکولو لپاره په افغانستان کې د استخباراتي شبکې د غځولو او د مرستو د زیاتولو هڅې کوي. د افغانستان په جمهوري ریاست کې یوه جګپوړي مقام وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې ته ویلي چې ایران په افغانستان کې حقیقي نفوذ لري. دوی په یوه اشاره شل زره افغانان تنظیمولی او راټولولی شي. چې دا له پاکستانه تر راتلونکو ځانوژونکو خورا زیاته خطرناکه ده ځکه چې هغوی لږترلږه لیدل کېدای او مقابله ورسره کېدای شي خو د ایران له سیاسي او کلتوري نفوذ سره نه جګړه کېدای شي او نه لیدل کېږي. د افغانستان د ولسمشرۍ د دفتر په شمول د دغه هیواد د حکومت ډېرو چارواکو له ایران څخه پیسې اخیستي دي. افغانستان د ایران د هغو هڅو لپاره هم مهم دی چې ځان پرې له نړیوالې انزوا څخه خلاصوي. ایران له ډېرو افغانانو سره ژبنۍ خپلوي لري. نژدې نیمايي افغانان په فارسي خبرې کوي. په ملیونونو افغانان په ایران کې کار کوي او له بلې خوا ایران هرات ښار ته برېښنا ورکوي. که څه هم د افغانانو اکثریت سني دی خو د شیعه وو یو لوی اقلیت هم لري چې له ایران سره په مذهبي لحاظ نژدې دی. ایران د امام خمیني د مرستندویې کمېټې له لارې په افغانستان کې د خپل نفوذ د خپرولو هلې ځلې کوي. دا یوه خفیه اداره ده چې د نړۍ په نورو هیوادونو کې هم فعالیت لري. امریکا دوه کاله پخوا په لبنان کې د امام خمیني د مرستو کمېټه په دې خاطر په تور لیست کې شامله کړه چې له حزب الله سره یې مرسته کوله. د افغان او لوېدیځو مقاماتو په وینا د امریکا د نړیوالې پرمختیايي ادارې خلاف، چې خپلې مرستې د خصوصي قراردادیانو په وسیله وېشي او حتي ځیني وخت دا مسله پټوي چې مرستې یې د امریکا له لوري دي، د امام خمیني د مرستو کمېټه خپلې مرستې په مستقیم ډول وړاندې کوي. د دې کمېټې مرستې د استخباراتي مالوماتو له ټولولو سره اخښلي دي. وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې له څو تنو افغانانو سره، چې د امام خمیني مرستندویې کمېټې ورسره کومک کړی، خبرې کړي، دوی ورته ویلي چې دا کمېټه هر چا ته چې مرسته ورکوي اول د هغه د سابقې او کورنۍ په اړه مفصل مالومات غواړي. امریکايي چارواکي وايي چې د امام خمیني د مرستې کمېټه دا مالومات د دې لپاره ټولوي څو یقیني کړي چې مرستې یې ایران پلویانو ته رسېږي. یوه امریکايي چارواکي وویل چې د ده په باور به ایران په خپلو دې هڅو کې ناکام شي ځکه چې افغانان دوی ته د شک په سترګه ګوري. وال ستریټ ژورنال ته ځینو افغانانو چې ایران ورسره مرستې کړي یا د ایران له لوري په تمویل کېدونکو پروژو کې کار کوي، ویلي چې د ایرانیانو یوه غوښتنه ورڅخه دا ده چې د آیت الله خمیني تلین او د ایران د انقلاب د بریالیتوب ورځې به لمانځي. ایران په هرات کې د کتابتون او کلتوري مرکز له لارې د خپل کلتور د ترویج هڅه کوي. افغان چارواکي وايي چې ایران له ډېرو کلونو راهیسي د افغانستان رسنیو ته مالي مرسته ورکوي. د دې ترڅنګ د هرات ولایتي مقامات وايي چې د هغو یاغیانو فعالیتونه زیات شوي چې ایران یې ملاتړ کوي. د هرات د والي داوود سبا په وینا دا کسان په ایران کې کورونه لري او د افغانستان د حکومت پرضد جنګېږي. د اګست په میاشت کې وال ستریټ ژورنال راپور ورکړی و چې ایران په خپله خاوره کې طالبان پرې ایښي چې دفتر پرانیزي.tand |
![]() |
| Tags |
| د, نفوذ, په, کې |
| Thread Tools | |
| Display Modes | |
| |