| | ||||||||
| |||||||||
|
(#1)
|
| |||
| ارواښاد عبدالروف بېنوا Larawbar.com 2012-08-04 د محمد عمري رالېږنه چي خپله ژبه یې هېره کړې او دبل په ژبه ګړیږي۰ دبل له پاره ځان وژني۰ خو دځان له پاره اقلا فکرهم نه کوي۰ پخپله دیوې لوېشتي مځکي خاوندکېدلای نه سي مګرنوروته کشمیرګټي۰ پاچهۍ او وطنونه وګټي خودده پکښې هیڅ۰ ښارونه ابادکړي مګر دیوې کوټې ځای هم پکښې نه لري۰ په خپل نس کي یې سوړسک نه وي ۰ مګرنوروته پلاوونه سنبالوي۰ دنیکونوپه ډنډوره یې دنیا ډکه ده ۰ مګر دی دچا زوی نه دئ۰ ددنیا ویښ خلګ زیار باسي د ( اټوم ) رازیوله بله پټ لاس ته راولي خوپښتون لالا دتربورخرې غلاکوي۰ نوردعلم او کمال له برکته په هوا الوزي ، مګرده لاتراوسه دځناورو پوټکی اغوستی په تورو غروکي اوسي۰ خلګ په ډیرو لوړو لقبونه مړیږي۰ خوپښتون د۰ حاضرباش۰ په اورېدلو ځان وژني۰ نور انسانان پردي دښمنان وژني۰ مګر پښتون دخپل تربورویني څکي۰ زوی مکتب ته نه استوي۰خو یو مکتبي حاکم ته دمریي غوندي لاس پرنامه ولاړاو سلامونه کوي۰ ځان ته ۰ خان ۰ وایي مګر دمیرزا نوکر وي۰ څوک یې په کلي کي نه پریږدي دی وایي آس مي دملک کره وتړئ. دکانداري دځان عارګڼي خودیوه هندو دوکاندارلاس اوپښې ښکلوي هومره غرور۰ دومره پستي هی پښتونه۰ افسوس پښتونه ـــــــ |
| The Following 3 Users Say Thank You to din For This Useful Post: | ||
|
(#2)
|
| |||
| da da pakhtano pa yaw so tako ke spezali ghandana da , sumra pa khaaysta rang ke ye da pakhtano tol eibuna wayali di ka da ranga pikar pakhtano ke khor shi no yawa wraz ba pakhtana hum da parmakhtag aw wadey pa razuno poha shi aw da khar ghundey ghairat ba na kawi che truck ye uwahi |
![]() |
| Tags |
| ؟, دئ, څوک |
| Thread Tools | |
| Display Modes | |
| |